عادل الجبیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عادل الجبیر د سعودي عربستان هېواد د بهرنیو چارو اوسمهاله وزیر دی. له څلويښتو کلونو راهسې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له سعود الفیصل سره و، کال وړاندې د سعودي له واکمنې کورنۍ بهر له واشنگټن سره د ستراتیژیکو اړیکو څښتن او په واشنگټن کې د سعودي سفیر عادل الجبیر د بهرنیو چارو وزیر په توگه وټاکل شو.

دسپټمبر له پېښو را وروسته عادل الجبیر په سیمه او امریکا کې پېښې په ډېر اهتمام سره څارلې، ان، چې یو ځل د ایران لخوا د نوموړي د ترور ناکامه هڅه هم وشوه. اوس، چې نوموړي په سعودي عربستان کې د ایران دسفارت د تړلو پریکړه کړې ده، له ایران سره یې اړیکې په یمن کې د سعودي عربستان له جگړې وروسته اړیکې ډیرې ترینگلې شوې دي.

له کومې ورځې، چې سلمان بن عبدالعزیز د سعودي د ټولواک په توگه وټاکل شو، په مهمو برخو کې یې یو لړ د پام وړ بدلون رامنځته کړ او په لومړي ځل یې داسې یو کس یوې مهمې څوکۍ ته غوره کړ، چې له واکمنې کورنۍ سره اړیکې نه لري، له هماغې ورځې د سعودي عربستان د ډیپلوماسۍ فعالیت هم ډیر شوی دی.

عادل الجبیرد ارامې او جدي لهجې څښتن دی، ډیری وخت لویدیز موډ کالي اغوندي. غربي ډیپلومات د نوموړي په اړه وايي: تر ډېره ځایه عادل الجبیر ځوان دی، له واکمنۍ کورنۍ سره اړیکې نه لري، د دې امکان شته، چې د سعودي عربستان بهرنۍ تگلار به هغسې پاتې شي، چې پخواني وزیر سعود الفیصل ټاکلې وه.

په لاندې کرښو کې به دسعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ژوند ته لنډه کتنه وکړو.

پېدايښت:[سمول]

عادل الجبیر د ۱۹۶۲ ز د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په (المجمعة) ښار کې زیږیدلی دی، تره یې الشیخ محمد بن ابراهیم بن جبیر د سعودي په حکومت کې پر لوړو څوکیو کار کړی دی.

لومړنۍ زده کړې یې په المان کې ترسره کړې دي، پلار یې (احمد محمد الجبیر) په المان کې د سعودي عربستان په فرهنگي مرکز کې دنده درلوده.

عادل الجبیر ورورڼه او خویندې په واشنگټن کې استوگنه لري.

زده کړه:[سمول]

په اقتصاد او سیاسي علومو کې یې د ټکساس پوهنتون څخه بکالوریس تر لاسه کړی دی او ماستري یې په سیاست او نړیوالو اړیکو کې له جورج ټاون پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده.

کار او دنده:[سمول]

په ۱۹۸۶ ز کې په امریکا کې د سعودي عربستان پخواني سفیر بندر بن سلطان په سفارت کې پر دنده وگوماره ځکه نوموړي روانه انگلیسي خبرې کولای شوې. همدلته یې ډیپلوماسي زده کړه، د وخت په تیریدو یې په عملي توگه ډیپلوماسي او سیاست زده کړل.

په واشنگټن کې د سعودي عربستان سفیر[سمول]

د۲۰۰۶ ز د ډیسمبر پر ۲۱ مه نېټه واشنگټن پوست ولیکل: د سعودي عربستان حکومت د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته ویلي دي، چې موږ نیت لرو عادل الجبیر د ترکي بن فیصل ال السعود پر ځای د خپل نوي سفیر په توگه وټاکو، ترکي له پنځلسو میاشتووروسته له خپلې دندې استعفا وړاندې کړې وه، په واشنگټن کې د سفیر په توگه د عادل ټاکنه د ډیرو لپاره ناڅاپي او د باور وړ نه وه. ډیری کسانو فکر کاوه، چې نوموړی خو په سیاسي کار او فعالیت کې دومره واک نه لري دا مهم سفارت به څرنگه اداره کوي.

د بهرنیو چارو وزیر[سمول]

د۲۰۱۵ ز د اپریل په ۲۹ نېټه عادل الجبیر د سعود الفیصل پر ځای د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

د ترور هڅه[سمول]

د امریکا د حکومت لاسوندونه څرگندوي، چې امریکايي څارگرو په واشنگټن کې د سعودي عربستان د سفیر عادل الجبیر د ترور هڅه ناکامه کړې ده، د منصور ارباب سیر او غلام شکوري په نوم دوه ایرانیانو د پوښتنو او گرویږنو پر مهال منلې، چې دوی د سفیر عادل الجبیر د ترور پلان درلود.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په انگلیسي او الماني ژبه روانې خبرې کولای شي، په ۱۹۸۷ ز کې ډیپلوماتیک ډگر ته ننوتې دی، د۱۹۹۰ - ۱۹۹۱ ز کلونو ترمنځ یې د خلیج د لومړۍ جگړې پرمهال د سعودي عربستان په ختیځ کې د مطبوعاتو په گډ دفتر کې کار کړی دی.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]