شیرلي آن جکسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


شیرلي آن جکسن (په انګلیسي: Shirley Ann Jackson؛ پیدایښت: ۵-اګوسټ-۱۹۴۶) یوه امریکایي فزیک‌پوه او د رېنسلیَر پولیتخنیک انسټیټوت اتلسمه رئیسه وه. هغه لومړنۍ افریقایي‌الاصله امریکایي مېرمن وه چې د ماساچوست په ټکنالوجي انسټیټوت (MIT) کې یې د ذراتو فزیک په تیوریکي اساساتو کې ډوکتورا ترلاسه کړه او مخکې تر هغې هېڅ افریقایي‌الاصله امریکایي ښځې په MIT کې په هېڅ څانګه کې ډوکتورا نه‌وه کړې. همدا راز، هغه دوه‌یمه افریقایي‌الاصله امریکایي مېرمن وه چې په متحده ایالاتو کې یې د فزیک په برخه کې ډوکتورا اخېستې وه.[۱]

ژوندلیک[سمول]

جکسن په واشنګټن ډي.سي. کې زېږېدلې او د روزولټ په عالي لېسه کې یې درس ولوست. په ۱۹۶۴ز کال کې، له فراغت وروسته د ماساچوست په ټکنالوجي انسټیټوت (MIT) کې شامله شوه ترڅو په تیوریکي فزیکي کې زده‌کړې وکړي؛ په ۱۹۶۸ز کال کې یې د لېسانس سند ترلاسه کړ.

جکسن د خپلې ډوکتورا لپاره په MIT کې پاتې شوه او په ۱۹۷۳ز کال کې یې د هستوي فزیک په برخه کې خپله ډوکتورا ترلاسه کړه او په‌دې توګه، لومړۍ افریقایي‌الاصله امریکایي مېرمن وه چې له MIT څخه یې د ډوکتورا سند واخېست. د څېړنې په برخه کې یې لارښود استاد په MIT کې د تیوریکي فزیک پروفیسور «جېمز یانګ» ؤ. همدا راز، جکسن دوه‌یمه افریقایي‌الاصله امریکایي مېرمن وه چې په متحده ایالاتو کې یې د فزیک په څانګه کې ډوکتورا کړې وه. هغې د PBS د پروګرام «Finding Your Roots» د شپږم فصل په اوومه برخه کې ګډون وکړ او په داسې حال کې د نړۍ په کچه د ساینس له مخکښو څېرو څخه وپېژندل شوه چې د خپل اصل او نسب په هکله یې لږ معلومات لرل. جکسن په ۲۰۰۲ز کال، د «Discover» مجلې له‌خوا په ساینس کې د ۵۰ مهمو مېرمنو په کتار کې وګڼل شوه.[۲]

جکسن خپلې لېوالتیاوې په لاندې توګه بیان کړې:

زه د نویو نیمه‌هادي‌ګانو د سیسټمونو د برېښنایي، نوري، مقناطیسي او لېږدونې (هدایت) ځانګړتیاوو لېواله یم. په نیمه‌مقناطیسي او رقیق مقناطیسي نیمه‌هادي‌ګانو کې د مقناطیسي پولارونونو له چلند او د نیمه‌هادي‌ګانو د کوانټمي څاه‌ګانو او غټو شبکو د نوري غبرګون له ځانګړتیاوو سره ځانګړې مینه لرم. کوانټمي ټکي، میزوسکوپیک سیسټمونه او د الکترون په منظمو تړل شویو دوه‌اړخیزو سیسټمونو کې د ضدفرومقناطیسي نوسانونو دنده مې هم خوښېږي.

د بېل AT&T لابراتوارونه[سمول]

جکسن په ۱۹۷۶ز کال کې د بېل AT&T لابراتوارونو د تیوري فزیک څېړنې له څانګې سره یوځای شوه، او هلته یې د بېلابېلو موادو پر بنسټیزو ځانګړنو باندې ازمایښتونه ترسره کړل. د بېل په لابراتوارونو کې یې خپل فعالیت د هغو موادو په مطالعې سره پيل کړ چې د نیمه‌هادي‌ګانو په صنعت کې ورڅخه ګټه اخېستل کېده. هغې له ۱۹۷۸ز کال وروسته د تفرق او ټیټې انرژي فزیک د څېړنې په څانګه کې کار وکړ او په ۱۹۸۸ز کال کې د جامد حالت او کوانټم فزیک د څېړنې څانګې ته ولاړه. د بېل په لابراتوارونو کې جکسن د دوه‌اړخیزو او دوه‌اړخیز-وزمو سیسټمونو نوري او برېښنایي ځانګړنې وڅېړلې.

