شپږم بطلیموس فیلومتر (په مور میین)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شپږم بطلیموس فیلومتر (په یوناني: Πτολεμαῖος Φιλομήτωρ, Ptolemaĩos Philomḗtōr، زوکړه له میلاد څخه مخکې ۱۸۶ – مړینه ۱۴۵) د بطلیموسي مصر یو پاچا و چې له ميلاد مخکې یې له ۱۸۰ تر ۱۶۴ کال او له ميلاد څخه مخکې له ۱۶۳ تر ۱۴۵ کال پورې واکمني وکړه. هغه غالباً د لرغوني مصر د وروستي واکمن په توګه په پام کې نیول کېږي، چې هغه مهال لا هم یو ستر ځواک و. [۱]

شپږم بطلیموس د پاچا پنځم بطلیموس او ملکې لومړۍ کلئوپاترا مشر زوی و کله یې چې پلار له ميلاد څخه مخکې په ۱۸۰ کال کې ومړ په شپږ کلنۍ کې واک ته ورسېد. د پاچاهۍ اداره د نایب السطنه‌وو: د هغه مور له ميلاد څخه مخکې ۱۷۷ یا ۱۷۸ کال کې د خپلې مړینې ترمهاله او تر هغې وروسته له ميلاد څخه مخکې تر ۱۶۹ کال پورې د اولائوس او لنائوس په نوم د هغې د دوه نورو ملګرو په واک کې وه. له ميلاد څخه مخکې له ۱۷۰ کال څخه د هغه مېرمن- خور دویمه کلئوپاترا او د هغه کوچني ورور اتم بطلیموس د هغه تر څنګ همکار واکمنان وو. د شپږم بطلیموس  واکمني ځانګړنه د سوریې پر سر له سلوکي سترواکۍ سره خارجي نښته او د بطلیموسي واکمنۍ د کنترول پر سر له خپل کوچني ورور سره کورنۍ نښته وه. د سوریې په شپږمه جګړه کې (له ميلاد څخه مخکې ۱۶۸-۱۷۰) بطلیموسي ځواکونو په بشپړ ډول ماته وخوړه او مصر دوه ځله د سلوکۍ پوځ له برید سره مخامخ شو. د نښتې تر پای ته رسېدلو څو کاله وروسته سلوکیان او اتم بطلیموس په دې بریالي شول چې شپږم بطلیموس له  ميلاد څخه مخکې په ۱۶۴ کال کې له مصر څخه اخراج کړي.    

د اسکندریې خلک د اتم بطلیموس پر ضد شول او شپږم بطلیموس یې په ۱۶۳ کال کې واک ته راوباله. شپږم بطلیموس په‌خپله دغه دویمه واکمنۍ کې د سلوکیانو او خپل ورور پر وړاندې نښتو کې ډېر بریالی و. هغه خپل ورور سیرنائیکا ته تبعید کړ او د اتم بطلیموس په ګټه د رومیانو د پام‌وړ مداخلې سره سره یې څو څو ځله د قبرس د ولکه کولو لپاره د سپر په توګه د هغه له کارولو څخه مخنیوی وکړ. شپږم بطلیموس د سلوکي تاج او تخت د یو شمېر سیالو مدعیانو له ملاتړ سره د داخلي جګړې په پارولو کې مرسته وکړه چې نسلونه نسلونه یې دوام وکړ او په نهایت کې یې سلوکي کورنۍ له‌منځه یوړه. شپږم بطلیموس له ميلاد څخه مخکې په ۱۴۵ کال کې په سلوکي سوریه برید وکړ او د اونوپاروس په جګړه کې یې بشپړه بریا ترلاسه کړه چې په پایله کې یې د دواړو بطلیموسي او سلوکي قلمروونو مسولیت پر غاړه واخیست. خو درې ورځې وروسته د هغه ټپونو له امله چې په جګړه کې یې اخیستي وو ومړه. د جګړې لاسته راوړنې تقریباً ډېر زر بېرته له لاسه ورکړل شوې او اتم بطلیموس واک ته راستون شو.  

