عامې چونگښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عامې چونګښې علمي نوم یې رانا ټېمپوراریا (Rana temporaria) ده، د رانیدای کورنۍ (family Ranidae) غړې دي، د چونګښو مختلف ډولونه دي چې په ځمکه ژوند کوي. اصلي ځای یې اروپا ده چې له انګلستان تر مرکزي روسې پورې پیدا کیږي. په انګرېزۍ کې ورته (grass frog or russet frog) نومونه هم اخلي. نرم پوستکی لري او له ۷ تر ۱۰ سانتي متره (۲.۸ تر ۳.۹ انچه) پورې یې د بدن اوږدوالی رسیږي. د بدن رنګ یې خړ، نصواري، سور، زېړ او شین وي چې په دې رنګونو کې نور نښانونه لري.

په سوري لرونکې لندې ځمکه کې ژوند کوي، په پسرلي کې د نسل تولید کوي. ښځه یې له ۱۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې هګۍ اچوي، هګۍ یې ډېرې ژر په بچیانو بدلیږي او مېټا مورفوز (metamorphose) یا د شکل تغیر په درې میاشتو کې کوي. (مېټا مورفوز په حشرو او ذوحیاتین کې له لاروای په غټ بدلېدونکې مرحلې ته وایي او مانا یې د شکل تغیر ده).

تړلې لیکنې[سمول]

چونگښې اېریوپس