شیلډز ګرین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شیلډز ګرین (۱۸۳۶ ز – د ۱۸۵۹ ز کال د ډسمبر ۱۶مه) چې ځان یې «سترواک» هم نوماوه. فرېډریک ډاګلاس وايي چې: دی د «سويلي کارولینا» ایالت له «چارلسټون» ښار نه تښتېدلی غلام او په ۱۸۵۹ ز کال کې پر «هارپرز فري» د جان براون د برید مشر و. نږدې دوه کاله یې د «نیویارک» ایالت په «روچسټر» ښار کې د ډاګلاس په کور کې ژوند کړی و او هلته د ډاګلاس له‌خوا براون ته ور پېژندل شوی و.[۱][۲][۳][۴]

که څه هم ګرین، د براون او پنځو نورو نیول شویو ګډونوالو په څېر په دغه برید کې ټپي نه ‌شو، خو تر نیول کېدو وروسته ډېر ژر محاکمه شو، پر اعدام محکوم شو او د ۱۸۵۹ ز کال د دسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه په دار وځړول شو. دوې اونۍ وړاندې د جان براون په اعدام کې د امنیتي دلایلو له امله ډېرو کمو کسانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د اعدام لیدو ته راشي، خو د ګرین په اعدام کې هېڅ ممنوعیت نه و، قاضي غوښتل، ټول خلک يې اعدامول وویني، له همدې امله یې ۱۶۰۰ کسان لیدو ته راغلي وو. هغه مهال قانوني او غیرقانوني اعدامونه یو ساعت‌تېری و.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ګرین په اړه د معلوماتو کمی[سمول]

د ګرین په اړه معلومات ګډوډ او متناقض دي. د «ناټ ټرنر» په څېر یوازې یوه سرچینه موجوده چې ټولو کارولې ده، خو فرېډریک ډاګلاس د «لوئیس ډیکارو» په استناد چې د ګرین په اړه د یوازني کتاب لیکوال دی، د دې سرچینې باور تر پوښتنې لاندې بللی دی.

تر برید، محاکمې، محکومېدو او اعدام وروسته د ۷ کسانو په ډله کې (چې پنځه سپین پوستي او دوه تور پوستي وو) د نورو په پرتله د ګرین په اړه معلومات کم دي. د دوو جلا عیني شاهدانو په وینا: دی یو ښه نښه ویشتونکی و. یو بل وايي چې ګرین خپل ټوپک او تفنګچه «چټک او پر ځای» وکارول، خو په بریدګرو کې تر ټولو ډېر بېسواده و. یوې خپرنۍ ویلي وو چې: ده انجیل لوست. ده د «جیفرسن» ښار په زندان کې د دوو میاشتو په اوږدو کې نه کوم لیک ولیکه او نه یې ترلاسه کړ. هېچا دی ونه کاته، نه یې هڅه وکړه او هېڅوک نه وو چې مړی یې خښ کړي. مطبوعات او حقوقي نظام د تور پوستانو په پرتله څو برابره ډېر د سپین پوستو زندانیانو لپاره اندېښمن وو. که څه هم داسې معلومات شته چې ګرین په سوېلي کارولینا کې یو زوی لري، خو دا موضوع یې پټه کړې وه او څومره چې معلومات شته، له هغه سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ګرین ژوند په اصل کې په دوو برخو وېشل کېږي: تر ډاګلاس وړاندې او تر ډاګلاس وروسته. دی هغه وخت لیکني تاریخ ته د ننه کېږي چې د براون تر برید شاوخوا دوه کاله وړاندې يې د نیویارک ایالت په روچسټر ښار کې د ډاګلاس په کور کې ژوند پیل کړ. ډاګلاس موږ ته مهم معلومات راکوي، که هغه نه وای، موږ نه پوهېدو چې ګرین یو تښتېدلی غلام دی. [۲۵][۲۶]

څېره[سمول]

له هغه مهال سره سم د ګرین د پوست په اړه خبرې کېدې او ویل کېدل چې له رنګه تک تور و. په هغه وخت کې هغه کسان کم متمدن بلل کېدل چې د پوست رنګ به یې د قهوه‌يي روښانه تور پوستو کسانو په پرتله ډېر تور و، دا ډول رنګ پر غلامو تور پوستو ښځو د سپین پوستو بادارانو د تېري پایله وه. ګرین د خپل پوست د رنګ او جګړه‌ يیز مهارت له امله د براون د نیول شویو کسانو تر منځ منفوره څېره وه. په «چارلېز ټاون» کې د ټولو محاکمه شویو بریدګرو تر منځ شیلډز ګرین ډېرځورول کېده، سپکاوی ورته کېده او وهل کېده، ده ته تر ټولو ډېر بد رد ویل کېدل. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

وېښتان یې لنډ او ګړګوتي وو.[۳۱]