مخینه او د ژوند لومړي کلونه[سمول]

شپږم بطلیموس د پنځم بطلیموس او لومړۍ کلئوپاترا مشر زوی و. د پنځم بطلیموس د واکمنۍ لومړي کلونه د سلوکي پاچا درېیم انتیوخوس پر وړاندې د سوریې د پنځمې جګړې (۱۹۸-۲۰۴) په واک کې وو چې بطلیموسي پوځيانو ته يې په بشپړ ډول ماته ورکړه، کوئل-سوریه او یهودیه یې د خپلې سترواکۍ ضمیمه کړل او د مصر موقعیت یې د لاس لاندې په توګه راټيټ کړ. پنځم بطلیموس د سولې د تړون پر اساس له ميلاد څخه مخکې په ۱۹۴ کال کې د درېیم انتیوخوس له لور لومړۍ کلئوپاترا سره واده وکړ. [۲][۳]

شپږم بطلیموس له ميلاد څخه مخکې په ۱۸۶ کال کې په احتمالي ډول د مې یا جون په میاشت کې نړۍ ته راغی. هغه دوه خویندې وروڼه لرل: یوه خور، دویمه کلئوپاترا چې په احتمالي ډول له ميلاد څخه مخکې د ۱۸۶ او ۱۸۴ کلونو تر منځ زېږېدلې وه او یو کشری ورور چې اتم بطلیموس و. پلار يې د شپږم بطلیموس موقعیت په مصر او نړۍ کې د وارث په توګه په پراخه کچه تبلیغ کړ، د مثال په ډول له ميلاد څخه مخکې په ۱۸۲ کال کې د پاناتنایک لوبو ته د هغه په نوم ګاډۍ کې د یو ټيم دننه کول. د سوریې په پنځمه جګړه کې ماتې د پنځم بطلیموس د واکمنۍ پر پاتې دوران خپل سیوری خور کړ. په بطلیموسي دربار کې یوې مخکښې سیاسي ډلې د مصر د لاسه ورکړل شوي باور د بېرته راستنولو لپاره مبارزه پیل کړه، په داسې حال کې چې یوې بلې ډلې د قلمرو د بیارغونې او پوځي کولو د لګښتونو پر وړاندې مقاومت وکړ. پنځم بطلیموس له ميلاد څخه مخکې په ۱۸۰ کال کې په ۳۰ کلنۍ کې په ناڅاپي ډول ومړ. دا احتمال شته چې نوموړی د دغه داخلي نښتو په پایله کې وژل شوی وي – یوه وروستۍ سرچینه ادعا کوي چې هغه مسموم شوی و.  [۴][۵][۶][۷]

لومړنۍ واکمني (له ميلاد څخه مخکې ۱۸۰-۱۶۴)[سمول]

واکمنۍ (د نایب السطنه په توګه)[سمول]

شپږم بطلیموس یواځې د ۶ کلو و چې سم‌لاسي د خپلې مور کلئوپاترا له نایب السطنه‌والي سره پاچا وټاکل شو. د دغې دورې اړوند اسناد ښيي چې کلئوپاترا تر شپږم بطلیموس مخکې نومول شوې ده او سیکې د دواړو د هغې او د هغې د زوی له مشترک صلاحیت سره ضرب شوې دي. له سلکویانو سره د جګړې له مداومو پاڅونونو سره په مخامختیا کې لومړۍ کلئوپاترا د خپلو سلوکي جرړو او له دې له امله چې جګړې د هغوی ځواک له خطر سره مخامخ کاوه سوله‌ییزه پالیسي وکاروله. هغه په احتمالي ډول له ميلاد څخه مخکې د ۱۷۸ کال په وروستیو کې یا ۱۷۷ کال په لومړیو کې ومړه، که څه هم ځینې څېړونکي د هغې مړینه له ميلاد څخه مخکې په ۱۷۶ کال کې یادوي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