جکسن له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۵ز کال پورې، سربېره پر دې چې د نیمه‌هادي‌ګانو تیوري په هکله یې د بېل لابراتوارونو ته مشورې او لارښوونې ورکولې، د نیوجرسي په پیسکاتَوي او نیوبرونزویک کې په رَتګرز پوهنتون کې خدمت وکړ. د دغې مودې په اوږدو کې د هغې څېړنې د دوه‌اړخیزو سیسټمونو پر برېښنایي او نوري ځانګړنو باندې متمرکزې وې.

که څه هم ځینې سرچینې ادعا کوي چې د بېل په لابراتوارونو کې د فعالیت پر مهال جکسن ځینې علمي څېړنې ترسره کړې او نورو ته یې زمینه برابره کړه ترڅو د لېږدونې وړ فکس، touch-tone ټېلفون، لمریزې ښیښې (شمسي)، فایبر نوري کېبلونه او د د ټېلفوني اړیکې نیوونکي آی‌ډي او د اړیکې انتظار ترشا ټکنالوجي اختراع کړي، خو په خپله جکسن دا ډول ادعاوې کړې نه‌دي. سربېره پر دې، د مخابراتو په برخه کې دغه پرمختګونه مخکې تر ۱۹۷۶ز څخه (چې جکسن بېل لابراتوارونو سره کار پیل کړ) شوي وو او په واقعیت کې پورته ذکر شوي شپږ نوښتونه د نورو له‌خوا د ۱۹۵۴ او ۱۹۷۰ز کلونو ترمنځ ترسره شوي وو.

د متحده ایالاتو د هستوي مقررو د تنظیم کمیسیون[سمول]

په ۱۹۵۵ز کال کې جکسن د ولسمشر بیل کلینتون ځانګړي فرمان له‌مخې د متحده ایالاتو د هستوي مقررو د تنظیم کمیسیون (NRC) رئیسې په توګه وګومارل شوه او لومړنۍ مېرمن او افریقایي‌الاصله امریکایي ښځه وه چې دغه موقف ته ورسېدله. هغې په NRC کې، د یوه بېړني حالت په تړاو چې په هغه کې د NRC یو جواز لرونکی ښکېل وي، د NRC د ټولو کارکړنو عام او تام صلاحیت او اختیار درلود. سربېره پر دې، کله چې جکسن په دغه کمیسیون کې خدمت کاوه، د هستوي مقررو تنظیموونکو د نړیوالې ټولنې د تاسیس په برخه کې یې هم ونډه واخېسته. هغې له ۱۹۹۷ څخه تر ۱۹۹۹ز کال پورې د مقررو تنظیموونکو په نړیوالې ټولنه کې د رئیسې په توګه خدمت وکړ. په نوموړې ټولنه کې د کاناډا، فرانسې، آلمان او د سپانیا په څېر هېوادونو د هستوي مقررو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.[۳][۴]

رېنسلیَر پولیتخنیک انسټیټوت[سمول]

د ۱۹۹۹ کال د جولای پر ۱ړۍ نېټه، جکسن د رېنسلیَر پولیتخنیک انسټیټوت (RPI) اتلسمه رئیسه شوه. هغه لومړۍ مېرمن او لومړۍ افریقایي‌الاصله امریکایي ښځه وه چې دغه موقف یې ترلاسه کړ. په RPI کې یې د خپل ریاست دورې په اوږدو کې، شاوخوا یو میلیارډ امریکایي ډالره مالي مرستې د بشرپالنې موخو لپاره ترلاسه کړې.

