عبدالرحمن (ارتداد)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالرحمن (چې په ۱۹۶۵ کال کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستې) یو افغان وګړی دی چې د ۲۰۰۶ کال په فبروري میاشت کې ونیول شو او د اسلام د پرېښودو او عیسویت ته د اوښتو له امله د مرګ په  سزا وګواښول شو. د بهرنیو حکومتونو تر سخت فشار لاندې، د ۲۰۰۶ کال د مارچ په ۲۶ نېټه، محکمې د "تحقیقاتي تشو" له امله د هغه قضیه بېرته څارنوالانو مسترد کړه.[۱] نوموړی د مارچ په ۲۷ نېته له زندانه خوشی شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو.[۲] د مارچ په ۲۹، عبدالرحمن وروسته له هغه ايټاليا ته ورسېد چې د ايټاليا حکومت نوموړي د سياسي پناه وړانديز وکړ.   [۳]

په لوېديځه نړۍ کې، دا قضيه د توند غبرګون لامل شوه او په نړيواله کچه له پراخو غندنو سره مخ شوه، په ځانګړې توګه د انګلستان او متحده ايالاتو د حکومتونو له خوا چې دواړو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د پخواني رژيم د نسکورولو مبارزه رهبري کړه هغه وخت هم له افغانستان سره د مرستو اصلي تمویل کوونکي وو.   [۴]

لومړی ژوند[سمول]

عبدالرحمن په ۱۹۶۵ کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. [۵]

کله چې هغه په ۱۹۹۰ کال کې یوې کاتولیکې غیر دولتي مرستندویه ډلې ته د کارکونکي په توګه کار کاوه او افغان کډوالو ته یې د پاکستان په پیښور کې طبي مرستې چمتو کولې، د عیسویت په اړه یې زده کړې وکړې او وروسته یې د رومي کاتولیک په کلیسا کې د تعمید غسل ترلاسه کړ.[۶] نوموړي له ارتداد وروسته، انجیلي نوم جویل په ځان کېښود.[۷]

نوموړی په ۱۹۹۳ کال آلمان ته لاړ او وروسته یې په بلجیم کې د پناه غوښتنه وکړه. په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته افغانستان ته را وشړل شو.[۸][۹][۱۰]

د کاتولیک مذهب د منلو له امله د عبدالرحمن د خپلې مېرمنې له خوا تفریق (طلاق) شو.[۱۱] دې  د خپلو دوه لوڼو د سرپرستۍ په اړه په ورپسې شخړه کې، چې د عبدالرحمن په نشتون کې د نوموړي د مور او پلار له خوا لویې شوې وې، د لوڼو څخه د هغه د سرپرستۍ د انکار لپاره د مور کورنۍ د نوموړي د دین مسله راپورته کړه.[۱۲][۱۳][۱۴]

کله چې هغه بېرته افغانستان ته راوګرځېد، مور او پلار یې عاق کړ او ویې ویل: " موږ هغه په خپل کور کې نه غواړو ځکه چې هغه له اسلام نه بل دین ته اوښتی" او "عبدالرحمن غواړي چې زما د ماشومانو او کورنۍ اخلاق بدل کړي. نوموړی په سم لوري روان نه دی، ما هغه له کوره ایستلی دی." په همدې وخت کې یې لوڼو وویل چې هغه له موږ سره ناوړه چلند کوي او موږ ته ګواښونه او سپکاوی کوي، هغه هېڅ  کومه دنده نه لري او ماته یې کومه ټوټه کالی یا کومه ټوټه د ډوډۍ نه ده راکړې. هغه یوازې په نوم پلار دی" او "هغه وویل چې زما پلار دی، خو کله چې هغه بېرته افغانستان ته راغلی، د پلار په څېر یې چلند نه دی کړی. هغه موږ ګواښوي او موږ ټول له هغه وېرېږو او د اسلام په دين ايمان نه لري."   [۱۵]

نیول کېدل او محاکمه  [سمول]

د نوموړي د کورنۍ غړو د ۲۰۰۶ کال په فبروری کې پولیسو ته  د هغه خبر ورکړ. نوموړی وروسته له هغې ونیول شو چې پولیسو وموندله چې هغه انجیل لري. هغه له نیول کېدو وروسته په کابل کې داسې وکیل ونه موند چې د نوموړي استازیتوب وکړي. چارواکو له نوموړي څخه د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د لیدو هڅې منع کړې.     [۱۶][۱۷][۱۸]

د افغانستان د اساسي قانون ۱۳۰ ماده څارنوالانو ته دا صلاحت ورکوي چې نوموړی د "حنفي فقهې بر بنسټ" په ارتداد تورن کړي. د مادې متن په لاندې ډول صراحت ورکوي:

تر غور لاندې قضیو کې، محاکم باید د دې اساسي قانون او نور قوانینو احکام پلي کړي. كه په اساسي قانون او نورو قوانينو كې د يوې قضيې په اړه صراحت شتون و نه لري، محاکم بايد د حنفي فقهې له نظره، او د دې اساسي قانون له خوا په ټاكل شويو حدودو كې په داسې ډول حكم وكړي، چې عدالت په غوره توګه تامين شي.[۱۹]