شپږم بطلیموس لا ډېر ځوان و او په یوازې ځان يې حکومت نه شوی کولی. لومړۍ کلئوپاترا د مرګ په بستر خپل دوه نږدې ملګري اولائوس او لنائوس د نایب السطنه په توګه منصوب کړل. اولائوس د حرامسرای خصي شوی ساتونکی او د شپږم بطلیموس ښوونکی او تر دوی دواړو مشر او د ډېرې تجربې خاوند و چې ان سیکې یې هم په‌خپل نوم ضربولې. لنائوس یو سوریه‌یي غلام و چې په احتمالي ډول د لومړۍ کلئوپاترا د واده پر مهال د هغې د ملتیا کوونکو د یوې برخې په توګه له هغې سره مصر ته راغلی و، داسې ښکاري چې د پاچاهۍ د مالي چارو مدیریت په ځانګړي ډول د هغه پر غاړه و. [۱۲]

اولائوس او لنائوس د شپږم بطلیموس د وقار لوړولو سره د خپل واک د پیاوړتیا په لټه کې وو. له میلاد څخه مخکې د ۱۷۵ کال په لومړیو کې یې د هغه واده له خپلې خور دویمې کلئوپاترا سره ترتیب کړ. د خور او ورور واده په بطلیموسي کورنۍ کې دود و چې په احتمالي ډول د مصر له پخوانۍ فرعونې څخه تقلید و. دا جوړه د متوفی لومړۍ کلئوپاترا په افتخار د Theoi Philometores (په مور میین خدایان) په نوم نومول شوې او په بطلیموسي کرړه کې ځای پر ځای شوې. د مصر په مذهبي محتویاتو کې دا لقب د هوروس په توګه د فرعون اړیکې له خپلې مور ایسیس سره یادوي. شپږم بطلیموس او دویمه کلئوپاترا لا کوچني ماشومان وو؛ په دې توګه یې واده کلونه دوام وکړ چې په پای کې يې په ګډه څلور ماشومان لرل.  [۱۳][۱۴][۱۵]

د سوریې شپږمه جګړه (له ميلاد څخه مخکې ۱۷۰-۱۶۸)[سمول]

سلوکي پاچا څلورم سلوکوس د شپږم بطلیموس تره په بشپړ ډول له سوله‌ییزې پالیسۍ څخه کار اخیستی و خو له ميلاد څخه مخکې په ۱۷۵ کال کې ووژل شو. تر دوو میاشتو نښتو وروسته د هغه ورور څلورم انتیوخوس تاج او تخت خوندي کړل. ناکرار حالت په بطلیموسي دفتر کې جنګیالي ځواکمن کړل او اولائوس او لنائوس د هغوی مخنیوی ونه‌شو کړی او یا يې هم ونه غوښتل د هغوی پر وړاندې مقاومت وکړي ځکه لومړۍ کلئوپاترا نوره ژوندۍ نه وه. له ميلاد څخه مخکې په ۱۷۲ کال کې د جګړې لپاره لومړۍ تیارۍ روانې وې. روم او مقدونیې له ميلاد څخه مخکې په ۱۷۱ کال کې د مقدونیې درېیمه جګړه پیل کړه او په بطلیموسي چارو کې يې د هغوی د لاس‌وهنې توان راکم کړ او د مصر دولت دا فکر کړی و چې د جګړې وخت رارسېدلی دی.   [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Chris Bennett. "Ptolemy VI". Tyndale House. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Chris Bennett. "Cleopatra I". Tyndale House. د لاسرسي‌نېټه September 28, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Grainger 2010, p. 274
  4. IG II² 2314 line 56; Tracy, Stephen V.; Habicht, Christian (1991). "New and Old Panathenaic Victor Lists". Hesperia. 60 (2): 221. doi:10.2307/148087. JSTOR 148087. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Chris Bennett. "Ptolemy VI". Tyndale House. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jerome, Commentary on Daniel 11.20
  7. Grainger 2010, p. 274
  8. Chris Bennett. "Ptolemy VI". Tyndale House. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hölbl 2001, p. 143
  10. Grainger 2010, pp. 281–2
  11. Chris Bennett. "Cleopatra I". Tyndale House. د لاسرسي‌نېټه September 28, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Morkholm 1961, pp. 32–43
  13. "Pharaohs of Ancient Egypt". Ancient Egypt Online. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Chris Bennett. "Ptolemy VI". Tyndale House. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hölbl 2001, p. 143 & 168
  16. II Maccabees 3.
  17. Hölbl 2001, pp. 143–4
  18. Grainger 2010, pp. 284–8
  19. Livy XLII.26.8