شمېر نوم عدد نوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شمېر نوم: شمېر نوم هغه نوم ته ويل کېږي، چې د اشخاصو او شيانو شمېر، ترتيب او درجه ښيي او د نوم څومره والی او پوړ والی ښيي، لکه: درې، څلور، اته، لس، پينځم، لسم او داسې نور.... د شمېر نوم ډولونه دادي: ۱_ آر شمېر نوم ( اصلي عدد)، ۲_ پوړ شمېر نوم ( وصفي يا ترتيبي عدد)، ۳_ ووړ شمېر نوم ( کسري عدد)، ۴_ وېش شمېر نوم ( انقسامي عدد)، ۵_ اټکلي شمېر نوم.... ۱_ آر شمېر نوم: هغه نوم چې يواځې د يو شي شمېر او اندازه ښايي، لکه: يو، دوه، درې، څلور... ۲_ ترتيبي يا وصفي عدد ( پوړ شمېر نوم): هغه نوم چې د يو شي درجه او ترتيب هم وښيي، لکه: لومړی، دويم، درېيم، لسم.... ۳_ وېش شمېر نوم: دا عدد د اصلي عدد ( پوړ شمېر نوم) له بيا ځلې تکرار څخه منځته ته راځي، چې د څيز نوم وېش او جوړه_ جوړه کېدنه په لاس راکوي، لکه: يو_ يو، دوه_ دوه، درې_ درې، څلور_ څلور.. ۴_ کسري شمېر نوم: هغه عدد ته وايي، چې د يو شي او شخص اندازه او درجه په کسري شکل ښيي، لکه: ۱\ ۵، دوه پر درې، پنځه پر شپږم... ۵_ اټکلي شمېر نوم: هغه شمېر نوم دی، چې اټکلي ډول عبرګ_ عبرګ شمېر نومونه راوړلی شي، خو يو هم ترې مراد نه وي،لکه: دوه درې، څلور هنځه، شپږ لس.... ليکوال: عابد الله حافظ