شراب د اسلام له نظره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شراب د اسلام او طبابت له نظره[سمول]

د خمر (شرابو) لغوى معنى: خمر يا شراب عبارت د هر هغه شى څخه دې چې انسان اداره او عمل گډوډ او مختل کړى لکه په عربى ژبه کې لاندى کلمات : خمراشى – يو شى ئې په پرده کې پټ کړ حمر وجهه- مخ يې پټ کړ (توارى وخا مراشى) يو شى ښه مخلوطول او گډول (خامره الداء) مرض په هغى کې داخل شو (المخامرة) مخلوط صورت حال پس خمر يا شراب د هر هغه شى او څيز څخه عبارت دى چې په عقل کې گډوډى پيدا کړئ ، په هغه باندى مسلط او د نيشى کيفيت او حالت منځ ته راوړى

په اسلامى فقه کې د خمر يا شرابو تعريف[سمول]

خمر هر هغه شى ته وايې چه نشه کوونکى وى که هغه د ميوو څخه جوړه شوى وي لکه : انگور ، خرما او انځر او يا له غلو دانو څخه جوړه شوى وى لکه غنم ، وربشى او جوار له خوږو موادو څخه جوړه شوى وى لکه شهد که په خام ډول جوړ شوى وى او که هغه په اور باندى پاخه شوى وى که په اوسنى نامه باندى ياد شوى وى او که په پخوانى نوم . رسول الله (ص) فرمايلې: 1. عن النعمان بن بشير (رض) قال قال رسول الله (ص) :ان الخمر من العصير و الذبيب والمتر والحتطة و الشعير والذرة اونى انها کم عن کل مسکر (ترمد ا-ج-٦٧٨ ص له حضرت نعمان بن بشير (رض) څخه روايت دې چې رسول الله (ص) څخه روايت دي چې رسول الله (ص) وفرمايل : خمر (شراب) د انگورو د شيرى څخه د خرما وربشو ، جوارو او غنمو څخه حاصليږى او زه تاسى د هر نشه کوونکى شى د استعمال څخه منع کوم . 2. عن ابو مالک الاشعرې (رض) قال قال رسول الله (ص) :ليشدبن انا س من امتى الخمرو يسمو نها بغير اسمها (ابوداود) له حضرت ابو مالک الاشعرى (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) وفرمايل: ځما په امت کې به ځينى خلک شراب څښى خو په هغى به بل نوم کيږدى 3. عن عبد الله بن عمر (رض) قال قال رسول الله (ص) کل مسکر خمر وکل خمر حرام (تر مذى باب ماجاء فى شرب الخمر . ابوداود (١ج ٦٧٣ ص ، مسلم) له حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) وفرمايل: هر نشه کوونکى څيز خمر دى او هر خمر (شراب) حرام دى 4. قال عمر بن الخطاب (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) په منبر کې وائې (فى منبر رسول الله (ص) الخمر ما خامر العقل ( الحلال و الحرام فى السلام ٩٢ ص) حضرت عمر فاروق (رض) د رسول الله ص دمنبر د پاسه دا خبره وکړه چې خمر (شراب) هغه دى چې عقل پټ کړى يعنى هغه تر خپل اثر لاندى راولى په خمر (شراب) کې ټول هغه نشه کوونکى شيان شامل دى لکه د غنمو نبيذ ALE، د وربشو نبيذ BEER ، شاتو نبيذ MEED، جوارو نبـيذ MAIZFQUOR ، د گنى نبيذ RUM 5. عن عايشه ان النبى( ص) سئيل عن التبغ فقال کل شراب السکر فهر حرام (ترمذى) ٦٧٥ ص – ١ج حضرت بى بى عايشه (رض) فرمايي چې رسول الله(ص) څخه د شهدو د شرابو په برخه کې پوښتنه وشوه هغه ورته وفرمايل کوم شى چې نشه کوونکى وى هغه حرام دى .

د شرابو په وسيله تداوى کول[سمول]

ايا شراب او خمر دوا (دارو) دې او که زهر ؟ پدى هکله رسول الله (ص) دارنگه فرمايلى : 1) عن وايل (رض) قال قال رسول الله (ص) انها ليست بدوا لکنها دا ء (ترمذى ٢٠٤٧ حديث مسلم ١٩٨٤ حديث) له حضرت وايل (رض) څخه روايت دى چې طارق بن سويد (رض) درسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه د شرابو په هکله هغه (ص) ورته وفرمايل شراب دوا نده بلکه ناروغى او مرض دى . 2) عن ابى هريرة رض قال نهى رسول الله عليه وسلم : عن الداوا الخبيث ( ابودود . ٣٨٧٠ حديث ترمذى ٢٠٤٦ حديث ، ابن ماجه ٣٤٥٩ حديث) له حضرت ابو هريره (رض) څخه روايت دى چه رسول الله (ص) منع کړى له خبيثى (نجسى) او بدى دوا څخه يعنى د ذهرى دوا څخه . 3) عن ابى الدردا (رض) قال قال رسول الله ص : ان الله انزل الداء والداواء و جعل لکل داء دواء فتدوا ولاتداوو بالحرام (ابو داود) له حضرت ابو داود (رض) څخه روايت دې چې رسول الله (ص) وفرمايل: الله (ج) هم مرض او دوا پيدا کړى او هر مرض لپاره يې دوا پيدا کړى پس تاسى د خپلو ناروغيو تداوى اوعلاج و کړى او په حرامو شيانو خپل علاج مه کوى . 4) عن النبى (ص) قال : ان الله تعالى لما حرم الخمر سلبها المنافع( ثعليى (٢ج ٣٦) له رسول الله (ص) څخه روايت شوى چى هغه وفرمايل : الله (ج) چه کله شراب حرام کړل نو د هغى څخه ګټه او نفع سلب کړه . 5) يا ايها الذين امنو انما الخمر و الميسر ولانصاب ولازلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون (المائده – ٩٠) اى د ايمان خاوندانو شراب ، جوارى (قمار) بتان او د بتانوغشي نجس او دشيطان عمل دي تاسي دهغي څخه ځان وساتى نو تاسى به کامياب شي . ٦ عن اعبدالله بن مسعود (رض) قال قال رسول الله (ص) ان الله لم يجعل شفاء کم فيما حرم عليکم (بخاري کتاب (طب) له حضرت عبدالله بن مسعود (رض) څخه روايت دي چي رسول الله (ص) وفرمايل الله(ج) ( ستاسي لپاره په حراموشيانو کي شفاء ندي ايښي په حرامو شيانو کي شفاء نشته ). ٧ – علامه بن القيم (رح) پخپل کتاب طب نبوي کي دارنکه فرمائي په حرامو شيانو باندي علاج کول دعقل اوشريعت له نظره بدکاردې په شرعي لحاظ مونږ درسول الله (ص) احاديث وړاندي کړل اوپه عقلي لحاظ دادلايل وړاندي کيږي کوم شيان چه دانسان لپاره ګټور اومفيدنه وي نوپه مضر اوزيان رسونکي شي باندي علاج هم نه کيږي په محمدي امت باندي چي کوم شيان حرام شوي هغه شيان تاواني اومضردي اود حراموالى علت ئي دمسلمانانو ساتنه اوحفاظت دمضرو شيانو څخه دي که له يوه طرفه په حرامو شيانولږ شانته شفاء حاصليږي خوله بلى خو اڅخه نورى ناروغي ورسره پيداکيږي چي هغه به ددي څخه خطرناکي وي هره دوا په طبعيت کي يو اثر پيداکوى اوحرام شي .د دوا په حيث استعمالول هم په انسانى طبعيت کې خباثت پيدا کوى څرنگه چې شراب دوا نده بلکه ناروغى ده نو بيا په شرابو باندى علاج کول غلط دى بله دا چې د مسلمان کرکه اونفرت د حرامو سره وى نو بيا په هغى باندى علاج کول هم اثر نه کوى (طب نبوى – ٣٠٠ ص)

د شرابو حراموال د اسلامى شريعت له نظره[سمول]

د شرابو حراموال په قطعى دليل سره ثابت دى په قرانکريم او نبوى احاديثو کې د هغى په هکله قطعى احکام ورکړل شوى ، هيڅ شک او ترديد په هغه کى وجود نلرى او نه څوک پکى له ځانه څه ترميم کولاى شئ. الله (ج) د شرابو د حرام والى په هکله دارنگه فرمائى: 1. انما الخمرو والميسرو لانصاب والازلام رجسً من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون – انما يريد الشيطان ان يرقع بينکم العدوة والبغضاء فى الخمرو والميسرو يصد کم عن ذکر الله وعن الصلوة فهل انتم منتهون.

