منځپانگې ته ورتلل

صیدنایا زندان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صیدنایا زندان
سجن صيدنايا (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
Saidnaya (en) ژباړلد مشق ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
چلوونکی
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۸ ډېسمبر ۲۰۲۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۳°۳۹′۵۴″شمال ۳۶°۱۹′۴۳″ختیځ / 33.665°شمال 36.3286°ختيځ / 33.665; 36.3286 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

صیدنایا زندان د سوریې پلازمیني دمشق ته نږدې یو نظامي زندان دی چي په 1987 کي جوړ او پرانستل سو. دغه زندان د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د ملکي بندیانو او د حکومت مخالفو یاغیانو په ګډون د زرګونو کسانو د ساتلو لپاره کارول کیدی. د سوریې د بشري حقونو د څار اداره اټکل کوي چې د سوریې د انقلاب له پیل راهیسي په صیدنایا زندان کي شاوخوا ۳۰ زره بندیان د شکنجې، ناوړه چلند او ډله ییزې وژنې له امله تلف سوي دي، همدارنګه د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کي اټکل کړی وو چي له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پورې بندیان په صیدنایا کي د2011 او 2015 ترمنځ پرته له محکمې په دار سوي دي.

د «صیدنایا» زندان تر ټولو پټ او ظالمانه زندان بلل کیږي، چي د سوریې د پلازمېني شمال ته په ۳۰ کیلومترۍ کي د صیدنایا ښارګوټي ته نژدې پروت دی. دغه زندان په 2024 کال کي د بشار الاسد د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته پرانیستل سو او لوی شمېر بندیان یې ازاد کړل سوه. صیدنایا په پیل کي د پوځي پرسونل د توقیف مرکز ګڼل کیده، خو وروسته بیا د سیاسي او ملکي توقیف ځایونو لپاره استعمال سو.