شكمنتوب فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شكمن توب فلسفه انګلیسي: Skepticism دغه فلسفه چې اوس د لويديځ تمدن شارگ تشكیلوي دا انگیري چې هر څه نسبي دي، او هیڅ ثابت شى، ارزښت، عقیده او اخالق وجود نلري او باور يې دا دى ، لكه څرنگه چې ساينسي نظريات د تجربو په نتیجه كې ورځ تربله تغییر مومي، او پرمختگ كوي، په همدې ډول عقايد، اخلاق او ارزښتونه هم د وخت په تیريدو سره بدلیږي او پرمختگ په كې راځې، له همدې كبله دوى دا غږ هم پورته كوي چې اسلام څوارلس سوه كاله دمخه راغلى دى، هغه بايد پرمختللى شي، او د عصر د غوښتنو سره ځان برابر كړي د ښځینه پلوه خوځښت راديكال او بنسټ پاله ډله په بشپړه توگه پر همدې فلسفې تكیه لري، او دين، اجتماعي نظرياتو او بلاآخره هر څه ته د شك په سترگه گوري، او د نارينه جوړ شوي قوانین يې بولي، آن تر دې چې د ښځې مورولۍ ته هم د شك په سترگه گوري او وايي چې دا دښځې د بیولوژيكي جوړښت پر اساس دنده نه، بلكې د سړي د زبیښاك نتیجه ده.

سرچیني[سمول]

  • انگریزی ویکی
  • د جندر او فيمينزم په اړه يو انگریزی ويب پاڼې