(المائده ٩٠ – ١٩)

شراب ، قمار ، بتان او غشى ټول د نجس پليت ، مردار او شيطان کارونه دى د هغى څخه ځان وساتى تاسى به کامياب او بريالى شئ، شيطان غواړى د قمار او شرابو پوسيله ستاسى په منځ کى عداوت ، دښمنى او اختلاف پيدا کړئ او تاسى د الله (ج) د يادولو او لمانځه څخه منع او بى غمه کړئ، پس ايا تاسى ددى شيانو څخه نه منع کيږئ. پدى ايت شريف کې شراب د بتانو سره يو ځاى ياد شوى لکه څرنگه چې مسلمانان د بتانو د عبادت څخه منع شوى او هغو ته د مردارى او نجس وال خطاب شوى په همدى توگه يې شراب هم نجس او شيطان کار او عمل بللى . په ايت شريف کى د شرابو اجتماعى، اخلاقى او معنوي زيانونه هم ذکر شوى چې ددې په وسيله شيطان غواړى ستاسى په منځ کې عداوت ، دښمنى ، اختلاف ، بى اتفاقى ، حسد ، کينه او بد اخلاقى پيداکړئ او همدرانگه تاسى د خپل خداى (ج) د عبادت او يادولو څخه غافل کړئ. رښتيا هم شراب داسى مستى راولى چې بيا ټول اخلاقى حدود چوکاټونه ماتيږى د عبادت لپاره هيڅ موقع او وخت نه پيدا کيږى ځکه چې مستى عقل هم له منځه وړى . 2. عن عبدالله بن عمر (رض) قال قال رسول الله (ص) من شرب الخمر لم نقبل له صلوة اربعين صباحاً (ترمذى ١-ج ٦٧٤ ص) له حضرت عبدالله بن عمر رض څخه ورايت دى چې رسول الله (ص) وفرمايل: چا چې شراب وڅښل څلويښت ورځى د هغه لمونځ نه قبليږى . 3. عن عايشة و عبد الله ابن عمر قال رسول الله(ص) :کل شراب اسکر فهو حرام وکل مسکر حرام (ترمذى ١ج-٦٧٥ ص) له حضرت بى بى عايشى صديقى (رض) او حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روايت دې چى رسول الله (ص) وفرمايل: هر څښوونکى شى چې نشه کوونکى وى هغه حرام دى او هر نشه کوونکى حرام دى . 4 – عن انس بن مالک قال لعن رسول الله (ص) في الخمر عشرة: عاصدهاء ،ومعتصرها ؛ وحاملها:والمحمولة اليه و ساقبها اکل ثمنها و المشترى لهاوالمشتراة له (ط) ترمذى (ج) 474 م )) له حضرت انس بن مالک (ض) څخه روايت دي چي رسول الله (ص) دشرابو په برخه کي په لسوکسانو لعنت ويلي دي 1 - دشرابو په جوړونکي ٣- په څښونکي ٥ - په نقلونکي ٧- حکم کوونکي ٩ - چاته چي وړل کيږي ٥حضرت عمر فاروق (رض) په منبر خطبه وويله اودارنگه يي وفرمايل : امابعد ياايهاالناس انه نزل تحريم الخمر وهى من ومن خمسة انواع من العنب والتمر والعسل ولحنطه والشعير واخمر ماخامر العقل (کتاب الخمر – ٣٠ ص) اى خلکو الله (ج) دشرابو خراموالي نازل کړي او داپه پنځه ډوله دي دانگورو خرماو دشاتو (عسلو ) دغنمو دوربشو او شراب (خمر) هغه شي ته وايي چي عقل اوحواس مخمور (مدهوش)کړي . ٦ عن ابي سعيد الخدري (رض) ان رسول الله (ص) قال ان الله حرم الخمر فمن ادرکة هذه الايه (انما الخمرو الميسر......) وعنده منها شيى فلا يشربها واليبعها ولا ينتفع بها (مسلم ) له خضرت ابوسعيد خدرى( رض) څخه روايت دي چي رسول الله( ص) وفرمايل : په تخقيق سره الله (ج) شراب حرام کړي دي چاته چي دايت ورسيد اوهغه سره دشرابو څه برخه پاته وى نو هغه دى نه څښى نه دى خرڅوي اونه دى ورڅخه ګټه پورته کوي . ٧ عن جابر بن عبدالله ان رسول الله (ص) وسلم قال: ماسکرکيثرة فقليله حرامً (ترمذي اج ٦٧٥ ) ص عن عايشه قالت قال رسول الله (ص) وسلم کل مسکر خرام ماسکر الفرق منه فملاالکف منه حرام( تر مذي اج ٦٧٦ ) . له حضرت جابربن عبدالله څخه روايت دي چي رسول الله (ص) وسلم وفرمايل دکوم شي چي ډيريي نشه کوونکي وي دهغي لږ اندازه هم حرام دي او حضرت بى بى عايشه صديقه (رض) فرمايي چي رسول الله (ص) وفرمايل دکوم شي چي يو جام يي نشه کوونکي وي دهغي يو غړب هم حرام دي . ٨ عن عبدالله بن عمر (رض) قال قال رسول الله (ص) وسلم کل مسکر خمر وکل مسکر حرام ومن شرب الخمرفي الدنيا فمات وهويد منها لم يشر بهافي الاخرة ( بخاري اومسلم باب اخمر) له حضرت عبدالله بن عمر څخه روايت دي چي رسول الله (ص) فرمايلي هر نشه کوونکي خمردي اوهر نشه کوونکي حرام دي چاچي په دنياکي شراب وڅښل په داسي حال کي چي دهغي څخه يي ځان منع کړي نه وونو هغه ته به داخرت شراب نه ورکول کيږي .


شراب دساينس او طبي پوهانو له نظر ه[سمول]

	 د اسلامي شريعت له نظره دشرابو څښل اواستعمال بالکل بند اوپه هيڅ صورت هغي ته اجازه نشته ځکه چي شراب دانسان  دانسانيت معنويت روحانيت او بدن ته ضرر رسوي په همدي علت او سبب اسلام هغه خرام کرځولي ددي په خواکي په قانوني اوصولي شکل نورو قومونو اوملتونو هم شراب بدگڼلي او دهغي دبندو لو لپاره يي قوانين جوړکړي ان تردي چي دامريکا پارلمان درايو په اتفاق دشرابو دبندولولپاره قانون تصويب ګړي وؤ مونږ دشرابو دزيانونو په هکله دساينسي او طبي پوهانونظريات وړاندي کوو .

١ - امريکا کانکرس په ١٩١٩ د جنوري په شپږ م نيټه دشرابو دممانعت قانون درايو په اتفاق سره تصويب کړچي دقانون به ١٩٢٠ کال دجنوري داولي نيټي څخه نافذ العمل وي داقانوني ترميم د١٨ نمبر قانوني ترميم په نامه سره ياديږي په دي قانوني ترميم کي دشرابو په ښکاره اوپټه جوړولو خرڅولو صادرولو اوواردولو باندي بنديزلګيدلي وو دتخلف په صورت کي دبند اومالي جريمي جزا تصويب شو دامريکا کانګرس دقانون درايو په اتفاق باندي ځکه منظور کړچي د ډاکترانو سياسي اواجتماعي پوهانو دهغي زيانونه او نقصان بيان کړل کله چي قانون تصويب شوه دهغي لپاره فوق العاره تبلعات هم وشول ترڅو ملت پدي قانع کړي چي شراب دانسان لپاره له هر اړخه زيان او نقصان لري يواځي په تبليغاتو ٦٥ ميلونه ډالر مصرف شول ٢- Dr obryluise داکتر اوبرى لويس چي دلندن په پوهنتون کي دروحي اوسايکولوژيکي ناروغيو استاذ دي په خپل کتاب prices text Book of the practice of medicine کي دارنکه ليکي بيشکه الکول داسي يو اجازه لرونکي اومجاز ذهردي چي دنړي په هرځاى په ازاده پيمانه سره پيداکيږي خلک دادحقيقت څخه دفرار لپاره استمالوي حال داخپله ناروغي خفگان اومشکلات منځ ته راوړي . ٣ دلندن په پوهنتون کي دداخله دپيارتمنت شيف او دفارمکرلوژي استاد پروفيسور داکتر لارنس Prof Dr Larince پخپل مستند کتاب Clinical pharmacoloy page 675-699 کي دارنکه ليکلي پدي هکله دومره تحقيقات شوي له شماره وتلي دي او داحقيقت يي ثابيت کړي دي چي الکول دانسان دعضلاتو توازن خرابوي دسترګو عضلات په ليدلو کي غير منظم حرکات کوي په تګ اومنزل کي بي توازني پيداکوي په ليدلو اوريدلو کي بويولو اودذايقي په حواصوکي تغيرات پيدکوي دفيصلي اوتصميم نيول له منځه وړي زيرکتيا هوښياري اوچالاکي ختموي الکول استمعالوکي پرته دمسئوليت څخه خبرکوي اوهيڅ پروانلري چي څه وايي په بدني اوعقلي لحاظ په انسان کي کمزوري اوانحطاط منځ ته راوړي ٤- داکتر سدني Dr sandy پخپل کتاب (زهريت ) Toxins کي ليکل دامريکا په ورجنياايالت کي دټولو طبي موسسو څخه احصايه اخستل شوي په هغي کي تحقيق اوپلټنه شوي اودا نتيجه ورڅخه لاس ته راغلي چي٠ ٥ فصيده مرگ اومړينه پدي ايالت کي دشرابو دمستقيم ياغير مستقم اثرپو سيله صورت نيسي . ٥ – دديلي ميل مشهوراخبار Daily meal newse په کال ١٩٨٠ دجون په ٢٦ نيټه داراپورخپورکړچي دوژلو او قتلولو سل فيصده واقيعات ، د جيب دغوڅولو او خلکو شکولوسل فيصده(١٠٠%) واقيعات او د جنسي تيريو پنځوس فيصد ه واقيعات د الکولو پوره اړه لري . ٦-داکتر پيتربرنت (Dr.Peterbrent) په خپل راپور کي چى د نړيوال ر وغتيا ئې سازمان W.H.O لپاره ئي ليکلي وو دارنگه وائې: په نړي کي 50% ترافيکي واقيعات او پيښى دالکولو د څښلو پوري ارتباط لري همدارنگه ډاکتر پيتر درائل کالج اف فريشن –Royal College of physicians په خپور شوى کتاب (د معالجوپه هکله بحث Topics in the Ropeutices څلورم ټوک١٩٧٨م کى دارنگه ليکي : انسان دلږى اندازى خوشحالى د پيداکولو لپاره پرته د شرابو څخه بل کوم مشروب ندى پيداکړى سره ددى چې شراب دانسان د روغتيا اوژوند په بربادولو کى انډول او ساري نلرى ځکه ددى په شان ئى بل داسى عادت کوونکى او وژونکى زهر چى د ټولنى لپاره ترټولو زيات خظرناک وى ندى پيداکړى. ٧-د امريکا د پوهنتون ٢٧ پروفيسورانو دالکولود ضرراو دهغى څخه د پيداکيدوونکو مرضونو په هکله يو لوي اوغټه رساله ليکلى چى: د Medical Clinics of North America په نامه سره ياديږى ،دارساله په کال ١٩٨٤کى خپره شوى ،ددى ماخذ او مراجع تقرباً زروته رسيږى .ددى ځينى برخى د نړى په بيلابيلو مجلو اواخبارونو کى هم نشرشوي، ددى رسالى د جنورى د مياشتى دگڼى په ١٦٩پاڼه کى دارنگه ليکى شوى په اروپا ،امريکا او غربى هيوادونو کى د مرى دسرطان80%واقيعات په الکولو څـښلواو تنباکو څکلو پورې اړه لرى اودځکر سرطان هم په غربى هيوادنو کى دالکولو پورى ارتباط لرى د اجوزى ١٦٩پاڼه ١٩٨٤ددى رسالى په ١٧٩ مخ کى دارنگه ليکى: دانسان د بدن د حرارت د درجى د کموالى ، بى هوشى او بالاخره دمړينى کيدو سبب اصلا شراب څښل دى ١٩٨٤جنورى ١٧٩صفحه.). ٨-په نړى کى دځگر د ناروغى مشهور داکتر پروفيسور شرلوک دالکولو په هکله ليکلى: په دى کى هيڅ شک نشته چى د ځگر ليفى کيدلو –Cirrhosis of the Liver ناروغى څخه شکايت کوونکى زيات خلک په الکولو باندي معتاد دى ځکه چى الکول استعمالونکى خلک 68فيصده پدى مرض اخته دى. په لويديځ هيوادونو کى چى دامرض زيات دى ددى اصلى سبب شراب څښل دى اودلس کاله شراب څښلو څخه وروسته د ځگر په ډيره سخته ناروغى اخته کيږى . ((Topics in the rape tics volume – 1978-Royal college of physiclous)) ٩- د کابل پوهنتون دطب د انستيتوت د فارمکوژي استاد پوهاند دکتور حبيب (دل)دالکولو په هکله پخپله کتاب فارمکولوژى سريزى په ٦٦-٦٧پانوکى دارنگه ليکلى:د الکولو په عصبى سيستم باندى مضراثر کوى چى دهغى زياته اندازه د تسمم او اعتياد سبب راځى :همدارنگه د ځگر سيروز ناروغى ددى څخه مينځ ته راځى.الکول د بدن د حرارت د ضايع کيدو سبب ګرځي همدارنگه په عصبي سيستم باندي انحطاطي اثر لري د الکولو په وسيله فکري تمرکز :حرکتي اعمال او دفوري عکس العمل قوت له منځه ځي. ١٠-د کابل دطب پوهنځي استاذ پوهاند پروفيسور سيد الف شاه (غضنفر) په خپل کتاب Physic pathology of the Liver ) کي دارنگه ليکلي :دالکولو دوامداره څښل د ځگر دري خطرناکي ناروغي منځ ته راوړي چي عبارت دي له . الف: د الکولو په سبب د ځگرالتهاب يا (Alcoholic hepatitis) ب: د شحمياتو تراکم په ځگر کي يا Filthy/Liver ج: دالکولو د څښلو په وسيله سيروسيس يا –Alcoholic Layer Cirrhosis د الکولو په وسيله د ځگر حجرات Necrosis پيداکوي .د ځگر د التهاب سبب گرځي اعراض او علايم يي د –Viral hepatitis د ( ويروسي التهاب) په شان دي په نتيجه کي collagen رشتي منځ ته راځي او ځگر په Liver Cirrhosis اخته کيږي چي دا ناروغي غير رجعي ده د ځگر علايم کفاتي او بالااخره د مرگ سبب گر ځي ) فزيو پتالوژي ځگر٦٩ص ١١- د BBC راديو په ١-٧- ١٩٩٦د سهار په اوردو پرو گرام کي علان وکړ چي د هندوستان د هريانه په ايالت کي سر له نن څخه د شرابو په توليد : اخستلو او خرڅولو باندي قطعي بابندي ولگول شو ه ځکه چي دايالت خلکو حکومت ته د همدي مقصد په خاطررايه ورکړي وه . ١٢-په ټوله نړي کي ډير مهم او مشهور طبي کتاب چي د Robbins pathologic basic of disease په نامه سره ياديږي او د نړي په ټولو طبي موسساتو کي د هغي څخه استفاده کيږي پدي کتاب کي د الکولو په هکله مفصل معلومات وړاندي شوي چي مونږد هغي لنډيز رانقلوو: A: په ٨٣٦ پاڼه کي دارنگه ليکي : هغه مواد چي سرطان منځ نه راوړي د کار سينوجن carcinogen په نامه سره ياديږي په الکولو اوتنباکو کي کارسينوجن وجود لري په مزمن ډول د الکولو او تنباکو استعمال د مري د سرطان Esophagus cancerسبب گرځي . B: په ١٤٣٤پانه کي دارنگه وايي : الکول نه يواځي داد vat-B د کمبود سبب گرځي کو م چي بدن ورته ډير زيا ت ضرورت لري بلکه الکول مستقيما ذهري اثر هم لري الکول په مستقيم ډول د سترگو په شبکه Retime باندي اثر لري اوپه مرکزي عصبي سيستم باندي هم انحطاطي اثر غورځوي. C: په ٩٤٤-٩٤٨ پاڼوکي دارنگه ليکي : الکول د ځگر د دري مهمواو خطرناکو ناروغيو سبب گرځي چي د( ALD )يعني Alcoholic Liver Disease په نامه سره ياديږي هغه دري خطر ناکي ناروغي عبارت دي له .. الف: Hepatic statuses يا Fatty Liver پدي ناروعي کي دځگر په حجراتو کي دشحميات جمع کيږي او ځگر خپل اصلي کارته نه پريږدي . ب : Alcoholic hepatitis پدي ناروغيو کي دځگر حجرات تخريبيږي او خپل فعاليت له لاسه ورکوي . ج : Liver Cirrhosis يا تشمع الکبد چي د ځگر حجرات د Collagen د رشتوپه وسيله اشعاليږي ځگر په دي صورت کي وظيفه نشي اجرا کولاي او ددي وروسته عدم کفايه د ځگرمنځ ته را ځي او بيا مړينه واقع کيږې. D : په ٤٩٢ پاڼوکي دارنگه وايي الکول په مستقيم ډول د معدي ځگر دماغ او زړه د خرابوالي سره رابطه لري همدارنگه د سترگي عصب Optic nerve تراثر لاندي راولي ددي څخه پرته الکول په حلقوم .مري .حنجره .رکتوم .او سږو باندي هم اثر کوي د بدن پړسوب Edema او د معدي د التهاب سبب گرځي . E  : په ٦١٩ پانه کي دارنگه ليکي د زړه د ناروغيو په تو ليد کي سگريټ ا والکول دواړه همکاري کوي. F: په ٥٢١پانه کي دارنگه ليکي کله چي ماشوم د مورپه رحم کي وي او مور الکول استعمالوي نو دماشوم په بدن کي هم ورسره تغيرا ت او گډوډي منځ ته راځي .

