Jump to content

شیخ رحیم الله حقاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رحيم الله حقاني د مولوي سعدالله زوی د محمداجان لمسی په۱۳۵۷هـ.ش کال د ميزان ۱۵ د جمعي په ورځ د ننګرهار ولايت د پچیر آګام ولسوالي پاس صبر کلي کې زېږیدلی وو، چې په قوم خروټی وو.

زده کړې:

[سمول]

لومړنۍ زده کړې یې د روسانو د یرغل څخه د هجرت پر مهال پیل کړې. عصري زده کړې یې تر ۱۱ ټولګۍ پورې کړې وې، دینې زده کړې تر لويې دورې (لیسانس) پورې له تکړه او جیدو علماوو څخه تر لاسه کړې وې. چې مشهور استادان یې شيخ الحدیث مولانا حمدالله جان الداجوي رحمه الله او شيخ الحدیث مولانا محمد ادريس حفظه الله وه. په ۱۳۷۷ هـ.ش کال کې یې دیني زده کړي هم سرته ورسولې. د تعلیمي دورې د پای ته رسولو نه وروسته یې تدریس پېل کړ؛ په افغانستان پاکستان کې یې په زرهاوو طالبان وروزل. د تدریس سره یې زیات شوق وو د دوه ځله بندي کیدو په مهال یې په زولنو کې هم درس وکړ او د امت مدافعین یې وروزل. شهید استاد چې حقاني، مناظر او مجاهد عالم وه؛ نو د شاګرانو شمیر یې په نسبت د نورو علماوو زیات وه. د شاګرانو هغه شمیر چې د نوم لیکنې په کتاب کې لیکل شوی دی:۱۵۰۰، ۱۶۰۰، ۲۰۰۰ ، ۲۴۰۰ ته رسیدل په مختلیفو درسونو کي. یقیناً چې لویه هستي وه. جــــــهادي خـــدمــــات: لساني جهاد، د صـــليــبيت، اشغال او داعشیت پر وړاندی مجاهدینو ته په مختلفو ځایونو کې شرعي او عقیدوی درسونه ورکول. د رافضیت، مودوديت، مماتيت، بريلويــــت، داعشيت، اولامـذهبيت مکمل ترديد او د مناظرو د کورسـونو سـره عملي منـــاظري هم کولې. بـــدنـــــــي جـــهاد: د دوه ډلګېو سرپرستي، د ننګرهار ولايت د نظامي کمیسيون مسؤليت، د اسلامي امارت مرکزي نظامي کمیسیون کي خدمت، د مرکزي نظامي کميسيون د ملکي تلفاتو په اداره کې خدمت، په خصوصي محاکمو کي خدمت، د غنائمو د عمومي ادارې مسؤلیت او داسې نور.... د مجاهدينو د اصلاح اونظرياتي تربيت لپاره مختلفو ولاياتو ته سفرونه هم کول.

لیکوالي او تصنیفات یې:
[سمول]

نوموړي ۱۴ کتابونه لیکلي دي: چې مشهور تصنیف یې [احقاق الحق فی الــدفع عن الــمذهب الـحق] ۴ جلده پښتو کې. شهید شیخ صاحب تقبله الله ۱۴۰۱/۵/۲۰ هــ.ش کال چې د پنجشنبې ورځې سره سمون خوري ماسپښین ۲ بجې شاوخوا د الجامعة المحمدیه کابل په انګړ کې د یو ورور سره خوارجو له لوري په شهادت ورسیده. ‫ او ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار پنځمې ناحیه د میوې منډي تر څنګ د الفتح جامع مسجد الجامعة المحمدیة کې خاورو ته وسپارل شو.