شهر سوخته (سوزېدلی ښار)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شهر سوخته (پښتو معنی: سوزېدلی ښار؛ Shahr-i Sōkhta) چې لرغونتیا یې له میلاد وړاندې ۳۵۵۰ کال څخه تر ۲۳۰۰ کال پورې رسېږي د برونزو دورې ته اړوند هغه پام وړ ښاري استوګنځای دی چې د هلمند له کلتور سره اړیکه لري. دغه ښار د ایران د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان په ولایت کې د هلمند سیند څنډې او د زاهدان – زابل سړک ته څېرمه موقعیت لري. دغه ښار د ۲۰۱۴ زکال په جون میاشت کې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل شو. [۱][۲][۳]

د دغه ښار د غیرمنتظره ظهور او سقوط دلایل تر اوسه ناڅرګند پاتې دي. له دغه ښار څخه ترلاسه شوي اثار د هغه مهال د نږدې تمدنونو سره د عجیبې ناسازګارۍ څرګندوی دي او داسې انګېرل کیږي چې دغه ښار بالاخره کېدای شي د فارس په ختیځ کې له تاریخ وړاندې د داسې یو تمدن څرګند شواهد وړاندې کړي چې له لرغوني بین النهرین څخه جلا وي.

لرغونپوهنه[سمول]

دغه لرغونی سایټ په ۱۹۰۰مه لسیزه کې د اورل شټاین له خوا کشف او په هغو کې یې څېړنې ترسره کړې. دغه سایټ د ۱۹۶۷ زکال په پیل کې د مائوریزیو توسي تر مشرۍ لاندې د افریقا او ختیځ لپاره د ایټالوي انستیتیوت (Istituto italiano per l'Africa e l'Oriente) د یوې ډلې له خوا وڅېړل شو. د هغوی څېړنیزو چارو تر ۱۹۷۸ زکال پورې دوام وکړ. له یوې وقفې وروسته په دغه سایټ کې څېړنیزې چارې د ایران د کلتوري میراثونو او تورېزم د بنسټ د یوې ډلې له خوا چې اس ام اس سجادي یې مشري کوله بیاځلي پیل شوې. همدا دی چې په هغو کې یو مهال او بل مهال د نویو کشفیاتو راپور ورکول کیږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

له دغه سایټ څخه د کشف شوو توکو لرغونتیا له میلاد وړاندې ۲۷۰۰ کال څخه تر ۲۳۵۰ کال پورې رسېږي. دغه کشفیات ښيي چې دغه ښار د سوداګریزو لارو مرکز پاتې شوی چې بین النهرین او فارس یې د سند درې له تمدنونو سره نښلاوه.

ګمان کیږي چې دغه سایټ د ۱۵۱ هکتارو (۳۷۰ جریبو) په اندازه سیمه تر پوښښ لاندې لرله، خو اوس مهال یې پراختیا ۲۰۰ هکتاره (۴۹۰ جریبه) کیږي. په دغه ښار کې د ودانو شوو برخو اکثریت مساحت شاوخوا ۱۲۰ هکتاره کیږي. دغه ښار د ښاري استوګنې د عصر په پیلېدو سره د نړۍ یو له لویو ښارونو څخه و چې د فعلي لوط صحرا ختیځې لمن ته د ځمکې پر سر په تر ټولو ګرم ځای کې موقعیت لري. په لرغونو مهالونو کې د دغې سیمې د هوا حالات د خوښې وړ بلل شوي، ځکه هغه مهال ورته څېرمه د هامون سیندګی بهېده؛ دغه ښار د پراختیا له مخې ډېر لوی و او همدارنګه په کې زیاتو للمو ځمکو شتون درلود. همدارنګه د دهانه غلامان په نامه د هخامنشیانو مهم مرکز او لرغونی سایټ چې لرغونتیا یې له میلاد وړاندې ۵۵۰ کال څخه له میلاد وړاندې ۳۳۰ کال ته رسېږي، د دغه ښار شمال ختیځ لوري ته په ۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. [۱۲][۱۳][۱۴]

د شهر سوخته سویل لویدیځې برخې ته د ۲۵ هکتارو (۶۲ جریبو) په مساحت لویه هدیره شتون لري چې په هغو کې له ۲۵۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰ لرغوني قبرونه شتون لري. [۱۵][۱۶]

