طبي بوټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه

    دانسان بدن ديوژوندي اورګانيزم په توګه دخپل نورمال فعاليت دپر مخ بيولو لپاره ډيرې اړتياوې لري .چې بايد ترسره شي .دانسان دانرژۍ تامين ،دټپي شويوبرخودبيرته جوړېدو او دناروغيوپه وړاندې دمقاومت لپاره غذاته اړتيالري غذاياخواړه دانسان بدن ته دودې او ناروغيو په وړاندې دکلکوالي ځانګړتيا وربښي خواړه دپروټين ،کاربوهايدريت ،منرالونو ،ويټامينونواوشحم يعنې غوړيو څخه جوړدي چې زياتر ه له نباتاتو يا بوټوڅخه ترلاسه کېږي .
    يوشمير دغه خواړه حيواني منبع لري ،چې حيوانات اوڅاروي هم له شنو بوټو څخه استفاده کوي په دې ډول سره  ليدل  کېږي چې شنه بوټې اونباتات هم په مستقيم اوغير مستقيم ډول انسانانو دژوند سر چينه ده برسيره پر دې نباتات دژوند په چاپېريال ډېر غوره اغېزه لري چې حياتي ايکوسيستم يې يوه غوره بېلګه ده له غذايي اوخوراکي توکيوپرته اغيزمن دارو ،درمل ،عطريات ،رنګونه ،ښکلې منظرې ،ځينې کيمياوي مرکبات اونورهم دنباتاتو له برکته ليدل کېږي چې داټول دانسان په ژوند کې غوره ارزښت لري په تيره بيا ځينې طبي بوټي چې دناروغيو پر وخت د انسان دجوړيدو اوشفا لامل ګرځي زيات مهم د ي دلته به له دغه ډول بوټو څخه ځينې دروپيژنو .
    انسان له ډير پخوا په دې پوه شوي وو چې پوشمير بوټي دناروغيو پر وخت حيرانوونکې درمل ګڼل کيږي چې داوږدو تجربو په لړکې ګټور ثابت شويدي يوشمير نور بوټي معافيتې اويوشمير يې دودې اوپياوړتيا کيدو لامل ګرځې .
    دغه ډول بوټي انسانانو دخپلې تجربې له مخې طبي بوټي بللي دي .ديادونې وړده اوس هم چې مونږ په يويشتمه پيړۍ کې ژوند کوو يو زيات شمير خلک ځکه دروغتيا دتر لاسه کولو په خاطر طبي بوټو ته مخ اړوي . چې داډول بوټي جانبي ناوړه اغيزې نلري .له بلې خوا دانسانانو لپاره دحساسيت لامل نه کيږي اوله تقلب اوجعل څخه هم پاک وي پدي ډول سره ګوروچې په  طبي بوټو کې پورتنۍ نيمګړتياوې يوه هم نشته .
    دانسان وجود دطبعي څيزونواوښکاروندو (پديدو) سره ښه توافق لري .نو ځکه طبي بوټي دهغوي په اصلي بڼه کارول کيږي انسان ته يې پوره ګټه رسيږي . وجود پياوړى کوي اوکه نور هيڅ هم نه وي لږتر لږه تاوان خوورته نه رسوي .زمونږ ګران هيواد چې په                                                                      هره بيلا بيله سيمه کې ډول ډول اقليم لري يعنې په مرکزي لوړو سيمو کې نسبتاً سوړ ژمې اوختيځ کې مديترانه يې اقليم اوجنوب اوجنوب غرب فراخه دښتې اوداسي نور طبعي بيلا بيل خواص اوځانګړنې لري اودراز راز بوټو لرونکى هيواد دى داګرانو مي دعلومو نامتو عالم واويلوف ثابته کړه چې داکثرونباتاتو ټاټوبې اوسنى افغانستان دى په دې کې يو هم طبي بوټي دي چې په بيلا بيلو سيمو کې شنه او وده کوي آن داچې يو شمير يې اوس په وحشي ډول نه بلکه په کروندو کې هم کرل کيږي .اود دارو درملو لپاره ورڅخه استفاده کېږي .ګټوره وبلل شوه چې دګرانو لوستونکو لپاره پدي برخه کې يو څه معلومات وړاندي شي تر اوسه پوري زمونږ په هيواد کې دبومي ،سيمه ييزو بوټوپه برخه کې لازمي علمي څيړنې ندي شوي ياهم ډير لږې شوي دي .
    نوماهم په دې موضوع باندې ديو څو بوټو څخه يادونه کړي  ده اوکوښښ مو کړى دى جې دمختلفو اومستندو کتابونو څخه په کې دماخذونو په توګه کارواخلم .اودپښتو په ډيره ساده او سليسه ژبه مي ليکلي ده اودامکان تر حده مو زيار ګاللى دى چې ددرنو لوستونکو دښه پوهيدني په خاطر په کې لازم انځورونه هم راوړم .هيله ده چې ددرنو لوستونکو دخوښۍ اواستفادي وړ وګرځي .









طبی بوټي پېژندنه:

    طبي بوټي هغه شمېر نباتات دي چه بېلا بېلو بڼو يې د خپلې روغتيا لپاره کارؤو له هغوي څخه درمل جوړؤو.يا هم د بدن د پياوړتيا لپاره ورڅخه کار اخلو مونږ هغه نباتاتو ته طبي بوټي ويلی شو . چې يوه يا څو لاندينۍ ځانګړتياوي ولري.

۱- طبي بوټي دناروغۍ علايم او عوامل منځه وړي. ۲- د ټپونو په رغولو کې برخه اخلي. ۳- د وجود یوسيستم (عصبی، هضمی، وينی او نور) باندي اغيزه ولري. ۴- د ناروغۍ په عامل او افتونو مختلف تاثيرات او اغېزې ولري. او هغه له مينځه وړي. ۵- طبی بوټي به پورتنيو اغېزو پرته د اشتهاء، د خوراک د کيفيت او خوند، د وجود د تازګۍ او نورو لپاره هم ګټور تماميږي.

    يوشمير طبي بوټي زهري مرکبات هم لري چې هغه بيا په خپل ځای کې د استفادې او ارزښت وړ دي. يو شمير ظاهراً مضر بوټي، لکه تمباکو او کوکنار هم لوړطبي ارزښت لري- خو بدبختانه خلک ورڅخه ناوړه استفاده کوي. پخوا انسانانو د تمباکو د اوبو څخه د حشره وژنکو په توګه او د کوکنارو (اپين) څخه د دردونو د ارامولو لپاره کار اخېسته. دا حقيقت دی چې نن ورځ له دغه دوه بوټو څخه ناوړه استفاده پېل شوې ده .په دې ډول سره مونږ هغه طبي بوټي په خپل بحث کې شاملؤو. چې هيڅ فرهنګي او ټولنېزممانعت و نلري.
    لکه باديان، سپيرکۍ، شبت، ترخه، کورکمن، شاتره، شمکۍ، نعنا، ليمو او نور

يو شمېر نباتات څرنګه د طبي بوټو په توګه و پېژندل شول.

