Jump to content

طباق (تقابل)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
طباق
عامه معلومات
عمومي معلومات

طباق Antithesis یوه عربي کله ده چي معنا یې د دوو شیانو په منځ کي موافقت او یا پخپل مینځ کي سنجولو ته وایي.

په ادبي اصطلاح کي طباق هغه معنوي جوړښت ته ویل کیږي چي شاعر د دوو نومونو یا صفتونو په مینځ کي پخپل کلام کي داسشي کلمې وړاندي کړی چي د یوبل مقابل یا متضادي وي.


د طباق بېلګه په لاندي پښتو نظم کي موږ موندلای سو:

په خندا خندا یې تلمه و دیددار ته

اوس یې درومم په ژړا ژړا مزار ته

دلته "خندا " او "ژړا" کلمې د یوبل متضاد دي.


طباق له ادبي پلوه پر درې ډوله دی :

لمړی : نومیز طباق دی چي شاعر پخپل کلام کي دوه نومونه یا صفتونه د یوبل متضاد راولي .

لکه دا پښتو متل : انسان تر ګل نازک تر کاڼي کلک دی

دویم : فعلي طباق، چي کله شاعر پخپل شعر کي دوې متضادي فعلي کلمې راوړی لکه په لاندي بیت کي:

ټولول، کښېښودل د زرو، د ښځو کار دی

ورکول، بازول، خوی خصلت د نرو کار دی


دریم : سلبي یا ایجابي طباق، چي په یوه فعل کي دوې داسي کلمې راوړل سي چي دوه څخه وي، او د منفي او مثبت یا امر او نهی په ډول وي لکه د پښتو په دې متل کي : د مړاوو، اوبو وبېرېږه، د توندو اوبو مه بېرېږه.