G  : په ٩٨٤-٩٨٦ پانو کي دارنگه ليکي : هغه عموامل چي د پانقراس ناروغي Pancreatitis سبب گرځي يو هم الکول دي الکول په پانقراس باندي اثر کوي او  يو حاص قسم پروتين توليدوي چي د پانقراس د نازکو او نريو نلونو دبنديدو سبب گرځي چي په دي وسيله پانقراس نشي کولاي تر شحات عمومي نل ته داخل کړي .

N: په ٢٦٥پانه کي دارنگه ليکي  : الکول يواځي او تنها د –Or pharynx ( ستوني ) په شمول د شنډو ،larynx (حنجري )او مري د کنسر خطرزياتوي په خصوصي توگه هغه وخت چي Liver cirrhosis موجوديت ولري .

د شرابو څښلو داقتصادي زیانونو په هکله حیرانوونکي معلومات[سمول]

شراب او الکول څښل او استعمال برسيره پردي چي د انسان د صحت .روغتيا . کورنۍ او اجتماع لپاره زيان او نقصان لري ډير زيات اقتصادي زيانونه هم لري .د يولورې په شرابو او الکولو خپل مال او دولت بر بادول او د بل لوري د الکولو د استعمال په سبب د انسان د کارقدرت ورځ په ورځ کميدل او په نتيجه کي ورڅخه ډير مضر او خطر ناک مرضونه پيداکيدل چي په دي ناروغيوباندي ډير مال او دولت مصرفيږي په لنډه توگه هغه اقتصادي زيانونه ته اشاره کوو کوم چي د نړي په بيلا بيلو هيوادنو کي صورت نيسي ١- انگليستان په يو کال کي دري زره ميلونه 3000000000 ډالره مصرف پر الکولو او شرابو باندي کوي. ٢: د فرانسي د اقتصاد وزير خبر يالاتو ته وويل : د فرانسي په هيواد کي په يو کال کي په الکولو او شرابو باندي اووه زره ميليونه ډالره 7000000000 مصارف راځي ٣: هغه زيانونه او خساره چي د الکولو او شرابو په سبب په ملي اقتصاد باندي پري وځي تقرباً زرميليارده فرانسوي فرانگ (1000.000.000.000) کيږي . ٤: په امريکا کي په شرابو او دهغي د اثراتو زيانونه ډير زيات دي چي مونږ هغي ته اشاره کوو،په کال ١٩٨١م په امريکاه کي د شرابو څخه لاندي زيانونه رسيدلي : الف: د شراب څښلو په سبب په حاصلاتو کي 4.8698 ميليونه ډالره مصارف . تاوان او کبمود. ب:د شرابي کسانو تداوي او علاج باندي ٨٢٩٣ ميليونه ډالره مصارف . ج: د شراب په سبب په ترافيکي واقعاتو کي 1666ميليونه ډالره تاوان . د: د شرابو په سبب په جرمونوکي 1466 ډالره مصارف.چي جمله تقربياً ديرش زره ميليونه ډالره مصارف کيږي. د شرابو فردي ، کورنۍ او ټولنيز زيانونه: شرابود انسانيت لوي او ښکاره دښمن دي چي ددوست په شکل کي انسان ته ځان وړاندي کوي شراب څښل په فردي کورنۍ او ټولنيز شکل ډير زيانونه لري چي په طبي لحاظ به هغي ته وروسته اشاره وکړو ، په فردي لحاظ شراب د ډيرو خطرناکو او وژونکو ناروغيو سبب گرځي د بدن د ټولوغړواعضاوو اوسيستمونود خرابي اوبى نظمي سبب گرځي او ټول بدن ته زيان او تاوان رسوي په حقيقت کي انسان نيمگړي کوي دهمدى نواقصوپه سبب د انسان څخه لوي اشتباهات صادريږي. دمسلکي پلټوونکو دتحقيقاتو څخه داسي ثابته شوى چي %٥ فيصده ترافيکى حادثات دهمدى وژونکي زهر په وسيله صورت نيسي الکول دجناياتو اوجرمونو سبب کرځى لکه خودکشى غلا لوټول دخلکو عزت اوابروتويول ددي برسيره الکول دناروغيو دزياتوالي اوتيزوالي سبب کرځي چي پدى توګه بدن دناروغيو دقبول والي لپاره برابراوي الکول دکورنى اوفاميل لپاره دځنځير شکيدلو سبب اوباعث کرځي ځکه چي دکورنى اوفاميل لپاره خپل مشراوسرپرست سرمشق کرځى اوهغوى هم دخپل مشر پيروي کوى کله چي کورنى مشر مست اوبى عقله وي نو هغه کله کولاي شي د خپلو اولادونو تربيت او روزنه وکړي ځکه هغه خود پلارني محبت اوميني څخه بي برخه وي . کله چي پلار بي بندو باره وي نو دهغه د اولاد ا وښځي څخه دا توقع کله کيداي شي چي هغه دي بي بند وباره نه وي کله چي د کورنۍ مشر خپله سرمايه او مال بي ځايه مصرف کړي نو بيا هغه کله کولاي شي چي د کورنۍ غم وخوري الکولي يا شرابي کورنۍ تازگي او خوشحالي نلري کوم چي نورې کورنۍ يي لري او همداد کورنۍ پراگندگي فحشاء او بي عزتي سبب گرځي او په کورني کي هم هر وخت بي نظمي او گډوډي وي ځکه الکولي کله کولاي شي دکورني نظم او دسپلين وساتي . کله چي د کومي کورني په دروازه الکول ننوځي دبلي لاري څخه خو شحالي او تازگي وځي اوکله چي د کور په دروازه باندي الکول ننځوي مال ،سرمايه اودارايي له بلي دروازي څخه وځي په ټولنيز لحاظ هم الکول ډير زيات زيانونه لري مخکي مونږ وويل چي الکول په انفرادي لحاظ زيان رسوي او ټولنه هم د الکولوپه وسيله زيان مومي . په اقتصادي ،اخلاقي ،تعليمي او تربيتي لحاظ ټولني ته زيان رسيږي په ټولنه کي بي حيائي ،بي عزتي ،بي ابرويي ،بداخلاقي جرمونه او بي پته کيدل پيداکيږي ان تردي چي د ټولني دافرادوعزت ته ابرو اوحيثيت ته صدمه رسېږي او په عمومي لحاظ ټولنه د بداخلاقي او گمراهي خواته درومي . اسلام ځکه شراب خوړل منع کړي چي په فردي ،فاملي اجتماعي :اخلاقي او طبي لحاظ دانسان لپاره زيان اونقصان لري . په امريکاکي د يو کال په موده کي تقريباً 45000 کسان د هغه ترافيکي واقعاتو په نتيجه کي مړه کيږي چي سبب يي دالکولو څښل دي .-(الخمر-٧٣).

