شېرزاد ولسوالۍ پیژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شیرزادو ولسوالۍ لنډه پیژندنه د شیرزادو ولسوالۍ د ننګرهار له دوه ویشت ولسوالیو څخه یوه ولسوالي ده چې د دې ولایت له مرکز جلال اباد څخه (۵۰) کیلو متره لري لویدیځ ته پرته ده. دا ولسوالی چې د اووه نیمو قریو څخ تشکیل شوی ده مساحت يې (۵۸۳) کیلو متره مربع دی او د سمندر له سطحی څخه (۱۷۵۵) متره لوړوالی لري چې د شمالی عرض البلد ونو (۳۴) درجو او (۱۲) دولس دقیقو او د ختیځ طول البلدونو (۴۹) درجو او (۵۸) دقیقو تر منځ موقیعت لري چې (۱۹۹۰) میلادي کال د احصايي د اټکل له مخي د نفوسو شمیر (۴۹۹۴۹) تنه ښودل شوی دی. څلور خواوی: د شیرزادو ولسوالی شمال لورته تور غر او جنوب لورته د سپین غر لړۍ خیتځ ته یې د خوږیاڼو ولسوالۍ او لویديځ لور ته ېېد حصارک ولسوالی پرته ده. فزیکی جوړښت: دا ولسوالی د ځمکني جوړښت له مخي زیاته برخه غرونو او غونډیو نیولی سپین غر په جنوب او تور غر يې په شمال برخه کې قرار لري یو شمیر سیمي په ټیټو برخو کې او ځینی سیمي یې په لوړو برخو کې پرتي دی دير مشهور غر ېې د سپینو غرو د غره لړۍ د چې د پيښور شل کیلو متره لویدیځ خوا څخه پیل شوې او لویديځ پلو د لوګر ولایت اړونده د خروار تر شمال لویدیځ برخی پورې چې لوړه څوکه يې هم دلت پرته ده سیکارام (بزرګ څوکه) نومیږي او د سمندر له سطحی څخ کابو (۴۷۵۵) متره لوړوالی لری د دي غره لوړوالی د سیکارام څخه په تیریدو سره په تدریجی ډول کمیږي تر څو د خروار تر شمال ختیځي څنډي پورې ورسیږي د دي وسوالی په ځمکني جوړښت کې پراخه ډاګونه او دښتي وجود لري چې مشهور ډاګونه ئي د اشپان او ګندومک ډاګونه دی چې له دې ډلي څخه اشپان ډیره پراخه دښته ده چې د تور غر او سپین غر تر منځ پرته ده په لرغونی وخت کې دتله یوه لویه پاچاهی کلا وه چې د دیوالونو نښی نښاني یې اوس هم لیدل کیږي او د سیمي خلک يې اوس هم د پاچاهی کلا په نوم یادوی له دې ځای څخ یو شمیر تاریخي اثار او تیګی هم لاس ته راغلی دی د ګندومک ډاګ کې یوه سیمه ده چې د پرنګی بارو په نامه یادیږي او څوک يې د چونۍ په نامه پیژني چې په همدي سیمه کې د انګریزانو فوځی چوڼي شتون درلود چې د تورو صیقل شوی یو تیږو اثار يې اوس هم شته په همدي ځای کې انګریزانو ماتی هم وخوړه مشهور کلی ېې عبارت دی له ماما خیل ، کدیخیل،مرکیخیل،طوطو، اشپان،پټله او ګندمک . اقلیم: اقلیمی ځانګړتاوي د دی ولسوالی د لوړوالی څخه معلومیږي چې د ژمی موسم یې سوړ او په لوړو برخو کې یې واوره اوری او د اوړی په موسم کې یې هوا معتدله وی د پسرلی او اوړی په موسمونو کې د حرارت درجی لوړوالی په اساسی سپین غره لوړو څوکو څخه واوری ویلی کیږي او د مختلف ناونو څخه اوبه راوځي او په خوړونو کې یې زیاتي اوبه بهیږي چې د سپین غره څخه سرچینه اخلی او دوه مشهور تنګي لري چې یو يې د کدیخیلو تنګي او بل یي د مرکیخیلو تنګی دی د مرکیخیلو د تنګی څخه چې کوم خوړ سرچینه اخلی هغه خوړ یوه اندازه د خوږیاڼو ولسوالی د مربوطاتو څخه تیریږي او بل خوړ چې د کدیخیلو تنګی څخه سرچینه اخلی د ماما خیلو او ګندمک ساحه کې بهیږی او بل خوړ يې د څاخۍ دی چې دا خوړ د څو ناوونو څخه جوړ شوی چې د باران د اورښت په پایله کې د سیلابونو