شاهرخ افشار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاهرُخ‌ افشار يا شاهرخ مرزا (۱۱۱۲ تر ۱۱۷۵) د ايران د افشاري پاچاهۍ څلورم پاچا و. هغه د رضاقلي مرزا مشر زوی او د نادر افشار وليعهد و. شاهرخ مرزا له ۱۱۲۷ تر ۱۱۲۹ لمريز (۲ کاله) په ايران کې پاچايي وکړه او تر ده وروسته ابراهيم شاه د ايران پاچا شو. همداراز شاهرخ مرزا له ۱۱۲۹ تر ۱۱۷۴ لمريز کال يوازې د مشهد حاکم و.

د نادر افشار تر مړينې وروسته، په قوچان کې په ۱۱۲۶ لمريز کال کې عادل شاه د نادر افشار وراره د پاچاهۍ په تخت کېناسته. هغه د نادر افشار ټول خپلوان او زامن پرته له شاهرخ نه ووژل. عادل شاه يو کال د پاچاهۍ په تخت ناست و او تر هغه يې حکومت کاوه تر څو چې د هغه ورور ابراهيم شاه هغه له پاچاهۍ لرې کړ. ابراهيم شاه هم د پاچاهۍ نه لرې کړل شو او پر ځای يې ځوان شاهرخ افشار په تخت کښېناسته خو هغه دومره بختور نه و ځکه چې د يو څه مودې وروسته په مشهد کې د يوه پاڅون په بهير کې ونيول شو او بيا ړوند کړلی شو خو د ړندېدو سره سره د آغا محمد خان قاجار تر حکومت پورې پر تخت ناست پاتې شو. خو په اخر کې د آغا محمد خان قاجار د ځورونو او ربړونو په پايله کې په زندان کې مړ شو. نادر مرزا او نصرالله مرزا د هغه نه پاتې زامن و.