سیکولرَونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په ټولنپوهنه کې، سیکولرَونه (secularization)، له تړلو مذهبي ارزښتونو او ټولنیزو جوړښتونو نه غیرمذهبي ارزښتونو او سیکولر جوړښتونو ته د یوې ټولنې لېږدونه ده. د سیکولرونې نظریه، داسې یوه مفکوره بیانوي چې د ټولنو له پرمختګ سره (په ځانګړې توګه، د نومهال کېدنې، عقلاني کېدنې او د ټکنالوژۍ او ساینس د پرمختګ په ترڅ کې) د مذهبي اقتدار کچه، د ټولنیز ژوند په ټولو اړخونو کې راښکته کېږي. په وروستیو کلونو کې، د ځینو نړیوالو مطالعاتو پر بنسټ، د سیکولرَونې نظریه، له ګڼ‌شمېر ګواښونو سره مخامخ ده. دغه مطالعات ښیي چې، د نړۍ په کچه د غیرمذهبي وګړو شمېر مخ په کمېدو دی، ځکه چې غیرمذهبي هېوادونو کې د زېږون کچه د ونجونې تر بریده ښکته او په ټوله کې، په مذهبي هېوادونو کې د زېږون کچه لوړه ده. مسیحي ټولنپوه – پیترلودویګ بېرګر – د دغې ښکارندې د ښودلو په موخه د «غیرسیکولر کېدنې یا desecularization» ګړنه رامنځ‌ته کړه. سربېره پر دې، د پخواني شوروي اتحاد یا د غربي نړۍ سترو ښارونو په څېر ځینو هېوادونواو سیمو کې، د سیکولرَونې کچه، د مذهبي کډوالو د کچې په زیاتېدو سره، په راټیټېدو یا ثابت حالت کې ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د دو‌یمې معنا په توګه، د «سیکولرَونې» ګړنه کېدای شي، له یوه روحاني وګړي نه د رهبانیت محدودیتونو د لېرې کولو په ترڅ کې هم وکارول شي. [۱۰]

ټولیزه کتنه[سمول]

سیکولرَونه، د خپلې اصلي او ټولنپوهنیزې معنا په لړ کې، داسې یو تاریخي بهیر رانغاړي چې په ترڅ کې یې دین/مذهب خپل ټولنیز او هڅوبي ارزښت له لاسه ورکوي. د سیکولرونې له امله، په پرمختللو ټولنو کې د مذهب ونډه تحدیدېږي. په سیکولر شویو ټولنو، ایمان اوعقیده، خپل واک بایلي او د مذهبي بنسټونو ځواک په کې کمرنګه دی.

سیکولرَونه هم د یوې تیوري او هم د یوه تاریخي بهیر په توګه، ګڼ‌شمېر معنایی کچې لري. ټولنیز تیوري‌پوهان، لکه: کارل مارکس (۱۸۱۸ تر ۱۸۸۳ز)، سېگمونډ فرویډ (۱۸۵۶ تر ۱۹۳۹ز)، ماکس وېبر (۱۸۶۴ تر ۱۹۲۰ز) او اېمېل دورکایم (۱۸۵۸ تر ۱۹۱۷ز) داسې انګېري چې، د یوې ټولنې پرمختګ او نومهال کېدل، د مذهبي کچو د راټیټېدلو لامل ګرځي. د دغه بهیر اړوند مطالعات، د عقایدو، اعمالو او مذهبي بنسټونو د ټولنیز اهمیت د بایلل شوې کچې او څرنګتیا معلومولو په لټه کې دي. ځیني تیوري‌پوهان ادعا کوي، له هغه ځایه چې د فزیکي علومو د چټک پرمختګ سره سم موږ د بشریت د اخلاقي او معنوي هراړخیزو اړتیاوو په پوره کولو کې بې‌وسه پاتې یو، نو له‌دې امله تر یوه بریده نومهاله تمدن مخ په سیکولر کېدنې روان دی. [۱۱]

د «نومهال کېدنې» نظریې سره په توپیر کې، کریستین سمېت او نور ادعا لري چې، غوره روڼ‌اندي او هڅوبي فعالان، د خپل حیثیت او نفوذ لوړولو په موخه، د سیکولرَونې د دودیزولو په لټه کې دی. سمېت پر دې باور دی چې، روڼ‌اندي له خپلو دودیزو هڅوبونو سره دښمنۍ ته یوه فطري لېوالتیا لري او له‌دې امله، سیکولریزم ته مخه کوي.[۱۲]

