طبيعي ناورين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طبيعي ناورين يوه ستره زيانمنه پېښه ده چې د ځمکې د طبيعي جريان په پايله کې منځ ته راځي، په بېلګو کې يې د اور توپانونه، د ګرد توپانونه، سيلابونه، سمندري توپانونه، بړبوکۍ، اورويشتونکو راپورته کېدل، زلزلې، سونامي، توپان او نور جيولوژيکي حالات شامل دي. طبيعي ناورين ځاني او مالي زيانونه اړولای شي، ځينې اقتصادي ويجاړې هم تر شا پرېږدي، د کومو ويجاړيو سختوالی چې د اغېزمنو شويو خلکو بېرته خپل عادي حالت ته د راتګ تر وړتیا او شته زېربناوو پورې اړه لري. [۱][۲]

په نوې زمانه کې، د طبيعي، انسان له خوا جوړ شوي او د انسان له خوا ګړندي تر منځ وېش انځورول خورا ستونزمن دي، په دې چاره کې د انسان له خوا د معمارۍ، اور، د سرچينو اداره کول او ان اقلیمي بدلون انتخاب په بالقوه ډول ونډه لري. یوه منفي پېښه به تر هغه وخته د ناورین کچې ته پورته نه شي، که چېرې په داسې یوه سيمه کې منځ ته راشي، د کومې سيمې اوسېدونکي چې خوندي او په اسانۍ زيانمنېدای شي، خو په يوه غېر خوندي سيمه کې، لکه د ۲۰۱۵ز کال د زلزلې پر مهال نيپال، يوه منفي پېښه کولای شي، ناوريني پايلې ولري او تلپاتې ويجاړۍ تر شا پرېږدي، چې بېرته ځای ته راتلل يې کلونه وخت اخستلای شي. ناوريني پايلې د اغېزمن شويو ټولنو پر رواني روغتيا هم اغېزې لري، کومې چې ډېر ځله له صدمې وروسته د نښو لامل ګرځي. د ټوليزو لارو چارو په مټ د دې زياتو شويو عاطفي ازمېښتونو ملاتړ کېدای شي، کومې لارې چې د زغم او ټولنې د ګډون د زياتېدو لامل ګرځي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

جيولوژيکي (د ځمکې اړوند) ناورینونه[سمول]

راشې (برفکوچ) او د ځمکو ښوېدل[سمول]

د ځمکې ښوېدل په ډېر شمېر کې د رېونده حالت جوړوونکو موادو بهر او ښکته لور ته مخ په ځوړ خوځښت ته ويل کيږي، په دې توکو کې ډبرې، خاوره، مصنوعي توکي، يا د دې ټولو ټولګه شامل دي. د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال، د اطريش-ايټاليې پر محاذ په الپ کې د غره ييزو عملياتو پر مهال د راشو له کبله اټکلاً له څلوېښت زره نه تر اتيا زره سرتيري مړه شول. د ډېرو راشو لامل د توپونو اور و.[۱۴][۱۵][۱۶]

زلزلې[سمول]

د زلزلې لامل د ځمکې په قشر کې په ناڅاپي ډول د انرژۍ خوشې کېدلی دی، کومې چې لړزانده څپې منځ ته راوړي. د ځمکې په سطحه باندې زلزله د لړزې، جټکې او کله ناکله د ځمکې د بې ځايه کولو په بڼه خپل ځان ښيي. زلزلې په جيولوژيکي درزونو (خرابيو) کې د د ښوېدو له امله منځ ته راځي. تر ځمکې لاندې د زلزلې د پيل نقطې ته زلزله يي مرکز وايي. د همدې مرکز په مقابل کې نېغ په نېغه د ځمکې په سطحه نقطه «ايپيسنټر» بلل کېږي. زلزلې په خپله ډېر کم وخت خلک يا وحشي ژوي وژني – په عمومي توګه دا هغه دويمې ثانوي وي چې د زلزلو له امله پېښېږي، لکه د ودانيو نړېدل، اورونه، سونامي او د اورويشتونکو منځ ته راتلل، کوم چې د مرګونو لامل ګرځي. شونې ده چې د داسې ډېرو حالاتو مخه د ښې ودانۍ، خونديتابه نظام، له مخکې نه خبرتيا او له مخکې نه پلان لرلو په مټ مخه ونيول شي.

ډوبوونکې کندې[سمول]

کله چې طبيعي توږل کېدل، د انسانانو له خوا د کانونو کېندل يا تر ځمکې لاندې کېندنې ځمکه ډېره کمزورې کړي او نه شي کولای، چې په دې ځمکه ولاړه ودانۍ وساتي، شونې ده چې دا ځمکه کېني او يوه ډوبوونکې کنده جوړه کړي. د بېلګې په ډول: په ۲۰۱۰ز کال کې د ګواتمالا ښار ډوبوونکې کنده، په کوم کې چې پنځلس انسانان ووژل شول، لامل يې دا و چې د استوايي توپان «اګاتا» نه د زياتو بارانونو، د پايپونو د سوري کېدو له لارې يوې سپنجي ډبرې ته ورسېدې او په ناڅاپي ډول د يوې کارخانې لاندې ځمکه کېناسته.