څارنوالانو هغه ته د مرګ سزا غوښته او نوموړي ته يې د "ميکروب" خطاب کاوه. څارنوال عبدالواسع د هغه د توبې غوښتنه کوله او هغه ته یې د خاین خطاب کاوه او ویې ویل: "د هغه سر باید پرې شي او له اسلامي ټولنې څخه پاک شي او باید ووژل شي." د افغانستان د لوی څارنوال له خولې وویل شول چې عبدالرحمن باید په دار وځړول شي.    [۲۰][۲۱]

د عبدالرحمن قضايي بهیر، چې د مارچ په ۱۶ پیل شو او په نړیوالو مطبوعاتو کې د مارچ په ۱۹ نېټه په پراخه کچه مشهور شو، د کابل د ابتدايه محکمې د عامه امنیت په دیوان کې د دریو قاضیانو تر نظر لاندې و. د قضيې مشر قاضي انصارالله مولوي زاده وويل چې له عبدالرحمن څخه به وغوښتل شي چې د خپل ارتداد په اړه له سره غور وکړي: "موږ به هغه بېرته را وبلو ځکه چې اسلام د زغم دین دى، موږ به له نوموړي وپوښتو چې آيا هغه خپل نظر بدل کړى دى که نه؟" که یې نظر بدل کړی و موږ به هغه وبښو."  [۲۲]

انصارالله مولوي زاده دا هم وويل: پېغمبر اکرم (ص) څو ځله ويلي دي، چې که څوک له اسلام څخه واوښت او بېرته را ونه ګرځېد، نو باید ووژل شي، اسلام د سولې، زغم، مهربانۍ او صداقت دين دى. له همدې امله موږ نوموړي ته ويلي چې که په خپل کار پښېمانه شي، نو موږ به هغه وبښو."   [۲۳]

قاضي نور شرطونه هم کېښودل: "که [هغه] توبه ونه کړي، تاسو به ټول شاهدان وئ چې هغه به د کوم ډول سزا سره مخ شي."  [۲۴]

که څه هم نوموړی د مرګ له احتمالي سزا سره مخ و، عبدالرحمن په خپلو عقایدو ټینګ ولاړ و، "که دوی غواړي ما ته د مرګ سزا راکړي نو زه یې منم ... زه یو مسیحی یم، پدې معنی چې زه په تثلیث باور لرم ...  په عیسی مسیح ایمان لرم."  [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. (په March 26, 2006 باندې). Afghan Case Against Christian Convert Falters. The New York Times.
  2. (په March 28, 2006 باندې). Monday, March 27. CNN
  3. (په March 29, 2006 باندې). Afghan convert arrives in Italy for asylum. CNN
  4. (په March 28, 2007 باندې). Afghanistan: Government to have greater control over aid pledged in London. IRIN
  5. "Christian convert faces death penalty in Afghanistan". 20 March 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په March 23, 2006 باندې). Afghan clerics demand convert be killed.[مړه لينکونه]
  7. Quotidiano Net[مړه لينکونه]
  8. (په March 24, 2006 باندې). Kabul Judge Rejects Calls to End Trial of Christian Convert. The New York Times.
  9. "Afghan Convert to Christianity Finds Asylum in Italy". AgapePress. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Abdul Rahman, Isaias, EDA & the Eritrean Evangelicals". Habtom Yohannes. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په March 24, 2006 باندې). Kabul Judge Rejects Calls to End Trial of Christian Convert. The New York Times.
  12. "Islamic Injustice: The Abdul Rahman Case". blogcritics.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rachel Morarjee (March 29, 2006). "Abdul Rahman's Family Values". Time.
  14. "Islamic Injustice: The Abdul Rahman Case". blogcritics.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rachel Morarjee (March 29, 2006). "Abdul Rahman's Family Values". Time.
  16. Abdul Waheed Wafa (په March 23, 2006 باندې). Afghan Judge in Convert Case Vows to Resist Foreign Pressure. The New York Times.
  17. Cooney, Daniel Afghan Convert May Be Unfit for Trial Associated Press, March 22, 2006, accessed March 22, 2006
  18. (په March 23, 2006 باندې). Afghan clerics demand convert be killed.[مړه لينکونه]
  19. Wolesi Jirga & Provincial Council Elections Afghanistan 2005 Archived February 22, 2014, at the Wayback Machine.
  20. Abdul Waheed Wafa (په March 23, 2006 باندې). Afghan Judge in Convert Case Vows to Resist Foreign Pressure. The New York Times.
  21. Who will save Abdul Rahman? Archived April 20, 2006, at the Wayback Machine., by Michelle Malkin, townhall.com, March 22, 2006, retrieved March 28, 2006
  22. "Report". BBC. 2006-03-20. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 24 March 2006 باندې). Mood hardens against Afghan convert. BBC
  24. "Afghanistan: Pressure Mounts Over Afghan Conversion Case". Radio Free Europe — Radio Liberty. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مارچ ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Afghan Man Faces Execution After Converting to Christianity" Archived April 7, 2006, at the Wayback Machine., by Benjamin Sand, VOA News, March 18, 2006, retrieved March 28, 2006