د «secularization» ګړنه، په بنسټیزه توګه، نورې تاریخي او مذهبي معناوې هم لري. د کلیسا د مالکیتونو په اړه، له تاریخي پلوه د کلیسایي ودانیو او ځمکو مصادره کولو ته اشاره لري. د بېلګې په توګه: د شپاړسمې پېړۍ په اوږدو کې د اتم هنري (Henry VIII) له لوري د انګلستان د صومعې ړنګې او وروسته بیا په اتلسمې پېړۍ کې د فرانسې د اوښتون پر مهال، مذهبي ټولنې د اروپایي روښاندي مطلق‌پالو بېلابېلو روحانیت‌ځپونکو دولتونو له لورې، وځپل شوې او یا هم وشړل شوې. په آلمان او سویس کې د نولسمې پېړۍ «هڅوب‌ځپنه، په آلماني کې: Kulturkampf» او په ګڼ‌شمېر نورو هېوادونو کې ورته پېښې هم د سیکولرَونې څرګندوی دي.[۱۳][۱۴]

د سیکولرونې یوه بله بڼه د اسقف ــ ولیعهد او یا په پوځي یا رهباني نظام کې د منصب خاوندانو کړنې څرګندوي. هغوی د کاتولیکې کلیسا تر اثر لاندې یوه ترکیبي مذهبي او سیکولر واک په درلودلو سره، له مذهبي تړاو نه جلا او په بشپړه توګه یې ځانونه سیکولر (په ټولیزه توګه، پروتستان) میراثي حاکمان ګرځولي دي. د بېلګې په توګه: ګوتارد کېتلر (۱۵۱۷ تر ۱۵۸۷ز) د لیووني نظام وروستی لارښود، لوتېرانیزم ته مخه کړه، د سېمیګالیا او کورلند ځمکې یې، چې د نظام له لوري په اختیار کې وې، سیکولرې (او اشغال) کړې او له‌دې لارې یې د واده کولو امکان وموند او وروسته یې بیا د کورلند او سېمیګالیا دوک‌مېشتې سیمې خپل راتلونکي نسل ته پرېښودلې.

په ۱۹۶۰ز لسیزې په اوږدو کې، په لوېدیځې اروپا، شمالي امریکا، اسټرالیا او نوي زیلاند کې د سیکولرَونې یو پراخېدونکی بهیر تر سترګو کېږي. دغه بدلون له ګڼ‌شمېر ټولنیزو لاملونو سره مل و: اقتصادي وده، د ټولنې کنوانسیونونو او قواعدو پر وړاندې د ځوانې طبقې پاڅون، جنسي اوښتون، د ښځو آزادي، رادیکالي الهیات‌پوهنه او رادیکالي سیاست. [۱۵]

تعریفونه[سمول]

چارلس جان سامرویل (۱۹۹۸ز) په علمي ادبیاتو کې د سیکولرَونې ګړنې شپږ کارونې بیان کړې. لومړنۍ پنځه پېژندنې یې د تعریف په توګه او شپږمه یې د «کارونې بیانولو» په توګه راغلې ده:[۱۶]

  1. لومړی. سترو ټولنیزو جوړښتونو باندې د بحث کولو پر مهال، سیکولرونه کېدای شي توپیر کولو ته وویل شي: هغه بهیر چې په ترڅ کې یې د ټولنې اقتصادي، سیاسي، حقوقي او اخلاقي بېلابېل اړخونه په تخصصي او یو بل له سره په متمایزه توګه رامنځته کېږي.
  2. دو‌یم. په وګړنیزو بنسټونو باندې د بحث کولو پر مهال، کېدای شي سیکولرونه یوه سیکولر بنسټ ته د مذهب لېږدونې څرګندوی وي. د بېلګې په توګه: کېدای شي، د هاروارد پوهنتون په څېر، له مذهبي بنسټ نه سیکولر بنسټ ته اوښتنه بیان کړو (چې دم‌مهال په‌کې د مذهبي عنصر په توګه د یوې روحاني مدرسې شتون توپیر ښودلای شي).
  3. درېیم. په فعالیتونو باندې د بحث کولو پر مهال، سیکولرونه له مذهبي بنسټونو نه سیکولر بنسټونو ته د فعالیتونو د لېږدونې بهیر څرګندوي. د بېلګې په توګه: له کلیساوو نه دولت ته د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لېږدونه.
  4. څلورم. په ذهنیتونو باندې د بحث کولو پر مهال، سیکولرونه له وروستیو اړیکو نه نږدې تعلقاتو ته لېږدونه څرګندوي. د نمونې په توګه: په غربي نړۍ کې، دم‌مهال وګړي له مړینې وروسته پایلو باندې د اندېښنې پر ځای خپل چلندونه د مړینې نه مخکې پلي کېدونکو پایلو ته د غبرګون په موخه تنظیموي. دا په شخصي ژوند کې، د مذهبي ارزښتونو راټیټېدنه یا د سیکولر ژواک پر لوري خوځښت ښکاره کوي.
  5. پنځم. په نفوس باندې د بحث کولو پر مهال، سیکولرَونه په ټولنه کې په پراخه توګه د دیندارۍ کچې راټیټېدنه ښیي، چې دا په پورتني (څلورم) مورد کې د بحث شوې سکالو سره په توپیر کې برېښي. د سیکولرونې دغه معنا د (لومړي) مورد سره هم په توپیر کې ده، چې هلته سیکولرونه ټولنیز توپیر ته نه، بلکې په ځانګړې توګه مذهبي کچې راټیټېدنې ته ویل کېږي.
  6. شپږم. په مذهب اودین باندې د بحث کولو پر مهال، سیکولرونه، په ټولیزه معنا، کېدای شي په څرګنده توګه مذهب ته راجع کړل شي. د مثال په توګه: مسیحیت ته اشاره کول، روښانه بحث نه‌دی، چې په دقیقه توګه ونه‌ویل شي، چې بحث کېدونکې سکالو(موضوع)، د مسیحیت کومه فرقه ده.

عبدالوهاب المسیري (۲۰۰۲ز) د سیکولرونې ګړنې دوه معناوې بیانوي:

  1. برخیزه (قسمي) سیکولرَونه: چې د وییکي متداوله معنا وړاندې کوي – «د مذهب، دین او دولت ترمنځ جلاوالی».
  2. بشپړه سیکولرونه: دغه تعریف په پورتني تعریف نه‌تحدیدېږي، بلکې تر هغه تېری کوي: «د واړو (دیني، اخلاقي او انساني) ارزښتونو او (نه‌یوازې دولت، بلکې) د انساني طبیعت له عامو او ځانګړو اړخونو جلاوالی، چې په پایله کې یې له نړۍ نه سپېڅلتوب حذف او دا نړۍ او ژوند د ګټې‌اخېستنې مسئلې ته اوړي، چې د ځواک په موخو به کارول کېږي».

سرچینې[سمول]

  1. See occurrences on Google Books.
  2. "The Secularization Debate", chapter 1 (pp. 3-32) of Norris, Pippa; Inglehart, Ronald (2004). Sacred and Secular. Religion and Politics Worldwide. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-83984-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hekmatpour, Peyman (2020-06-01). "Inequality and Religiosity in a Global Context: Different Secularization Paths for Developed and Developing Nations". International Journal of Sociology 50 (4): 286–309. doi:10.1080/00207659.2020.1771013. ISSN 0020-7659. https://doi.org/10.1080/00207659.2020.1771013. 
  4. Zuckerman, Phil (2006). "3 - Atheism: Contemporary Numbers and Patterns". In Martin, Michael (المحرر). The Cambridge Companion to Atheism. د کتاب پاڼي 47–66. doi:10.1017/CCOL0521842700.004. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139001182. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cultures and Globalization: Conflicts and Tensions edited by Helmut K Anheier, Yudhishthir Raj Isar, SAGE, Mar 27, 2007, page 253
  6. Shall the Religious Inherit the Earth?: Demography and Politics in the Twenty-First Century by Eric Kaufmann, Belfer Center, Harvard University/Birkbeck College, University of London
  7. Desecularization: A Conceptual Framework by Vyacheslav Karpov, Journal of Church and State, Volume 52, Issue 2, Spring 2010, Pages 232–270, https://doi.org/10.1093/jcs/csq058
  8. London: A Rising Island of Religion in a Secular Sea by Eric Kaufmann, Huffington Post, February 20, 2013
  9. A Global Resurgence of Religion? by Assaf Moghadam, Weatherhead Center for International Affairs, Harvard University, Paper No. 03-03, August, 2003
  10. "secularization". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸ – عبر The Free Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. See text Archived 2010-06-15 at the Wayback Machine.
  12. Smith, Christian. The Secular Revolution: Powers, Interests, and Conflicts in the Secularization of American Public Life (2012)
  13. Casanova, Jose (1994). Public Religions in the Modern World. University of Chicago Press, pg. 13. کينډۍ:ISBN
  14. Gould, Andrew in: Origins of Liberal Dominance: State, Church, and Party in Nineteenth-century Europe, University of Michigan Press, 1999, p. 82, کينډۍ:ISBN
  15. Jeffrey Cox, "Secularization and other master narratives of religion in modern Europe." Kirchliche Zeitgeschichte (2001): 24-35.
  16. Somerville, C. J. "Secular Society Religious Population: Our Tacit Rules for Using the Term Secularization. Journal for the Scientific Study of Religion 37 (2):249-53. (1998)