Jump to content

سیلویکلچري سیستمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

(Silvicultural systems)

[سمول]

هغه سيستمونه،چي د ځنګل په بيانوي کولو کې ترې استفاده کېږي د طبيعي بيا ټوکيدني عمليې، د بيلابيلو انواعو د مصنوعي بيا ټوکيدنی عمليې او د ځوانو نيالګيو د پاملرنې ميتودونه (هغه طبيعي وي او که مصنوعي مګر د لوړ کيفيته اقتصادي لرګيو او ستر اقتصادي ارزښت لرونکو ځنګلونو باندي اوښتو کي د نيالګيو سره مرسته وکړي) د سيلويکلچر سيستمونو د اصولو مطابق ترسره کيږي ددې پواسطه فصل تاسيس او تشکيليږي او يا هم قطع کيږي او پرځاييي نوی فصل کينول کيږي دا سيستمونه  د ځنګل د اداري سيستمونه  او د ځنګل څخه د مختلفو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د يو وسيلي په شکل کارول کيږي.

د سيلويکلچر د سيتمونو اهداف

[سمول]

1: د قطع کولو لپاره ديوې نمونې وړاندې کول.

2:د بيانوي کېدو لپاره غوره ميتود يا طريقه وړاندې کول.

3:نوي فصل ته ميلان منظموي.

4:د لرګيو  د خاصيت د ښه کولو په منظور.

دسيلويکلچر د سيستمونو ترتيب او تنظيم ضرورت

[سمول]

1: د ځنګل د مختليفو شرايطو لاندي د بيا نوي کېدو او قطع کېدو د پوهي تنظيم.

2:د غلط استعمال په وړاندي احتياطي تدابير.

3:د فصل د توليد او پروسي لپاره پلان شوي لاري چاري ښايې تر څو په دوام داره ډول لوړ حاصل ورکړي.

د سيلويکلچر سيستمونو د نوم معياريتوب ضرورت

[سمول]

:1يو داسي نوم ورکول کوم چي په ټوله نړي کي سره يو شان وي.

:2 که چيرته په مختلفو سيمو کي له زيات شمير سيستمونو څخه استفاده کيږي له تشويش او غلط فهمي مخنیوي کوي.

:3 د ځنګل کارکوونکو ته دا وړتيا ورکوي تر څو د نړيوالو سيستمونو په اړه کافي پوهه تر لاسه کړي.

:4 د يو مشخص تريتمينت لپاره د بلي اصطلاح مخنيوي کوي.

د سيلويکلچر د سيستمونو طبقه بندې

[سمول]

High forest system    -1

دا هغه سيلويکلچريسيستم دي په کوم کې ،چې ځنګل د تخم څخه رامنځ ته کېږي که هغه په طبيعي يا مصنوعي ډول وي؛خو عموماً ددې د ژوند دوران اوږد وي ،چې دا سيستم په لاندې برخو تقسيم شوي دي.

A: تمرکزي د بيا نوي کيدو سيستم:(Concentrated regeneration system)

داهغه سيستم دي په کوم کې چې وني په يو وخت کي د ځنګل په يوه برخه کي د بيا نوي کيدو په منظورقطع کېږي.

B: د بيا نوي کولو تيت سيستم (Diffused regeneration system)

په دې سيستم کې بيا نوي ټوکيدلي بوټي په ټول ځنګل کې ويشل کېږي،چې په نتيجه کې يو متفاوت عمر لرونکي ځنګل مينځ ته راځي.

C: د لاس رسۍ سيستم   (Accessory system)

دا سيستم د تخم څخه ترلاسه شوو ځنګلونو کي سرته رسيږي دا سيستمونه د هم عمره ځنګلونو د نورو سيستمونو څخه منشاء اخيستي خو کم توپيرونه لري او د متفاوت عمر لرونکو دوه طبقه يي تخمي ځنګلونو سبب کيږي.


2-Coppice forest system

دا هغه سيلويکلچري سيستم دي په کوم کې ،چې ځنګل په غيري زوجي طريقو سره مينځ ته راغلي وي او د ژوند دوران يې په طبيعي ډول هم کم وي يا دا هغه سيستم دي په کوم کې،چې ټوکيدلي نيالګي د طبيعي ځنګل يو اصل ولري.