د هغې په مشرۍ «د رېنسلیَر پلان» تر نامه لاندې یو ستراتیژیک نوښت وپنځول شو او د دغه پلان د موخو ترلاسه کولو په لور ډېر پرمختګونه ترسره شول. د «تجربوي رسنیو او تمثیلي هنرونو مرکز» (چې شاوخوا ۲۰۰ میلیارډه امریکا ډالره پرې ولګېدل) او د Athletic Village ختیځې محوطې جوړولو په شمول، هغې د یوې سترې پانګې د لوړېدو کمپاین څارنه وکړه.

د ۲۰۰۶ کال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه، د RPI علمي شورا (د یوشمېر تقاعد شویو غړو په شمول) په ۱۵۵ موافقو او ۱۴۹ مخالفو رایو، جکسن ته د عدم اعتماد رایه ورکړه.

RPI ته له ورتګ راهیسې، د جکسن معاشات او عواید په ۱۹۹۹-۲۰۰۰ز کلونو کې له ۴۲۳،۱۵۰ امریکایي ډالرو څخه په ۲۰۰۶-۲۰۰۷ز کلونو کې شاوخوا ۱،۳۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو ته لوړ شوي وو. په ۲۰۱۱ز کال کې د جکسن معاش ۱.۷۵ میلیون امریکایي ډالره ؤ. د اټکل له‌مخې، هغې په ۲۰۰۶-۲۰۰۷ز کلونو کې ۱.۳ میلیونه امریکایي ډالره په څوګونو سترو شرکتونو کې د مشرتابه پلاوي له پلوه ترلاسه کړي دي. د ۲۰۰۸ کال په ډسمبر کې، د RPI د تنقیص شویو کارمندانو د نوملړ په اعلانېدلو سره، د RPI ټولنې ځینو غړو ته پوښتنه پیدا شوه چې ولې انسټیټوت په‌دې کچه د جکسن تاوان وزغمي، په ادیرونداک کې د هغې لپاره استوګنځی شتون ولري او هغوی د یوه شخصي کارمند ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ۲۰۱۰ کال په جون کې اعلان وشو چې د رېنسلیَر پولیتخنیک انسټیټوت د امناوو هیأت د رایو په اتفاق پرېکړه کړې ترڅو د جکسن ریاست دوره د ۱۰ کلونو لپاره وغځول شي، او هغې هم ومنله. شیرلي آن جکسن په ۲۰۱۴ز کال کې د متحده ایالاتو د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو په کتار کې تر ټولو لوړ معاش او امتیاز درلود.

د ۲۰۱۸ز کال په مني کې، د ۲۰۲۲ کال د جون تر پایه پورې د تړون غځونه د امناوو هیأت له‌خوا تایید شو.

د ۲۰۲۱ کال د جون پر ۲۵مه نېټه، جکسن په ښکاره څرګنده کړه چې د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۱ړۍ نېټه به، له ۲۳ کلونو خدمت وروسته، د انسټیټوت له ریاست څخه استعفا وکړي.

د طبیعت ساتنه[سمول]

د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې، شیرلي آن جکسن د طبیعت ساتنې نړیوال بورډ سره یوځای شوه. هغه به په نوموړي بورډ کې د ۲۰۲۹ کال تر اکټوبره پورې خدمت وکړي. د بورډ مشر تام تیرني وایي، چې «د خورا کلکو چاپېریالي ننګونو پر وړاندې د درېدو لپاره، د طبیعت ساتنې بورډ د لوړ همت او لویو مفکورو خاوندانو ته اړتیا لري».[۵][۶]

شخصي ژوند[سمول]

شیرلي جکسن د رېنسلیَر پولیتخنیک انسټیټوت د فزیک پروفیسور ډاکتر موریس ا. واشنګټن سره واده کړی دی او اوس‌مهال یو ځوان زوی لري. هغه د دلتا سېګما تېتا ټولنې غړې ده.

سرچينې[سمول]

  1. "Shirley Jackson at MIT, 1973". MIT Black History (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Science Pioneers". Finding Your Roots (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في August 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The Nature Conservancy Appoints New Members to its Global Board of Directors". د اصلي آرشيف څخه پر August 8, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Honorable Dr. Shirley Ann Jackson, Commissioner". NRC Web (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 26, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Biography: Shirley Ann Jackson". The Nature Conservancy (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في August 10, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Nature Conservancy Appoints New Members to its Global Board of Directors". د اصلي آرشيف څخه پر August 8, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)