Jump to content

سیواستي کیریازي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیواستي کیریازي – ډاکو (سیواستي ډي. کیریاز) (زوکړه: شاوخوا ۱۸۷۱ زکال – مړینه: ۱۹۴۹ زکال) البانیايي وطن پاله، ښوونکې، پروتستانت مبلغه، لیکواله، په البانیا کې د ښځو د زده کړو مخکښه او همدارنګه د البانیا د ملي بیدارۍ فعاله وه.

ژوند او لومړنۍ چارې[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

سیواستي د ۱۸۷۰ زکال شاوخوا د مونسټیر ښار د ټرنوي کلي په یوه وطن پاله کیریازي کورنۍ کې وزیږېده، د هغې د زیږون سیمه د نن ورځې شمالي مقدونیې ته اړونده ده او هغه مهال د عثماني سترواکۍ برخه وه. دا د خپلې کورنۍ له ۱۰ ماشومانو څخه شپږمه وه. کورنۍ یې له مذهبي پلوه ارتدکس مخینه لرله او دې هم د څلور کلنۍ په عمر د یوناني ژبې په یو ابتدايي ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. دې د نوې ځوانۍ پر مهال څو ژبې (البانیايي، یوناني، بلغاریايي، والاچي، ترکي او انګریزي) زده کړې وې. دې او کورنۍ یې له هغو البانیايي وطن پالونکو او امریکايي پروتستانت مبلغینو سره نږدې اړیکې لرلې چې د دغې سیمې ښوونځی یې اداره کوه او په مونسټیر کې یې د دوی کور ته څېرمه مذهبي مراسم ترسره کول. سیواستي د سیمې په امریکايي ښوونځي کې نوم ثبت کړ او د ۱۸۸۸ زکال په جولای میاشت کې یې له دغه ښوونځي څخه د عالي لیسې د سند معادل سند ترلاسه کړ. [۱][۲][۳][۴]

زده کړې[سمول]

سیواستي له ۱۸۸۸ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې په قسطنطنیه کې د نجونو لپاره په امریکايي کالج کې زده کړې وکړې. په دغه کالج کې ورته د شمولیت زمینه د هغې ورور کشیش جراسیم کیریازي برابره کړه. دا په دغه کالج کې د دویم ټولګي د زده کوونکې په توګه ومنل شوه او په ۱۸۹۱ زکال کې یې د اتو نورو ښځینه وو له ټولګي څخه د هنرونو د لیسانس سند ترلاسه کړ، په دغې چارې سره دا لومړنۍ البانیايي ښځینه وه چې د کالج زده کړې یې بشپړې کړې. دلته یې له زده کړو څخه موخه دا وه څو په البانیا کې د نجونو د یو ښوونځي د پرانیستو په موخه ځان له خپل ورور سره مرستې ته چمتو کړي. [۵]

پروتستانت مذهبي چارې[سمول]

په داسې حال کې چې سیواستي د زیږون پر مهال ارتدوکس عیسوي وه، خو وروسته له هغې پروتستانت ټولنې سره مل شوه چې ورور یې جراسیم تاسیس کړې وه. دې په کورچه کې نورو ښځو ته بایبل او د عباداتو لارې چارې ور ښولې. دا یو له هغو بایبلي مېرمنو څخه وه چې مالي ملاتړ یې د عیسوي بهرنیو ماموریتونو لپاره د امریکايي کمېشنرانو پلاوي او همدارنګه د بایبل لنډ په نامه د ماموریت مرستندویه ټولنې کاوه. هغه مهال چې نوموړې په ۱۹۰۴ زکال کې له الن سټون او جان هنري هاوس سره د لیدنې په موخه متحده ایالاتو ته سفر وکړ، ځان یې د یوې عیسوي مبلغې په توګه معرفي کاوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د کورچه د نجونو ښوونځی[سمول]

تاسیس او فعالیت[سمول]

سیواستي له کالج څخه له فراغت وروسته مونسټیر او له هغو وروسته کورچه ته راوګرځېده، چېرې چې هغې له خپل ورور جراسیم سره یوځای د نجونو لپاره په البانیايي ژبه د زده کړو وړاندې کوونکی ښوونځی پرانیست. سیواستي د دغه ښوونځي مدیره شوه. دغه ښوونځي د بې وزلۍ، د ښځو د زده کړو پر وړاندې د تعصب، د کتابونو په برابرولو کې د ستونزو، د سیمه ئیزو عثماني چارواکو او همدارنګه د یوناني ارتدوکس کلیسا د مخالفت په ګډون د ګڼ شمېر ستونزو لرلو سربېره فعالیت کاوه. له دې سره هم له ۱۸۹۱ زکال څخه تر ۱۹۱۳ زکال پورې په کلنۍ بڼه په دغه ښوونځي کې د زده کوونکو د شمولیت منځنۍ کچه ۴۷ تنه وه. دغه ښوونځي پام وړ لیدونکي ځانته جلب کړل چې یو له دغو څخه په ۱۹۰۱ زکال کې اډیټ ډورهام او بل یې هم په ۱۹۰۴ زکال کې هنري بریلزفورډ و.[۱۴][۱۵][۱۶]