د اور شېندونکې چاودېدل[سمول]

شونې ده چې اور شېندونکي په بېلا بېلو طريقو د پراخې ويجاړۍ او په پايله کې د ناورين لامل وګرځي. يو ګواښ خپله د اورشېندونکي چاودېدل دي، د چاودنې ځواک او د ډبرو راغورځېدل کېدای شي، چې زيان ورسوي. د يوه اورشېندونکي د چاودنې پر مهال کېدای شي لاوا هم خوشې شي، کله چې لاوا له اورشېدنکي نه راوځي، د خپلې زياتې تودوخې له امله ودانۍ، بوټي او خاروي له منځه وړي. سربېره پر دې، د اورشېدونکي ايرې کېدای شي وريځ جوړه کړي (په عمومي توګه له يخېدو وروسته) او په نژدې سيمو په زياته اندازه کېني. کله چې له اوبو سره ګډه شي، دا د کانکريټ (سيمټي ډبرو) په څېر توکي جوړوي. د خپل زيات وزن له امله دا ايرې تر خپل وزن لاندې د بامونو د غورځېدو لامل ګرځېدای شي. ان د ساه اخستلو پر مهال يې لږه اندازه هم انسانانو ته زيان اړولی شي – په دې کې د ميده شوې شيشې پياوړتيا شته او په همدې سبب د ستوني او سږو د زخم لامل ګرځي. د اورشېدونکي ايرې له چليدونکو ماشينونو سره د سولېدو له لارې زيان رسولای شي، لکه انجنونو ته. د اورشېندونکي له چاودېدو وروسته په نژدې چاپېريال کې د انسانانو اصلي وژونکی د دوړې جريان دی، کوم چې د تودې ايرې وريځې لري، چې د اورشېندونکي د پاسه هوا کې جوړېږي او بیا هغه مهال په ښکته لور راځي، کله چې خوټکېدل نور د ګازونو په پورته کېدو کې مرسته نه شي کولای. باور کېږي چې «پومپي» د دوړې د جريان له امله له منځه تللی و. «لاهار» د خټې اورشېندونکی جريان يا د ځمکې ښوېدل دي. د ۱۹۵۳ز کال د «تانګوای» ناورين د لاهار له امله پېښ شوی و، د ۱۹۸۵ز کال د «ارميرو» ناورين، په کوم کې چې د ارميرو ښار خښ شوی وو او د اټکل تر مخې دروېشت زره خلک په کې وژل شوي وو.

اورشيندونکي د اورشيندنې د چاودنې په اندازه کې په اتمه درجه (تر ټولو لوړه کچه) کې ډلبندي شوي دي او د سوپرولکانو (پياوړي اورشېدونکي) په نامه پېژندل کېږی. د ټوبا ناورين د اند له مخې، له پنځه اويا زره نه تر اتيا زره کلونو مخکې پورې، په سماټرا کې چېرې چې اوس د ټوبا جهيل دی، د يوه پیاوړي اورشېندونکي (سوپرولکانو) د چاودنې له امله د انسانانو نفوس تر لس زره يا ان تر زرو پورې توليد کوونکې جوړې پرېښوې، د انسانانو په تکامل کې يې خنډ پیدا کړ او په شمالي نيمه کره کې د ټولې سيارې د ژونديو موجوداتو له څلورو نه درې برخې يې ووژلې. خو بيا هم، د دې اند د ريښتينولۍ په اړه ډېر بحثونه لا هم شته. له پیاوړي اورشېدونکي نه تر ټولو ستر ګواښ د ډېرو غټو ايرو نه دی، کوم چې پر اقليم او تودوخې د ډېرو کلونو لپاره په نړيواله کچه ناورين زېږوونکې اغېزې لرلای شي.  [۱۷]

د ګرد توپان[سمول]

د ګرد توپان په شاړو سيمو کې د ګرد خپرېدل دي.

هايډرولوجيکي ناورينونه[سمول]

هايډرولوجيکي ناورين يا د ځمکې د اوبو په معيار کې يا تر ځمکې لاندې بهېدونکو اوبو په خوځښت يا وېش او يا هم په اتموسفير کې له تاوتريخوالي ډک ناڅاپي او ويجاړونکی بدلون هايدرولوجيکي ناورين بلل کېږي.