ویل کېږي چې «ونه(قد) یې ټيټ و او په حرکاتو کې ډېر فعال» و. ښه څېره یې لرله او په کتلو کې تېز او ځیرک و. جېمز مونرو وايي چې: ګرین «ښه او ورزشي» څېره لرله. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

نومونه[سمول]

سترواک[سمول]

ډاګلاس وايي چې: کله چې هلته لاړ، د ده په کور کې یې ژوند کاوه «رنګین پوسته سړی و ،چې ځان ته یې بېلابېل نومونه کارول، کله به یې ځان «سترواک» او کله «ګرین شیلډ» باله. ګرین په خپل کارت کې چې په ۱۸۵۸ ز کال کې یې د نیویارک ایالت په روچسټر ښار کې چاپ کړی و، ځان یې د «سترواک شیلډ» په نامه یاد کړی و.[۳۶][۳۷]

نورو بریدګرو هم د «سترواک» په نامه یاداوه. د سترواک د مستعار نامه معنا او علت معلوم نه دی. کله ناکله لیکوالان داسې انګېري چې، ښايي د افریقايي خلکو تر منځ به د داسې موقعیت ښکارندويي کوي چې ظاهراً له هغوی نه تښتول شوی، یا یې نسب په سطلنتي افریقايي کورنۍ پورې تړاو لري، خو د دغو فرضیو د تثبیت لپاره هېڅ سند نه ‌شته. ګرین د سويلي کارولینا په چارلسټون کې لوی شو. دغه مستعار نوم ښايي د نورو تور پوستانو تر منځ د مشر په توګه د ګرین د حالت ښکارندوی وي. ده به برمته شویو کسانو ته ډېر بد رد ویل. د براون زندانیانو ته یې ډېر سپکاوی کاوه، تل به یې خپل ټوپک ورښود او ځینې به یې په ویشتلو ډارول. [۳۸][۳۹][۴۰]

ایسو براون[سمول]

په ځینو تازه موندنو کې لیدل کېږي چې اصلي نوم یې «ایسو براون» و. د دې موضوع لپاره یوازنی سند په ۱۸۶۱ کال کې د یوې خپرنۍ مقاله ده، خو د شیلډز ګرین د ناویلې کیسې د کتاب (دا کتاب د ګرین د ژوند په اړه یوازنی کتاب دی چې تر اوسه پېژندل شوی) لیکوال لوئیس ډي کارو په وینا: ده هېڅ وخت خپل نوم «ایسو بروان» نه دی کارولی او په هارپرز فري کې یې هېڅ یوه همکار هم ده ته دا نوم نه دی اخیستی. فرېډریک ډاګلاس هم هېڅکله په دغه نامه نه دی یاد کړی او د ده په اړوندو اسنادو، محاکمه او اعدام کې هم دا نوم نه دی کارول شوی. د ۱۸۵۹ ز کال په هېڅ یوه خپرنۍ کې هم دغه نوم نه دی ذکر شوی.[۴۱]

سرچینې[سمول]