شراب د طبابت له نظره[سمول]

اوس مونږ په لنډه توگه د شرابو اثرات د طبابت له نظره څيړوترڅوپدي پو ه شو چي ولي اسلام شراب حرام کړي دي او دهغه د څښلو او د استعمالولو څخه يي خپل پيروان په کلکه منع کړي شراب چي د انسان په بدن کي کوم مضر اثرات پيداکوي هغي ته جدا جدا اشاره کوو:

شراب او دهغي اثرات په عصبي سيستم باندي[سمول]

دانسان په بدن کي چي څومره فعاليتونه صورت نيسي ټول د عصبي سيستم تر کنترول او اداري لاندي وي انسان اشرف المخلوقات دي يعني داسي شخصيت دي چي ځانته فکر ، اراده، قوت ، حافظه ،غور،اوريدل،حرکت،ليدل، خبري ، ليکل ، لوستل ،د معلوماتو جمع کول ،فهم اوادراک لري ،دا ټول دعصبي سيستم پوسيله سرته رسيږي ددي لپاره چي انسان دا مهم او حياتي سيستم محفوظه او خوندي پاته شي نود هډوکو پوسيله دهغي ساتنه او حفاظت کيږي ددي څخه علاوه د مغزو څخه دري حفاظتي پردي هم راتاوشوي چي داپردي هم ددماغ حفاظت او ساتنه کوي دانسان عصبي سيستم له دري برخوڅخه تشکيل شوي چي يو يي مرکزي عصبي سيستم دي کوم چي دماغ Brain او حرام مغز Spinal cordپکي شامل دي . دوهمه برخه محيطي نظام دي چي په هغي کي ١٢ جوړي مغزى اعصاب Cranial nerves او٣١ جوړه نخاعى اعصاب Spinal nerves شامل دي ددي برخي وظيفه دمحيط سره دبدن ارتباط قايمول دي. دريمه برخه اتومات نظام دي چي په هغي کي سمپاتيک سيستم Sympathetic nerves اوپاراسمپاتيک سيستم Parasympathetic شامل دى ددي نظام وظيفه داده چي کوم کارونه اوفغاليتونه دانسان په اداره کي ندي هغه کنترول کړي دغيرى ارادي کارونو تنظيم اوکنترول ددي نظام په غاړه دي مغز Brain بيا په څوبرخوويشل شوي دماغ اکبر Cerebrum منځنى دماغ Mid brain کوچني دماغ Cerebellum پل دماغ Pons او بصل النحاع Medullaoblonguta چي داهر برخه يي ځانته جلاجلاوظيفي لري لوى دماغ Cerebrum بياپه قشر Cortex اوداخلي برخه Medulla باندى تقسيم شوي چي قشرى برخه ئي خاکستري . (خړ ) رنګه اوداخلي برخه ئي سپين رنک لري . دانسان ډير مهم فعاليتونه چي فکر ى اوارادى دى هغه ددماغ دقشر برخه اجراکوى اودهمدى فعاليتونه مجموعى ته مونږ عقل وايو لمړي دحواصو په وسيله دبهر څخه دماغ ته معلومات راجمع کيږي اوبيا دورنيکه Wernakea په ساخه کي داټول مسايل سره تفسير اونتيجه کيږي چي دنتيجه ګيري نه وروسته بياپه عمل لاس پوري کوي که دچادورنيکه ساخه خرابه شي نو د خواصو څخه معلومات دماغ ته ځي خوعمومي تفسراو نتيجه گيري ورڅخه صورت نه نيسي. د انسان عصبي سيستم د عصبي حجراتو Neurons څخه تشکيل شوي چي په عمومي توگه نيورون دري برخي لري نري او کوچني سايتوپلازمي څانگي Dendrites ،د حجري مرکزي برخه Cellbody او اوږده سايتوپلازميکي څانگه Axon ،ددندريتونووظيفه د عصبي پيغامونو اخستل او دحجري مرکزته د هغي رسول دي ،د حجري مرکز دنورو حجراتو په شان د حجري ټول فعاليتونه تر نظارت او کنترول لاندي ساتي چي پدي برخي کي ډير مهم حياتي غړي او اعضا وجود لري کوم چي د حجري په فعاليت او کار کر دگي عمده رول لري او اعضا عبارت دي له : الف : Ly bosom کوم چي دا نزايمونه څخه ډک وي او د حجري په هضمي ،تعمري او تخريبي فعاليتونه کي برخه اخلي . ب: مايتو کاندريا : چي ددي وظيفه د حجري لپاره انرژي برابرول او د حجري د پاروپلانت په نامه سره ياديږي . ج: رايبوزوم :چي دپروتينونو په ساختمان او جوړيدوکي رول لري . د: اندو پلارميک ريتکولم : ريتکرلم کوم چي په حجره کي د کاناليزيشني په حيث کارکوي دانزامونو او هارمونونو په توليدکي هم رول لري . هـ: هسته : چي په حجره کي دوه عمده وظيفي په غاړه لري يو دټولي حجري د فعاليتونو کنترول او تنظيمول او بل دارثي خواصو انتقال .



