طائع لله
د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابوبکر عبدالکریم الطائع لله بن الفضل المطیع بن جعفر المقتدر بن احمد المعتضد بن طلحة الموفق العباسي هاشمي القرشي ( ۳۲۰-۳۹۳ هـ س/ ۹۳۲-۱۰۰۳ ز ) چي په عامه توګه د طائع لله په نامه پیژندل کیږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ څلورویشتم خلیفه وو.
طائع لله په ۳۲۰ هجري سپوږمیز کي زېږېدلی وو، او په ۳۶۳ هجري کي یې د خپل پلار تر مرګ وروسته د ۴۳ کالو په عمر د خلافت چاري په لاس کي واخیستې.
د طائع لله د واکمنۍ پر مهال د بغداد عباسي خلافت په بشپړه په توګه د دیلمیانو په لاس کي وو، او د یادي کورنۍ دوه کسان (عضد الدوله او عزالدوله) ددې لپاره چي عباسي خلیفه تر خپل اغېز لاندي راولي، له یو بل سره په جګړه کي ونښتل چي په پایله کي یې عضد الدوله بریالئ او عزالدوله ووژل سو. د یادي جګړې تر پای ته رسېدو وروسته عضد الدوله هم ډېر عمر ونکړ او په 372 کال کي یې له مړیني سرم سم زوی بهاءالدوله واک ته ورسېدی.
د بهاءالدوله د واکمنۍ پر مهال طائع لله په 381 کال کي د نوموړي په غوښتنه باندي واک پرېښود، او د خلافت چاري یې د قائم بالله په نوم د عباسي کورنۍ راتلونکي خلیفه ته وسپارلې. طائع لله له یادي پیښي وروسته یوه لسیزه نور هم ژوند وکړ او په 393 هجري کي وفات سو.
- ↑ سرچينې تړی: https://pantheon.world/profile/person/At-Ta'i.
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري