شعرونه.

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سپرلی خو نه يم چې دا ونه له ما پاڼې غواړي

ما چې اغوستې ده څرمنه له ما پاڼې غواړي

غوښتنه دومره لويه نه ده خو پوره دې شولی

د موسمونو ارمان جنه له ما پاڼې غواړي

په دې وطن کې څه نا اهلو واکمني کړې ده

د چمن هره يوه غنه له ما پاڼې غواړي

هيله زما داسې وړه ده او معصومه هم ده

حنايي خال چې ږدي په زنه له ما پاڼې غواړي

زړه داسې ځوان ښه دی او لاس بايد ازاد وساتې

کوچيه دا خالي چپنه له ما پاڼې غواړي

غنم رنګ کوچی