طالب بن ابي طالب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
طالب بن ابي طالب
د شخص معلومات
پيدايښت 571 مېلادي
حجاز   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړينې نېټه 624 مېلادي
پلار ابوطالب
مور فاطمه بنت اسد
خور/ورور
خويندي جماله بنت ابي طالب، ام باني بنت ابي طالب، ام طالب بنت ابي طالب
عملي ژوند

طالب ابن ابي طالب د ابو طالب مشر زوی و. حضرت ابو طالب ته له همدې امله ابو طالب ویل کیږي.

  • د ده په اړه ډېر روایتونه شتون نلري. د ځینو روایتونو له مخې هغه د بدر په جګړه کې د شرک په حالت کې مړ شو. [سرچينه پکارده]
  • قريشو چې کله له حجفه نه حرکت وکړ، طالب بن ابو طالب ته د قريشو ځينو کسانو وويل: په خداى قسم، ای بنو هاشمو موږ ښه پوهېږو، که څه هم تاسو له موږ سره ياست، خو ستاسو هيلې له محمد صلی الله عليه وسلم سره دي، طالب د دې خبرو په اورېدو سره له خپلو ملګرو سره بېرته راستون شو. او ويې ویل.
  • لا هُمَّ إِمَّا يغزوَنَّ طَالِبْ
  • فِي عُصْبَةٍ محالفٍ مُحَارِبْ
  • فِي مِقْنَبٍ مِنْ هَذِهِ الْمَقَانِبْ
  • فَلْيَكُنِ الْمَسْلُوبُ غَيْرَ السَّالِبْ
  • وَلِيَكُنِ الْمَغْلُوبُ غَيْرَ الْغَالِبْ

یاالله که طالب په دغو پوځي ځواکونو کې له خپل ملګری یا حریف سره جګړه وکړي، نو هغه څوک چې زغره یې له ځانه سره وړي هغه قاتل نه دی، بلکې وژل شوی دی او غالب نه دی، بلکې ماتېدونکی دی [۱]

  • علامه دیار بکري لیکلي دي چې د بدر په جګړه کې د مکې مشرکینو طالب په زوره د جګړې خوا ته کش کړ په داسې حال کې چې هغه نه غوښتل چې لاړ شي. [۲] مسعودي لیکلي دي چې د قریشو کفارو هڅه وکړه چې طالب په زور د جګړې ډګر ته بوځي، خو هغه د سفر په جریان کې ورک شو او بیا د ده په اړه هیڅ خبر هم نه و، خو په دې اړه د هغه آیتونه د مسعود له قوله نقل شوي دي.چې ژباړه يې په دې ډول ده: ای ربه، دا خلک په زوره له ځانه سره وړي. نو هغوئ ته ماتې ورکړه او دومره کمزوري يې کړه چې ولوټل شي او څوک ونشي لوټلی. [۳]

حوالې[سمول]

  1. تاریخ ابن کثیر جلد 2 - صفحہ289 - ناشر : دار الاشاعت اردو بازار کراچی پاکستان
  2. تاریخ خمیس از علامہ دیار بکری
  3. مروج الذہب از علامہ مسعودی بر حاشیہ کامل ابن اثیر جلد 5 صفحہ 176