يوعمومي ترکيب دسيلويکلچري سيستمونه په لاندې ډول ورکړل شوي دي.

                           


1: The selection system

2: The group selection system

                                                                                              


                                                                     

Shelter wood system
Clear felling system

                        


1: The clear felling system              1: The uniform system

2:The clear strip system                    2: The group system    

3:The alternate strip system           3: The shelter wood strip System


High Forest Systems    1

­­­­­System of Concentrated  Regeneration (A د بيانوي کولوتمرکزي سيستم .

۱- Clear Felling System چې دابياپه لاندې ګروپونوويشل شوی دی.

a ۱ (  Clear Felling System دبشپړقطع کولوسيستم:

له هغه سيلويکچري سيستمونو څخه عبارت دي چې پکې د رسيدلي فصل يو شان ساحې په دوام داره توګه د يو ځل عملياتو په ترڅ کې په بشپړه توګه قطع کيږي قطع شوي ساحه په طبيعي يا مصنوعي ډول بيرته نوي کيږي.


                                                                                                                                 

                                                                                                                               

۹-۱ شکل

د غوڅولو نمونه                                                                          

وني بايد په يو ځل عملياتو کي لري شي خو ددې کار په عملي کولو کېلانديتوپيرونه رامنځته کيږي.

1:د ځينو لويو ونو ساتنه ترڅو کوچني نيالګي د يخ وهنې څخه وژغوري.

2:د ښو نيالګيو ساتنه او د خوښي وړ نا رسيدلو نيالګيو لمنځه تګ مخنيوي.

3:د کورونو جوړولو او کورني استعمال په منظور خلکو ته د لرګيو برابرول او د هغوي اړتياو ته ځواب ويل.

4:د ځنګل د ننه د وحشي ‌ژوند زياتول.

د بيا نوې کولو ميتود

1:مصنوعي بيانوي کونه

دا متيود په Clear Felling System  کي د طبيعي بيا نوي کيدني پر ځاي په پراخه پيمانه استعماليږي د ترجيح عوامل يي په لاندي ډول دي.

الف: دا د بيا نوي کولو ترټولو اطميناني او چټکه لار ده.

ب: په دي طريقي سره د تيزو وده کوونکو او بهرني انواعو معرفي کول امکان لري.

ج: د اچول شوي پانګي څخه ښه عايد تر لاسه کيږي.

د: کله چينيالګي ثبات پيدا کړي نو ساحه هم د څر لپاره ډيره ژر خلاصيږي.

د مصنوعي بيا نوي کولو ميتود

1:ديپارتمنتي کرنه:

په دې متيود کې د ساحي په نښه کول، د ونو په نښه کول، قطع کول، کرل، پلټنه کول او پام لرنه د ځنګل د ديپارتمنت د مسلکي غړو له خوا ترسره کيږي دا کارونه د ورځنيو مزدورانو يا قراداديانو په مرسته ترسره کيږي.

2: طبيعي بيانوي کونه: طبيعي بيانوي کونه په لاندې طريقو سره تر سره کېږي دلته نوي نيالګي د څلورو لارو څخه لاسته راځي.

:aد ګاونډيو ونو څخه.

:b هغه تخمچې په ساحه کې د استراحت په حال کې موجود دي.

:c هغه ونېچې په ساحه کې موجود دي هغوي ته اجازه ورکول ترڅو تخم پوخ کړي وروسته د تخم د رژيدني څخه دغه وني قطع کوو.

:dد طبيعي ټوکيدلو نيالګيو (Advanced growth)  څخه په دې حالت کې په ځنګل کې هغه نيالګيو ته چي له  پخوا څخه موجود وو اجازه ورکوو او پالنه يي کوو ترڅو ځنګل منځته راوړي.

دپاک غوڅولو سيستم ګټي

1: دا يو ساده ميتود دي.

2:بيرته نوي کيدل يې اطميناني دي.

3:د ثبات موده يې د نورو ميتودونو څخه لنډه ده.

4:دا ميتود ځنګل ژر د څړ لپاره خلاصوي او د سيمه ييزو خلکو سره د غيري ضروري ستونزو د پيښيدو مخه نيسي.