په دغه سیمه کې ودانیزې چارې له میلاد وړاندې ۳۵۵۰ کال په شاوخوا کې شوې دي. په ۲۰۲۱ زکال کې د ماسیمو ویداله د وینا پر بنسټ دغه ښار د تمدن څلور پړاوونه لرلې دي او وړاندې له دې چې له استوګنې خالي شي درې ځله سوزېدلی دی. په سیمه کې د ایټالوي لرغون پوهانو د ماموریت پر بنسټ، وړاندې داسې ګمان شتون درلود چې دغه ښار له میلاد وړاندې ۱۸۰۰ کال کې تخلیه شوی دی، خو د ګرازیاني تپي ته څېرمه محوطه کې د باربرا هلوینګ او حسن فاضلي نشلي په رهبرۍ د ایټالوي او ایراني لرغون پوهانو د ماموریتونو پر مهال د کالیبرېټ شوو راډیو کاربنونو د څېړنو پر بنسټ دا څرګنده شوه چې دغه سایت له میلاد وړاندې ۲۳۵۰ کال کې تخلیه شوی دی. [۱۷][۱۸][۱۹]

لومړۍ دوره[سمول]

په لومړۍ دوره کې (له میلاد وړاندې ۳۵۵۰ کال څخه تر ۳۰۰۰ کال) داسې ښکاري چې شهر سوخته د ترکمنستان په سویلي برخه کې له لرغونو سایټونو، د افغانستان د کندهار له سیمې، د کویټې له درې او د ایران له بمپور درې سره اړیکې لرلې دي. ورته مهال یې د نیاایلامي دورې له خوزستان او فارس ښارونو سره هم اړیکې لرلې دي. [۲۰][۲۱]

په ۱۰، ۹ او ۸م پړاو کې د دغې دورې په خټینو لوښو کې د هغو د بیروني اړخ لپاره له روښانه خمیري رنګونو او ډیرو غني تزئیناتو څخه ګټنه شوې هماغه ډول چې د دریم منډیګک او ختیځ بلوچستان (په ځانګړې توګه د کویټې درې) په چیني لوښو کې لیدل کیږي، همدارنګه یې د تزئیناتو ځانګړنې د دریم نمازګاه له چیني لوښو سره ورته والی لري.[۲۲][۲۳]

له میلاد وړاندې ۳۰۰۰ کال په شاوخوا کې د شهر سوخته د خټینو لوښو جوړونکو، د ښار شمالي لور ته په ۷۵۰ کیلومترۍ فاصله کې د لرې پراته ترکمنستان د چیني لوښو په سبک لوښي جوړول ورته مهال یې نور چیني لوښي د معاصر پاکستان د کچ مکران – او د ایران د بلوچستان له سیمې څخه چې سویل لوري ته یې په ۴۰۰ - ۵۰۰ کیلومترۍ فاصله کې موقعیت لري واردول؛ همدارنګه یې ختیځ لوري ته په ۴۰۰ کیلومترۍ فاصله کې د افغانستان له منډیګک (کندهار) سیمې څخه هم چیني لوښي واردول. [۲۴]

د اووم پړاو په پای کې چې له میلاد وړاندې شاوخوا ۳۰۰۰ کال کیږي، د دغه ښار ډیری برخه د اورلګېدنې له امله ویجاړه شوه؛ په ځانګړې توګه د هغو په ختیځو او مرکزي برخو کې د کوټو سوزیدلي ګچونه، ایرې او د چت د سوزېدلو لرګیو پاتې شوني د هغو څرګندويي کوي. [۲۵]

دویمه دوره[سمول]

په دویمه دوره کې (له میلاد وړاندې شاوخوا ۳۰۰۰ کال – ۲۶۰۰ کال) شهر سوخته د سند درې له ویش وړاندې د سند او بمپور درو سره دوامداره اړیکه لرله. د دغې دورې په شپږم پړاو کې سوزېدلي استوګنځایونه بېرته ورغول شول، په داسې حال کې چې یو شمېر ویجاړ شوي کورنه یې بېرته جوړ نه شول. د شهر سوخته په ۳۳مه برخه کې د انریکو سکالونه څېړنو د «معار د کور» په مستعار نامه باندې د یادېدونکې ودانۍ او د هغو په ختیځه ودانۍ کې د راډیو کاربنونو هغه پوښ ته اشاره کړې چې لرغونتیا یې له میلاد وړاندې ۳۰۰۰ کال څخه تر ۲۸۵۰ کال پورې رسېږي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

دریمه دوره[سمول]

د دریمې دورې په دریم او دویم پړاو کې (له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۶۰۰ کال – ۲۴۰۰ کال) د ښار په لرې پرتو برخو کې د لویو دیوالونو په لرلو لویې ودانۍ جوړې شوې دي؛ دغه مهال په خټینو لوښو کې د دویمې دورې نقاشي کېدوني تزئینات له منځه تللي او هغه معیاري شوي دي؛ ورته مهال د مړو خښولو اړوند شواهد یې د وګړو ترمنځ د ټولنیزو- اقتصادي توپیرونو څرګندويي کوي. په دغه دوره کې له منډیګک، بمپور او د سند د تمدن له ښارونو سره سوداګرۍ دوام درلود. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