شاهد دی او ځیني همیشنۍ چیني هم لري البته دري واړه خوړونه د ګندمک په ساحه کې سره یو ځای کیږي . پوهنیز بهیر: دا چې یاده ولسوالي په اوس وخت کې یو څه نا امنه هم ده خو د دي سره سره د خلکو د تعلیم سره بي کچي میني په اساس تعلیمي اداري سل په سلو کې فعالي دی چې له جملی څخه يې (۱۰) بابه لیسې (۲) متوسطی او (۱۴) بابه ابتدایه (۳) بابه دینی مدرسی او یو باب دارالحفاظ او (۱۶) کلیوال ښوونځي شتون لري چې پکي تر (۲۱۰۰۰) یوویشت زره زده کوونکي د (۵۰۰) ښوونکو لخوا په زده کړو بوخت دی او د دی تر څنګ اوس د الکوزی د طبی علومو انستیتوت هم په کار پیل کړی چې ګڼو محصلینو پکی داخله کړی ده. روغتیا: د روغیتا په برخه کې د شیرزادو خلک یو څه له ستونزو سره مخ دی دا پدی مانا چې په یاده ولسوالۍ کې داسی مجهز روغتون نشته چې په مکمل ډول دی د یو ناروغ تشخیص وکړی کله چې یو مریض پیدا شی نو یا به یې جلال اباد ته وړی او یا هم د خوږیاڼو ولسوالی روغتون ته چې لاره خامه ده او مریض له بد بدتر شی خو بیا هم د دی سره په دی ولسوالی کې (۶) شپږ صحی کلینیکونه وجود لري چې د (۶۰) تنو روغتیا پالو له خوا يې خدمات پرمخ وړل کیږي همدارنګه شاوخوا (۶۰) تنه رضا کاران هم لري چې د واکسینو د تطبیق پروګرام پر مخ وړی همدارنګه اوس یو نوی (۵۰) بستریز روغتون د شیرزادو او حصارک ولسوالی تر منځ جوړیږي چې دا به هم د شیرزادو د خلکو صحی ستونزی تر ډیره حل نه کړی ځکه چې موقیعت یې مناسب ځای کې نه دی دا په دي مانا که د مرکیخیلو د سیمی څخه یو مریض یاد روغتون ته انتقالوی نو دومره فاصله ده چې په دومره وخت کې سړی جلال اباد ته رسیدلی شی نو بیا ولی جلال اباد ته نه ځي خو بیا هم دا پورته چې مونږ یې یادونه وکړه یو څه اندازه مشکلات پر حلیدلای شی په راتلونکی کې د عامی روغتیا وزارت د توجه په هیله. د شیرزادو ولسوالی اقتصادی بڼه: دا چې د شیرزادو ولسوالی د ننګرهار ولایت جنوب لویدیځ لورته لري پرته سرحدی ولسوالی ده او د ځمکو اندازه يې (۱۶۱۸۳) جریبه ښودل شوی د ځمکي زیاته برخه يې غرونو او غونډیو نیولی ده او د نفوسو په مقایسه یې د کرنیزو ځمکو اندازه ډیره کمه ده او (۹۰٪) نوی فیصده خلک یې په کرنیزو او مالدارۍ چارو بوخت دی چې د ښه اقلیمي شرایطو له کبله هر ډول نباتات منی چې مهم یې غنم،جوار،وربشی،ممپلی،هندواڼه،الوګان،ترکارۍ، غوړ لونکي نباتات او سابه همدارنګه میوه جاتو له کبله هر ډول میوه داری ونی لري لکه چرامغز،توت،زردالو،الوچه،سنځله،انګور،مڼه،بادام،الوبالو،ناک،انځر،املوک،شفتالو او ډیر داسی نور. په اقتصادی لحاظ د دي ولسوالي خلک په اوسط ډول ښه دی ځکه چې یو خو یې ځمکي ښه حاصل ورکوي او بل پکي د شوکاڼی او مرمرو ډیر زیات کانونه موجود دی چې په زرګونه خلک پکي په کار مصروف دی او همدارنګه ډیر خلک یې په خارجی هیوادونو کې په تجارت او مزدوری بوخت دی.دا وه د شیرزادو ولسوالی لنډه پیژندنه هغه د چا خبره چې وايي: هر چاته خپل وطن کشمیر دی نو موږ هم د خپل کلی او ولس سره بي کچی مینه لرو او خپله لیکنه د نصیر احمد کړیدلی په دی بیت پای ته رسوم چې وایی: دغه نوم دی د ویاړونو دغه نوم دی د میړانی بختور یو (کړیدلیه)چې شیرزاد یې چې شیرزاد یم په ټوله پښتنه مینه ادم زاهد (زاهدی)