شېر علم امله وال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پراخې ټنډې او د لوی عزم خاوند ټولنیز شخصیت استاد محترم شیر علم "امله وال" د عجب خان زوی او د حاجي میرزمان خان لمسی په کال ۱۳۵۳ لمریز کې د ننگرهار ولایت دره نور ولسوالۍ املې نومي په یو کلي کې زیږیدلی، مورنۍ ژبه یې پشه ئي ده.

زده کړې:[سمول]

لیسانس: ننگرهار پوهنتون د ښونې او روزنې پوهنځي د ټولنپوهنې څانگه. ماسټري: سیاسي علوم پیام نور پوهنتون کابل(۱۳۹۵).

چاپ آثار:[سمول]

  1. حامد کرزي لنډ مهاله او منځ مهاله واکمني(تحلیلي او څېړنیز)
  2. سالم انتخابات او مؤثر پارلمان(تحلیلي)
  3. گوندونه او زیانونه(سیاسي مقالو ټولگه)
  4. آندوونه او وړاندیزونه(ټولنیزو او سیاسي مقالو ټولگه)
  5. د سیاسي افکارو او نظریاتو تاریخ(څیړنیز تدریسي)
  6. د حقوقو پرمختیا تاریخ(څیړنیز تدریسي)
  7. د نړۍ لنډ سیاسي تاریخ(څیړنیز تدریسي)
  8. سیاسي ټولنپوهنه(څیړنیز تدریسي)
  9. د رسنیو حقوق(څیړنیز تدریسي)
  10. نقش رسانه ها در سیاست گذاری دولت افغانستان۱۳۸۱ الی ۱۳۹۳(ماسټرۍ تیزیس)
  11. بین المللي سیاستونه او نړۍ سیاسي مسلې(څیړنیز تدریسي)
  12. سیاسي مقالو ټولگه(ناچاپ)

دندې:[سمول]

  1. د هیلې مجلې ایډیټر
  2. د قلموال جریدې مسؤل مدیر
  3. د گڼو مجلو کتونکې ډلې غړی
  4. په ننگرهار کې د افغان کولتوري جرگې انتخابي استازی
  5. د ختیځو ولایتونو د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې لومړی مرستیال
  6. ۱۳۸۸ کال راهیسي د اریانا پوهنتون استاد
  7. ۱۳۹۳هـ کال راهیسي د روښان پوهنتون استاد
  8. ۱۳۹۰ نه تر ۱۳۹۱ پورې د ننگرهار ولایت ټولنیزو او فرهنگي خدمتونو آمر
  9. ۱۳۹۱هـ ش کال راهیسي د ننگرهار سوداگری او صنایعو رئیس
  10. بیړنۍ لویي جرگې د دارالانشا ختیځو ولایتونو دفتر کارمند
  11. د اساسي قانون لویې جرگې د دارالانشا د ختیځو ولایتونو مشاور.

سرچینې[سمول]

  1. پشه یی ادبیات.