څلورمه دوره[سمول]

څلورمه دوره (له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۴۰۰ کال – ۲۳۰۰ کال) په «سوزېدلې ماڼۍ» یا «سوزېدلې ودانۍ» کې د کنستنو له مخې پیژندل کیږي او لرغون پوهان باوري دي چې په دغه دوره کې شهر سوخته نږدې په انحصاري بڼه له بمپور درې او د کندهار له سیمې سره اړیکې لرلې دي. دغه چاره د بمپور په معمولي V او VI خټینو لوښو کې په اثبات رسېدلې. په ۱۹۷۲ زکال کې د دغه ښار په لویدیځو برخو کې د اور اچوونکو ډبرو، لاجوردو او فیروزې د پریمانه غلظت لرونکو ډبرو په ګډون د دغو ډبرو پروسس کوونکې کارخونې کشف شوې دي چې له امله یې دغه سایټونه په دغه سیمه کې تر ټولو ځانګړي بلل کیږي. [۳۴][۳۵][۳۶]

پنځمه دوره[سمول]

بل پلو سکالونه د یو کرونولوژیکي ګرافیک پر مټ د خپلې وینا پر مهال اعتراف وکړ چې له میلاد څخه وړاندې ۲۳۵۰ کال او ۲۲۰۰ کال ترمنځ د شهر سوخته له تخلیې وروسته د پنځمې دورې پر مهال (له میلاد وړاندې ۲۱۰۰ کال څخه له میلاد وړاندې ۲۰۰۰ کال پورې) هم په «سوزېدلې ودانۍ» کې وګړو استوګنه لرلې؛ هغه دغه څرګندونې په ۱۹۷۹ زکال کې د لرغون پوه رافائل بیسیونه له خوا د کالیبرېټ شوو راډیو کاربنونو د نېټې ټاکلو پر بنسټ وکړې، خو پر باور یې دا کېدای شي د پخواني اشغال شوي ښار ځانګړي پاتې شوني وي، هماغه ډول چې ماسیمو ویداله څرګندوي، «ښاري نظام» له میلاد وړاندې ۲۳۵۰ کال څخه مخکې شتون نه درلود. ام. توسي او آر.بیسکوین چې کلونه وړاندې یې په دغه «سوزېدلې ودانۍ» کې کنستنې کړې دي، اټکل کوي چې دغه ودانۍ «له میلاد وړاندې د ۲۰۰۰ کال په شاوخوا کې د جګړې له امله ویجاړه شوې ده». [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.
  2. "Shahr-i Sokhta". UNESCO World Heritage Centre. UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Twenty six new properties added to World Heritage List at Doha meeting". UNESCO World Heritage Centre. UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Aurel Stein, Innermost Asia. Detailed Report of explorations in Central Asia, Kansu and Eastern Iran, Clarendon Press, 1928
  5. Aurel Stein, An Archaeological Journey in Western Iran, The Geographical Journal, vol. 92, no. 4, pp. 313-342, 1938
  6. Maurizio Tosi, Excavations at Shahr-i Sokhta. Preliminary Report on the Second Campaign, September–December 1968, East and West, vol. 19/3-4, pp. 283-386, 1969
  7. Maurizio Tosi, Excavations at Shahr-i Sokhta, a Chalcolithic Settlement in the Iranian Sistan. Preliminary Report on the First Campaign, East and West, vol. 18, pp. 9-66, 1968
  8. P. Amiet and M. Tosi, "Phase 10 at Shahr-i Sokhta: Excavations in Square XDV and the Late 4th Millennium B.C. Assemblage of Sistan", East and West, vol. 28, pp. 9-31, 1978
  9. S. M. S. Sajjadi et al., Excavations at Shahr-i Sokhta. First Preliminary Report on the Excavations of the Graveyard, 1997-2000, Iran, vol. 41, pp. 21-97, 2003
  10. S.M.S. Sajjadi & Michèle Casanova, Sistan and Baluchistan Project: Short Reports on the Tenth Campaign of Excavations at Shahr-I Sokhta, Iran, vol. 46, iss. 1, pp. 307-334, 2008
  11. "CHN - News". 13 March 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, p. 539: "The settlement of Shahr-i Sokhta was once believed to have occupied an area of about 151 hectares (Piperno - Tosi 1975), although this estimate has risen to 200 hectares on the basis of the ongoing research (Sajjadi 2014a)."
  13. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, p. 539: "Considering only the maximum built area, i.e. 120 hectares (Biscione et al. 1977)..."
  14. UNESCO, (2017). Management Plan of Shahr-i Sokhta: World Heritage Site, World Heritage Convention 2017, Tehran, p. 17, Table 4: "...Age: Achaemenid, Location: 50 kilometers northeast of Shahr-i Sokhta, Name: Dahane-e Gholaman..."
  15. Sandro Salvatori And Massimo Vidale, Shahr-I Sokhta 1975-1978: Central Quarters Excavations: Preliminary Report, Istituto italiano per l'Africa e l'Oriente, 1997, کينډۍ:ISBN
  16. Sajjadi, S.M.S., et al. (2003). "Excavations at Shahr-i Sokhta: First Preliminary Report on the Excavations of the Graveyard,1997-2000", Iran, Vol. 41 (2003), pp. 21-97.
