شمس بونيری

شمس بونيری (۱۹۴۶ زېږدي کال، بونېر - ۲۰۲۳ ز کال د اگست لومړۍ، بونير) (۱۳۲۵ ل ل - ۱۴۰۲ د زمري ۱۰، بونير) د پښتو ژبې يو شاعر او د پښتونخوا يو ملي مبارز وو.
مخینه
زده کړې
ښاغلي بونیري خپلې لومړنۍ زده کړې د سیمې په يوه سرکاري ښوونځي او لېسه کې ترسره کړې. بيا يې له پېښور پوهنتون څخه د سياسي پوهنو په څانگه کې د ماسټرۍ بريلیک ترلاسه کړ. ورپسې يې د وکالت په څانگه کې زده کړې هم د اېل اېل تر پوړۍ پای ته ورسولې.
دندې
ښاغلي بونيري خپله دنده د وکالت په څانگه کې پیل کړه. د دې تر څنگ یې شاعري او لیکوالي هم کوله، چې دا لاندې نښېرونه يې ليکلي او چاپ شوي دي:
چاپ شوي نښېرونه
- سور سهر (شعري ټولگه)
- د ژوند نغمې (شعري ټولگه)
- د سبا سندرې (شعري ټولگه)
- سره شپېلۍ (شعري ټولگه)
- دا کتاب د زندان رڼا
ناچاپه نښېرونه
درې شعري ټولگې يې ناچابه باتې دي.
مړينه
شمس بونيری د ۱۴۰۲ لمريز لېږدي کال د زمري په ۱۰ په بونير کې په خپل پلرني کلي غازي خاني کې د ورپېښې ناروغۍ له لامله د ۷۷ کالو په عمر په حق ورسېد او په همدغه کلي کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
اخځليک
۱. https://www.voadeewanews.com/a/anti-dictatorship-writer-shams-buneray-dies-at-77/7206772.html
۲. https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i19390 Archived 2025-01-04 at the Wayback Machine.