    انسانانو د اوږدې مودې راهيسې له نباتاتو سره د تماس، د هغویء د لمس کولو بوي کولو، او خوړلو له امله دا وموندله چې يو شمېر نباتات يې په دوې او په روغتيا اغېزه لري- دوي د زرګونو کلونو په ترڅ کې پدې هکله تجربې ترلاسه کړې له طبي بوټو څخه استفاده نن ورځ د يوناني طب په نوم يادېږی. سره له دې چې په لرغوني وختونو کې زمونږ نيکونو د نباتاتو طبي اغېزو ته کلکه پاملرنه درلوده، او نن ورځ هم خلک  ورته کلکه عقيده لري، مګر بياهم د هغوى د روغتيا بخښونکو اغېزو په هکله عام وګړي معلومات نلري، يعنې د طبي نباتاتو په هکله د دوي پوهه صرف د تجربې له مخی ده. نه د علمي تحلېل له مخې، حال دا چه نن د علومو ځانګړې څانګې لکه فارمکولوجي، بيالوژي او نوي پدي برخه کې علمي څيړنې تر سره کوي ان دا چې د عصري دوا جوړولو اساس او بنسټ همدا طبي بوټي دي.
    د طبی بوټو کمياوی ترکيبات د عصري دوا جوړولو مهم فرمول او قاعده ده. 
    د علمي څېړنو او لابراتواري تجربو په اثر د طبي بوټو فارمکو ډينامک (Pharmaco  Dynamic)اغېزی نورې هم روښانه شوي، هغه څه چې طبي بوټو ته لوړ ارزښت ورکوي هغه دروي د فارمېکو ګنوزي اغېزې، خواص او ځانګړتياوې دي.
    په طبي بوټو مطالعات د پخوا څخه پېل شوي دي چه د پيلامې لر غونتيا يې د يوناني علومو تر عصري علومو پورې رسېږي. زمونږ په هېواد کې هم دا ډول تجربې سابقه لري. زمونږ په عنعنوي طب کې خلک له دې ډول بوټو څخه کار اخلي زمونږ ګڼ شمير هېواد وال ، په تېره بيا په کليوالو سيمو کې د ناروغيو په وخت دغه ډول بوټي له دښتو، غرونو او پولو پټيو څخه را ټولوي. او خپله درملنه ورباندې کوي د بېلګې په توګه شمکۍ چې په کرونده کې د هرزه بوټي په توګه شين کېږي د مني په وخت کې يې رېښې وچوي- ختمي ګل هم د پېښدو سره راټول او په کڅوړو کې يې ساتي، په ژمي کې ګريپ ، والګي او ټوخي ته ګټور درمل دي. زوف يو وحشي بوټې دى چې ماشومانو ته يې دانې ورکول کېږي په دغه دري واړه ذکر شويو بوټو کې د هغو د استعمال برخې تو پېر کوي.
    د بېلګې په توګه: د شمکۍ رېښه دختمي ګل او زوف تخم يا دانې د طبي تو کي په توګه کارول کېږي- په طبي بوټو کې واښه ډوله بوټو څخه نېولي تر ونو پورې شامل دي، خو اکثراً يې واښه ډوله يو کلن بوټي دي. چه د Solanaceae Vmbelli, compositae, Rosaceae, Labiutae, Ferae, Brasicaceae  کورنيو پورې مربوط دي.  ان دا چه په دغه ورستيو وختونو کې په مجموع کې نورګڼ شمېرنباتات لکه غلې، دانې مېوې او سابه هم د طبي بوټو په توګه پېژندل شوي او په روغتيا اغېزمن ثابت شوي دي. د بېلګې په توګه جوار چې معمولي غله ده . مګر                                                                                                                       په طب کې اوس د هغوي له نشايستې څخه په درملو کې استفاده کيږي له وربشو څخه د ارامونکي مسکن په توګه کار اخيستل کېږي. داسې چې لومړی د هغو پټوکې لري کوي. د سپېنې مرغلرې په بڼه ورڅخه وربشې جلا کوي هغه ميده کوي.يوه کاشوغه يې په يوګيلاس اوبو کې ګډوي. وروسته تر پخولو يې ناروغانو ته ورکوي. له تبې او درد څخه روغتيا مومي. يا مثلاً لوبياچې اصلاً يوه معمولي خوراکي دانه ده. او عادي حبوباتو کې شمېرل کيږي خو د هغې شنې او تازه دانې ضعيفو ناروغانو ته ورکول کېږي ځکه چې پوره اندازه وېټامين لري او جذب يې اسانه وي
    د زړه ناروغانو ته توصيه کېږي چې هغه وخوري ځکه هغه تقويه کوي سره له دې چې هضم يې يو څه ګران دي خو زړه ته ګټور مواد لري.
    يو شمېر نور بوټي چې پخوا نه ؤو پېژندل شوي . په اوسني وخت کې معاصر طب د هغو ارزښت پېژندلی  لکه قندهاري ګل، جريبن او داسې نور يو شمېر نور بوټي چې پخوا زهري ګڼل کېدل. نن ورځ فوق العاده مهم بلل شوي. ځکه چې معاصر طب په لابراتوارونو کې د هغو کېمياوي مرکبات د      درملو په بڼه تصفيه او استخراجوي  يعني يو شمېر زهري بوټي داسې مرکبات لري چې معاصر طب او درمل جوړولو عصري لابراتوارونه او صنعت د هغوي په جوړولو او ترکيب ندي بريالي شوي. او په مصنوعې ډول يې جوړول نا ممکن دي. د کرنې د علومو او طب ماهرين عقيده لري چې تر اوسه پورې هېڅ يو کېمياوي مصنوعي مرکب د طبعي بوټو د قلبې مقوياتو ځاي نشي نيولی- په ننني طب کې هغه شمېر فعال مواد چې طبي بوټو کې شته په بېلا بيلو لارو چارو استخراج او بيا په فرمسونيک (Pharmasonic) شکلونو او په ,Pharmaceutical, بڼولکه تابليت، شربت، امپول او نوروډولونو جوړ او عرضه کيږي په زړه پورې ده چې عنعنوي يا يوناني طب چې د هغو بنسټ په طبي بوټو ولاړ دى- د اوسني عصري طب تر څنګ په فعال او ژوندي ډول خپل موقف ساتلى دى- او له اعتبار څخه برخمن دی. نن ورځ ګڼ شمېر عطاري هټۍ او حکيمان شته چې دا ډول طبي بوټي او هغوي کنډ يا تخمونه پلوري او په ازادانه د هغوي د خوړلو او استعمال سپارښتونه کوي. د طبي بوټو د اغېزمنتيا له کبله عطاران ډېر مراجعين لري.

د طبي بوټو د اغېزمنتيا عامل:

    مونږ پوهېږو چې ټول ژوندي مو جودات (ژوي او بوټي له مالېکولونو څخه جوړ شوي دي چې حجره (cell) د هغو د جوړښت بنسټيزه خښته او اساسي واحد دی  ډېر شمېر حياتي فعاليتونه په هجرو کې تر سره کيږي  ماليکولونه هجره په فعاليت کې اساسي رول لري- ماليکولونه په خپل ذات کې اټومی جوړښتونه دي. چې پدي لړ کې طبي بوټي هم ماليکولي جوړښت او ماليکولي فعال تاثير لري. د بېلا بېلو بوټو د کيمياوي تجز يې په پايله کې ښکاره شوه چې دا نباتات د بېلا بېلو غير فلزي ضروري او ګټورو عناصرو لکه  O, H, N, S, P او C ضروري فلزي عناصر لکه cu, zn, Na, cl, Si, B, Mnاو mo شته، لنډه دا چې هيڅ داسې يو ضروري او ګټور عنصر نشته چې په طبي بوټو کې نشته  له دې پرته د مرکباتومهم ډولونه او ګروپونه لکه الکول، الديهايدونه کيتونونه ، عضوي تېزابونه او دامين ګروپ مرکبات هم طبي بوټو کې شته سره له دې چې الديهايدونه او کېتونونه له الکولو څخه تر لاسه کيداى شي خو په واقعيت کې بايد د يو بيلې برخې په توګه وپيژندل شي. د بېلګې په توګه د کېتونونو يوځانګړي ګروپ او الدېهايدونه Curbany(c=o) څخه عبارت دې د طبي بوټو عضوي تېزابونه د کاربوکسيل ګروپ (COOH) په واسطه مشخص کېږي او کاربوکسيل ګروپ د Oxidation د عمليې په واسطه مېنځ ته راځي امينونه چې د     (-NH2) د امين ګروپ په لرلو سره د پېژندلو وړ دي القلي خواس  يو شمېر ډېر ضروري او حياتي ويټامينونه لکه B, A ويټامينونه Cاو K زمونږ د بدن په نورمال فعاليت کې ټاکونکى رول لري  چې طبي بوټي دا ډول ويټامينونه لري نور يو شمير طبي بوټي د خپل فزيکي خاصيت او ډول له مخې ارزښت لري. يو شمېر نور طبي بوټي د هغه دنګ يا نورو موادو له مخې چې لري يې اهميت لري 
    .طبي بوټي يا يو کلن ,Annual, او يا څوکلن ,Pernual, وي يو کلن طبي بوټي د خپلي ودې په هماغه لومړي کال کې ګل نېسي . او ميوه يا تخمونه يې پخېږي  او ټوله نمو يې بشپړ او په سړو سيمو کې پاي ته رسېږي خو يو شمېر نور په لومړي کال خپله بدنې نمو بشپړوي  مګر تخم يا مېوه نکوي . په دوهم کال ګل کوي او مېوه يې پخېږي.                                                                                                                                                                                 طبي بوټي ځينې يې واښه ډوله دي  چې يا يې له رېښو يا يې له پاڼو يا يې هم له ډنډر او يا له تخم څخه استفاده کېږي  ځېنې د ميؤو ونې هم د طبي ميؤو حيثيت لري  لکه ليمو، مڼي، بهی او نور  مېوه د پاخه شوي Overy څخه عبارت دې  چې استفادې لاندې نيول کېږي  اکثره طبي بوټي واښه ډوله نباتات دي  چې په دښتو غرونو او کروندو کې راشنه کېږي يو کلن يا دوه کلن وي  د هغو طبي بوټو تخم چې د استفادې وړنه وي  يا اصلاً تخم او مېوه نلري د هغو پاڼې، ډنډر يا رېښې طبي ارزښت لري- په دې توګه ويلای شو چې يو طبي بوټى د خپلي ريښې يا پاڼې او ډنډر له پلوه مونږ ته د مطالعې وړدې چې مونږ دلته بېلا بيل طبي بوټي له روغتيايې ځانګړنو سره معرفي کوو. 
    دا بوټي د نړۍ په ډېرو زياتو برخو کې موندل کېږي او په خپل سر کروندو او ويالو تر غاړو، پولو او پټيو کې شين کېږي د هغه خاص اهميت له مخې چې لري يې په ځېنو هيوادونو لکه فرانسه، المان او سويس کې په مزروعي ډول کروندو کې هم کرل کېږي دا ځکه چې په خپل سر شنه کېدونکي بوټي يې د طبي اړتياؤ لپاره کفايت نکوي نن ورځ يې په کروندو کې تخم کرل کيږي او محصولات يې را ټوليږي.
    شمکۍ (Cichorium intybusligule florae) يو کلن بوټې دی چې ريښې يې تر ۲-۵ سانتي مترو پورې قطر لري او په اوږدوالي تر ۲۳ سانتي متر په ځمکه کې وده کوي چې همدا يې يوه مهمه طبي برخه ده د دغه بوټي ډنډر د ځمکي پرمخ په نيغ ډول وره کوي شين رنګ لري د هغه شا او خوا کوچني شنه فرعي ښاخونه را ښکاره او وده کوي چې نسبتاً کوچنۍ کوچنۍ پاڼې لري.
    د دوه پيزه فصل په پاي کښې، يعنی د اوړي په پاي کښې د کوچنيو ګلانو غنچه Capitulerتشکيل او تخمونه يې پخيږي  همدا تخمو په ځمکه کې تويږي او بل کال کې بيا په طبعي ډولراشنه کيږي د دغه نبات ریښې سپينې يا هم زيړ رنګ ته ورته سپین رنګ لري ځېنې وخت نصواري ډوله هم ښکاري رېښې يې کږې وږې او زيږې وي کله چې ماتې شي تک سپين تازه او روښانه رنګ لريی چې يو ډول مخصوص تريخ بوي ورڅخه پورته کيږي  زمونږ هيواد کې معمولاً په پسرلې د غنمو، شفتلو او نورو سبو په کروندو کې راشنه کيږي په ځينو سيمو کې يې چاربيخ ځيني سيمو کې يې شمکۍ بولي  په مني کې سې وده بشپړسږي  د دوا تر لاسه کولو لپاره دا ټوليږي او په سيوري کې يې د وچولو لپاره اچوي وروسته تر وچيدو ډېر لږ فيصدي اوبه لري خو د نورو موادو فيصدي يې لوړه وي چې ۱ جدول کې ښودل شوي دي.

