طبيعي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د طبیعت فلسفه د طبيعت او فزيکي کايناتو فلسفي مطالعې ته ويل کېدل کوم چې د نوي علم له ودې مخکې حاکم و. طبيعي فلسفه د طبيعي علم ځای نيوونکی بلل کيږي.

لرغونې نړۍ له ارسطو څخه، تر نولسمې پېړۍ پورې، د طبيعت د مطالعې د چارو لپاره د طبيعي فلسفې لفظ کارېدل عام و. په نولسمه پېړۍ کې د علم تصور نوې بڼه او نوي نومونه غوره کړل لکه ژوند پوهنه او ژوند پېژندونکی، فزيک او فزيک پوه، د نورو تخنيکي برخو او نومونو تر څنګ، ادارې او ټولنې هم رامنځته شوې او د ټولنې او کلتور د نورو اړخونو سره بې مخينې تعاملات او معاملات رامنځ ته شول. د اسحاق نيوټن کتاب چې په انګليسي کې يې د کتاب نوم په دې ډول  ژباړل کيږي «د طبيعي فلسفې رياضياتي اصول» (۱۶۸۷ ز)، د طبيعي فلسفې  اوسنۍ  کارونه په اصلي معنی څرګندوي، يعنې «د طبیعت منظمې مطالعې» ته ورته. ان په نولسمه پېړۍ کې، د لارډ کيلوين او پيتر ګتري تايټ يو پوهنليک او منظمې څېړنې ته، کومې چې د نوي فزيک په تعريف کې یې زياته مرسته وکړه،  د طبيعي فلسفې په اړه پوهنليک (۱۸۶۷ز) نوم ورکړل شو.[۱]

په الماني روايت کې، په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د طبيعت فلسفې د طبیعت او روح د فکري يوځای والي د هڅې په توګه دوام پيدا کړ. د الماني فلسفې يو شمېر لوی نومونه له دې خوځښت سره تړلي پاتې شوي دي، چې په هغوی کې ګويته، هيګل او چيلينګ شامل دي. د طبيعت فلسفه له رومانتيسيزم «په ادبياتو کې په احساساتو، خيال او فکري ازادۍ ټينګار کول» سره يوځای وو او داسې ګڼل کېده چې طبيعي نړۍ يو ډول لوی موجود دی، د جان لاک او اسحاق نيوټن په څېر اشخاصو د فلسفي تګلارې په خلاف چا چې د نړۍ د زياتې ميخانيکي فلسفي ملاتړ وکړ او نړۍ يې يو ماشين بلله.

د لفظ اصليت او ارزونه[سمول]

د طبيعت د فلسفې کلمه د اوسني طبيعي علم «لکه تجربوي علوم» څخه مخکې رامنځته شوې. له تاریخي پلوه تجربوي علومو له فلسفې وده کړې او که په ډېر دقت سره وويل شي د طبيعت له فلسفې منځته راغلې. د طبیعت فلسفې ته د نویو علومو له طبيعي تاريخ څخه توپير ورکړل شوی، د طبیعت په هغه فلسفه کې دليل او څرګندوالی شامل وو (او د ګالیلیه وروسته، مقداري استدلال)، په داسې حال کې چې طبيعي تاريخ په اساسي ډول د معيار او تشريح پر اساس ولاړ ؤ.

په څوارلسمې او پینځلسمې پېړیو کې، د طبیعت فلسفه د فلسفې د ډېرو څانګو څخه يوه وه، خو د لوستلو لپاره د تخصص برخه نه وه. جاکوپو زاباريلا لومړی هغه شخص و چې په ۱۵۷۷ ز کال کې په پادوا پوهنتون کې د طبيعي فلسفې د متخصص په توګه وټاکل شو.

د  ساینس او ​​ساینس پوهانو د اصطلاحاتو عصري معنی تاریخي پلوه تر نولسمې پېړۍ رسېږي. له هغې مخکې، د علم معنا له پوهې او مطالعې سره يو شان وه. دې اصطلاح هغه مهال نوې معنی تر لاسه کړه کله چې تجربوي ساینس او ساینسي طريقې له طبيعي فلسفې څخه جلا او د لوستلو يو تخصصي څانګه شوه.[۲]

د نولسمې پېړۍ له نيمايي، کله چې ساینس پوهانو لپاره دا غېر عادي شوه چې له فزيک او کيميا سره مرسته وکړي، نو د طبيعي فلسفې معنا يوازې فزيک شو او دغه لفظ اوس هم د اکسفورډ پوهنتون د سند په عنوان کې په همدې معنا کارول کيږي. په عموم کې، ډېر مخکې په پخوانیو پوهنتونو کې دا طبيعي فلسفې څوکۍ د فزيک د پروفيسرانو له خوا نيول شوي دي. د اسحاق نيوټن کتاب «د طبيعي فلسفې رياضياتي اصول» (۱۶۸۷ ز)، د طبيعي فلسفې  اوسنۍ کارونه په اصلي معنی څرګندوي، يعنې «د طبیعت منظمې مطالعې» ته ورته. ان په نولسمه پېړۍ کې، د لارډ کيلوين او پيتر ګتري تايټ يو پوهنليک او منظمې څېړنې ته، کومې چې د نوي فزيک په تعريف کې زياته مرسته وکړه،  د طبيعي فلسفې په اړه پوهنليک (۱۸۶۷ز) نوم ورکړل شو.

