شدید انفلاسیون (تورم یا پړسوب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اقتصاد کې، شدید انفلاسیون ډېر لوړ او په عموماً چټک انفلاسیون ته ویل کېږي. دا حالت د ټولو توکو د بیو په لوړېدو سره، په چټکۍ سره د کورنیو اسعارو حقیقي ارزښت له منځه وړي. دا د دې لامل کېږي چې خلک د دې اسعارو له ساتلو لاس واخلي او په دې حالت دوی معمولا نورو باثباته بهرنیو اسعارو ته مخه کوي. کله چې په باثباته بهرنیو اسعارو سنجش ترسره شي، نو نرخونه عموما باثباته وي.  [۱]

د ټیټ انفلاسیون پر خلاف، چې د نرخونو د لوړېدو بهیر په دوامداره توګه موجود وي او په عمومي نه احساس کېږي، پرته له دې چې د بازار تېرو نرخونو وڅېړل شي، شدید انفلاسیون په اسمي (موجود) نرخونو، د توکو اسمي بیه، او د اسعارو په عرضه کې چټک او دوامدار زیاتوالی را منځ ته کوي. خو په عمومي ډول، د عمومي نرخ کچه د پیسو عرضې په پرتله زیاته ګړندۍ لوړېږي ځکه چې خلک هڅه کوي ژر تر ژره د زوال په لور پیسو څخه ځان خلاص کړي. کله چې داحالت پېښیږي، د پیسو حقیقي مقدار (د یعنې، په جریان کې پیسې تقسیم پر د نرخ په کچه) په پراخه کچه کمېږي.[۲][۳]

نږدې ټول شدید انفلاسیونونه د دولت د بودیجې د کسر له امله، چې پیسو په چاپ سره تمویل شي، رامنځ ته کېږي. شدید انفلاسیون زیاتره د دولت په بودیجه باندې د یو څه فشار سره تړاو لري لکه جګړې یا له هغوی وروسته حالت، ټولنیز سیاسي کړکېچونه، د مجموعي عرضې کمښت یا په صادراتو نرخونو کې ستونزې، یا نور ناورینونه چې د دولت لپاره د مالیاتو راټولول ستونزمن کړي. په حقیقي مالیاتي عوایدو کې پراخ کمښت چې د دولتي مصارفو د ساتلو سره یو ځای کېږي، ورسره د پور په  اخیستلو کې ناتواني یا نه لیوالتیا، کولای شي یو هېواد د شدید انفلاسیون په لور بوځي.  [۴][۵]

تعریف[سمول]

په ۱۹۵۶ کال کې، فیلیپ کاګن د شدید انفلاسیون پولي لاملونه تر سرلیک لاندې کتاب ولیک، چې زیاتره دا کتاب د شدید انفلاسیون او د هغې د اغېزو په اړه لومړنۍ جدي څېړنه ګڼل کېږي (که څه هم د انفلاسیون اقتصادي څېړنه د سې. برسیاني – توراني لخوا د آلمان د شدید انفلاسیون په اړه په ایټالوي ژبه کې په ۱۹۳۱ کال کې خپور شو). کیګن په خپل کتاب کې، شدیده انفلاسیوني دوره داسې تعریف کړې چې دا حالت په هغه میاشت کې پیل کېږي چې د میاشتني انفلاسیون کچه له ۵۰٪ څخه پورته وي، او هغه وخت پای ته رسېږي چې د میاشتني انفلاسیون کچه له ۵۰٪ څخه ټيټه شي په دې حالت کې لږ تر لږه د یو کال لپاره همداسې پاتې شي. اقتصاد پوهان معمولا د کاګان تشرېح  تعقیبوي چې شدید انفلاسیون هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د میاشتني انفلاسیون کچه له ۵۰٪ څخه (چې دا د ۱۲۸۷۴.۶۳٪ کلني نرخ سره مساوي ده)، لوړه وي. [۶][۷][۸]