په عصري طبابت کې يې له رېښو څخه په خاصو طريقو تر خه مواداستحصال او ترلاسه کيږي چې همدا مواد فارمکو ډينامکو اغېزو لروني دي دغه ترخه مواد وروسته دهايدروليز د عمليې څخه قلوي او د Dehydrolise د عمليې وروسته ورڅخه اسيد ترلاسه کيږي.

    شمکۍ  سلګونو کلونو راهيسي په عنعنوي يا عاميانه طبابت کې استعمالېږي چې د صفر او د ځيګر په نا روغيو د ملاريا تبه او نوروناروغيو کې کارول کيږي موثر کيمياوي مواد يې اکثراً په رېښو کې او ډېره کمه اندازه په پاڼو کې موجود دي خو زمونږ خلک يې يواځې له رېښو څخه استفاده کوي د اوړي په وخت کې د تبې او نورو ناروغيو په صورت کې له کروندو څخه يو يا دوه بوټي راشکوي تازه رېښې يې په چاقو ټوټه کوي او د اوبو په يو جام کې يې تر سبا پورې اچوي سبا سهار د وخته يې اوبه څښي چې ډېر تريخ خوند لري نيم ساعت وروسته تر هغه د سهار ناشته کوي امّا دوا جوړولو په صفت کې يې له پاڼو څخه هم استفاده کېږي چې پر بل مخ باندي جدول کې يې تشريح شوي دي









    کيمياوي مرکبات	

د سلو ګرامو پاڼو او ريښو په ترکيب کې ګډ مواد

       تازه ريښې                                                   تازه پاڼې 

اوبه نايتروجن لرونکي مواد پيرونه بی نايتروجنه مواد غشايي مرکبات معدني مواد قند امينولين

    ٢،٧٩ %                                                         ۹۱٪   
    ١،١٥ ٪                                                         ۹۱.٪
   ٥،١١٪                                                           ۹۱٪
  ١٦،٨٠ ٪                                                          ۹۱٪
    ١،٢٩ ٪                                                         ۹۱.٪    
     ١،١١ ٪                                                     ١.٤٢ ٪       
 ٠،٦٠ ٪                                                       ١،٤٢ ٪     
   ٠،٦٠                                                          ١،٤٢%
۱۳.۱۰ ٪                                                       ١،٤٢ ٪   
   
 
    د شمکۍ د ريښو معدني مواد بېلا بيلې مالګې دي لکه د سوديم اکسايد د کلسيم، فاسفورس اکسايد، پتاشيم اکسايد، المونيم اکسايد سلفاتونه کلوريدونه اوداسې نورې دي. اصلاً د شمکۍ د ريښې ترخه ماده د هيترو زويد څخه عبارت دې چې Intybine يې هم بولې د دي ترڅنګ يو شمېر نور مرکبات لکه lactucin او Lactucoprine هم لرِي چې دا دواړه ترخه مواد دي  د  شمکۍ په رېښو کې argentine, choline او sesquiter Ponique مواد او مرکبات هم شته  د بېلا بيلو موادو د موجوديت له کبله د شمکۍ ريښې خاص ازخښت لري  چې دا مرکبات عبارت د لاندې موادو څخه دي.

۱- غير عضوي مرکبات (خصوصاً د فلزاتو اکسيد ونه) ۲- عضوي مواد لکه Inuline ۳- ترخه کلوکوزيد ونه ۴- کومر نيک کلوکوزيدونه

   پورتني ګروپونه څو اړخيزه اغيزې لري مثلاً د منګنيزيم اکسايد (MgO) اغېزه له يوې خوا داده چې يو نرم مسهل دی او له بلې خوا تبه هم له مينځه وړي د شمکۍ ريښه په ځيګر او صفرا اغېزه لري او يوه اندازه اشتها راوستونکې اغيزه هم لري د تبې په شلولواو خولې په کمولوکې اغېزه لري.
   د هاضمي عمل اسانه کوی  او بولي، هضمی سيستم باندي غوره اغېزه کوي.

د ريښو د مرکباتو اغېزي په لاندی ډول دي: ۱- د حرارت (تبي) ضد خواص لري. ۲- د خوږ او درد ضد تاثيرات. ۳- په حرکي سيستم او فعاليت غوره اغېزه. ۴- په مخططو عضلاتو او زړه باندې اغېزه. ۵- شمکۍ د مدر موادو په توګه استعمالوي او تشې بولي زياتوي دا ځکه چې کافي اندازه عضوي تيزابونه خصوصاً AC. Chicaresique لري نو ځکه بولي زياتوي ۶- مکروبي ضد تاثيرات.

  د چنجو ضد تاثيرات، يعنې عيناً Levamiso ضعتي دواخاصيت لري بايد وويل شي چې زياته اندازه يې وژونکې خاصيت لري. د بېلګې په توګه په يوه لابراتوري تجربه کې د شمکي د ريښو څخه د استخراج شويو (۲۰) ګرامو ترخو موادو د حيوان يو کيلو وزن باندې وژونکی تاثير اغيزمن ثابت شو- پدي توګه د شمکي ريښې مغلق او پيچلی کېمياوي جوړښت لري نو ځکه بېلا بيل فارمکو ډينامک تاثيرات لری په عنعنوي طب کې شمکي ريښي د لري کولو د ادرار زياتوالي ، د سوزاک دښه کيدو، د ويې لرونکي استفراق د جوړولو، تندې، د بډو ډو ناروغيو او نورو درملنې ته پکار راځي.

