طبي نباتات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

(digitalis spp.f.scrophulariaceae)

انځور د ولط ونې پوستکي ښی کوم چې په ځان کې د ساليکاسين مواد لري چې د اسپایرین دوا په جوړولو کې پکاريږي

.

طبي نباتات

نوموړی نبات د fox glove په نوم مشهور دی او د زړه د ناروغيو لپاره استعماليږي . دلویدیځی او منځنۍ اروپا بومي نبات دی.ددغه انواعو څخه د لس پيړيو راپدې خوا د دوايي په ډول استفاده کیږي .په فرانسه ،Uk،جرمني،روسيه او هند کې ورڅخه خاصې دواګانې جوړيږي .په روغتونونو کې د زړه د ناروغيو لپاره استعمال ددغه نبات اهميت زيات کړی دی.او په روسيه او د اروپا په څو هيوادونو کې په تجارتي ډول کرل کېږي .دغه نبات هند ته د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته معرفي شو چې په کشمير دره کې په ښه ډول کرل کیږي او په شمال لويديځه هماليه کې د زينتي بوټی په ډول کرل کیږي .د هماچل پرديش ،تامل ناډو او د کرالې غونډۍ ددغه نبات د کر لپاره مناسبي دي.د جنوبي هند په غونډيو کې يې ښه پرمختګ کړیدی او زيات علوفه يې حاصل ورڅخه لاس ته راځي.

نباتي خصوصيات Botany[سمول]

جنس يې Digitalis دي او د Scrophulariaceae په کورنۍ پورې اړه لري او څو نوعي لري چې Digitalis lanata او Digitalis purpurea يې د زړه د ناروغيو لپاره پيژندل شوي نوعي دي. دا نباتات تر 90cm پورې وښيي .او نيغي لوړې څانګې لري او دوه کلن نباتات دي .پاڼی يې ساده ،غوږوالی لرونکی،متناوبی او متضادې دي.ګلی سيستم يې racemeدی.ګلان يې غير متناظر ،ټيوب لرونکی او Bisexual دي.ميوه يې capsule ډوله ده .تخمونه يې کوچنی ،سپک او زيات دي. د Digitalis purpurea نوعي لاندينۍ پاڼي یې اوږد ډنډر لري او پاسنۍ پاڼی يې بي ډنډره وي.پاڼي يې متناوبی او اغزني څنډې لري.په لومړي کال کې راډيکل لاندينۍ پاڼي او اوږد وزر لرونکی ډنډر توليدوي او د پاڼي د مينځ څخه ګل راټوکېږي. او په دوهم کال باندې نيغ ګلی محور چې د sessile او subsessile پاڼو لرونکی او د Raceme ګلان توليديږي.بنفش ګلابي رنګ ګلان لري.او په Digita lanata کې پاڼی متناوبی ،sessik، د پاڼی غاړې داخل ته تاووي ،خړشين رنګ لري او ويښته لرونکی وي.ګلان يې کوچنی ،ويښته ډوله او کريمي خړ رنګ لري.ګلان يې د مۍ او جون په مياشتو کې ليدل کېږي. د Anthesis عمليه د 8pm او 6pm په منځ کې صورت نيسي او انتر يې دوه يا درې ورځي وروسته چوي.سټګما د انتر څخه دوه ورځې وروسته د 11am او 2pm په منځ کې چوي.د ګردې د ټوکېدني اندازه د 50-67% د سکروز په 15% محلول کې ترسره کېږي.ګلان يې په عمومي ډول سره Pollinated cross دي او ګرده انتقالوونکی يې د شاتو مچۍ دي.

د نبات اصلاح crop improvement[سمول]

په Pollinated cross نباتاتو کې ډېر ژر تغير رامنځ ته کېږي او د پاڼو حاصل ،د پاڼو شمير او د ګلانو شمير مشاهده کېږي .دغه ارثي او جنيټکی خصوصيات دی او بايد په مؤثر ډول انتخاب شي. د نباتاتو د جنيټکی اصلاح هدف د جرم پلازم انتخاب دي.په اروپا کې د AICRP او په پولنډ کې د EC115996 نوعی کرل کېږي چې د ګلايکو سايډ زيات مقدار لري او لوړ حاصل ورڅخه لاسته راځي. ترټولو ښې نوعې يې D-76،D-21،DYF او DPF دي چې د پاڼې څخه يې د 302-3,7 Ton ne حاصل لاسته راځي. او د ګلايکو سايډ مقدار يې (0.93-0.99)پورې دي.

