شعرونه د کوچي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوی خو به شمه که مطلب ته د خبرې لاړ شم

ستا په سندره کې دې يو ځل زه تر لرې لاړ شم

تمنا لاره ګورې نه چې له خطر ډکه ده

له تاسره به په قدم قدم سيل ګرې لاړ شم

په سمندر کې به روانې بيړۍ هم ډوبې شي

د خوف ناره که شمه زه لږ په ژورې لاړ شم

داسې خو نه وي چې بدل بيا په سرو زرو شمه

زه که په خيال کې يو ساعت د جادو ګرې لاړ شم

سيلۍ مې خود وړي ما جامې کړې له وريځو نه دي

په دې شجر کې به اوبه لکه د سرې لاړ شم

کوچيه تشې اوښکې نه دي چې له سترګو څاڅي

زړه وايي زه دې په قيمت د مرغلرې لاړ شم

غنم رنګ کوچی