شيطاني مرخېړی
ښکارېدونکې بڼه
Boletus satanas شيطاني مرخېړی | |
---|---|
مملکه | پوڅکۍ |
څانگه | Basidiomycetes |
طایفه | Boletales |
کورنۍ | Boletaceae |
جېنس | Boletus |
شيطاني مرخېړی (په لاتين: Boletus satanas) یوه زهرلرونکي پوڅکۍ ده چې د Boletaceae په کورنۍ او د Boletus په جېنس پورې اړه لري او په ځانگړي ډول د بلوط په ځنگلونو کې بلوطونو، زيزفونونو او بيرچونو ته نژدې د جون څخه تر اکتبر پورې شنه کېږي. نوموړي پوڅکۍ یو شمير زهرجن مواد لکه Bolesatin, موسکارين او Psychotoxin لري. هر انسان د دی پوڅکۍ تر خوړلو وروسته د معدې سترونزې او دكانگو ناروغي لري.