In vitro studies[سمول]

د Digitalis يو تکراري انتقالي سيستم تاسيس شوی چې باکتريا پکې استعماليږي کله چې د نبات بزغلی يو مياشتني شي نو پاڼې يې د EHA105 يا AGL1 سره معامله کېږي .د ازميښت په مينځ کې دغه فکتورونه نبات ته د T-DNA په انتقال اغېزه کوي. د انتقال (Trons formation) لوړ مؤثريت (8.4%) چې نباتات پکې په مناسب فاصله کې وي په باکتريا يې محلول کې چې 0,9% د OD550 ولري ډوبیږي او څلور ورځي وروسته د بکترياو سره يوځای کرل کېږي. جنوبي دورګه کونه په شپږو نباتاتو کې اجرا کېږي .د 200 څخه زيات Tromsgenic نباتات چې 65 ازاد ځايونه پرې پوښل شوي وي چې له دغه نباتاتو څخه يې 30 په خاورو کې په بريالي ډول تاسيس شوي دي. د نباتاتو توليد او تنظيم crop production and management خاوره او اقليم soil and climate: دا نبات د اروپا د معتدله سيمو نبات دي.او په هغه ساحو کې کېږي چې سخته تودوخه په کې نه وي،د D.lanata د بحر د سطحې څخه په 1200-2000 ارتفاع کې وی D.purpurea په کمه راتفاع کې ښه وده کوي. د پورې ښه تيغ وهنه ،تيزه لومړنۍ وده او په پاڼو کې د ګلايکو سايډ زيات مقدار جوړيږي .د سيوري سره مقاومت نلري او په خلاصو ساحو کې ښه وده کوي. د زياتو اوبو سره حساسيت لري او د طوفانونه یی په واسطه یې برخې زيانمنيږي. سلټی لوم خاورو کې ښه وده کوي کومې چې د عضوي موادو څخه غني او د رطوبت مناسب مقدار ولري.او هم شګلني خاورې چې زيات عضوي مواد ولري ښي دي. د D.Purpurea نوعه د زيات مقدار ګلايکو سايډ د جوړولولپاره تيزابی خاورې خوښوي ولي D.lanata طبعي خاورې خوښوي چې د (ph=6,9 ) وي.

تکثير propagation[سمول]

دا نبات د تخم پواسطه ډیرښت کوي.تخمونه يې بايد په تازه ډول د کرلو لپاره استعمال شې ځکه څومره چې تخم ساتل کېږي د ژونديتوب قوت د لاسه ورکوي .په مستقيم ډول بايد تخم ونه کرل شي ځکه چې د يوې خوا تخم زيات مصرفيږي او له بلې خوا يو ډول نباتات لاسته نه راځي .تخمونه يې ډیر زيات کوچني دي چې تقريبآ 1500 تخمونه يو ګرام وزن لري په مستقيم ډول کرنه کې په يو هکتار کې 8kg تخمونه کرل کېږي چې اصلي کروندې ته د انتقال په وخت کې يې اندازه کمه وي.تخمونه د تيغ وهنې تر وخت پورې په اوبو کې ساتل کېږي او هم کولای شو چې د (2-3) ورځو پورې يې په تودوخه کې وساتو.د په اندازه بستر تياريږي اود 10-15cm په اندازه پکې تخمونه کرل کېږي او بيا ورباندې يوه نرۍ طبقه خاوره اچول کېږي او بستر ته په کمه اندازه اوبه ورکول کېږي.تيغ وهنه د 15-20 ورځو کې پوره کېږي او 60 ورځي وروسته کله چې د بزغلي لوړوالی 8-10cm ته ورسيږي بيا اصلي کروندې ته انتقاليږي.