  17. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, p. 525.
  18. Vidale, Massimo, (15 March, 2021). "A Warehouse in 3rd Millennium B.C. Sistan and Its Accounting Technology", in Seminar "Early Urbanization in Iran", Lecture minute 11:12 onward.
  19. Ascalone, Enrico, (2022). "Preliminary Report on the 2018-2019 Excavations in Area 33 at Shahr-i Sokhta", in: Enrico Ascalone and Seyyed Mansur Seyyed Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 3, Tehran, pp. 143-232, (See p. 152, Fig. 10).
  20. Genito, Bruno, (April 5, 2012), "Excavations in Sistān", in Callieri, Pierfrancesco, and Bruno Genito, Italian Excavations in Iran, Encyclopaedia Iranica.
  21. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.
  22. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.
  23. Eftekhari, Negar, et al., (2021). "To be or not to be local: a provenance study of archaeological ceramics from Shahr-i Sokhta, eastern Iran", in Archaeological and Anthropological Sciences Volume 13, Article number: 68 (2021), Introduction.
  24. Mutin, Benjamin, and Leah Minc, (2019). "The formative phase of the Helmand Civilization, Iran and Afghanistan: New data from compositional analysis of ceramics from Shahr-i Sokhta, Iran", in Journal of Archaeological Science: Reports Volume 23, February 2019, pp. 881-899.
  25. Genito, Bruno, (April 5, 2012), "Excavations in Sistān", in Callieri, Pierfrancesco, and Bruno Genito, Italian Excavations in Iran, Encyclopaedia Iranica.
  26. Ascalone, Enrico, (12 December 2020). "Emergence of Complex Societies in Eastern and South-Eastern Iran: Shahr-i Sokhta in Bronze Age", Lecture minute 5:30.
  27. Genito, Bruno, (April 5, 2012), "Excavations in Sistān", in Callieri, Pierfrancesco, and Bruno Genito, Italian Excavations in Iran, Encyclopaedia Iranica.
  28. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.
  29. Sajjadi, S.M.S., et al. (2003). "Excavations at Shahr-i Sokhta: First Preliminary Report on the Excavations of the Graveyard,1997-2000", Iran, Vol. 41 (2003), pp. 21-97.
  30. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.
  31. Genito, Bruno, (April 5, 2012), "Excavations in Sistān", in Callieri, Pierfrancesco, and Bruno Genito, Italian Excavations in Iran, Encyclopaedia Iranica.
  32. Ascalone, Enrico, (12 December 2020). "Emergence of Complex Societies in Eastern and South-Eastern Iran: Shahr-i Sokhta in Bronze Age", Lecture minute 5:30.
  33. Jarrige, J.-F., A. Didier, and G. Quivron, (2011). "Shahr-i Sokhta and the Chronology of the Indo-Iranian Borderlands", in Paléorient 37 (2), p. 17: "...We agree with the links, which we ourselves often observed, between Shahr-i Sokhta I, II and III and Mundigak III and IV and between the sites of Balochistan and the Indus valley at the end of the 4th millennium and in the first half of the 3rd millennium BC..."
  34. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.
  35. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.
  36. Vidale, Massimo, (15 March, 2021). "A Warehouse in 3rd Millennium B.C. Sistan and Its Accounting Technology", in Seminar "Early Urbanization in Iran", Lecture minute 11:12 onward.
  37. Ascalone, Enrico, (12 December 2020). "Emergence of Complex Societies in Eastern and South-Eastern Iran: Shahr-i Sokhta in Bronze Age", Lecture minute 50:00.
  38. Vidale, Massimo, (15 March, 2021). "A Warehouse in 3rd Millennium B.C. Sistan and Its Accounting Technology", in Seminar "Early Urbanization in Iran", Lecture minute 11:12 onward.
  39. Ascalone, E., and P. F. Fabbri, (2022). "Demographic considerations regarding the settlement and necropolis of Shahr i Sokhta", in: E. Ascalone and S.M.S. Sajjadi (eds.), Excavations and Researches at Shahr-i Sokhta 2 (= ERSS 2), Pishin Pajouh, Tehran, pp. 524, 525.