  1. Douglass, Frederick (1892). Life and Times of Frederick Douglass: Written by himself. His Early Life as a Slave, His Escape from Bondage, and His Complete History to the Present Time, including his Connection with the Anti-slavery Movement; His Labors in Great Britain as well as in His Own Country; His Experience in the Conduct of an Influential Newspaper; His Connection with the Underground Railroad; His Relations with John Brown and the Harper's Ferry Raid; His Recruiting the 54th and 55th Mass. Colored Regiments; His Interviews with Presidents Lincoln and Johnson; His Appointment by Gen. Grant to Accompany the Santo Domingo Commission—also to a Seat in the Council of the District of Columbia; His Appointment as United States Marshal by President Rutherford B. Hayes; also His Appointment to be Recorder of Deeds in Washington by President J. A. Garfield; with Many Other Interesting and Important Events of His Most Eventful Life; with An Introduction by Mr. George L. Ruffin, of Boston (الطبعة New, revised). Boston: De Wolfe & Fiske Co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lee, Robert E. (1902). "Col. Robert E. Lee's Report. Headquarters Harper's Ferry. October 19, 1859". The John Brown Letters. Found in the Virginia State Library in 1901 (continued). Virginia Magazine of History and Biography. 10. د کتاب پاڼي 17–32, at p. 22. JSTOR 4242480. مؤرشف من الأصل في December 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mason, James M.; Collamer, Jacob (June 15, 1860). Report [of] the Select committee of the Senate appointed to inquire into the late invasion and seizure of the public property at Harper's Ferry. د کتاب پاڼې 42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ASR (March 21, 1995). "John Brown: The Conspirators [sic] Biographies". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه May 21, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په December 17, 1859 باندې). The executions at Charlestown.
  6. (په December 24, 1859 باندې). Execution of the Insurgents.
  7. (په December 16, 1859 باندې). Harper's Ferry.
  8. (په November 16, 1859 باندې). Expulsion of strangers.
  9. (په September 1861 باندې). Fighting Rebels With Only One Hand.
  10. (په March 5, 1863 باندې). A Call to the Negroes to Arm. Appeal from Frederick Douglass.
  11. (په March 6, 1863 باندې). A Call from Fred Douglass.
  12. (په December 17, 1873 باندې). John Brown.
  13. Douglass, Frederick (1881). John Brown. An address by Frederick Douglass, at the fourteenth anniversary of Storer College, Harper's Ferry, West Virginia, May 30, 1881. Dover, New Hampshire: Dover, N. H., Morning Star job printing house. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په May 1, 1928 باندې). Record of revolts in negro workers' past.
  15. (په May 16, 1970 باندې). Black History Past and Present.
  16. Dyer, Thomas G. (1976). "An Early Black Textbook: Floyd's Flowers or Duty and Beauty for Colored Children". Phylon. 37 (4): 359–361. doi:10.2307/274499. JSTOR 274499. مؤرشف من الأصل في ۱۳ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Anderson, Osborne P. (1861). A Voice from Harper's Ferry; with incidents prior and subsequent to its capture by Captain Brown and his men. Boston: The author. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په July 23, 1903 باندې). John Brown's raid. Details as told by one of the survivors. Suffered hardships. Efforts of the Survivors to Get Away from the Scene and how Some Were Captured. Captain Cook's Experience in a Justice's Court in Chambersburg, Where He Was Taken After His Capture by Professional Fugitive Slave Hunters.
  19. Stutler, Boyd (1930). Captain John Brown and Harper's Ferry : The Story of the Raid and the Old Fire Engine House Known as John Brown's Fort (الطبعة 2nd). Harpers Ferry, West Virginia: Storer College. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په December 19, 1859 باندې). The executions at Charlestown.
  21. Quarles, Benjamin (1974). Allies for Freedom. Blacks and John Brown. New York: Oxford University Press. LCCN 73-90372. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Cook, John Edwin (November 11, 1859). Confession of John E. Cooke [sic], brother of Gov. A.P. Willard, of Indiana, and one of the participants in the Harper's Ferry invasion : published for the benefit of Samuel C. Young, a non-slaveholder, who is permanently disabled by a wound received in defence of Southern institutions [slavery]. Charles Town, Virginia: D. Smith Eichelberger, Editor of the Independent Democrat. مؤرشف من الأصل في December 9, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په November 26, 1859 باندې). John Brown's Invasion. Cook's confession.
  24. DeCaro, Louis A., Jr. (2020). The Untold Story of Shields Green: The Life and Death of a Harper's Ferry Raider. New York University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781479802753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Lubet, Steve (June 1, 2013). "Execution in Virginia, 1859: The Trials of Green and Copeland". North Carolina Law Review. 91 (5): 1785–1815. مؤرشف من الأصل في April 30, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. DeCaro, Louis A., Jr. (2020). The Untold Story of Shields Green: The Life and Death of a Harper's Ferry Raider. New York University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781479802753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Barry, Joseph (1903). The Strange Story of Harpers Ferry. Martinsburg, West Virginia. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په December 22, 1859 باندې). The Harper's Ferry Affairs.
  29. (په December 23, 1859 باندې). Ages of the prisoners.
  30. DeCaro, Louis A., Jr. (2020). The Untold Story of Shields Green: The Life and Death of a Harper's Ferry Raider. New York University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781479802753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Rambler (په November 25, 1859 باندې). Letter from Harpers Ferry.
  32. Barry, Joseph (1903). The Strange Story of Harpers Ferry. Martinsburg, West Virginia. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په December 19, 1859 باندې). Ages of the prisoners.
  34. Hinton, Richard J. (1894). John Brown and His Men. With Some Account of the Roads They Traveled to Reach Harpers Ferry (الطبعة Revised). New York: Funk and Wagnalls. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په July 23, 1903 باندې). John Brown's raid. Details as told by one of the survivors. Suffered hardships. Efforts of the Survivors to Get Away from the Scene and how Some Were Captured. Captain Cook's Experience in a Justice's Court in Chambersburg, Where He Was Taken After His Capture by Professional Fugitive Slave Hunters.
  36. DeCaro, Louis A., Jr. (2020). The Untold Story of Shields Green: The Life and Death of a Harper's Ferry Raider. New York University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781479802753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په October 29, 1859 باندې). A Rochester man (illegible) Harper's Ferry Insurrection.
  38. Hinton, Richard J. (1894). John Brown and His Men. With Some Account of the Roads They Traveled to Reach Harpers Ferry (الطبعة Revised). New York: Funk and Wagnalls. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Barry, Joseph (1903). The Strange Story of Harpers Ferry. Martinsburg, West Virginia. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. For example, see Benjamin Quarles, Allies for Freedom: Blacks and John Brown (1974, 2000), 85.
  41. DeCaro, Louis A., Jr. (2020). The Untold Story of Shields Green: The Life and Death of a Harper's Ferry Raider. New York University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781479802753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)