٢- ختمي ګل:

    ختمي  خيوګل يوکلن بوټې دی چې په پسرلي کې شين کېږي او ترمني پورې يې وده پشپړيږي پلنې شنې پاڼې لري چې د اصلې ډنډر شاوخوا په متبادل ډول په نسبتاً لري فاصلو کې وده کوي پاڼې يې تقريباً ګردي دي چې اوږده لکۍ لري د بوټی ډنډر ۸۰- ۱۴۰ سانتی مترو ته لوړيږي او ريښې  يې خاورې او مناسبو اوبو په صورت کې يونيم متر هم لوړيږي په پسرلي کې د شنه کېدو څخه يو يا دوه مياشتې وروسته د ډنډر پورته خواته سره او سپين غټ غټ ګلان په وده پېل کوي کله چې د دغه ګلانو وده بشپړه شي هغه دا ټولوي او په سيوري کې يې وچوي او د ژمي لپاره يې په کڅوړو کې ساتې  د ژمي په يخنۍ کې د سينه بغل ، ټوخي او ريزش لپاره جوشانده جوړوي او ناروغ ته ورکول کيږي  سينه نرموي، بلغم ورکوي او ټوخې له مينځه وړي، د ګريپ لپاره يې د ګلانو ايشويې پاڼې ګټه لري 

بربو:

    د دغه بوټي ريښه چې ډير سپک وزن او تقريباً سپين ډوله ژيړ دنګ لري  د غوړيو سره يوځاي مالش کيږي او درد اراموي څوک چې سوړ مزاج لري په اوبو کې يې ايشوي او ورته ورکوي يې.

ترخه:

     ترخه يو کلن غرنی او ريښيې بوټي دى په وحشي ډول د غرونو لمنو کې شنه کېږي يو څه ايره رنګه يا خړبخن بوټى دي- پخوا به کوچيانو له غرونو څخه له ځانونو سره کليوالی خلکو ته راوړه. 
    ګيډي د چينجيو او درد علاج لپاره به يې په کليوالو پلورلو په ترخه کې ډېري طبي ګټی شته په پسرلی کې راشنه کېږي او په اوړي کې د ډنډرو په څوکو کې دانې يا تخمونه توليد او وده کوي چې ډير کوچني وي. ترخه ګڼ شمير ډنډر لري او د غنچې يا ګيډۍ په بڼه ښکاري ډيرې کوچنۍ پاڼی لري 
    بوټي cm ۳۰- ۱۵ لوړوالى يې  کله چې ترخه پخه شي  يعنې د اوړي په اخر کې يې تخمونه راټولوي  لدې کبله چې دانې بې وړې وي له تخم سره پاڼې هم خامخا ګډيږی                                                                                                                                                                  چې پاڼې يې هم ګټو او د درملو حيثيت لري. ترخه توند او تريخ خوند لري د بدهضمی او دګيډي د چينجو لپاره خصوصاً د چينجو لپاره ډېر ګټور ده د اړتيا په وخت کې د لاس په ورغوي کې اچول کيږی . اضافی خشاک يې ورڅخه ليري کيږي . او يوه کپه خولې به اچول کيږي ورپسې يو غړپ اوبه يا چای څښي  لږ وخت وروسته يې اغېزه ښکاره کېږي  د عصري دواګانو د زياتيدو له امله يې اوس استعمال ډېر کم شوي دی.




اصيل ګلاب:-

    معمولي ګلاب دی چې ګڼ ګلان او کم رنګه ګلابي رنګ لري قبضيت، صفرا، بلغم، تبی، د ګېډي باد، د کولمو درد او د بډوډو درد ته پکاريږي.



٢-انځور: اصيل ګلاب زنجبيل:

    عطاريان يې درنجبيل په بڼه تلفظ کوي  په پښتنې سيموکې يې سنډ هم بولي په عواموکې ډېر مشهوردي هغه ټکوي له ګوړې او چارمغزو سره يې يو ځای چای کې ايشوي  بيا يې څښي  چې د ستومانۍاودرانده کارله امله د ستړيا مخنيوی کوي  د معدې درد، د هاضمی ښه والی او د سينې تکليفونو او پړسوب لپاره ګټور دي  خوند يې توند دی  نو ځکه په يواځي توب نشي خوړل کيدای.

نسترن:

   دغه ګل کوچنۍ ونه لري  ۱-۳ m لوړوالی لري په غرونو کې هم وده کوي شاوخوا ته يې کوچني کاږه کاږه اغزي لري  د نس ناستې ، وينې لونکې هضمي اختلاطاتو او د کانګو د مخنيوي لپاره خوړل کيږي  د ګيډي درد ارام او هضم ښه کوي  په وجود باندې هيڅ ډول نا وړه اغېزه نلري .

د ګلاب پاڼې:

      د ګلاب بوټى يو پېژندل شوی معمولي زينتي ګل دی چې په  Sandy loam خاورو کې ښه وده کوي زمونږ دهيواد په اکثرو سيمو کې شنه کېږي او په باغونو کې کرل کيږي  تر تودو او وچو سيمو په معتدله سيمو کې خصوصاً په کابل کې ښه نوافضا لري. د ګلاب د بوټي انواع زيات دي  او په بېلا بيلو رنګو ليدل کيږي خو سور او سپين يې زيات دي  دګلاب د بوټي ګل پاڼې هغه وخت راټولوي او په سيوري کې يې وچوي دا ځکه چې رنګ، بوی او خواص يې وساتل شي کولای شو د ګلابو د پاڼو تقطير شوې اوبه ترلاسه کړو چې د سترګو پړسوب ، جل وهنې د اغېزو د مخنيوي او تقويې لپاره ګټه لري. د ګلابو د پاڼو شربت ښه مسهل ګڼل کيږي او د ستوني ناروغيو ته ګټور دي.
    همدارنګه د ګلابو وچې پاڼې د اريړې او بنفشي د تقطير څخه وروسته ناروغ ته ورکول کېږي چې د قبضيت ، د ګيډي درد او ګيډې د ميکروب د لېری کولو لپاره چې ناروغ ته سهار په نهاره ورکول کېږي ډېر موثر ثابت شوي دي.

شبخول:

   په بېلا بيلو ناروغيو، په تېره بيا د تبې د علاج ، پېچ، د ډيرې ګرمۍ له امله پيچش، محرقې (وچکۍ)د خولې دانو او نورو د علاج لپاره ګټور دي. چې په ځېنو سيمو کې يې سفر زه هم بولي.
    که د ناروغ پېچ د ګرمۍ له امله وي يو کاشوغه په يو ګيلاس اوبو کې اچوې او ناروغ ته يې ورکوي او که د يخنۍ له امله انسان ته تکليف پيدا شوى وي نو په ګيلاس شودو کې ورته جوش ورکول کېږی او ناروغ ته ورکول کېږی چې ډېر زر خپل اثر ښکاره کوي.

کورکمن:-

   که چيرې کورکمن په غوړيو کې وريت کړو او بيا يې وټکؤو دغاښونو د خوږ لپاره دارو دي  که په تېلو کې وسوځول شي د ژوبل شويو ځايونو لپاره درمل دي د ګيډې د درد لپاره هم ګټور بلل شوي دي.

چمبرخيال:

   چمبرخيال ته په ځينو سيمو کې فلوس هم ويلې کېږي د جلاب په توګه اغيزمن ثابت شوى دی قبضيت له مېنځه وړي پيچ او کولمو د درد لپاره ښه دارو دي. ميندې يې ماشو مانو ته ايشوي . او په کمه اندازه يې ورکوي کله چې جوش اوبو کې وموښل او تودبخن رنګ غوره کوي او په کمه اندازه ماشوم ته ورکول کېږي. د سينې د بلغم د لري کولو لپاره هم ګټه لري. د ښځو د مياشتنۍ ناروغۍ يا عات په منظم ډول عياروي.