Micro propagation[سمول]

D.Purpurea کې د انتر څخه د نبات د دوباره جوړونې راپورونه ورکړل شوي دي.او د D.Purpurea نباتات کې د کرل شويو انترونو څخه مشاهده شويده چې د جسمي حجراتو څخه جنين ايستل کېږي او نبات ورڅخه دوباره وده کوي.پيوند یې په تورتم او هغه محيط کې په ښه ‌ډول صورت نيسي چې 1.0mg باريوم او 2,4D-2,0mg ولري.هغه نباتات چې د نورو غړو څخه وده کوي ډېر يو شان والی لري د هغه نباتاتو په نسبت څخه د هستو څخه لاسته راغلي وي د کوم ظاهري مقاومت چې ډېر زيات وي.په دي ډول سره تکثيرشوی نباتات وختي ګل نيونه کوي.

د ځمکي تيارول او بزغلي نهالول[سمول]

ځمکه د دوه څخه تر درې ځلی ژوره قلبه کېږي ترڅو د کر لپاره اماده شي د هند په شمالي سيمو کې په اپريل او مۍ کې کرل کېږي او په جنوبي سيمو کې په جولای کې کرل کېږي. په بسترونو کې کرل کېږي چې دبسترونو تر مینځ فاصله لري.

سرې Manures and fertilizers[سمول]

د ځمکې د تيارولو په وخت کې د 30-40 ton/m د FYM سپارښتنه شوي ده. په شمالي هند کې د NPK د 100:50:25 KG/H او په Kodaikanal کې د NPK د 60:30:30KG/H نسبت سپارښتنه شويده .چې له دې څخه ټول پاسفورس او پوتاشيمي اود نايتروجن ¼ په قطارونو کې د 4-5cm په ژوروالی اچول کېږي.

پالنه Aftercare[سمول]

د کرل شوي نبات د پرمختګ لپاره د ودی په ټولو مرحلو کې مناسب اندازه اوبو ته اړتيا ده .د اوړی په مياشتو د اپريل او جون کې ابياري ته اړتيا ده چې نبات ته بايد په يو مياشت کې د 3-4 ليتره اوبه ورکړل شي.په سپټمبر او اکتوبر کې دوه ځله ابياري ضروري ده او د پاڼو درژیدلو څخه وروسته بايد ابياري ترسره شي ترڅو نوې پاڼې توليد کړي. دغه نبات دودې په لومړيو مرحلو کې بطي وده کوي نو ځکه د هرزه بوټو د زيات رقابت سره مخ کېږي.د 5-6 ځله په کې د هرزه بوټو ليرې کول او خشاوه صورت نيسي ترڅو د پاڼو لوړ حاصل ورڅخه لاسته راشي .د لاس په واسطه د هرزه بوټو ليري کول په باراني موسم کې او خشاوه په اوړي کې صورت نيسي. وده تحريکوونکی Growth regulators د نبات د لوړوالی او د پاڼو د وچ وزن لپاره د 100ppm سپارښتنه شويده. د 2,4D او ماليک هايدرازايډ استعمال تکثری وده وروسته کوي او د پاڼو حاصل او ګلايکو سايډ مقدار زياتوي . د نبات ساتنه Crop protection

 د cut worm، hairy caterpillar او Aphids په واسطه دغه نبات زيانمنېږي هم په نرسري او هم کرونده کې زيانمنېږي .چې دا په مؤثر ډول د sevin wp او Malathion  

د 0,5 محلول په وسیله کنترولیږی چی په پاڼو شیندل کیږی .ددغه ناروغيو ترڅنګ د پاڼو سوځيدل (leaf blight) چې د Alternaria spp په واسطه رامنځ ته کېږي هم په دې نبات کې راپور ورکړل شوي دي.چې لومړی په پاڼو باندې نصواري داغونه پيداکېږي او بيا وروسته ټوله پاڼه نيسي.د مسو (copper) هريو فنګس وژونکی د 0,1-0,2% پورې د ددې ناروغۍ د کنټرول لپاره استعماليږي .مړاوی کوونکی ويروسونه هم په دې نبات کې ناروغی رامنځ ته کوي خو ډېری ستونزې نه شي رامنځ ته کولای .