متحده ایالاتو ته لومړنی سفر[سمول]

سیواستي کیریازي د کورچه د نجونو د ښوونځي د مدیرې په توګه له دیارلس کالو خدمت وروسته د ۱۹۰۴ زکال په اوړي کې متحده ایالاتو ته سفر وکړ. دا د ۱۹۰۴ زکال په اګست میاشت کې نیویارک ته ورسېده او په نیویارک، بوسټون او شیکاګو کې یې له خپلو ملګرو سره د لیدنو پر مهال له هغوی سره د البانیايي ښځو د ټولنو اړوند خبرې وکړې. دا یوه میاشت له الن سټون سره واوسېده، په دغه مهال کې یې له جین آدامز سره وکتل او هال هاوس ماڼۍ ته ولاړه. دې متحده ایالاتو ته خپل سفر «له آزادۍ څخه اجمالي لیدنه» وباله. د ۱۹۰۵ زکال په مۍ میاشت کې یې البانیا ته د بېرته راګرځېدو پر مهال لندن، پاریس او ویانا هم ولیدل؛ دا په بخارست کې تم شوه او هلته یې له پانډلي اونجلي او خپل راتلونکي مېړه کرېسټو ډاکو (۱۸۸۰ – ۱۹۴۰ زکال) سره ولیدل. ډاکو په وروستیو کې د بخارست له پوهنتون څخه فارغ شوی و او د ډیټوریا په نامه د یوې البانیايي ټولنې عمومي منشي و. سیواستي، ډاکو ته دنده وسپارله چې په البانیايي ژبه باندې د ریاضي لومړني درسي کتابونه ولیکي. [۱۷][۱۸]

واده او ماشومان[سمول]

سیواستي د ۱۹۱۰ زکال د اګست په ۴مه نېټه له کریسټو ډاکو سره واده وکړ. د واده مراسم یې د پروتستانت مبلغ او کشیش چارلز ټلفورډ اریکسون له خوا مخته یووړل شول. دوی د الکساندر (سکندر) ډاکو (۱۹۱۰ – ۱۹۹۵ زکال) او جورج ډاکو (۱۹۱۳ – ۱۹۴۵ زکال) په نامه دوه زامن لرل. د دوی د نومونو بشپړ انګریزي ډول الکساندر جراسیم ډاکو او جورج چارلز ډاکو و (په دوی باندې یې د خپلو دوه مړو شوو وروڼو جراسیم او جورج نومونه کېښودل). دواړو وروڼو د اتو کلونو لپاره په رابرټ کالج کې زده کړې وکړې. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

له چارلز کرن سره ملګرتیا[سمول]

سیواستي او د هغې مېړه کریسټو ډاکو د ۱۹۱۱ زکال پر مهال په مونسټیر کې له امریکايي سوداګر چارلز ریچارډ کرن سره ولیدل، کرن په قسطنطنیه کې د نجونو لپاره د امریکايي کالج د پلاوي غړی و او لیوالتیا یې لرله څو د البانیا او نږدې ختیځ اړوند لا وپوهېږي. کرن د سیواستي او کریسټو اړوند مالومات د اوبرلین د علمیه مرکز د رئیس او په اوبرلین کې د ډاکو د پخواني ښوونکي اډوارډ بوثورت څخه ترلاسه کړي و. دوی د کلونو لپاره کاري او د ملګرتیا اړیکې وساتلې، وروسته یې بیا د اوړي پر مهال څو رخصتۍ د ماسچوستس په ووډز هول سیمه کې د کرن په کور کې تېرې کړې. [۲۳][۲۴]

له البانیا څخه تبعید او متحده ایالاتو ته بیاځلي سفر[سمول]

د ۱۹۱۴ زکال پر مهال په کورچه کې له یوناني ځواکونو سره د دوی د جنجالونو په رامنځته کېدو سیواستي، د هغې مېړه او دواړه زامن اړ شول له البانیا څخه تېښتې ته مخه کړي؛ له همدې امله یې د نجونو ښوونځی هم وتړل شو. دوی نږدې ۱۲ میاشتې په بخارست او صوفیا کې ژوند وکړ او په ۱۹۱۵ زکال کې متحده ایالاتو ته کډه شول. هغوی د ماساچوستس په ساوتبرېج سیمه کې استوګن شول چېرې چې دې له خپل مېړه سره د YMCA بنسټ په مرسته د لومړني البانیايي ښوونځي په تاسیس کې مرسته وکړه. [۲۵]

البانیا ته بېرته راتګ او وروستي کلونه[سمول]

سیواستي کیریازي او د هغې ماشومان د ۱۹۲۱ زکال په وروستیو کې بېرته البانیا ته راوګرځېدل، په داسې حال کې چې مېړه یې له دوی وړاندې البانیا ته راغلی و او د البانیا له دولت سره یې دنده ترسره کوله. سیواستي په خپلو خاطراتو کې په البانیا کې د ژوندانه شرایط «ابتدايي» وبلل او ادعا یې وکړه چې له دغو څخه په الهام اخیستو به خپل ټول ژوند د خپل هېواد په بېرته رغولو ولګوي. [۲۶]

د ایټالیا د برید او اشغال پر مهال[سمول]

د ۱۹۳۹ زکال پر مهال په البانیا باندې د ایټالیا برید لامل وګرځېد چې البانیا د ایټالیا تر حمایت لاندې هېواد (۱۹۳۹ – ۱۹۴۹ زکال) شي. دغه مهال د سیواستي مېړه کریسټو ډاکو مړ او د دوی د ښوونځي ملکیت د ایټالوي ځواکونو د وسلو په زیرمتون واوښت. [۲۷][۲۸]

د جرمني له برید وروسته بندي کېدل[سمول]

په البانیا باندې د جرمني برید او د جرمني له خوا د البانیا اشغال سیواستي کیریازي ډاکو او د هغې خور پاراشقوي له ګڼ شمېر ګواښونو سره مخ کړه، د دوی کور او د هغوی پخوانی ښوونځی د البانوي فاشېست ضد او آزادي غوښتونکو ځواکونو، ایټالوي ځواکونو او جرمني ځواکونو ترمنځ د جګړې پر مهال د وسلو د زیرمتونونو په توګه کارول کېدل. په ۱۹۴۳ زکال کې جرمني ځواکونو دغه ښوونځی وویشت چې له امله یې د سیواستي یوه ملګرې او د هغې زوی ومړ. سیواستي او کورنۍ یې ونیول شوه او بلګراد ته څېرمه د بانجیکا د اجباري کار کمپ ته ولېږل شوه؛ دغه کمپ د نازيانو د پلوي قومندان ژافر ډیوا د ځواکونو په لاس کې و. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. See dilemma over birthdate at: https://en.wikipedia.org/wiki/Sevasti_Qiriazi#Myths,_inaccuracies_and_inconsistencies
  2. de Haan, Francisca; Daskalova Krasimira; Loutfi Anna (2006). A Biographical Dictionary of Women's Movements and Feminisms in Central, Eastern, and South Eastern Europe, 19th and 20th Centuries. Central European University Press. مخونه 454–457. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789637326394. لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Diploma at: Arkivi Qendror i Shtetit, Tirana, AQSH F52 D18
  5. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Albania". Missionary News from Bulgaria (43): 8. March 12, 1893. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. ABCFM-B, 12 March 1893, nr. 43, 8
  8. Sevasti D. Kyrias to Mrs. H. D. Hume, 29 August 1896, ABCFM 9.5.1, Woman’s Board of Missions 1873–1947, Supplementary Papers and Correspondence
  9. Twenty-Third Annual Report of the New Haven Branch of the Woman’s Board of Missions (1894), 64–65
  10. Woman’s Board of Missions Annual Report 1895, 7
  11. ABCFM Missionary Herald 1891, 351
  12. "Grants and Payments to Special Objects". Star in the East (67): 32. Jul 1899. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. “List or Manifest of Alien Passengers for the U.S. Immigration Officer at Port of Arrival (Holland-American Line)”, 30 August 1904, ISSHP
  14. "Përmbledhje Historike 1891-1931". Foleja Kombëtare: Broshurë komemorative botuar me rastin e dyzetvjetorit të Institutit Kyrias 1891–1931. Tirana: Gutenberg: 83–85. 1931. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Kyrias, Paraskevi D. (1913). The School for Girls, Kortcha Albania. Chicago: Woman's Board of Missions of the Interior. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. “List or Manifest of Alien Passengers for the U.S. Immigration Officer at Port of Arrival (Holland-American Line)”, 30 August 1904, ISSHP
  19. Uran Asllani, Studentët shqiptarë të Robert Kolegjit Amerikan të Stambollit dhe veprimtaria atdhetare e tyre. Tiranë: Ilar, 2005, 59, 104–107.
  20. Quinquennial Catalogue Questionnaire, Oct 15, 1925, Oberlin College Archives, Subgroup II, Theological Instruction, Special Programs, Kyrias Girls School, "Dako, Kristo Anastas".
  21. Edwin Jacques, “To Albania With Love – the Evangel”, IAPS-EJ, 136, 142–143.
  22. Oberlin College Archives, Box 234, Folder 2812 "Dako, Kristo Anastas 1913 DB."
  23. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Dako, Christo (1919x). Albania, the Master Key to the Near East. Boston: E.L. Grimes. مخونه Dedication, 92–93, 215–223. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Dishnica, Dhimitër (1997). Motrat Qiriazi. Tirana: Shtëpia Botuese "Enciklopedike". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Kristo Dako-ja, pioneri i shqipes dhe i Shqiptarismit, ndroj jetë". Vatra Shqiptare (25–26): 7–8. Dec 1941. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Luarasi, Skender (1980-12-14), "Parashqevi Qiriazi", Drita: 12 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Kyrias-Dako, Sevasti (2022). My Life: the Autobiography of the Pioneer of Female Education in Albania (چاپ 2nd). Tirana: IAPS. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1946244420. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)