ويلنی:سس:

    ويلنى په وحشي ډول په کروندو کې دويالو او لښتيو تر غاړې موندل کېږی له نعنا سره ډېر ورته والى لري- ښه بوي او برابره اندازه قد لري او پاڼې هم لري چې د بوټي لوړوالی يې د  cm ۲۰-۵۰    ته رسيږي  د معدې تکليف ، د ګيډې باد، د مياشتني عادت نورماله کيدو او د کانګو د مخنېوي لپاره ګټور دي  که وژول شي د خولې تڼاکې رغوي- ايشول شوي پاڼې يې له کانګې کولو څخه مخنيوې کوي د پودينې يا ويلنې ګل په خپل ترکيب کې کافور لري چې د اشتها لپاره ډيره ګټه رسوي او هم د اعصابو د ارامتيا لپاره فايده رسوي او پاڼې يې د امراضو قوي ضد ګڼل کېږي او د سر دردۍ علاج کوي  او د معدې باد ورک کوي

شبت:-

     شبت يا garden dill يو کلن بوټی دی  په وحشي ډولونو کې يې د بوټو لوړوالی ۲۰-۵۰cm ته رسېږي اوس د بذري سبو په توګه د کښت پراخه ساحه لري په افغانستان کې يې هم کرنه په دغه وروستيو کلونو کې رواج شوې ده اوس يې له کرنې او ګټورتوب څخه ډېر خلک خبر دي خو بياهم زيات شمېر وګړي دغه ارزښتناک بوټى ښه نه پېژني- د شبت بوټی شين روښانه رنګ لري  ډنډر يې قوی او استوانه يې شکل لري. متناوبې پاڼې لري  او هم يې له پاڼو او ډنډر څخه استفاده کيږي  په خپل کېمياوي ترکيب کې البومينو سيدي مواد، غوړ، ديپانتين، فارافين او فيلانډرن مواد لري.
    شبت له ډېر پخوا وختونو څخه انسانانو د طبي بوټي په توګه پيژندلى دی. چې لرغونتوب يې دولسمې پيړۍ ته رسيږي  دا بوټی د بډوډو او سينې د درد ضدخواص لري نزله او زکام ته هم ګټور دی له ريښو څخه د نقرس (Goutte) د ناروغۍ په ضد کار اخيستل کېږی.د شبت له دانو څخه (Hydropisise) د ناروغۍ په ضد کار اخلي او غوړ يې د غوږونو د درد لپاره ګټور دی. معده پياوړي کوي  او هضم ته ګټور دی د ګيډې باد له مينځه وړي  ادرار زياتوي  او د وينې د کموالي ښه دارو دي . دميندو شيدي زياتوي او د وجود دردونه اراموي  د هضمي ويشولې اوبه د کانګو د مخنيوي او د معدې د درد د مخنيوي لپاره ګټورې دي. ځينی وخت د ديګ د مسالې په توګه هم کارول کيږي.

غرنی وېلنی summerيا Annual savery:

    يو کلن نبات دی چې د نانا کورنۍ پورې اړه لري. ريښه يې نيغ په ځمکه کې وده کوي د غرني وېلني ډنډر ۲۰-۳۰cm او ځينې وخت تر ۵۰cm پورې وده کوي . او د اوږدو پاڼو لرونکی وي . د عادي وېلني پشان کوچنی ګلان کوي  چې ګلابي او ځيني ډولونه يې سپين رنګ لري. پاڼې يې ډيرښه بوي لري. د دې نبات پاڼې وچولي او ځينی خوراکونو خصوصاً سره کړو کبانو سره خوړل کيږي چې ښه طبي ګټه لري د دغه بوټي پاڼې پوره اندازه اسکار بيک اسيد، کروتين، روتين او غوړي لري  اشتها ښه کوي.

توره اريړه:

    دا يوه ډول وحشي نبات ميوه ده. د پيچ ، نس ناستي ، د کولمو درد او قبضيت لپاره دارو دي.

زرترک: (زول)

    دا يو طبي بوټې دی چې د تبې او د هډوکو د درد دارو دي

بنفشه:- Pansy

    د بنفشي د ګل شربت ، مزمن ټوخي لپاره ډير ښه علاج دی کله کله د بنفشی پاڼې د ستوني د سرطان لپاره هم استعماليږي او د غړغړي په ډول د ستوني درد او پړسوب ښه کوي ادرار زياتوي. همدارنګه د جلدي امراضو لپاره مفيده تداوي ده  بواسيرو ته هم ډيره ګټور دي. څلويښت ګرامه بنفشه په يو ليتر اوبو کې بهترينه جوشانده ده. دسينې او بلغم لپاره ډير ګټور دي.

٣- انځور:بنفشه خوږه ولې::Sallow tree

    زمونږ هيواد د مهمو اوقيمتي رښتني طبي بوټي لرونکو څخه شميرل کېږی.  د سينې تکليف، شديد ريزش، ټوخي او بلغم لپاره مهمه ده . زمونږ د هيواد مرکزي سيمو، غرونو او دښتو کې موندل کيږي . حاصل يې په اوړي کې راټوليږي په معاصر طب کې د کېمياوي صفت د ترقی له برکته څو څو ډوله درملو کې ورڅخه اسفاده کېږي او په همدي خاطر يې بيعه ورځ په ورځ لوړيږي. خوږولې دونې د پوستکو او پاڼو جوشانده د ټوخلې د هاضمې خرابۍ مزمن او حار روماتيزم، زکام نزله او دا ډول نورو ناروغيو علاج دي همدارنګه ډير قوي عفونې ضد علاج دې. د ولې د خاخ پوستکي دوام لرونکي دايمي تبې قطع کوي او عصبي اختلالات رفع کوي  د دي منظور لپاره          gr ۴۰-۵۰ د خوږه ولي پوستکي په يو ليتر اوبو کې جوش کړي او دا اوبه سهار او مازيګر يو يو ګيلاس وڅښي. د دوامداره تبو تدواي به وشي . 

د ولې د پاڼو جوشانده (يا عصاره اوبه) د سر درد لپاره په سر باندي مښی چې د سر درد تداوي ده. نکريزې:

   يوکوچنى يو کلن بوټی دی . نسبتاً کوچني ډنډرونه ، مګر نسبتاً پلني پاڼې لري.وروسته ترودې بشپړيدو يې بوټى ريښې اووچوي يې وروسته ترټکولواوميده کولو څخه زيړ بخن شين پوډرلاس ته راځي دغه بوټې غذايې ارزښت نلري يعنی پخولواوخوړلو ته نه پکاريږي. بلکه يو بل ډول طبي ارزښت لري يعنې هغې ريښې قاص خاصيت لري او ګل او پاڼې يې ښه بوي لري. چې نن ورځ په خوښی بخښونکې عطرونو کې کارول کيږي او روحي تازګې رامينځ ته کوي . اريا يانو انګولو لپاره ورڅخه کار اخيسته لدي کبله چې طبي رنګ دي . نو هيڅ ډول حساسيت نه رامينځ ته کوي  او پوټکي او جلد ته ضرر نه رسوي. 
    ويښتان پياوړي کوي . وده يې ښه کوي او له ريښو سره يې مرسته کوي د لاسونو او پښو جلدي ناروغۍ له مېنځه وړي  او د مکروب ضد خواص لري. او هغه شمېر افتونه جې د ګوتو په منځو کې ليدل کیږي له مېنځه وړي او د سره رنګ د موجوديت له کبله د جلد شعريه رګونه پياوړي کوي.

سپېرکۍ:-

       سپېرکۍ په انګليسي ژبه کې small bonewart بلل کېږي يو کلن واښه ډوله بوټى دي  د ساقي خواو شا نور شاخونه هم توليدوي . شنې کوچنۍ پاڼې لري. د بوټو لوړوالې ۱۸-۳۵cm ته رسيږي د ډنډرونو په څوکه باندې يو پلن ګڼ چتر جوړوي. چې د کوچنيو سپينو ګلانو څخه جوړوي همدا کوچني ګلان ورو ورو د سپيرکيو ميوه نيسي او دا وړي تر پايه پخيږي.د سپېرکۍ داني کوچني بيضوي شکلونه او زيړ بخن نصواري رنګ لري. پو ډريې شين رنګ لري له پاڼو، ريښو او ډنډر څخه يې طبي استفاده کيږي.
  زمونږدهيوادپه بېلا بيل سيموکې په وحشي ډول راشنه کيږي اوپه کرنيزوځمکوکې په پولواو پټيوکې موندل کيږي لدي کبله چې لږڅه تريخ خوند لري نو ماشومان يې په ښه ډول نه خوري.نو ځکه يې له بوري سره ګډوي. زمونږ په هيواد کې د ډير پخوا څخه پيژندل شوى دي سپيرکۍ په خپل جوړښت کې د ديپاتين، ګماتيرين او کار واکرول مرکبات لري قبض کونکې خواص لري ادرار زياتوي او د چينجيو ضد خاصيت لري. د کانګې کولو څخه مخنيوی کوي د ګيډی د بادونو او درد ښه دوا ده.