د حاصل راټولول او د هغې څخه وروسته عملیي[سمول]

په fox glove نبات د وچو پاڼو څخه دواګاني جوړيږي .په عمومي ډول سره کله چې په لومړي کال نبات وکرل شي د ګل نيوني په دوره اکتوبر کې ترې يوځل حاصل اخستل کېږي او په دوهم کال د ګل نيونی څخه مخکې ترې درې ځله حاصل اخستل کېږي .د حاصل ټولونې وخت په پاڼو کې د ګلايکو سايډ په مقدار باندې اغېزه کوي. په پاڼو کې د ګلايکو سايډ مقدار په تورتم کې کم وي او د لمر راختلو څخه مخکي کمه وي . که چېرته د غرمې 11-12 بجو کې حاصل راټول شي نو د زړه د ناروغيولپاره ښه کارکوي.که چېرته دغه نباتات په لمرکې وکرل شي نو په سيوري د کرل شويو په نسبت يې اغېزه د 10-20% پورې زيات وي. لويي پاڼي چې د 8-10cm پورې اوږد Petiol لري د لاس په واسطه راټوليږي پرته لدې چې تنی ته زيان ورسيږي .د پاسنيو کوچنيو او لاندينيو ژيړو پاڼو پرته نورې ټولي پاڼي تقريبا 75% کېږي په يوځل راټوليږي .غوټیو په وخت کې د پاڼو راټولول د نبات د ودې مخنيوي کوي.د وچو پاڼو حاصل په salan کې 3,1 ton/na دي او په kodikanal کې 2,8ton/na دي .په kodaikanal کې د salan په نسبت د ګلايکو سايډ مقدار کم وي. د پاڼو تېزه وچونه په پاڼو کې د ګلايکو سايډ مقدار کموي .پاڼي بايد په لمر کې په داسې ډول وچي شي چې تودوخه ولري او پاڼې بايد لمر ته واچول شي. لوړه تودوخه يې کميت او کيفيت دواړه خرابوي ځکه په پاڼو کې يو انزايم موجو د دي چې په کې لومړنی ګلايکوسايډ په دوهمی ګلايکوسايډ باندې تبديلوي په وچو پاڼو کې د رطوبت اندازه بايد تر 6% پورې وي ترڅو انزايمونه يې فعال و اوسي.دغه پاڼي بيآ په هغو قطيو کې ساتل کېږي او په کم نسبي رطوبت او تورتم ځای کې ساتل کېږي.

کيمياوي ترکيب chemical composition[سمول]

ګلايکوسايډ ددې نبات د انتقالي انساجو په اپيډرمس او نيمه اپيډرمس برخو کې موقعيت لري.ددې نبات په پاڼو کې تقريبا 1%  فعال ګلايکوسايډ موجود دي. ددې نبات د cardiotonic خصوصيات د ددې ښه پيژندل شوي کرستالي ګلايکوسايډ ،digitoxin،gitoxin  او gitalin له امله دي .د D.lanata په نوعه کې د gitoxin او digoxin راپور ورکړل شوي دي مګر ددې genus  په نورو انواعو کې ددې راپور ندی ورکړل شوي.



In vitro production په D.lanata کې د انساجو کښت نه ترسره کېږي او ژوندي نباتات يې د يو ځای څخه بل ځای ته انتقاليږي .ديتوکسين(Ditoxin) د Digitoxin څخه يواځی د دولسم کاربن کې په يو وظيفوي هايدروکسيل کې فرق لري. د انساجو د کښت پروسه کې د 300ml-300L پورې ژوندي تعامل کوونکی (Bioreactors ) شتون لري او په تجارتي ډول تر 20000L پورې رسيږي او 40 ورځي وخت غواړي ددې لپاره چې دغه پروسه سرته ورسیږی په جاري ډول د Digitalis حجراتو ته تخمر ورکوو.پنځه ورځي ورسته يې ژونديو تعامل کوونکو ته انتقالوو.حجرات د B-methyle digitalis سره يوځای کېږي. په څوارلسمه ورځ به 5oomg/L د B-methyl digitoxin توليد شي. تقريبا 85% کرل شوي حجرات د محصول د لاسته راوړلو لپاره راټوليږي .تعامل کوونکی د دوهم ځل لپاره د تازه محصول لپاره استعماليږي او راتلونکی تولیدي دوران شروع کېږي. په دې طريقه کې يوه داسې پروسه پرمخ بيول کېږي چې په 89 ورځو کې 513gr د B-methyleditixon توليديږي چې په 300L تعامل تعامل کوونکو او هوا بند لوښي کې وساتل شي .د حاصل شوي محصول څخه په اسانۍ سره digoxin لاسته راځي .