سيلابونه[سمول]

سيلاب د اوبو زيات بهېدل دي چې ځمکه لاندې کوي. د اروپايي اتحاديې د سيلابونو لارښود د سيلاب تعريف په دې ډول کړی چې سيلاب د لنډ مهال لپاره د اوبو په مټ د هغې ځمکې پوښل دي، چې په عمومي توګه وچه وی. د بهانده اوبو په مفهوم سره شونې ده چې دا ټکی د مد او جزر په جريان هم تطبيق شي. شونې ده چې د سيلاب لامل د اوبو د يوې هستې حجم وي، لکه سيند يا جهيل، کله چې د دې هستې اوبه له معمول نه لوړې شي او په دې توګه ځينې اوبه له خپلو پولو نه بهر ووځي. که څه هم د اورښت او واورې د وېلې کېدو پر مهال د موسمي بدلونونو له امله د يوه جهيل يا اوبو د يوې بلې هستې اندازه بدلون مومي، سيلاب بيا هم تر هغه مهاله مهم نه بلل کېږي، تر کومه وخته چې اوبه د انسانانو تر کارېدو لاندې ځمکې، لکه کلی، ښار يا نورې هستوګنيزې سيمې، سړکونه يا کرنيزې ځمکې پوښلې نه وي. [۱۸][۱۹][۲۰]

سونامي[سمول]

سونامي (د جاپاني ژبې له «津波» ټکي نه اخیستل شوی دی، معنا يې ده روښانه. «د بندر څپه») د سمندر لړزانده څپه يا د مد او جزر څپه هم بلل کېږي، د اوبو په يوه هسته کې د څپو يوه لړۍ ده چې لامل يې د اوبو د زيات حجم بې ځايه کېدل دي. په عمومي توګه په يوه سمندر يا يو ستر جهيل کې منځ ته راځي. شونې ده چې سونامي د سمندر لاندې زلزلې له امله منځ ته راشي، لکه د ۲۰۰۴ز کال د بوکسنګ ورځې سونامي، يا د ځمکې د ښوېدو له امله، لکه: د ۱۹۵۸ز کال د الاسکا ليتويا ابنا، يا د اورشېندونکي د چاودنې له امله، لکه: د سانتوريني لرغونې چاودنه. د ۲۰۱۱ز کال د مارچ په يوولسمه نېټه د جاپان له فوکوشيما سره نژدې سونامي پېښه شوه او په ټول ارام سمندرګي (پاسيفيک) کې خپره شوه.

سرچینې[سمول]

  1. "Billion-Dollar Weather and Climate Disasters: Overview | National Centers for Environmental Information (NCEI)". www.ncdc.noaa.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. G. Bankoff, G. Frerks, D. Hilhorst (eds.) (2003). Mapping Vulnerability: Disasters, Development and People. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85383-964-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)کينډۍ:Page needed
  3. "Why natural disasters aren't all that natural". openDemocracy. 2020-11-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gould, Kevin A.; Garcia, M. Magdalena; Remes, Jacob A.C. (1 December 2016). "Beyond 'natural-disasters-are-not-natural': the work of state and nature after the 2010 earthquake in Chile". Journal of Political Ecology. 23 (1): 93. doi:10.2458/v23i1.20181. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Smith, Neil (2006-06-11). "There's No Such Thing as a Natural Disaster". Items. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Coburn, Andrew W.; Spence, Robin JS; Pomonis, Antonios (1992). "Factors determining human casualty levels in earthquakes: mortality prediction in building collapse" (PDF). Proceedings of the tenth world conference on earthquake engineering. 10. د کتاب پاڼي 5989–5994. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5410-060-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Wildfire Causes and Evaluations (U.S. National Park Service)". NPS.gov Homepage (U.S. National Park Service). 2018-11-27. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. DeWeerdt, Sarah (2020-09-15). "Humans cause 96% of wildfires that threaten homes in the U.S." Anthropocene. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Smil, Vaclav (18 December 1999). "China's great famine: 40 years later". BMJ. 319 (7225): 1619–1621. doi:10.1136/bmj.319.7225.1619. PMC 1127087. PMID 10600969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. McGuire, Bill (2012). Waking the Giant: How a changing climate triggers earthquakes, tsunamis, and volcanoes. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-959226-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  11. D. Alexander (2002). Principles of Emergency planning and Management. Harpended: Terra publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-903544-10-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. B. Wisner; P. Blaikie; T. Cannon; I. Davis (2004). At Risk – Natural hazards, people's vulnerability and disasters. Wiltshire: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-25216-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  13. Kieft, J.; Bendell, J (2021). "The responsibility of communicating difficult truths about climate influenced societal disruption and collapse: an introduction to psychological research". Institute for Leadership and Sustainability (IFLAS) Occasional Papers. 7: 1–39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Highland, Lynn. "Landslide Hazard Information". Geology.com. Geology.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lee Davis (2008). "Natural Disasters". Infobase Publishing. p.7. کينډۍ:ISBN
  16. "Avalanche!". WorldWar1.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 19 January 2010 باندې). Human Ancestors Were an Endangered Species. Science. AAAS
  18. MSN Encarta Dictionary. Flood. Archived 2011-02-04 at the Wayback Machine.Retrieved on 2006-12-28. 2009-10-31.
  19. "Directive 2007/60/EC Chapter 1 Article2". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Glossary of Meteorology (June 2000). Flood. Archived 2007-08-24 at the Wayback Machine. Retrieved on 2009-01-09.