باديان:- Fennel

    باديان يا fennel يو کلن واښين بوټى دی  ډيرې کوچنۍ پاڼې او شين روښانه رنګ لري او د يو منظم بوټي په بڼه وده کوي ډنډرونه د ګيډۍ په بڼه لوړيږي او د هغو په څوکو باندي تخمونه او يا د باديانو داني جوړيږي د باديانو د بوټي له تخمونو يا دانو څخه د درملو په توګه کار اخيستل کيږي مګر ځينی خلک کله چې بوټي شين، تنکې او تازه وي هم د هغه پاڼې خوري. باديان د سپېرکيو په پرتله لږ څه غټ وي او تريخ والى يې هم کم وي. د باديانو تخمونه زيږه او اوږده وي. د باديانو ټکول شوي پوډر خړي يا زيړ بخن رنګ لري د باديانو د ريښي څخه په معاصر طب کې کار اخيستل کېږي د باديانو په جوړښت کې ګڼ شمير مرکبات لکه ګلوسيدونه ، پروتيدونه، ايتول،Estragol او mythyleugenolشامل دي دغه مواد په عصري طب او د فارميسۍ په چارو کې لوړ ارزښت لري. او د فارمکو ګنوزي اهميت يې زيات دی. باديان د هضم سيستم ته ګټه لري د ګيډې درد او باد ته فايده لري  د باديانو شيره سترګي قوي کوي او ټوخي ته هم ګټّه لري د باديانو ريښه سوزاک او د بډوړو تيږو ته ګټه لري باد له مينځه وړي.
  ٤- انځور: باديان

نانا:-

    يو کلن کوچنی بوټی دی شنې پاڼې لري، چې د ډنډونو خواوو ته را غونډ شوي وي، زمونږ د هېواد بېلابېلو سيمو کې کرل کيږي، په وحشي ډول هم موندل کېږي، په غرونو او دشتو کې نه راشنه کېږي، بلکې په لښتيو، پټيو او زراعتي ځمکو کې موندل کېږي، خو د روزل شوي سابه په توګه يې اوس کښت ډېر رواج دی، نانا يو شمېر ډېر مهم عناصر لري، خوړل يې سرخوږي، د خولې بوي د له منځه وړلو، تنفسي ناروغيو او زړه ته ګټور دی. د نانا ايشول شوی خوړل کېډې او زړه درد او عصبي تشنجاتو لپاره ګټور دي، او همدارنګه د نس ناستي لپاره ښه دوا ده، کله چې و ايشول شي او په پوستکي کېښودل شي، د پوستکي خارښت له منځه وړي. که د اوړي په موسم کې نانا په شوملو کې واچول شي او د مالګې سره وڅښل شي د ګرمی ناوړه اغېزې له منځه وړي د وېنې دوران ته هم ګټوره دارو شمېرل کيږي.

بارتنګ يا "زوف"

    بارتنګ يا برتنګ چې ځنې سيمو کې يې زوف هم بولي په وحشي ډول په پولو او پټيو کې شنه کيږي يو کلن بوټی دی شنې پلنې پاڼې لري چې د هغوی د منځه نری ډنډر وده کوي او بيا د همدغو ډنډرو په څوکو باندي د بارتنګ تخمونه او دانې رامينځ ته کيږي د زوف دانې ډېر کوچنۍ او ګرد غونډ شکل لري چې په اوړي کې پخېږي او وروسته تر راټولولو په کڅوړه کې ساتل کيږي د سينې، ټوخي، بلغم، او سوزاک لپاره خوړل کيږي زاتره ميندې يې شيدې خوړونکو کوچنيو ماشومانو ته ورکوي معده او کولمې يې نورماله ساتي د زوف دانې ايشول شويو اوبو کې ګډوي، او بيا يې ماشومانو ته ورکوي.

شاتره:

    يو واښه ډوله نبات دی کم شمېر ايره رنګه پاڼې لري، لوړوالی يې ۱۰- ۲۰ mm ته رسېږي، فرعي شاخونه هم توليدوي، په پټيو، غرونو او ويالو تر غاړو شنه کېږي، خو غرنی شاتره ډېره ګټوره ده د پوستکي لړمې او حساسيت له مينځه وړي وينه صفا کوي تبه او د بدن تودوخه کموي د وينې دوران ښه کوي او ملاريا ته هم ګټوره ده له پوستکي څخه بخار او زخې له مينځه وړي، د ځينې تجربو له مخې د کولمو چينجيو ته هم ښه دوا ده.

زعفران:

    زعفران معدی ته طاقت ورکوي او زړه مضبوطوي که زعفران په نورو دارو کې واچول شي نو تاثير يې زياتېږي زعفران قوت باه زياتوي دماغ او د سترګو د نظر لپاره بې حده زيات فايده مند دی معده صفا کوي باد خارج کوي ادرار زياتوي، د ښځو شېدې زياتوي، حيض راولي، د پښتورګو کاڼي اوباسي، بلغم لېرې کوي، هغه څوک چې بواسير لري هغوی ته ډېر ګټور دي.

پنډيرک Blue mall ode:

    د پنډيرک جوش کړي اوبه د ټوخي او زکام د علاج لپاره فايده رسوي او که د پنډيرک نه ملهم جوړ شي نو د بدن د دانو نه نو او زيم اوباسي که د پنډيرک د پاڼو ملهم د مچيو په چيچل شويو ځايونو کېښودل شي درد به مو ارام شي د پنډيرک څخه جوشانده په لاندې دول جوړېږي:
    ۲۸gr د پنډيرک پاڼې په نيم ليټر اوبو کې جوش کړۍ او هغه د ورځې درې ګيلاسه وڅښی ټوخی او زکام به مو پدې جوشانده سره علاج شي.
سنا Senna:
    سنا ډېره موثره او ضروري جلاب دی او د وړو کلمو حرکات او فعاليت زياتوي او د هاضمې د ښه کېدو لپاره ډېره ګټه لري سنا يواځې د قبضيت لپاره نه بلکې تبې لرونکي، بواسير لرونکي او د کلمو تکليف لرونکي او همدارنګه په روماتېزم اخته کسانو لپاره ډېره مجرب تداوي ده سنا د کلمو او دګېډې د سوء هضم لپاره ډېره مفيده دوا ده

مساله يي نباتات :

    مساله :دنباتاتو تخم يامحصولات دي چې مونږيې په روزانه ژوند کې په غذاګانو کې د غذا د خوند او ذايقې جوړولو لپاره تري په ديګ کولو کې کار اخلو . 

چې د ځينو مسالو څخه مونږ دلته لنډه يادونه کوو. زيره:

    د زيرې تخم کوچنۍ دانې دي چې مونږ يې له بازاره څخه اخلو او بيا يې په پلو کې اچوو په بوټي باندې پاڼې دخپړې په شکل راشنې کيږي اما ډيرې غټې او پلنې ندي د زيرې دانې کوچنۍ او بيضوي شکل لري چې په انګليسی ژبه کې يې Diakene بولي زمونږ په ګران هېواد کې            زيره هم په وحشي ډول د غرونو لمنو د للمې غنمو په کروندو او پټيو کې موندل کېږي پدې وروستيو وختونو کې يې د کرنيز نبات شکل نيولی دی هغه زيره چې په کروندو کې د نورو بوټو سره راشنه کېږي او د للمي غنمو مينځ کې وي راټولول يې ډېر ګران کار د له همدې امله يې د وحشي زيرې بيعه په بازار کې ډېره لوړه وي د زيرې د وچو موادو په جورښت کې ۲۰-۲۵٪ پورې ازوت لرونکي مواد له ۲۲-۲۵٪ پورې قندي مواد، ۴-۵٪ نشايستوي مواد، او ۷٪ تيل غوړی لري چې سپين رنګ يې وي زيره کمه اندازه ريزين او سوسيلان مواد هم لري چې معده پياوړې کوي او هضمه ښه کوي يوه مروره ماده ده او ښځينه مياشتنى عادات منظم کوي د Varmi Fuge  چينجيو لپاره ښه دوا ده او د تشنج ضد او اشتها راوستونکي خواص لري د اوبلن نس ناستي لپاره ګټوره ده په لنډه توګه دا چې د معدې د هر راز د اختلالاتو لپاره ګټه لري همدارنګه د باد او قولنج لپاره هم ګټوره ده وحشي زيره د نورستان ولايت په غرونو کې ډېره اندازه پيدا کيږي چې ډير ښه او لوړ کيفت لرونکې وي.

لاچي يا هېل:

    د معدې دتکليفونو، هضم او دکانګو په مخنيوي کې ګټوره ماده ده اشتها ښه کوي د ماشومانو تنده کموي، او اعصاب اراموي، د شين چای، فرني، حلوا او نورو خوراکونو خوند په زړه پورې کوي.