د محاسبې د نړیوالو معیارونو بورډ د شدید انفلاسیون په حالاتو کې د محاسبې د قواعدو لارښود خپور کړی. دا د شدید انفلاسیون د رامنځ ته کېدو په اړه مطلقه قاعده نه وړاندې کوي، خو پرځای یې د هغو لاملونو نوملړ وړاندې کوي چې د شدید انفلاسیون شتون په ګوته کوي:[۹]

  • عام وګړي غوره ګڼي چې خپله شتمني په غیر پولي شتمنیو او یا په نسبتا باثباته بهرنیو اسعارو کې وساتي. د کرنیو اسعارو مقدار د پیرود ځواک د ساتلو لپاره په سمدستي توګه پانګونه کېږي.
  • عام وګړي د پیسو اندازه د کورنیو اسعارو په اساس نه بلکه د نسبتا باثباته بهرنیو اسعارو په اساس په نظر کې نیسي. نرخونه په دې اسعارو کې وړاندې کېږي؛
  • په کرېډیټ (اعتبار یا قرض) پلور او پیرود په هغه نرخونو کې ترسره کېږي چې د اعتباري دورې په اوږدو کې د پیرود ځواک احتمالي زیان جبران کړي، حتی که دوره لنډه هم وي؛
  • د سود نرخ، مزد او نرخونه د قیمت له شاخص سره پرتله کېږي؛ او
  • په دریو کلونو کې د مجموعي انفلاسیون کچه ۱۰۰٪ ته رسېږي یا له هغه څخه زیاتېږي.  

لاملونه[سمول]

پداسې حال کې چې د لوړ انفلاسیون لپاره زیات شمېر لاملونه شتون درلودلای شي، خو تقریباً د ټولو شدیدو انفلاسیونو لامل د دولت د بودیجې هغه کسر ګڼل کېږي چې د پیسو په نشر تمویل شي. پیټر برنولز ۲۹ شدید انفلاسیونونه (د کاګان د تعریف پر بنسټ) تحلیل کړي او دې پایلې رسېدلی چې لږ تر لږه ۲۵ یې له همدې امله رامنځ ته شوي دي. د شدید انفلاسیون لپاره یو اړین شرط د سرو زرو یا سپینو زرو د سکو پرځای د کاغذي پیسو کارول دي. په ځینو استثناوو سره، لکه د ۱۷۸۹ – ۱۷۹۶ کلونو فرانسوي شدید انفلاسیون، د تاریخ په اوږدو کې زیاتره شدید انفلاسیونونه د بې پشتوانې پیسو د کارولو له امله را منځ ته شوي چې د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې پراخه شول. د فرانسوي شدید انفلاسیون د  اسیګانت (assignat) په نوم د نه تبادله کېدونکو کاغذي اسعارو له معرفي وروسته رامنځ ته شو. [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. O'Sullivan, Arthur; Steven M. Sheffrin (2003). Economics: Principles in action. Upper Saddle River, New Jersey 07458: Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼي 341, 404. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-063085-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)CS1 maint: location (link)
  2. Where's the Hyperinflation? Archived 2 August 2018 at the Wayback Machine., Forbes.com, 2012
  3. Bernholz, Peter 2003, chapter 5.3
  4. Bernholz, Peter 2003, chapter 5.2 and Table 5.1
  5. Bernholz, Peter 2003, chapter 5.3
  6. Robinson, Joan (1 January 1938). "Review of The Economics of Inflation". The Economic Journal. 48 (191): 507–513. doi:10.2307/2225440. JSTOR 2225440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Palairet, Michael R. (2000). The Four Ends of the Greek Hyperinflation of 1941-1946. Museum Tusculanum Press. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788772895826. خونديځ د اصلي څخه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Phillip Cagan, The Monetary Dynamics of Hyperinflation, in Milton Friedman (Editor), Studies in the Quantity Theory of Money, Chicago: University of Chicago Press (1956).
  9. International Accounting Standards. "IAS 29 — Financial Reporting in Hyperinflationary Economies". IASB. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. Bernholz, Peter 2003, chapter 5.2 and Table 5.1