ضیاءالحق سیند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ضیاءالحق سیند د پښتو ژبې څېړونکی لیکوال او شاعر دی.

مخینه[سمول]

ښاغلی ضیاءالحق سیند د عبدالمجید زوی، عبدالعزیز لمسی او د حاجي شیرجان کړوسی (حاجي شیر جان تره خېل د لغمان ولایت د شلټک د تره خېلو د کلي و، چې په بغلان ولایت کې په میرزا حاجي شیر جان مشهور دیني عالم او قلم څښتن شخص تېر شوی دی.) د د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی، چې په ۱۳۷۰ل / ۱۹۹۱ز کال د کوزې پښتونخوا جلاله کمپ کې زېږېدلی دی.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زده کړې په جلاله کمپ پښتونخوا او په ۱۳۸۷ل کال کې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د افغان سید جمال الدین لېسې څخه په عالي درجه فارغ شوی دی، لسانس یې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي پښتو څانګه کې په ۱۳۹۲ل کال بشپړ کړی او همدارنګه ماسټري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ په برنامه کې ۱۴۰۱ کال بشپړ کړی دی.

دندې[سمول]

۱۳۹۰ل. کال د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د قاضي کلي په منځني ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړې ده.

۱۳۹۲ل.کال په بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کې د DFC (ساحوي ناظم) په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دنده تر سره کړې ده.

۱۳۹۵ل. کال بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د احمدزیو په عالي لېسه کې د ښوونکي په توګه په دنده وګمارل شو.

۱۳۹۶ل. کال په کابل ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د کوچیانو د روغتیایي خدمتونو ریاست سره په لوموړیو کې د بشري سرچینو مدیر او بیا وروسته عمومي اداري مدیر وټاکل شو.

۱۳۹۷ل. کال څخه تر اوسه پورې د پولیو د مخنیوي په ملي پروګرام کې د ټریننګ د مونیټور په توګه دنده تر سره کوي.

۱۳۹۷ل. کال څخه بیا تر ۱۴۰۰ل. کال پورې د ژبژغورنې ملي غورځنګ او د بغلان د ځوانانو شورا د رهبرۍ غړی پاتې شوی.

۱۴۰۱ل. کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو انستیتیوت د ژبپوهنې څانګې علمي غړی وټاکل شو، چې تر اوسه په همدغه دنده بوخت دی.

ناچاپ آثار[سمول]

  1. د خوشال په غزلو کې د قافیې ډولونه (د لسانس مونوګراف)
  2. د پښتو ادب په کلاسیکه دوره کې د تصوف انګازې
  3. د رحمان بابا په شاعرۍ کې د طباق ډولونه
  4. د پښتو ژبې د همآهنګو کلمو قافیوي قاموس (د ماسټرۍ تیزس)
  5. د زڼا سیند په نوم د شعرونو ټولګه

د شعر بېلګه[سمول]

توپیر

چېرته د سپکو، سپکه سپکه لهجه؟

چېرته درانه خلک، درنې خبرې؟

چېرته د روغې لارې، روغه ژبه؟

چېرته کږې لارې، کږې خبرې؟

چېرته د غيرو سختې سختې کیسې؟

چېرته د یار پستې پستې خبرې؟

چېرته د ګرم سنګر، ګرم یاران؟

چېرته ساړه خلک، سړې خبرې؟

چېرته له خېټې فتواګانې ترخې؟

چېرته د خدای، رسول خوږې خبرې؟

چېرته زموږ،  دا نوی نوی کردار؟

چېرته  د  پلار،  نيکه  زړې خبرې؟

چېرته د لنډې لارې، لنډ ملګري؟

چېرته اوږدې لارې، اوږدې خبرې؟

چېرته دا ستا دا لويې لويې وعدې؟

چېرته  زما،   وړې   وړې  خبرې؟

چېرته مې زړه ته وردننه شولې؟

چېرته مې زړه نه راوتې خبرې؟

چېرته دې ژوند ته زه پرېیښی یمه؟

چېرته مې مرګ ته هم لرې خبرې؟

چېرته د یار، دا وچه وچه ژبه؟

چېرته د "سیند" لمدې لمدې خبرې؟


سرچینې[سمول]

  • د چونغر په لمن کې (د بغلان شاعرانو تذکره)
  • لومړیتوب برښنا پاڼه
  • خپله لیکوال