هوږه:

    هوږه يو پېژندل شوی سابه دی چې تل په کورونو کې استعمالېږي خو لدې کبله چې يو سوړ بوی لري زياتره خلک يې نه خوښوي اوان دا چې په کورونو کې يې نه ساتي هوږه ځينې خوړو لکه کورت، شوتلې سابو او نورو ته خوند ورکوي خو د هغې طبي ارزښت تر دې هم لوړ دی په هوږه کې ويټامين C، اګرولين، اينولين او نور بعضې انزايمونه موجود دي هوږه په طبيعت کې ګرمه ده هوږه اشتها پيدا کوي صفرا دفع کوي د عفوني ضد درملو او امراضو ضد ده او دساده اسهالاتو او نس ناستې لپاره مفيده ده هوږه د کولمو پړسوب او تنفسي جهاز تکليف دفع کوي هوږه د وينې فشار ټيټوي او هغه کسان چې د هغوی د وينې فشار لوړ وي هغوی ته د هوږې خوړل فايده رسوي امام جلالدين سيوطي رح په جمع الجوامع کې يو روايت نقل کوي او ويلي يې دي چې حضرت علی رض نه نقل کوي چې رسول الله ص فرمايلي دي: ای خلکو هوږه خورۍ او دې نه علاج کوۍ ځکه پدې سره د ناروغيو نه علاج موندلی شي د طبيبانو په نزد هوږه ډېره فايده لري پړسوب کموي حيض خلاصوي، ادرار جاري کوي، د معدې نه رياح اوباسي، قوت باه زياتوي، ګرم مزاج هاضمې سختوي، معدې ته فايده رسوي، په مخ روښنايي راولي، حاملې ښځې ته زيات استعمال نقصان رسوي څوک چې د سترګو ناروغي ولري هغوی ته هم د هوږې خوړل تجويز کېدلی شي هوږه د سرطان مرض څخه جلو ګيري کوي او دفلج مريضانو ته هم ګټه رسوي هوږه د معدې باد کموي د زکام ناروغۍ څخه مخنيوی کوي ډاکټرانو وروسته د ډېرو څېړنو او تجربو څخه دې تفاهم ته رسېدلي دي چې هوږه د سل مرض(TB) ناروغانو ته د هوږې په عصاري تداوي کړي هوږه د حافضې ضعف، سر ګنګسی او سر درد ته هم ګټوره ده  هوږه بدن تقويه کوي او دزړه عضلاتو ته طاقت ورکوي انفلانزا،نفس تنګي، ټوخلې، د معدې زخم، او د کلمو عفوني امراضو لپاره هم ډيره  بهترينه معالجه ده هوږه دګېډې پړسوب اسورطوبت دفع کوي اوهم پښتورګي سالم ساتي او هم دمعدې ترشحات زياتوي دهوږې ملهم د دردلپاره ډېره فايده رسوي دملا خوږلپاره هم هوږه ډېره ګټه لري ميکروب وژونکى ضد خاصيت لري، د ځنې تجربو له مخې هوږه روماتېزم ته ګټه  لري




زرد چوبه يا کورکمن:

   کورکمن د ګېډې نفخ او باد ورک کوي هاضمې ته فايده رسوي او هم تنده ماتوي د کورکمن ملهم د جلدي امراضو لپاره پوره علاج دی د کورکمن پوډر د زخم نه د وينې جريان قطع کوي دا ځکه چې په زخم واچول شي وينه دروي او دوينې جريان قطع کوي د غاښونو د درد د تسکين لپاره دکوکمن پوډر په پاک توکر کې واچوی او بيا هغه د دردمند غاښ په وريو کېږدي درد به مو ښه شي که په تيلو کې وسوځول شي د ژوبل شويو ځايونو دپاره ملهم دی د ګېډې د باد لپاره هم ګټور بلل کېږي او د مختلفو غذاګانو د خوند او رنګ د جوړولو لپاره ترې د مسالې په دول استفاده کيږي.


تور مرچ Black Pepper:

    تور مرچ په طبيعت کې ګرم دى او اشتها راولي همدارنګه د تورو مرچو په خوړلوکې افراط بايد ونشي دا ډېر ضرر لري تور مرچ ډېر فوايد لري او په امريکا او نورو مترقي هېوادونو کې په عادي ډول استعمالېږي حافظه قوي کوي د تورو مرچو په ترکيب کې فلاندرن، کادی، نن لا چې عصري مواد دي الکالويد او پيدرين موجود دي چې تريخ خاصيت لري تور مرچ د بلغم، د ګېډې باد، د هاضمې پياوړتيا، د مزاج سوړوالی، او اشتها ښه کېدو لپاره اغيزمن بلل شوی دی تور مرچ د زيتون د غوړيو سره مخلوط شي او په فلج شوي غړي باندې کېږدی او مالش يې کړی فوراً به جوړ شي که چېرې ستاسو غاښ درد کوي او د چينجي به جلو ګيري وشي د تور مرچ څخه استفاده وکړﺉ هغه کسان چې په سل (TB) او بواسير اخته وي او هاضمې جهاز يې خراب وي د تورو مرچو خوړل ورته زيان رسوي.

سره يا تازه مرچ Green Pepper :

    سره مرچ هم په غذاګانو کې د غذا د خوند د ښه کولو لپاره استعمالېږي په تازه مرچو کې راز راز غذايی مواد موجود دي په مزاج کې ګرم دي تازه مرچ اشتها زياتوي او اعصاب تقويه کوی او هم جنسي خواهشات زياتوي او دغذا د هضم لپاره ګټور مواد دي تازه مرچ د دوامداره ټوخي او ټوخلې روماتېزم، بواسير او د رحم د خونريزی لپاره فايده رسوي د تازه مرچو زيات خوړل په معده کې باد پيدا کوي او کله کله استفراق هم پيدا کوي او په حامله ښځو کې د جنين د سقط موجب ګرځي که چېرې تازه مرچ په خارجي توګه استعمال شي عصبي دردونه تسکينوي او اعصاب ارام ساتي، موضعي فلجونه، د ملا درد، نفرس او روماتېزم هم اراموي، ددې منظور لپاره پکاردي چې مرچ وټکول شي او يا وچ ميده شي د ۱۳-۲۰gr په اندازه د ۳grغوړو سره او ۱۵gr نخودو اوړو سره مخلوط کړي او دا ملهم په دردېدونکي ځای د پټۍ په شکل کېږدي درد به مو دفع شي.

دڼيا Coriander:

    دڼيا يو کلن سابه دي روښانه پاڼې او نري ډنډرونه لري د دڼيا يو بوټی څوڅو څانګې توليدوي او پاڼې يې نسبتاً پلنې او څنډې لرونکې وي په زړه پورې خوند او بوی لري د دڼيا  د بوټی لوړوالی ۲۰-۴۰cm پوری رسيږی کله يې چی بدنی وده بشپړه شی په همدې لومړي کال کې د خپلو څانګو او ډنډرونو په څوکو کې مېوه توليدوي چې ګرد يا دايروي شکل لری او قطر يی ۳-۵mm  پوري رسيږي،د دڼيا دانې اول شنې وي وروسته  تر بشپړې پخېدنې او وچېدو څخه زيړ بخن رنګ پيدا 

کوي د دڼيا تخمونه په دوو برخو بېلېږي چې د ننه برخه يې ظاهراً تشه ښکاري مګر د تازه والي په

وخت کې د هغې د ننه د تخمي او ساختماني حجراتو څخه ډکه وي د تازه دڼيا ترکيبي کېمياوی مواد په لاندې توګه دي.

    ۵۳٪ اوبه ،۲۰٪ سلولوز، ۲۸٪ ريزين موسيلاو، فاسفيتونه، کلسيم، لينانول، او Pinene دي، د دڼيا پاخه تخمونه که وټکول شي يو زېړ رنګه شين پودر ورڅخه ترلاسه کېږي د دڼيا کرل زمونږ په هېواد کې ډېر معمول دي او بزګران يې په تازه ډول بازار ته وړاندې کوي او تخم يا وچه دڼيا د عطاريانو په هټيو کې خرڅېږي ګشنيز يا دڼيا اشتها ښه کوي د معدې د پياوړتيا لامل کېږي او پوره اندازه ضروري عناصر او ويټامينونه لري چې بدن ته ډېر ګټور دي په هر ډول پخېدونکي خواړو کې د غذا د کيفيت د ښه کېدو په خاطر د مسالې په ډول استعمالېږي.