کيمياوي تجزيه chemical analyses[سمول]

د پاڼو وچ پوډر په 100 ملي لیتره 80% ايتانول کې جوش کېږي او د زړه ګلايکوسايډ ورڅخه لاسته راوړل کېږي .زوخه(Extract) فلتر کېږي او د استيت په 50ml او 10% محلول کې ګډيږي .زيړ رنګه ماده رسوب کوي او هغه فلتر کېږي.فلترشوي پاک مواد د 2ml ګلاشيل اسيټيک اسيد سره تيزابي کېږي او بيا په ډېر احتياط سره د ملي ليتره Dichjloromethane سره يو ځای کېږي .ګډ شوي Dichloromethane د يو قيف په واسطه فلتر کېږي چې د قيف خوله د داسې يوې پردې سره وصل وي چې په هغې پردې يا کاغذ باندې اوبه نه لرونکی سوډيم سلفيټ موجود وي او حل کوونکی ماده تري تبخير کوي. دغه محلول بيا په TCL باندې اچؤو او د ايتايل استيت ميتانول اوبه (8:1:8) سره پرمختګ ورکوو. د غلېظو ګوګړو تيزابو سپری ورباندې کوو ترڅو د زړه ګلايکوسايډ په TCL باندې پاتې شي.

کارونه[سمول]

دا نبات د زړه د رګونو په سيستم باندې اغېزه کوي،د زړه په انقباض او انبساط کې مرسته کوي.د زړه ضربان کموي .د زړه د ودريدو په حال کې استعماليږي او اواز پاکوي او عمومآ د ګولۍ(Tablet) .پوډر،تنکچر او پيچکاري په ډول استعماليږي.

ګالنګال[سمول]

(Alpinia spp.f.zingiberaceae) دددې نبات وحشي نوعه alppnia galangal ده او نورې نوعی يې java galangal او ginger دي.A.officinarum يې هم يوه نوعه ده .ددې نباتاتو دوايي عمومآ د روماتيزم او تنفسي ناروغيو لپاره استعماليږي .د فرار کېدونکی تيلو په ډول هم استعماليږي خو د طبي ارزښت په اساس ډېر مشهور نبات دی. د greater galangal نوعه يې د اندونيزيا بومی نبات دی خو په طبي ډول سره په جنوب او جنوب ختيځی اسيا په هېوادونو کې هم پيداکېږي . د استعمال او موجوديت لومړنی راپور يې د جنوبی چين او جاوا څخه ورکړل شویدی د هماليا د لړۍ په بهار ،غربي بنګال او اسام سيمو کې هميشه وي. په اوس وخت کې د جنوب ختيځي اسيا په هېوادونو،هند ،بنګله ديش،چين او سوريتام کې کرل کېږي .د هماليا د غرونو په اوږدو ،جنوب لويديځ هند کې ښه وده کوي او هند يې په مختلفوشکلونوسره صادروي.

نباتي خصوصيات botany[سمول]

