شین انقلاب
شین انقلاب یا درېیم کرهڼیز انقلاب د تکنالوژۍ د لېږد د هغو نوښتونو دوره ده چې د محصولاتو حاصل یې په کلکه سره زیات کړ. په پرمختللو هېوادونو کې دغه کرهڼیز بدلونونه د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه پیل شو او د ۱۹۸۰یمې لسیزې تر وروستیو پورې یې په نړیواله کچه پراختیا ومونده. د ۱۹۶۰یمې لسیزې په وروستیو کې، کروندګرو د نویو تکنالوژيو لکه د غلو بېلابېل ستر حاصل ورکوونکي، په تېره بیا غنم او وریجې او په پراخه کچه کاریدونکې کیمیايي سره (د زیات حاصل د تر لاسه کولو لپاره، چې نوي تخمونه د دودیزو تخمونو په پرتله زیاتې سرې ته اړتیا لري)، افت وژونکي او کنټرول شوې اوبه لګوونه سره ګډ کړل.[۱][۲][۳]
په ورته وخت کې، د کښت نوي میتودونه د میکانیزه کولو په ګډون د دودیزو کرهڼیزو تکنالوژيو پر ځای وکاریدل. دغو کارونو له ځانه سره پورونه هم درلودل چې د تګلارو بدلون ته تابع و کوم چې د مخ پر وده هېوادونو له خوا به نیول کېدل، لکه د کیمیايي کود د تولید او وېش خصوصي کول.[۴]
په مکسیکو کې دواړه د فورډ بنسټ او راکفیلر بنسټ په کلکه سره په دغو لومړنیو پرمختیاوو کې ښکېل وو. په دې برخه کې یو اصلي مشر کرهڼیز عالم نورمن بورلاګ د «شین انقلاب پلار» و، چا چې په ۱۹۷۰ کال کې د سولې د نوبل جایزه هم ګټلې وه. نوموړې ته له لوږې څخه د څه باندې یو میلیارد انسانانو د ژغورنې ویاړ ورکړل شوی. یوه بله مهمه څېره، یوان لانګ پینګ و، چې د هغه کار د هایبریډي وریجو پر ډولونو باندې و چې لږ تر لږه د انسان ژوند ژغورلای شي. په ورته توګه، په هند کې بیا ایم ایس سوامیناټان د شین انقلاب د پلار په توګه پېژندل کېږي. په دې برخه کې بنسټیزه کارکړنه د غلودانو د بېلابېلو لوړ حاصل لرونکو ډولونو پراختیا، د اوبولګولو د زیربېنا پراختیا، د مدیریتي تکنیکونو عصري کول او بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو، مصنوعي سرې او افت وژونکو درملو وېش شامل و.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
څېړنو ښودلې چې شین انقلاب د لوږې په له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کړې ده، په میلونونو خلک یې له لوږې ساتلې، د خلکو عاید یې لوړ کړی، د شنوخونو د ګاز انتشار یې را کم کړی، د کرهڼې لپاره کاریدونکې ځمکه یې را کمه کړې او د ماشومانو د مړینې کچه یې را ښکته کړې ده.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
تاریخچه
[سمول]د اصطلاحاتو کارونه
[سمول]د «شین انقلاب» اصطلاح د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د مشر ویلیام ایس ګاډډ له خوا په ۱۹۶۸ کال کې د مارچ په ۸مه نېټه په یوه وینا کې وکاریده. هغه د نویو تکنالوژيو د خپراوي په اړه داسې وویل:
د کرهڼې په برخه کې دا او نور پرمختګونه د نویو نوښتونو رامنځته کول هم له ځانه سره لري. دا کوم د روسانو په څېر له تاوتریخوالي ډک سور انقلاب نه ده، نه هم کوم د ایران د شاه په څېر سپین انقلاب دی. ځکه زه دې ته شین انقلاب وایم.[۱۶][۱۷]
په مکسیکو کې پرمختګونه
[سمول]مکسیکو د شین انقلاب د «د زوکړې ځای» او «خښیدو ځای» په توګه پېژندل کېږي. دا له دوو سرو ژمنو سره پیل او استدلال کېږي چې د «شلمې پېړۍ په اوږدو کې دوو انقلابونو د مکسیکو کلیوالي سیمې بدلې کړي: د مکسیکو انقلاب (۱۹۱۰-۱۹۲۰) او شین انقلاب (۱۹۴۰-۱۹۷۰)».[۱۸][۱۹]
