طبیعي او اقلیمي شرایط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: شهید علامه مرتضی مطهری

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

طبیعي او اقلیمي شرایط[سمول]

د ژوندیو موجوداتو تکامل په اصل کې له طبیعت، بهرني محیط او دننني غرایزو څخه د آزادۍ په لوري دی. اولیه انسان،چې ددې تکاملې لیکې په پای کې ولاړ و، د طبیعت له اسارت څخه تر ټولو آزاد موجود و؛خو دا آزادي څه مطلق څیز نه و؛ بلکې  په نسبي ډول تر انسان مخکې په موجوداتو کې هم و. لومړني انسانان‏‏هم د غریزي او طبیعي محرکاتو تر اغېز لاندې وه او په تدریج سره،چې شعور او ارادي قوې پکې وده وموندله؛نو د طبیعت له تعلق او اسارت څخه لا پسې آزاد شول.

په انساني جامعه کې هم د تکوین او تکامل په لومړنیو مرحلو کې یو له بل سره د افرادو تړنې له دننني غرایزو او یا هم طبیعي او محیطي لاملونو ځنې راولاړې شوې وې. په لومړنیو ټولنو کې اقلیمي او طبیعي عناصر او بیا عاطفي، کورني او قبیلوي عناصر د جمعي وجدان په جوړښت کې اساسي لامل و؛خو په رسېدلې ټولنه کې نور عناصر دي،چې پر وجداني او اجمتاعي اړیکو اغېزمنېږي او طبیعي او اقلیمي عناصر کمه رنګه کېږي. نن په معلومو سیمو او یو شان اقلیمي او طبیعي شرایطو کې ډېری داسې هېوادونه او ملتونه شته،چې نه یوازې یو له بل سره یو ملیت نه جوړوي؛بلکې خورا اختلافات او تضادونه هم لري.په هندوستان کې د هند ملیت له مسلمان ملیت سره وګورﺉ،چې په یو شان اقلیمي او طبیعي شرايطو کې اوسېږي؛خو کله هم هغه جمعي تړنه نه لري،چې یو ملیت یې باید ولري. یا د انګلیسي او ایرلندي ملت وینو،چې د تاریخي، نژادي او ژبني سابقې په درلودلو بیا هم پکې د یو ملیت سازنده تفاهم او توافق نشته.

پر عکس په دې ورځو کې په درېمه نړۍ کې ډېری داسې هېوادونه وینو،چې زرونه کیلومټره یو له بل سره فاصله لري او طبیعي، اقلیمي او حتی د ژبني، نژادي او تاریخي توپیرونه په درلودلو سره  بیا هم یو له بل سره ژورې اړیکې لري. لکه الجزایر یې، چې له کوبا او ویتنام یې له فلسطین سره لري.

پورتني ټول لاملونه،چې غربي لیکوالان یې د ملیت د سټې او بنسټ تر عنوان لاندې یادوي؛نو دا ټول عناصر او لومړنۍ نښې د موجوده ملتونو د تعریف او بېلوالي ته پکار وړل کېدای شي لکه څرنګه ،چې د طبیعت یو سل او څو عناصر هم هر یو یې پر ځانګړي فزیکي او کیمیايي ځانګړنو پېژندل کېدای شي. خو دا ځانګړنې،چې په لومړنۍ مشاهده، برخورد، چلن،لید او لومړنۍ سطحي پوهه کې لاس ته راځي، د اشیاوو د پټ واقعیت څراغ نشي کېدای؛بلکې د ژورې څېړنې او د لید او پوهې د پراختیا له امله تر ظاهري اختلاف لاندې یې د اتم دنننۍ او تر هستې لاندې نړۍ رابرسېرېږي. جوتېږي،چې دا ګڼ عناصر د هستې دننه د واقیعت او د الکترونونو د شمېر نمودونه او جلوې دي او یوازې په اتم کې دننه کمیت یې د بېلابېلو عناصرو د راښکاره کېدو لامل ګرځي. په همدې ترتیب تر دې لاملونو او عناصرو لاندې باید د ملیت په سازنده تعریف او تشخیص پسې وګرځو،چې ځینو ته یې پورته اشاره هم وشوه او باید په اساسي او دنننیو لاملونو پسې وګرځو،چې د جمعي وجدان واقعي جوړونکی  وي یا هم ورته نږدې وي.

تل اساسي تره او مخفي تره لامل د خلکو په وجدانونو کې د راښکاره کېدو او ژوندي کېدو په لوري ځي او د ژوند لامل ګرځي او د هغې خارجي تظاهر کله د جامو او ژبې او کله هم د معلومو ملي دودونو تر پوښښ لاندې راښکاره کېږي.