ددې نبات جنس alpinia دی او د zingiberaceae په کورنۍ پورې اړه لري.څو کلن غوښين نباتات دي.په هند کې يې تقريبا 12 نوعې پېژندل شوي دي چې a.galange يې ترټولو پرمختللی نوعه ده چې دواګانی ترې جوړيږي . د a.officinrum يوه چينايي نوعه ده او د gangal څخه وروسته د دوايي په جوړونه کې دوهم مقام لري. Greater galangal نوعه يوڅو کلن رایزوم ډوله تیوبری غوښين نبات دی چې تر 3,5m پورې لوړوالی کوي.سره ورته څانګې او حلقوي رايزوم لري.رايزوم يې د 2,5-10cm پیړوالی لري .د رايزوم داخلې برخه يې استوانه يې او چارچاپيره يې د کارټکس برخه موجود ده .ويښته ډوله تارونه يې د cortex او استوانه په برخه کې توزيع شوي دي چې د ريزين زيات کانالونه هم په کې موجود دي.هوايي کاذب تفس يې د نيغو او تاوشؤو څانګو په وسیله ترسره کیږی. پاڼي يې 23-45cm اوږدوالی او 3,8-11,5cm پورې عرض لري،اوږدې ،تيرې او پاکې پاڼي لري چې دغه پاڼې يې لنډ ډنډر لري.نهايی ،نيغو او زياتو ګلان لرونکی او Recemose ګلي سيستم لري.برکټ(Brects) او برکټيولونه لري.ګلان يې د 3-4cm پورې اوږدوالی او ژيړسپين رنګ لري.ميوه يې کپسول او نارنجي سور يا پوخ سورنګ لري .د a.officinarum نوعه څو کلن غوښين نبات دی چې تر 2,5m پورې لوړوالی لري .پيړسور نصواري رايزوم لري.پاڼې يې نرۍ نيغي او تيرې وي.ګلان سرې شونډې لري او نهايي panicle لري.ميوه يې څو تخمې لرونکي کپسول دي.

استعمال[سمول]

ددې نبات ټيوبري ريښې طبي اهميت لري او په زياته اندازه د دوا په جوړونه کې استعماليږي . د يخوونکې مادې په حيث استعماليږي يعنې ګرمي له منځه وړي . د درد ، شکر،ټوخي او معدې د درد لپاره استعماليږي . د وينې په ناروغيو کې استعمالېږي . پاڼې يې د غوړيو سره يوځای د شب کورۍ لپاره استعماليږي .

Kalmegh[سمول]

(andrographis paniculata .f.acanthaceae) دا نبات تر اوسه پورې په هند کې په طبي ډول استعماليږي .دا نبات د 23 سره نباتاتو په لست کې دی.په سانسګريت کې ورته kirata ويل کېږي .دا وښين نبات د هرډول تبې لپاره د دوايې په ډول پېژندل شوي دی .په هندي دوايې کې ددې نبات څخه زيات استفاده شوي ده .د AIDS او نورو ناروغيو په تداوي کې ترې استفاده کېږي. اکثره نوعې يې په مرطوبو ،سيوری اوځنګلی ځمکو کې کرل کېږي .ددې نبات اصلي منشا فرانسه ده .د وحشي انواعو راپور يې د هند څخه ورکړی شوي دی. او مسلکي کرنه يې په يو اترا پرديش ،بنګال ،کرناټکا ،ډيکان ،اسام،کريله او د جنوبي هند په زيآتو سيمو کې کرل کېږي . د پلن پاڼو په ځنګلونو کې چې د ونو سيوري ډېر زيات وي په ښه ډول وده کوي .د هند په ټولو سيمو کې دغه نبات په تجارتي ډول نه کرل کيږي.

نباتي خصوصيات Botany[سمول]

د andrographis جنس دی د acanthaceae په کورنۍ پورې اړه لري .د 40 انواعو څخه يوه نوعه يې د اسيا په استوايي سيمو کې خپره شويده په هند کې طبی 21 انواع پېژندل شوي دي چې 18 يې بومی دي او 10 يې بهرنی انواع دي.ددغه جنس نور انواع a.paniculata،a.echiodes، a.serpyllifolia، a.wightiana او a.alata څخه عبارت دي . د a.paniculata نوعه يې يو کوچني اونيغی څانګې لرونکی بوټي دی د وښين څخه تر لرګين پورې رسيږي .لاندينی بند يې پيړ دی او څانګې ورڅخه تشکيل شوي دي .پاڼې يې متقابلې او تورتم شين رنګ لري .زيات ګلان لري ګلی سيستم يې cymose او کوچنی bract لري.د ګل شنې پاڼې(colyx) يې د پنځه خطه سګمنټونو څخه تشکيل شوي دي.ګلی پاڼي (corolla) يې ګلابي رنګ لري او له دوه شونډو څخه جوړې دي.پاسنۍ شونډه يې کمان ډوله او لاندينۍ شونډه يې په درې کوچنيو برخو ويشل شويده .دوه سټامينونه لري چې د کرولا په خوله کې دننه شويدي.په filament باندې يې ويښته موجود دي .او انتر يې دوه خاني لري.يو کوچني جانبي تخمدان لري چې دوه خاني لري او هره خانه يې څو تخمې لري .اوږد style لري چې په څوکه کې يې stigma موجوده.ميوه يې چاوديدونکی پلي دي چې دوه حجرې لري .د 6-10 پورې تخمونه لري .ګرد اوښوی په دي آو زيړ رنګه نصواري رنګ لري. د a.wightiana نوعه د کرهالي په غونډيو ،تامل نادو ،کرناټکا کې خپره شويده او د بحر د سطحي په اوسط ډول تر 750m ارتفاع کې کرل کېږي .د پاڼو د وچو پوډر وڅخه يې استفاده کېږي او همدارنګه د ريښې او تني يې څخه يې هم استفاده کېږي. د نبات تولید او تنظیم

خاوره او اقلیم[سمول]

د انبات لمریز اقلیم خوښوي او په ژورو او ښه ډول زهکشي شویو خاورو کې ښه وده کوي. کله چې په تیزه رڼا کې وکرل شي د پاڼو په ساحه کې يې د کلوروفیل مقدار کمیږي. همدارنګه که دا نبات په تیزه رڼا کې وکرل شي د هغه نباتاتو په نسبت چې په کمه رڼا کې کرل شوي وي 15 فیصده رڼاکې زیات وچ مواد تولیدوي.

تکثیر propagation[سمول]

دا نبات د تخم په واسطه تکثیر کوونکی نبات دی. د رسیدلو کپسولونو څخه يې تخمونه راټولیږي. د شګو سره یو ځاې کیږي او په قوریه کې د 60x60 په اندازه په هغه بسترونو کې کرل کیږي چې ۲۵ سانتې متر لوړوالی او ۱۰ سانتې متره فاصله کې لرې کرل کیږي. تخمونه يې د ۶ ساعتونو لپاره په اوبو کې اچول کیږي چې تیغ وهنه وکړي. تخمونه يې په ۱۵ ورځو کې ۷۵-۸۰ فیصده پوري تیغ وهنه کوي. تخم د مختلفو معالجو سره د تیغ وهنې فیصدې زیاتیږي. که د ګرمو اوبو سره معامله شي نو د تنې قد يې لوړوي او که د مالګې د تیزابو ۰.۵ فیصده سره معامله شي قوي ریښې تولیدوي. که د ۵۰ سانتي ګرید درجه ګرمو اوبو سره د ۵ دقیقولپاره معامله شي نو زیات وچ مواد تولیدوي او غیر نورمال بزغلی نه تولیدیږي. که د IBA سره معامله شي ښې ریښې تولیدوي.

د ځمکې تیارول او بزغلی نهالول[سمول]

د جون او مې میاشتې د دې نبات د کر لپاره مناسب وخت دی. او ځمکه باید دوه ځله قلبه شي، د غواګانو وچ خوشایان او کمپوسټ باید ورسره ګډ شي. بسترونه یې باید 3X1.8 وي او ۱۵-۲۵ سانتې متره پورې لوړوالی ولري. د غواګانو وچه سره ۲۰ ټنه په ساعت د کر څخه د مخه استعمالیږي. بزغلی یې ۳۰X۶۰ سانتې متر په فاصله کې نهالیږي. که په اګست او جولاې میاشتو کې وکرل شي نو لوړ نباتات چې لومړنۍ او دوهمي څانګې يې زیاتې وي او د وښو زیات حاصلات ترې لاس ته راځي. داسې راپورونه ورکړل شوي چې د کرلو نیټه د دې نبات په ټول حاصل باندې اغیزه کوي او په وختي کرنه کې لوړ حاصل لاس ته راځي.

سري Manure and fertilizers[سمول]

د عضوي سري ترڅنګ دا نبات غیرعضوي سرو ته هم اړتیا لري په خاص ډول نایتروجن. دا سې راپورونه ورکړل شوي دي چې ۴۰ کیلو ګرامه په ساعت نایتروجنې سري په استعمال سره لوړ قد لرونکې نباتات چې زیاتې اولې او دوهمي ریښې لرونکې وي تولیدیږي او ژوندۍ کتله یې هم زیاته وي.