د شین انقلاب پیدایښت په ۱۹۴۰ کال کې د امریکا د مرستیال ولسمشر هینري اې، والاس له خوا د یوه اوږده سفر پایله وه، چا چې د ولسمشر فرانکلین روزولټ په دوو لومړیو دورو کې د امریکا د کرهڼې د وزیر په توګه دنده تر سره کړې وه او تر خپلو دولتي دندو وړاندې یې د Pioneer Hi-Bred International شرکت جوړ کړی و، کوم چې د جوارو تخم یې په هیبریداسیون کولو سره د زیات محصول د ورکړې لپاره بدل کړ. هغه په مکسیکو کې د جوارو له کم حاصل څخه حیران پاتې شو، چېرې چې ۸۰ سلنه خلکو د ځمکو پر حاصلاتو باندې خپل ژوند کاوه او یو مکسیکويي بزګر مجبور و چې کم تر کمه ۵۰۰ ساعته کار وکړي تر څو یوه پیمانه جوار تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د ایوا په ایالت کې د ورته پیمانې لپاره د یوه بزګر تر هڅو ۵۰ ځله زیات و. والاس د راکفیلر بنسټ پر دې قانع کړ تر څو په مکسیکو کې د کرهڼې یوه اداره تمویل کړي تر څو د وچ اقلیم لپاره هیبریډ شوي غله جات او غنم وکري او د دې کار د تر سره کولو لپاره یې له ایوا ایالت څخه یو ځوان کروندګر نورمن بورلاګ استخدام کړ.[۲۰][۲۱]
له دغې پروژې سره د مکسیکو حکومت نوي ولسمشر مانویل اویلا کماچو، د امریکا متحده ایالاتو حکومت، ملګرو ملتونو او د خوړو او کرهڼې سازمان (FAO) مرسته وکړه. د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت لپاره د دې هېواد ګاونډی مکسیکو د کرهڼې په برخه کې د تکنالوجۍ او علمي تخصص د کارونې په برخه کې یوه مهمه تجربي قضیه وه، کوم چې د کرهڼې د نړیوال پرمختګ لپاره په یوه ماډل باندې بدله شوه. مکسیکو په دې لټه کې شو تر څو کرهڼیز حاصلات په تېره بیا په شمال لویدیځ کې د اوبو په کښت سره هغه بدل کړي، تر څو وکولای شي خپل د خوړو د بسیاینې ستونزه پرې حل کړي. د مکسیکو په مرکز او سویل کې، هغه ځایونه چې کرهڼیز تولیدات به کې له سترو ننګوونو سره مخ و، کرهڼه مخ پر ځوړنتیا روانه وه. د حاصلاتو زیاتوالي په مکسیکو کې د خوړو د بسیاینې زیری ورکړ تر څو د دې هېواد د مخ پر زیاتیدونکي نفوس او ښاري وګړو زیاتوالي پر وړاندې د هر مکسیکويي وګړي له خوا د لګېدونکو کالوریو شمېر پوره کړي. د هایبریډاسیون علم د بېوزلو د مړولو لپاره یوه ارزښتناکه لاره وه او د ځمکو د بیا وېش پر پروسه یې هم فشار را کم کړ. په عمومي توګه، د «شین انقلاب» بریا د کښت او حاصل ټولو د ماشینرۍ پر کارولو، کریډیټ (اکثره د بهرنیو پانګوالو له خوا) ته د سترو کرهڼیزو شرکتونو په لاسرسي، د حکومت په مرسته زیربینايي پروژو او کم معاش غوښتونکي کرهڼیزو کارګرانو ته پر لاسرسي باندې ولاړه وه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]The opening <ref>
tag is malformed or has a bad name[۲۶]
د والاس له لیدنې څخه وروسته په اتو کلونو کې دننه، مکسیکو نور د خوړو واردولو ته اړتیا نه درلوده، له ۱۹۱۰ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره، په ۲۰ کلونو کې دننه، د جوارو حاصلات دری ځله زیات شول او د غنمو حاصلات بیا پنځه ځله زیات شو. په ۱۹۴۳ کال کې، مکسیکو د خپلې اړتیا وړ نیمايي غنم را وارد کړل، که څه هم په ۱۹۵۶ کال کې دا هېواد له دې اړخه په خپلو پښو ودرید او تر ۱۹۶۴ کال پورې یې په میلیونونو ټونه غنم بهر ته صادرول. په ۳۰ کلونو کې دننه بورلاګ ته له لوږې څخه د دوو میلیارد انسانانو د ژغورنې په خاطر د سولې نړیواله جازه ورکړل شول.[۲۷][۲۸][۲۹]