يوناني فيلسوفانو يې داسې تعريف وکړ: په کايناتو کې اوسېدو او د انسان له خوا جوړو شويو شيانو ته د نه پاملرنې امتزاج طبيعي فلسفه بلل کيږي. بل تعريف يې انساني طبيعت ته ورګرځي.[۳]

موخه[سمول]

د افلاطون په مشهوره وينا کې چارميډيز، د ساینس يا د پوهې د هغو جوړښتونو چې فزيکي پايله تولیدوي یا یې نه تولیدوي، د طبيعت فلسفه د فلسفې نظري برخه بلل شوې نه عملي څانګه (لکه اخلاق). هغه علوم چې د هنرونو لارښوونه کوي او د طبیعت له فلسفي پوهې ګټه اخلي کېدای شي عملي پايلې ولري خو فرعي علوم (لکه معماري يا طب) د طبیعت له فلسفې ډېر مخکې ځي.

د طبيعي فلسفې لوستل دا هڅه کوي چې په هره اړينه لاره کاينات راوسپړي څو په کايناتو وپوهېږي. ځينې نظريات له وړاندې داسې اټکل کوي چې بدلون يو حقيقت دی. سره له دې چې دا په څرګنده ښکاري چې ځينې داسې فيلسوفان شته چې هغوی د خواصو څېرې او شرايطو بدلون نه مني، لکه له افلاطون څخه مخکې تېر شوی پارامينډيس او وروسته بيا يونانی فيلسوف سيکسټس ايمپيريوس، او کېدای شي چې ځينې ختيځ فيلسوفان هم وي. جورج سانټايانا په خپل کتاب شک او د حيواناتو عقيده کې هڅه کړې چې وښيي چې د بدلون حقيقت نه شي ثابتېدای. که د هغه استدلال معقول وي، نو بيا د دې لپاره چې يو څوک فزيک پوه شي، يو څوک بايد خپل شک او دوه زړي توب دومره په واک کې واخلي، څو په خپلو حواسو باور وکړي او که داسې نه وي نو بيا بايد پر واقعيت ضد باور تکيه وکړي.

د رينه ديکارت (René Descartes )، د عقل او جسم د اصالت ماوراء الطبیعتي (میتا فزیک) نظام دوه ډوله مادې تشریح کوي: ماده او ذهن. د دې نظام تر مخې، هر هغه څه چې هغه ماده ده، هغه قطعي او طبيعي دی او په دې اساس د طبيعت له فلسفې سره اړيکه لري او هر هغه څه چې هغه ذهن يا عقل دی هغه فيصله کوونکی او غېر طبيعي دی او د طبيعت د فلسفې له  حدودو بهر شمېرل کيږي.

څانګې او اصلي موضوع[سمول]

د طبيعت د فلسفې په لويو څانګو کې ستور پېژندنه او کاينات پېژندنه شامل دي، په پراخه کچه د طبيعت مطالعه؛ لامل او اغېز پېژندنه، (باطني او کله کله ظاهري) لاملونه؛ د فرصت مطالعه، يعنې احتمالاً او ډېرلږ؛ د عناصرو مطالعه؛  نه ختمېدونکي او نا محدوده مطالعه (مجازي او واقعي)؛ د مادې مطالعه؛ ميخانیک، د حرکاتو او بدلونونو ژباړه؛ د طبیعت مطالعه یا د کارونو بېلا بېلې سرچينې؛ د طبيعي څرنګتيا مطالعه؛ د فزيکي اندازې مطالعه؛ د فزيکي موجوداتو ترمنځ د اړيکو مطالعه د وخت او فضا فلسفه. (اډلر، ۱۹۹۳)

تاريخ[سمول]

په دقيق ډول له طبیعت سره د انسان ذهني تړون د تمدن او ثبت شوي تاريخ څخه وخت پورې رسېږي. د طبيعي نړۍ په اړه فلسفي او په ځانګړي ډول غير مذهبي افکارو تاريخ تر لرغوني يونان پورې رسېږي. د افکارو دغه کرښې له سقراط څخه مخکې پيل شوې وې، څوک چې د طبیعت په اړه له خپلو اټکلونو څخه له فلسفي مطالعې د انسان په لور اوښتی ؤ، يعنې د سياسي فلسفې پر لور. د لومړيو فلسفيانو لکه پارامينډيز، هيرکليټس او ديموکريټس افکارو په طبيعي نړۍ تمرکز کاوه. سربېره پر دې، له سقراط مخکې درې فيلسوفان څوک چې د ميلټس په لوينن ښار کې اوسېدل (يعنې د فلسفې ميلانين مکتب)، تاليس، اناکسيمينډر او اناکزيمينرز، هغوی هڅه وکړه چې طبيعي ښکارنده (پديده) تشریح کړي؛ خو په دې ډول هغو ټاکلو رواياتو ته مراجعه ونه کړي چې يوناني خدايان په کې رانغښتل شوي دي. دوی ته د طبيعت فلسفيان ويل کېدل يا لکه ارسطو چې دوی فزیک پوه ياد کړی دی. پر بشر باندې د تمرکز کولو برخه کې افلاطون سقراط تعقيب کړی. دا د افلاطون شاګرد ارسطو و چا چې په طبيعي نړۍ کې د خپلو افکارو په متمرکز کولو سره تجربه خپل لومړي ځای ته راوګرځوله او په ورته وخت کې يې انسان ته هم په نړۍ کې ځای پرېښود. مارټين هيډګر داسې فکر کوي چې ارسطو د طبیعت د تصور بنسټ اېښودونکی دی کوم چې له منځنيو پېړيو تر نوي عصر پورې خپور دی.[۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  2. The naturalist-theologian William Whewell coined the word "scientist"; his earliest written use identified by the Oxford English Dictionary was in 1834.
  3. Moreno Muñoz, Miguel (20 September 1998). "Historia de la filosofía (C.O.U.) - Tema 1". Gobierno de Canarias (په هسپانوي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Michael J. Crowe, Mechanics from Aristotle to Einstein (Santa Fe, NM: Green Lion Press, 2007), 11.