پياز Onion:

    پياز په عمومي توګه زمونږ عادي سابه شمېرل کېږي چې په هرکور کې شته دى د يوناني  علم له مخې پياز يوه متحوله پاڼه ده چې د Onion په نوم يادېږي مختلف انواع لري برسېره پر دې چې د بېلابېلو خوراکونو د پخولو لپاره په غوړيو کې سره کيږي طبی او روغتيايي استعمال هم لري زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې تقريباً په ټولو سيمو کې کرل کيږي خصوصاً د چهاراسياب او چهل دختران پياز ډېر مشهور دي پدې ورستيو کې د پيازو کرل د يوه تجارتي سابه په توګه د جلال اباد په خواوشا کې ډېر رواج شوي دي چې په ژمي کې هم په تازه ډول (نوش پياز) موندل کيږي او د کابل ښار مارکېټ ته عرضه کېږي د خوړلو پياز په دوه ډوله دي يو يې سور پياز او بل يې سپين پياز دي د پياز خوړل اراموونکې اغېزه لري، نيم سري دردونو او د سر خوږو ته ګټه لري پرېکړل شوي پياز د ناروغانو په تندي پورې تړي د چا غوږونه چې غږزوږ لري د پياز اوبه ورته ګټه لري ددې مقصد لپاره يوه ټوټه مالوچ د پيازو اوبو کې لمدوي او په غوږونو کې يې منډي نو په غوږونو کې انګازې له مينځه وړي پياز د مچيو او غومبسو په چيچل شوی ځای باندې ږدي، د مچيو د زهرو اغېزه له مينځه وړي پياز د ميکروب ضد خواص لري د پېړيو پېړيو راهيسې د پوهانو د پام وړ ګرځېدلی دي په تېره بيا په پخوا وختونو کې چې صنعتي ادويه جات او مصنوعي دارو درمل نه وو له پيازو څخه د ضد عفوني مادې په توګه کار اخيستل کېده د روم يو نامتو عالم "پليونيوس" په خپل يو اثر کې ليکي وو چې "پياز ۲۸ ډوله ناروغي له مينځه وړي او د انسان روغتيا ډاډمنه کوي" پياز د مکروب وژنې له پلوه يو لومړی درجه نبات دی چې وروسته تر هغې هوږه راځي پياز په تېره بيا د يو حجروي مکروبونو کله يو حجروي بکتريا په له مينځه وړلو کې ډېر ارزښت لري د متحده ايالاتو دوو څېړونکو يو ادوارډ کومن د مشيګان د ايالات څخه او بل يې د نيو جرسي له ايالت څخه په تجربه کې ثابته کړه چې په يو کرونده کې د پيازو په کرلو سره کولای شو خواوشا نورو کروندو ته د ناروغيو د خپرېدو مخنيوی وکړو او د محصولاتو اندازه لوړه کړو دوه نور روسی عالمان وايي: د ټپونو د ضد عفوني کولو او د هغو روغېدو ګټوره لاره د پيازو له بخار او تپ څخه استفاده کول دي زمونږ يو شمېر هېوادوال د      سترګو چوخړن کېدو او درد په حالت کې يو دانه پياز ورباندې راځړوي يو شمېر نورو ناروغيو کې هم پياز غاړې  پورې تړي يو شمېر خلک د بېلابيلو ناروغيو دانو او اپسونو په پېښېدو سره د اور په انګار کې پوخ شوی پياز ورباندې تړي چې دانه سورۍ کوي او بالاخره جوړېږي يو شمېر خلک د غاښ د درد په صورت کې پياز په اور کې ږدي وروسته تر پخېدوله بهرڅخه مخ يا ژامې باندې تړي دغاښ دردښه کيږي فارموډيناميکي تجربې او د فارمکو لوژي څانګې پدې بريالي شوي دي چې د پيازو ترکيبي مواد و پېژني چې دغه مرکباتو څخه هويو يې د ټپ په ضد عفوني کولو معالجه او دناروغۍ په مخنيوي کې اغيزمن ثابت شوي دي څېړنې اوس هم دوام لري پياز په بدن کې د ډېرو منرالونو او ويټامينونو قلت رفع کولای شي په تېره بيا ويتامين سي پکې زيات دي ځېني فلزي او غير فلزي ضروري عناصرهم لري. 





لنډيز

    طبي بوټي هغه بوټي دي چې په بيلابيلو بڼو يې دخپلې روغتيا لپاره په کار وړو .يعني هغه بوټي دي چې دناروغۍ علايم اوعوامل له منځه وړي دټپونو په روغولو کې برخه اخلي اوهمدارنګه دبدن يو سيستم تر اغيزي لاندي راولي دنباتاتو سره داوږدي مودي تماس ،خوړلو ،بوي کولو اولمس کولو پواسطه انسانانو پيژندلي دي چې نن ورځ دطبي بوټو څخه استفاده ديوناني طب په نوم ياديږي .
    په طبي بوټو مطالعات دپخواڅخه پيل شوي دي چې پيلامي لرغونتيايې ديونانې علوموتر عصري علوموپوري رسيږي چې زمونږ هيواد کې هم اوږده سابقه لري په طبي بوټو کې واښه ډوله بوټو څخه نيولي تر ونو پوري شامل دي چې اکثراً يې يې کلن بوټي دي .چې دSolanaceae vnbdli, Conpositae, Rosaceae, Labiatae, Ferae, Braicaceae,  په کورنيوپوري مربوط دي داغيزمنتيالامل يې دادى چې دغه نباتات مختلف فلزي اوغيرفلزي عناصر لري .لدي پرته دمرکباتومهم ډولونه اوګروپونه پکې ليدل کيږ:ي چې لدي جملي څخه مونږ يې ځيني په لنډ ډول څيړلي دي لکه شمکۍ چې زمونږپه هيواد کې دپولو اوويالو په غاړوشنه کېږي چې په عاميانه طبابت کې استعماليږي .دصفرا،ځيګر اوملاريا دناروغيو لپاره موثره دواګڼل کيږي همدارنګه ختمي ګل چې بلغم ورکوي اوټوخى له منځه وړي .بربو ،اصيل ګلاب ،زنجبيل ،نسترن،دګلاب پاڼي ،.سپيغول چې پيچ ،دډيري ګرمۍ له امله پيچس او داسې نورو ناروغيولپاره ښه علاج ګڼل کيږي همدارنګه کورکمن ،چمبر خيال ،وېلنى ،شبت ،غرنى وېلنى ،توره اريړه ،زرترک ،بنفشه ،خوږه ولي ،نکريزي ،سپيرکۍ ،باديان ،نانا بارتنګ ،شاتر ه ،زعفران ،پنډيرک اوسنامختلف طبي بوټي دي چې دبيلابيلو ناروغيو لپار ه ښه دارو دي .
     دطبي بوټو تر څنګ يوشمير نباتات چې مهم طبي ارزښت لري اوهم دغذاګانو دخوند جوړولو لپار ه تري دمسالي په ډول کار اخلو زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې ډير زيات پيداکيږي چې له دي جملي څخه مونږ زيره ،لاچي ،هوږه ،زردچوبه ياکورکمن ،تورمرچ ،سره مرچ ،دهڼيا ،اوپياز ديادولو وړبولو . 



اخځليکونه ١- دعوتيار، محمداجمل غفارزى.عمومي زراعت.ميهن کتاب پلورنځى ٢- دوديال ،بشير.(١٣٨٣ل) .طبي بوټي .داريک دګرځنده کتابتونونواداره. ٣- مهرين ،مهرداد.(١٣٧٩ل).خواص ميوه هاوخوراکيها انتشارات خشايار. ٤- وزارت تحصيلات عالي ومسلکي(د ج ا).سبزيجات مناطق حاره ونيمه حاره. پوهنتون کابل.












لړليک ګڼه سرليک مخ 1. سريزه 1 2. طبی بوټي 3 3. د طبي بوټو د اغېزمنتيا عامل: 5 4. بربو: 10 5. ترخه: 10 6. اصيل ګلاب:- 11 7. زنجبيل: 11 8. نسترن: 11 9. د ګلاب پاڼې: 11 10. شبخول: 12 11. کورکمن:- 12 12. چمبرخيال: 12 13. ويلنی:سس: 13 14. شبت:- 13 15. غرنی وېلنی summerيا Annual savery: 14 16. توره اريړه: 14 17. بنفشه:- Pansy 14 18. خوږه ولې::Sallow tree 15 19. نکريزې: 15 20. سپېرکۍ:- 15 21. باديان:- Fennel 16 22. نانا:- 17 23. بارتنګ يا "زوف" 17 24. شاتره: 17 25. زعفران: 18 26. پنډيرک Blue mall ode: 18 27. سنا Senna: 18 28. مساله يي نباتات : 18 29. زيره: 18 30. لاچي يا هېل: 19 31. هوږه: 19 32. زرد چوبه يا کورکمن: 20 33. تور مرچ Black Pepper: 21 34. سره يا تازه مرچ Green Pepper : 21 35. دڼيا Coriander: 21 36. پياز Onion: 22 37. لنډيز 24 ٣٨- اخځليکونه 25