مکسیکو د شین انقلاب د پوهې او تکنالوجۍ تر لاسه کوونکی هېواد و او د حکومت د کرهڼې وزارت او مکسیکويي بزګرانو په مالي ملاتړ سره یو فعال هېواد و.د مکسیکو له انقلاب وروسته، حکومت د دې هېواد په ځینو برخو کې ځمکې په اجیداتاریوګانو باندې وېشل وي، چې د hacienda د سیستم د ماتیدو لامل شو. د ولسمشر لازارو کارډناس د ولسمشرۍ په دوره کې (۱۹۳۴-۱۹۴۰)، د مکسیکو په مرکز او سویل کې ځمکني اصلاحات خپل اوج ته ورسېدل او تر ۱۹۴۰یمې لسیزې پورې د کرهڼې حاصلات د پام وړ کمښت وموند.
وروسته له هغه چې په ۱۹۴۱ کال کې د بورلاګ کرهڼیز مرکز جوړ شو، نو د امریکايي پوهانو یو ټیم، ریچارډ براډفیلد (له کورنیل پوهنتون څخه)، پاول سي. منګلسډورف (له هاروارډ پوهنتون څخه) او ایلوین چارلیز سټکمن (چېرې چې بورلاګ د هغه تر لاس لاندې په مینيسوټا پوهنتون کې زده کړه کړې وه) د مکسیکو د کرهڼې سروې وکړه تر څو یې په اړه تګلارې او لارې چارې وړاندیز کړي. په ۱۹۴۳ کال کې، د مکسیکو حکومت د جوارو او غنمو د اصلاح نړیوال مرکز (CIMMYT) جوړ کړ، چې د کرهڼې د نړیوالې څېړنې پر یوه مرکز بدل شو.[۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Eliazer Nelson, Ann Raeboline Lincy; Ravichandran, Kavitha; Antony, Usha (2019-10-01). "The impact of the Green Revolution on indigenous crops of India". Journal of Ethnic Foods. 6 (1): 8. doi:10.1186/s42779-019-0011-9. ISSN 2352-6181. S2CID 204873993.
- ↑ "Yields vs. Land Use: How the Green Revolution enabled us to feed a growing population". Our World in Data. بياځلي په 2022-11-28.
- ↑ Hazell, Peter B.R. (2009). The Asian Green Revolution - IFPRI Discussion Paper. Intl Food Policy Res Inst. GGKEY:HS2UT4LADZD.
- ↑ Farmer, B. H. (1986). "Perspectives on the 'Green Revolution'in South Asia". Modern Asian Studies. 20 (1): 175–199. doi:10.1017/s0026749x00013627. S2CID 145626108.
- ↑ Wright, Angus, "Downslope and North: How Soil Degradation and Synthetic Pesticides Drove the Trajectory of Mexican Agriculture through the Twentieth Century" in Christopher R. Boyer, A Land Between Waters: Environmental Histories of Modern Mexico. Tucson: University of Arizona Press 2012, pp. 22–49.
- ↑ Gary Toenniessen et al. "Building an alliance for a green revolution in Africa." Annals of the New York academy of sciences 1136.1 (2008): 233–242. online
- ↑ Easterbrook, Gregg (January 1997). "Forgotten Benefactor of Humanity". The Atlantic. بياځلي په March 24, 2023.
- ↑ Bradsher, Keith; Buckley, Chris (2021-05-23). "Yuan Longping, Plant Scientist Who Helped Curb Famine, Dies at 90". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2023-02-15.