الف: په عصبي حجري باندي د شرابو اثر . کله چي شراب وڅښل شي په معده کي وينه ته جذبيږي لمړي ځگر ته ځي او بيا وروسته د ويني جريان ته داخليږي او ځان زړه ته رسوى- له هغه ځاى څخه سږ وته اودبدن ټولوبرخوته تقسميږي دبدن ټولو انساجو ته ځان رسوى چي پدى انساجوکي عصبى نسج هم شامل دي عصبي نسج Neural- tissue دعصبى حجراتو څخه تشکيل شوى دعصبى حجراتو اکسون يو پوښ ياغلاف لرى چي ديو خاص قسم شحم چي ميلين May line ورته وائي تشکيل شوي معمولاً عصبي حجرات دپروتينونو فاسفولپيدواو نورو شحمياتو څخه جوړشوي کله چي شراب (الکول ) انساجوته ولاړشي نوپه داخل دانساجوکي دخپل خاصيت پربناچي دشحمياتو انحلال اودهغوى سره يو ځاى کيدل دي دعصبى حجراتو په داخل کي شحميات حلوى ياداچي دهغوى سره ترکيب پيداکوى چي په نتيجه کي عصبى حجرات خپله وظيفه په سمه توګه نشي اجراکولاى په همدى خاطر دشرابو پوسيله نشه منځ ته راځي انساج خپله اراده غور ؛فکر ؛عقل هوش اوعلمى مسئوليت له لاسه ورکوى اويو بي مسئوليته ؛بي فکره بي عقله اوبي ارادى انساج ورڅخه جوړشي همدارنګه الکول دحجرى په جسم Cellbody باندى هم اثرکوى اوپه هغى کي چي کوم مهم اوضرورى اعضاء واقع دي دهغي فعاليت ته زيان رسوى حصوصآ هستى ليزوزوم ميتوکاندريا؛ اورايبوزوم ته ډيرزيان رسوى هغوى په سمه توګه وظيفه نشى اجراکولاى . Lissome په داخل کي چي څومره انزايمونه وجودلرى هغه هم دالکولو تر اثر لاندى راځي اوپه ښه ډول سره وظيفه سرته نشى رسولاى ؛ ددماغ اکبر Cerebrum دقشرى Cortex برخي حجرات دغور فکر ارادى عقل اوهوش وظيفه په غاړه لرى دالکولو په اثر زيانمنى اوکمزورى کيږي ځکه نوى تخقيقاتو داثابته کړي هغه کسان چي الکول استعمالوى دهغوى ددماغ وزن دهغو کسانو څخه چه الکول نه استعمالوي کم دى تخقيقاتوددى علت بيان کړي دي چي الکول دوينى صفحات Plateletsيا Thromobcytes سره نښلوى يعنى Agglutination منځ ته راوړى اووينه لخته کيدوته نژدي کيږي کله چي دويني صفحات سره ونښلى نوپه عروق شعريه Capillaries کي په اسانى سره حرکت نشي کولاي په نتيجه کي دعصبى سيستم حجراتو ته وينه يعنى غذائي مواد نه رسيږي که چيرى غذائي مواد اووينه څه وخت عصبى حجراتو ته ونه رسيږى نوهغه دلوږى په وجه له منځه ځي اومړه کيږي اوکله چي عصبى حجرات مړه شي بيا بيرته نه راژوندى کيږي اونه نورحجرات د هغي پرځاى منځ ته راځي . څومره حجرات چه له منځه تللى دهغي وظيفى همداسى پاته کيږي اودبدن ځيني برخي بى کنترول له اوبى نظمه خپل فعاليت سرته رسوى په همدى سبب دالکولى اوشرابى شخصيت اخلاق اوکردار متاثر کيږي اودسالم شخص په شان خپل ژوند نشى سمبالولى دهغه مزاج ؛خوى اوعادت تغيرخورى په عادى خبروډيربى حده خوښـي ښکاره کوى اوپه ډيرو عادى مشکلاتوباندي بيادومره متاثره کيږي چي لوي لوى غمونه هم نور کسان دومره نشي متاثر کولاى په فاميل اوکورنى کي هم مشکلات پيداکيږي ځکه ډير زرپه قهر کيږي خپل اولاد اوميرمن توهينوى دهغوى سره غيرنارمل رويه اوسلوک کوى په ظاهرى توګه هغه جنسى قدرت لرى خوپه حقيقت کي هغه خپل جنسى قدرت له لاسه ورکوى .په سايکولوژيکي لحاظ الکول استعمالونکى شحص دويرى خوف اواضطراب کيفيت لرونکي وي خارجي محيط ورته بل رنګه ښکارى خپل ځان خپل عقل اوفکر ورته دعجيب اوغريبو خارجي طاقتونو تر اثرلاندى ښکاري خپله اراده له لاسه ورکوي حواص ئى سم کارنکوى يعني داوريدلو ليدلو څکلو، اودبويولو قدرت ئى متاثر کيږي ډيربد اوخراب خوبونه ګوري . څرنګه چي الکول په ځکر کى شخميات جمع کوى بالاخره دځکر Cirrhosis منځ ته راوړى کله چي تشمع الکبد منځ ته راشى نو ځکر خپله وظيفه نه شي اجرا کولاي او د موادوزهريت له منځه نشي وړلاي کله جي زهر لرونکي وينه دماغ ته ورسيږي د هغي فعاليت بي نظمه کيږي او کله کله الکول استعمالونکي باندي بيهوشي او داپلتوويلو دوره راځي چي اصلي علت يي د ځگر عدم کفايه ده چي د الکولو په وسيله منځ ته راځي ځکه چي د صفرااو اکراتنين مقدارپه وينه کي پورته ځي . عضلات په خپل سر اوبي نظمه حرکت کوي د نارينه تيونه (پستان) غټوالي پيدا کوي او زنانه يي خاصيتونه پکي پيدا کيږي په ښځو کي مياشتيني جنسي دوري بي نظمه کيږي او جنسي رغبت له منځه ځي .

ب: په عصبي رشتو باندي د شرابو اثر. عصبى رشتي Nerves چه دشحموکوم غلاف Mylinesheate لرى دهغى لاندى استوانى سلندر Axis cylinder واقع دي په کوم کي چي دعصبى حجرى سايتوپلازم قرارلرى عصبى پيغانونه ددى رشتوپه وسيله نقليږي که چيرى په عصبى رشتوکي خرابوالى راشي نوعصبى پيغامونه خپل ځاى ته نه رسيږي اوپه نتيجه کي انسان دخپل محيط څخه ناخبر پاتي کيږي اوهم دمحيطى حوادثو اوواقعاتوپه مقابل کى عکس العمل نشى ښودلاى کله چي الکول استعمال شي اودوينى په وسيله عصبى نسج ته ورسيږى نو دعصبى رشتو داخل يعنى Axis cylinder ته ننوځې. دهغى دالتهاب سبب کرځى اوکله داسى هم کيداى شي چه عصبى رشته بالکل مړه شي چي بيانه ژوندى کيږي . کله چي الکول دعصب داخل ته ننوتل دهغى دانتقال قدرت متاثره کيږي اوپه پوره توګه خپل عصبى پيغامونه نشى نقلولاى الکول دبدن ټولى عصبى رشتى متاثره کوى چي هغى کي ١٢ جوړى دماغى اعصاب Cranilnerves او٣١ جوړي نخاعي اعصاب Spinal nerves شامل دي همدارنکه سمپاتيک اوپاراسمپاتيک اعصابو باندى هم اثرکوى لنډه داچي ټول محيطي عصبى سيستم (A.N.S ) ترخپل اثرلاندى راولې د دماغى اعصابو دخرابوالى يو صورت داسي څرکنديږي چي شرابي ته يو شى دوه ښکاري يعنى Diplopic عارضه ورته پيداکيږي هرى خواته چي کوري نوشيان ورته بدل اوډير ښکارى ددي پخواکي دسردر د څخه هم شکايت کوي دنخاعى اعصابو دخرابوالي په نتيجه کي په پښو لاسونو ګوتو اونورو اطرافى اعضاو کي بى نظمى اوشل والي Paralysisمنځ ته راځي. دخود کاره عصبي سيستم Atonomicnervous system دخرابوالي په نتيجه کي دزړه سږو اوهاضمى سيستم فعاليت بى نظمه کيږي دزړه ضربان اونبض زياتيږي دويني فشار هم ورسره متاثره کيږي همدارنګه په هضمي سيستم کي خرابوالي منځ ته راځي . ددي په خواکي په جنسي قوت کي هم انخطاطى تغيرراځي ځکه چي جنسي فعاليت داتومات عصبي سيستم له لوري کنتروليږي که چيري دالکول سره يو ځاى سکريت هم استعمال شي نودخپل زهرى خاصيت له امله دليدلو په عصب Optic nerve باندي اثر کوى اودليدلو دکموالى باعث ګرځى چه دزياتوالى په صورت کي ړوند والى هم منځ ته راځى. ج :فلجيدل او دماغي سکتي واقع کيدل

            نو ى تحقيقات داثابته کړى چه کوم کسان شراب خورى په هغوى کي تقريباًآ ٣٠ فيصده فلج اومغز ى سکتى واقع کيدل نسبت نورو کسانو ته زيات وي ددي علت تحقيقاتو داخودلى چي په وينه کي دصفحات دمويه  Thrombocytes  دنښتلوپوسيله سره دويني لخته يا  Thrombosis  صورت نسي الکول دويني صفحات سره نښلوى اوپه نتيجه کي ددماغ عروق شعريه بند يږي ياداچي دزړه دبى نظمه ضربان په نتيجه کي دماغى عروق شعريه شليږي اوپه نتيجه کي مغزى سکته اوفلج منځ ته راځي چي داواقعات په هغو کسانو کي ډير زيات ليدل کيږي کوم چي دشرابو معتاددى .

د دبدن دحرارت ددرجى کموالى

           الکول په عمومي صورت سره دبدن دحرارت دضايع کيدو سبب ګرځي ځکه چي الکول دپوستکي دوينى رگونه وسيع کوى اوپه نتيجه کي حرارت ضايع کيږي نو تخقيقاتو داثابته کړي چي الکول دحرارت درجه کموى لکه چي مونږ ورته اشاره وکړه دشمالي امريکا دطبى مجلى 1984 دجنورى دمياشتي په ګڼه ١٢٩ پانه کي دارنګه ليکل شوى : الکول دبدن دحرارت درجه راکموى .