پالنه Aftercare[سمول]

په وچو شریطو کې له دوه څخه تر درې ځله ابیاري او دوه ځله د هرزه بوټو لري کونه لمړی ځل د کر څخه یوه میاشت وروسته او دوهم ځل د کر څخه دوه میاشتې وروسته ترسره کیږي.

د نبات ساتنه crop protection[سمول]

په دې نبات باندې هیڅ مضره افت او ناروغې حمله نه کوي. حاصل ټولونه او د هغې څخه وروسته عملیې: په کراله کې د نبات ګلان د اګست او نومبر په جریان کې او ټول نبات د فبرورۍ په میاشت کې رسیږي. او په مارچ کې يې حاصل راټولیږي. وچې یا تازه پاڼې او یا د ټول نبات هوایي برخې د دوايي په منظور استعمالیږي. ځینې وختونه ټول نبات د ریښو سره ویستل کیږي او دوا ترې جوړیږي. کله چې په تورو سطحي خاورو کې وکرل شي حاصل يې په نومبر کې راټولیږي. زیات شمیر لومړنۍ څانګې لوړ نباتات او د وښو زیات حاصل تولیدوي. د کرلو څخه ۱۲۰ ورځې وروسته حاصل ورکوي. د حاصل ټولونې څخه وروسته په کوچنیو دستو باندې ویشل کیږي او د ۴ ورځو لپاره په سیوري کې ساتل کیږي. اوسط حاصل يې د وچو نباتاتو ۱.۲۵ ټنه پر ساعت راپور ورکړل شوی دی.

کیمیاوي ترکیب[سمول]

یوه بې رنګه او خنثی ماده ده دا د نبات څخه ویستل کیږي چې د دوا په جوړونه کې ترې استفاده کوي. په اوبو کې غیر منحل او په القلي کې حلیږي. د کیمیاوي تجزيې څخه يي androgragpholide,4-Deoxy-11-oxo- andrographolide 14-deoxy-11.12didehydro-androgrpholide لاس ته راځې . د پاڼو څخه يې پټرولیم لاس ته راغلی دی. د دغو موادو اندازه د نبات په مختلفو برخو کې فرق کوی. په پاڼو کې ۲،۵ فیصده اندرو ګرافولاید او په تنه کې د ۲ فیصده څخه کم وي. د وچ وزن په اساس ۰،۵-۱،۵ فیصده پورې اندروګرافولایډ لري.

استعمال[سمول]

دا نبات يو ډير طاقت ور نبات دی او عموماً د کمزورۍ او بدهضمۍ په حالاتو کې ناروغ ته ورکول کېږي . ريښې او پاڼې يې عموما د تبې لپاره استعماليږي . په هر ډول تبه ، ټوخي،تنده او د پوستکې په ناروغيو کې استعمالېږي . ددې نبات څخه جوړې شوې دواګانې په ميتابوليزم کې ډيره مرسته کوي . د ملاريا په مقابل کې بدن ته مقاومت ورکوي او هم کولای شو د انتي بیوتيک په ډول يې استعمال کړو . ددې نبات دواګانې د کوپرې نبات کې د غوزې وزن زياتوي او په چرګانو کې د هګۍ څخه د بچي ويستني (Hatching) کې مرسته کوي

سرچینې[سمول]

راټولونکي عبدالرحمن مخلص سېد جماالدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونواو طبیعي منابعو څانګه 1-agrawal, v., p.r and agrawal. V. 2003. In vitro organogesis and histomorphological investigations in senna (cassia angustifolia) – a medicinally valuable shrub. Physiology and molecular biology of plants 9 (1):131-140

2-agretious, t.k., martin, k.p. and hariharan, m.1996. in vitro clonal multiplication of alpinia . calcarata rosk. Phytomorphology46 (2): 133-138

3- ahuja, p.s ., laiq – ur- rahman, bhargava, s.c. and banerjee, s. 1993. Regeneration of intergeneric somatic hybrid plants between atrop a belladolla l.and hyscyamus muticus l.pl.si .92(1):91-98