- ↑ Hurt, The Green Revolution in the Global South, p. 161
- ↑ The gene revolution : GM crops and unequal development. Sakiko Fukuda-Parr. London: Earthscan. 2007. ISBN 978-1-84977-303-4. OCLC 122928103.
{{cite book}}
: CS1 maint: others (link) - ↑ Pingali, Prabhu L. (2012-07-31). "Green Revolution: Impacts, limits, and the path ahead". Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (31): 12302–12308. Bibcode:2012PNAS..10912302P. doi:10.1073/pnas.0912953109. PMC 3411969. PMID 22826253.
- ↑ Gollin, Douglas; Hansen, Casper Worm; Wingender, Asger Mose (2021). "Two Blades of Grass: The Impact of the Green Revolution". Journal of Political Economy. 129 (8): 2344–2384. doi:10.1086/714444. ISSN 0022-3808. S2CID 236929281.
- ↑ von Der Goltz, Jan; Dar, Aaditya; Fishman, Ram; Mueller, Nathaniel D.; Barnwal, Prabhat; McCord, Gordon C. (2020). "Health Impacts of the Green Revolution: Evidence from 600,000 births across the Developing World". Journal of Health Economics (in انګليسي). 74: 102373. doi:10.1016/j.jhealeco.2020.102373. ISSN 0167-6296. PMC 7695682. PMID 33002797.
- ↑ Bharadwaj, Prashant; Fenske, James; Kala, Namrata; Mirza, Rinchan Ali (2020). "The Green revolution and infant mortality in India". Journal of Health Economics (in انګليسي). 71: 102314. doi:10.1016/j.jhealeco.2020.102314. ISSN 0167-6296. PMID 32259718.
- ↑ Stevenson, J. R.; Villoria, N.; Byerlee, D.; Kelley, T.; Maredia, M. (2013-05-13). "Green Revolution research saved an estimated 18 to 27 million hectares from being brought into agricultural production". Proceedings of the National Academy of Sciences. 110 (21): 8363–68. Bibcode:2013PNAS..110.8363S. doi:10.1073/pnas.1208065110. PMC 3666715. PMID 23671086.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedagbio
- ↑ Marie-Monique Robin, The World According to Monsanto: Pollution, Corruption, and the Control of the World's Food Supply (The New Press, 2010) p. 308 کينډۍ:ISBN?
- ↑ Esteva, Gustavo, The Struggle for Rural Mexico. South Hadley MA: Bergin & Garvey Publishers 1983, p. 57.
- ↑ Cotter, Joseph. Troubled Harvest: Agronomy and Revolution in Mexico, 1880–2002, Westport, CT: Praeger. Contributions in Latin American Studies, no. 22, 2003, p. 1.
- ↑ Culver & Hyde, John (2000). American Dreamer: A Life of Henry A. Wallace. New York, NY: Norton & Co. pp. 250–51. ISBN 0-393-04645-1.
- ↑ Andrews, Andy (2009). The Butterfly Effect. Naperville, Illinois: Simple Truths, LLC. pp. 76–77. ISBN 978-1-40418-780-1.
- ↑ Wright, "Downslope and North", pp. 22–23.
- ↑ David Barkin, "Food Production, Consumption, and Policy", Encyclopedia of Mexico vol. 1, p. 494. Chicago: Fitzroy Dearborn 1997.
- ↑ James W. Wessman, "Agribusiness and Agroindustry", Encyclopedia of Mexico vol. 1, p. 29. Chicago: Fitzroy Dearborn Publishers 1997
- ↑ Barkin, "Food Production", p. 494.
- ↑ Wright, "Downslope and North", p. 38.
- ↑ Culver & Hyde (2000). American Dreamer. p. 251.
- ↑ Staff, M. N. D. (13 March 2024). "He left India for Mexico to solve global hunger: Meet Ravi Singh". Mexico News Daily. بياځلي په 14 March 2024.
- ↑ Andrews, Andy (2009). The Butterfly Effect. Simple Truths LLC. pp. 72–73, 78. ISBN 978-1-40418-780-1.
- ↑ E.C. Stakman, Richard Bradfield, and Paul C. Mangelsdorf, Campaigns Against Hunger. Cambridge MA: Belknap Press 1967.