دالکولو دوديز ډيروالي اعراض اونښي الکولو دوزد ډيروالي څخه مړينه په څوفزيالوژيکو ميخانيکيتونو منځ ته راځي کله چي په دماغ کي دالکولو غلظت دومره لوړشي چي د دماغ هغه برخي چي دهوش اوتنفس مسئوليت لري تر فشار لاندي راولي نوشخص کوماته ځي تنفس يي ودريږي اوپه څودقيقوکي مړينه رامنځ ته کيږي همدارنکه الکول عصاب Depress کوي کوم چي دوجود غيرارادي دندي کنټرول لوي لکه Gag reflex نوڅرنګه چي الکول معده تخريشوي اوهغه خلک چي زيات الکول څښي اکثره کانکي کوي اود Gag reflex خرابوالي له امله دمعدي توکي په بي هوشه وګړوکي سږوته ننوځي اودمړيني لامل ګرځي . ددوزد ډيروالي عراض اونښي عبارت دي له زړه بدوالي او کانکو؛ په تړټرۍ ژبه خبري کولو دموازني له ستونزو ؛ وروسطحي او ګډوډ تنفس ؛ يخ لوند خاسف يا شين رنګه پوستکي ؛ دوجود دعکساتوضعيف ياهيڅ نشتوالي ؛ چټکي ؛ دوجود د تودوخي کموالي دويني دگلوکوز د کچي کموالي دشعور نشتوالي اوکوماڅخه (S )


الکول (شراب )[سمول]

شراب الکول مشروبات دي چي ډول ډول قندلرونکو نباتاتو له محصولاتو څخه په لاس راځي چي يادشوي قندي توکي دخميرمايي(yeast ) پواسط خميره کيږي اوپه الکولو بدليږي فعال توکي يي ايتانول يا ايتايل الکول دي الکول په ډول ډول نومونو جوړيږي چي هريوي په ځانګړي غلظت سره الکول لرى rum(Whis key) (brandy). او gin له ٥٠فيصده ٣٠ سلني پوري الکول لري حال داچي beers په عادى ډول %٥ -٤ الکول لري همدارنګه wines نږدي ١٢ فيصده سلنه الکول لري مګردتقويه شويwines (کله چي له wines سره brandy يوځاى شي ) غلظت يي نږدي ١٢٠ فيصدسلنه ته رسيږي شراب دډيري پخوازماني راهيسي کارول کيږي .

الکوليزم[سمول]

الکوليزم يو اصطلاح ده چه ډول ډول تعريفونه لري په عاميانه اصطلاح کي هر هغه حالت چي دروعتيا يي ستونځو او ټولنيزو اغيزو باوجود دالکولى مشروباتو د دوامداره کاروني په پاپله کي منځ ته راځي داالکوليزم څخه عبارت دي خونوي طبى تعريف الکوليزم ديوي ناروغي يا اعتياد (روږديتوب ) په شکل تشريح کوي کوم چي دمنفى اغيزو دالکولو ددوامداره کاروني په پايله کي منځ ته راځي همدارنګه بل طبي تعريف يي داسي دي چي الکوليزم يوه ځندنۍ ناروغي ده چي دالکولو په بي کنتروله څښلو دالکولو په اړه دډيرفکر کولو دخرابو اغيزو سربيره دالکولو کاروني اوپه فکر اوسلوک کي دبدلون راوستلو پواسطه مشخص کيږي Alcoholic Hepatitis په کومو خلکوکي چي دالکولو پواسط تنبه شوي دځيګر التهاب شتون ولري نو دډول ډول فزيکي څرګندوني لري لکه زړه بدوالى بي اشتهايي دځيکر غټوالي ژيړي دګيدي درد حساسيت اوکيداي شي چي دتوري غټوالي Ascetic تبه اودمغزو استحالوي ناروغۍ Encephalopathy هم شتون ولري

الکول او نړ‌‌‌‌ۍ[سمول]

اسلام الکول حرام کړي اوهغه چاته چي بيايي هم څښي اوحرمت ته ئي نه کوري سزا لپاره يي حد ټاکلي دي اسلام دغه حرمت ديارلس پيړۍ په اسلام نړۍ قايم کړه ريښتيا د اسلام دريځ دالکولو له وړاندي په خقه وو اونوره نړي په کمراهي او په غلط روانه ده هر کله چي نړي له خپله خوبه راويښه شوه اووئي کتل چي الکولو پردوي څه وکړل نو دهغي دمخنيوي هڅي يي پيل کړي چي نن سبا دنړي په هر هيواد کي يو داسي ډله شته چي دالکولو دبنديدواومخنيوي غوښتنه کوى دامريکا حکومت په خپل ولس الکول بندول وغوښتل ددي لپاره ئي هر ډول وسيله وکاروله دمجلو اوعکسونه نيولي ان تر سينماپورى ددي ټولو لاروئي داهڅه وکړه چي شراب دي ختم کړاى شي اوندي څښل کيږي دسختوتاوانونو اومصرفونو سره سره بيا هم ونتوانيدل چي الکول په خپل ولس بند اودغه کارته خاتمه ورکړي اسلام چي دالکولو دمخنيوي لپاره هيڅ مالي لګښت ندي کړي اونه ئي دمره تګليف ويستلي بلکه دخپل خقانيت اوسالميت له کبله ئي په يوامرالکول حرام کړه اودغه کارديارلس صدۍ دوام وکړه له نن سبا خلک داسلام حقانيت ته غاړه کيږدي اودالکولو په هکله داسلام سزااو حد په الکوليانو عملى کړي هيڅ الکولي به ونه ليدلي شي اوپرته له کوم تکليفه به دغه کارسرته ورسيږي . دشرابو تدريجي حرمت داسلام نه مخکي شرابه په عربو کي عام وو او عرب ئي دومره عادت وؤچه په يو وخت کي هغوي ددي نه منع کول ممکن نه وو په دي وجه الله پاک دا دري کرته حرام کړل په ړومبي کرت کي ئي دااوفرمائيل چه په شرابوکي ګټه اونقصان زيات دي ((قل فيهما اثم کبير ومنافع اللناس )). ((البقره: ٢١٩ ))بعض صحابه کرام (رض) ددومره خبرداري نه پس دشرابونه په ډډه شو خوعام خيال داوو چه لاتر اوسه پوري شراب حرام شوي نه دي يو کرت څه خلکو شراب وڅکل بيا هم په هغوي کي چامونځ ورکړواوپه قران پاک لوستلو کي ئي سخته غلطي وکړه پس الله پاک حکم اوشو چي دنشي په حالت کي دي مونځ نه کوي ((لاتقربو االصلاه وانتم سکرى )) اليساء: ٤٣ ). اوس به صحابه کرامو خاص دمونځونو وخت کي دشرابو نه احتياط کولو عمر (رض) ته خصوصيت سره شرابو دقباختونو اودهغي دمذموم اثراتولحاظ اوخيال ووپه دي وجه به ئي دعاکوله چي اى الله دشرابو په باره کي واضحه حکم اوکړى ((اللهم بين النافى اخمر بيانا شافيا)) پس په دريمه مرحله کي دشرابو دحرمت صريع حکم نازل شواوددي وضاحت سره چي ديته نجاست هم اووئيلي شو عمل شيطاني هم په خپل منځ کي دبعض اودشمني باعث هم دالله پاک دذکر اودمانځه نه دبنديدو ذريعه هم اوبيا په آخرکي دمسلمانانونه عهد واخستلي شوچه آياتاسوبه ددي نه منع کيږ ي ؟ ((فهل انتم منتهون )) (ا)يايهاالذين ءامنوآءنما الخمرو ولميسروالانصاب والا زلم رجس من عمل الشيطن فاجتنبوه لعلکم تفلحون (ط) انما يريد الشيطان ان يرقع بينکم العد وه والبغضاء فى الحمروالميسر ويصدکم عن ذکر الله وعن الصلوة فهل انتم منتهون (مائده ص ،١٩٩٠ ). ترجمه : اي دايمان والو خبره هم داده چه شراب اوجوارى اوبتان وغيره اودپچي غشي داټولي ګنده خبري اودشيطان کارونه دي پس ددي نه بالکل ځان وساتي چه کامياب شي شيطان خو غواړي چه دشرابو اوجوارى په ذريعه په تاسوکي دوښمني اوبغض پيداکړي اودالله پاک ديادنه اودمانځه نه تاسو لرې کړى پس آيا تاسو ددي نه منع شي ؟ افسوس چه دقران کريم ددومره موکد بيان سره صرف په دي بياءچه په قران کريم کي دشرابولپاره ښکاره دحرام لفظ نه دي راغلي بعض اهل هوس دشرابو جواز پيداکوى حال داچه دقران کريم ددي طاقت وربيان په کثرت سره احاديث دشرابو حرمت باندي ګواه دي اوپه دي باندي دامت اجماع ده . (١ ) خوداهل ايمان دپاره د حيرانتيا باعث نه دي په دي سره په ايمان کي تازګي اويقين کي اضافه پيداکيږي چه په دي سره درسول الله (ص) ددي خبري تکميل کيږي چه رسول الله (ص) اوفرمائيل زماپه امت کي به يو ډله شراب په نورو نومونه سره حلالوى.