د حقیقت له څېړنې څخه هدف دا دی،چې له دې تجلیاتو، ظهور او خارجي نمودونو څخه د حوادثو او اشیاوو د واقع مکنون پر لوري هدایت شو.

افریقايي لیکوال او جامعه شناس " فرانتس فانون" په افریقايي ملتونو کې د ملي شعور د راویښونې په اړه په زړه پورې رواني او جامعه شناسي څېړنې کړي دي او همدې نتیجې ته رسي،چې د تاریخ، ژبې، دودونو او ګډ اقلیمي شرایطو لاملونه د ملي شعور په راویښونه کې دایمي نه؛بلکې شېبه یې رول لري.د ساري په ډول هغه هېوادونو ته اشاره کوي ،چې د استقلال او آزادۍ لپاره له استعمار سره په مبارزه بوخت دي،چې په دې هېوادونو کې د انسان اصلي او اساسي ارمانونه د ګډې ژبې، تاریخ او دودونو په لاملونو کې پلي کېږي؛خو دې اهدافو ته په رسېدو ؛یعنې د  استقلال په سهار کې دوه والی او شخړه بېرته راښکاره کېږي. د ملت اغنیاوو،چې تر بېګاه پورې یې د استقلال لپاره خپل ځانونه قرباني کول؛نو تر استقلال وروسته دهغوی لار د فقیرانو له طبقې څخه بېلېږي. یو یې د خپل سیاسي او اقتصادي مقام د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي او بل  د خپل حق راوړنې ته مبارزه کوي او په پای کې نوې مبارزه او بېلتون رامنځ ته کېږي او په دې ډول همدا ملت په دوو طبقو ویشل کېږي،چې متضاد ارمانونه لري، په داسې حال کې ،چې ددې طبقو افراد یوه ژبه او یو لړ دودونه، فرهنګ او تاریخ لري. په دې اړه په موجوده ملتونو کې دنننه د مذهبي او طبقاتي مبارزو خورا شواهد لرو،چې دا ټول ښيي،چې ژبه، تاریخ، دودونه او فرهنګ تلپاتې اصالت نه لري.

کومه سیاسي خپلواکي،چې پلي شوې؛نو دا ملتونو جمعي وجدان او مشترک ارمان و او دی. د نړیوال استعمارد موجودیت له امله یې نن لږترلږه د درېمې نړۍ هېوادونو ته خپله مانا له لاسه ورکړې ده. هغه هېوادونه،چې نوې خپلواکې یې لاس ته راوړې یا یې پخوا لاس ته راوړې؛نو سیاسي سازمانونه او حتی د ټولنې واکمن سازمان د خودۍ په جامه کې د پردیو استازې دی او د پردیو د ګټو خوندي کوونکی دی او دا استازي د خپلواکۍ او ملي حکومت په وسله سنبال شوی دی؛ خو همدا واکمنه ډله او سیاسي سازمانونه خپله د همدې هېواد دي او له همدې خلکو سره یې ژبه یو شان ده او ورسره ګډه تاریخي او د دودونو  سابقه لري.

د نړۍ په پرمختللیو او ځواکمنو هېوادونو کې هم نن سیاسي خپلواکۍ او جغرافیايي پولو خپل لومړنی مفهوم له لاسه ورکړی دی او د سیمه ایزو مرزبندیو په بڼه راښکاره شوی دی. دا موضوع ددې ښکارندوی ده،چې دې هېوادونو ته د نویو ګټو په خاطر ژبني، دودیز، فرهنګي او اجتماعي سابقې ناڅیزه شوي او دا یووالي په اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې په نوی بڼه راښکاره شوی دی. د فرهنګ او اقتصاد له کبله غرب نن یو موټی د درېمې پر وړاندې ودرېدلې ده؛نو لږ تر لږه یې د مشترکو سیمه ایزو اقتصادو ګټو په خاطر یې هم ملي رنګونه او نشنلیستي تضادونه شاته اچولي دي. د درېمې نړۍ په هېوادونو کې هم (، چې لږ پرمختګ یې کړی یا د پرمختګ په حال کې دي) یو خوا اقتصادي حاکمه طبقه او اقتصادي سر رشته د سترو هېوادونو د اقتصادي قدرتونو تر ولکې او حکم لاندې ده او بلخوا یې فرهنګي مشري هم هغه روشنفکران کوي،چې د لویديځ د فرهنګ تر اغېز لاندې دي او په همدوی پسې روان دي.