د الکولو ټولنيز اغيزي[سمول]

دلکولو دکاروني له امله په ټولنه کي ډيري مهم ستونځي رامنځ ته کيږ ي که يو څوک دکاربه وخت کي نشه ياخماروي نو په دواړوحالاتوکي خپل کارپه ښه ډول نه شي ترسره کولي نوکيدي شي کوم چي داقتصادي ستونځي لامل کيږي همدارنګه بي ځايه اوبي وخته نشه کول هم ډير ستونځي رامنځ ته کوي لکه چي يو موټرچلونکي دموټر چلولو په وخت کي نشه وکړي نو دترافکي پيښو لامل ګرځي چي داهم زخمي کيدو معيوبيت اومړيني لامل کيږي : الکول دشخص په سلوک کي هم بدلون راولي چي دابد سلوک او دماغي خرابوالي په محيط کورنۍ اوملګرو بدي اغيزي کوي چه ددي په پايله کي دکورني اړيکو خرابوالي تنهاي اوطلاق رامنځ ته کيږي پورتني ټول لاملونه دنشه کونکي په ماشومانو منفي اغيزي کوي اوپه خپله نشه کونکي هم په ټولنه کي عتبار دلاسه ورکوي کورنۍ اوټولنه ته بي عزته اوبي کفايته ښکاري . دشرابــــو بيان فقيه ابوليث سمرقندي فرمائي چه حضرت عبدالله بن عرفع فرمايي دقيامت په ورځ به شراب څکوني راشي دهغوي مخونه به تور وي، سترګي به يي نيله وي، ژبي به يي سينه پاندي ځوړندي وي، لاړي به يي بهيږي ،څوک چه هغه هم ويني دبدبوئي دلاسه به تري ګندګي دمحسوسوي شراب څکونکو ته سلام مه کوئ اوکله چه بيماران شي دهغوي تپوس مه کوي کله چه مړشي دهغوي د جنازي مونځ مه کوي . حضرت مسروق رحمته الله فرمائي چه شراب څکونکي دبت پرستو په شان دي او شراب څکونکي دلات اوعزا دعبادت کوونکو په شان دي( يعني که هغوي شراب حلال وګنل) اوحضرت کعب فرمائي چه داور پياله څکل ما دپاره دشرابو د پيالي نه زياته محبوبه ده . دحضرت عبدالله بن عمر( رض) څخه نه روايت دي چه رسول الله (ص)اوفرمائيل چه هر نشه راوستونکي څيز شراب دي، هره نشه راوستونکي څيز حرام دي چاچه په دنيا کي شراب اوڅکل اوهغه مړشو مسلسل څکل اوهغه توبه هم اونکړه نو اخرت کي به هغه ته شراب نصيب نه شي .(مسلم) حضرت قتاده (رض) نه روايت دي چه رسول الله(ص)اوفرمائيل چه څلورقسمه خلک به دجنت خوشبوهم نه بيا مومي، حالانکي دهغي خوشبويي دپنځو سوو (٥٠٠ ) کالو مسافت نه هم راځي( يعني جنت ته چه پنځه سوه کاله مزل پاتي وي دجنت خوشبويي هغه ځائي پوري رسي) داحرام دي په څلور کسانو باندي ، ١ -بخيل ٢- احسان کوونکي يعني چاته چه صدقه ياخيرات ورکوو بيا دي ورته ياد کړو چه ماخوتاسره احسان کړي دي ٣ -دشرابو څکلو عادي يعني هغه کس چه دهغه دشراب څکلو سره عادت جوړشوي وي. ٤.- هغه کس چه د خپل دمور اوپلارنافرمان وي يعني دخپل مور اوپلارخبره نه مني اوهغوي د ځان نه خفه کوي دحضرت ابن مسعود نه روايت دي چه رسول الله (ص) اوفرمائيل چه د قيامت په ورځ به شرابي دخپل قبرنه دمرداري نه زيات بدبودار کيدو سره رااووځي اودشرابو ګلاس به يي په څټ ځوړند وي اوپياله به دهغه په لاس کي وي دهغه څرمن او دغوښي منځنۍ حصه به دمارانو اولړمانونه ډکه وي اوداورڅپلۍ به ورته په ښپو کي واچولي شي اودماغ به يي راوخوټيږي هغه به خپل قبر دجهنم کنده بيا مومي اوپه جهنم کي به هغه دهامان اوفرعون ملګري وي . ( تنبيه الغافلين) دحضرت عائشه (رض) نه روايت دي چه رسول الله (ص) اوفرمائيل چاپه شراب خورله يوه مړي هم ورکړله نوالله (ج) به دهغه په جسم باندي يو مار مقرر کړي اوچاچه دهغه ضرورت پوره کړو گويا چه هغه اسلام په خرابولو کي کوشش وکړو، او چاچه هغه ته قرض ورکړو،گويا چه هغه يو موءمن قتل کړوچاچه دهغه هم نشيني اختيارکړه يعني ورسره ناسته پاسته کول دقيامت په ورح به الله ج دقبرنه وړند راپاڅوي چه هغه به بيا څه لاره نه مومي شرابي سره واده مه کوي، که بيمارشي نو عيادت يي مه کوئ، که ګواهي ورکړي نو ګواهي يي مه قبلوئ، قسم دي په هغه ذات چاچه زه په حقه مبعوث کړي يم شرابي په تورات، انجيل ،زبور، اوقران کريم ټولو کي ملعون دي ،چاچه شراب اوڅکل هغه ددي ټولو خبرونه انکار اوکړو کومي چه الله (ج) په انبياء کرامو باندي نازلي کړي دي، شراب حلال وگڼل هم کافرگڼل شي چاچه شراب حلال اوکنل په دونيا اوخرت دواړو کي زه دهغه نه بري يم . حضرت اسماء بنت يزيد (رض) وائي چي ما درسول الله(ص ) دافرمان اوريدلي دي چا چي خپله خيټه کي شراب واچول نو اووه ورځو پوري د هغه مونځ نه قبليږي که د هغه عقل ختم شي نو بيا تر څلويښت ورځو پوري مونځ يي نه قبليږي که مړ شي نو کافر به مري که توبه اوباسي نو الله( ج) به د ده توبه قبلوي که دوباره شراب او څکي نو الله (ج) ته حق حاصل دي چي هغه باندي د جهنميانو پيپ وڅکوي (يعني د جهنميانو د زخمونو نه چي کومه وينه اووزي په پيپونو کي راځي هغه به الله (ج) پري او څکي (مسلم). يو بل حديث مبارک کي راځي چي کله يو ځل شراب او څکي نو د هغه مونځ او روژه نه قبليږي او نه يي نور اعمال تر څلويښتو ورځو پوري قبليږي او کله چي په دويم ځل او څکي نو الله( ج) د هغه مونځ او روزه او نور عبادات تر اتيا ورځو پوري نه قبلوي او چي په دريم ځل يي اوڅکي نوتر شپږ شلي (١٢٠)ورځو پوري دده عبادت نه قبليږي .او چي په څلورم ځل يي وڅکي نو هغه قتل کړي ځکه چي هغه کافر دي . او الله (ج)ته حق حاصل دي چي په هغه باندي طينة الخيال او څکي تپوس او کړي شو چي طينة الخيال څه دي ،وي فرمائيل داهل جهنم وينه او زوه ده.