5:د ودي اندازه يې چټکه ده.

6:تر لاسه شوي حاصل هم يو څه لوړ وي.

د بشپړ قطع کولو سيستم نيمګړتياوي

1:طبيعي بيا نوي کونه  ډيره سخته ده نو په دې اساس اکثره وخت دا ميتود د مصنوعي بيانوي کولو ته هم اړتيا لري.

2:د مصنوعي ميتود له کبله قيمتي پريوځي.

3:د نوو نيالګيو ساتنه او حفاظت يې مشکل او قيمتي تماميږي.

4:هغه اور چي د غيري قطع شوو ساحو څخه رامنځته کيږي ښايي د نوو نيالګيو د ثبات لپاره زيان رسوونکي ثابت شي.

5:د څړ په مقابل کې يې ساتنه سخته ده.

6:د ځمکې د لوڅيدو له کبله دخاوري تخريب زيات وي.

7:د ځمکې د لوڅيدو له کبله د هر زه بوټو زياتوالي ډير وي.

b ۱ Clear Strip System(

هغه سيلويکلچري سيستم دي چي په پکي قطع د اوږدو پټيو په شکل ترسره کيږي دا ډول قطع په يوه ساحه کي په يو لوري (عموما د باد په مقابل جهت) کي ترسره کيږي او پکې د څنګ ساحې قطع کيږي دا د Progressive Clear Felling Strip System په نامه هم ياديږي او يا هم ورته Progressive Strip Systemويل کيږي. په دي ميتود کي قطع کيدونکي پټي له غيري قطع شوو پټيو څخه جلا کيږي چي د مناسب پراخوالي لرونکي وي ددغي ساحي پراخوالي د قطع شوي پټي د پراخوالي سره برابر او يا هم څو چنده دوي            



۹-۲ شکل

                                                                                           

اهداف يې

1:د ګاونډي ساحي د تخمونو څخه په طبيعي ډول د قطع شوي ساحي نوي کول.

2:د باد، طوفان، حشراتو او فنګسونو د يرغل څخه د ځوانو نيالګيو ساتل.

د ونو د قطارونو ترتيب

1:دغه قطارونه بايد داسې برابر شي ترڅو قطع کيدونکي وني په پرله پسي توګه قطع شي.

2:قطارونه د باد په مقابل لوري ترتيب کيږي.

3:د پټۍ پراخوالی د تخم په انتشار پوري اړه لري.

بيا نوي کولو ميتود

نوي نيالګي اکثره وختونه په طبيعي ډول ترلاسه کيږي مصنوعي نوي کول هغه وخت صورت نيسي کله چي اړتيا پيښه شي په دي ډول ترلاسه شوي فصل هم عمره وي .

د Clear strip system   ګټي

1:ددې امکان شته چې په طبيعي توګه ټوکيدلي نوي نيالګي د شاوخوا سيمو څخه ترلاسه شوو تخمونو څخهرامنځته شي.

2:نوي نيالګي د هغه ونو څخه ملاتړ ترلاسه کوي کومې چې شاو خوا ولاړي وي.

3:د هرزه بوټو مشکل يوڅه کم وي.

4:خاوره د ناوړه عواملو د اغيزې څخه ساتل کيږي.

زيانونه يې

1:د نوو ټوکيدلو نيالګيو ساتنه ډيره مشکله او قيمته ده.

2:هغه اور چې په شاوخوا غيري قطع شوو ساحو کې پيښيږي ښايې د نوو نيالګيو ثبات ته زيان رسوي.

3:د څړپه مقابل کې يې ساتنه ستونزمنه ده.

4:دځمکې د لوڅيدني له امله د خاورې تخريب او هرزه بوټي زيات وي.

:5 څرنګه چې خاوره لوڅيږي د هرزه ګياو ستونزه پکي زياته وي.

C ۱ Alternate strip system        (

دا هغه سيستم دی په کوم کېچې مکمل قطع کول  د پټيو په شکل ترسره کيږي خو دغه مکمل قطع شوېپټۍ د عينې پراخوالي لرونکو غيرې قطع شوو پټيو سره په متناوب ډول واقع وي.



۹-۳ شکل


ګټې

1:دا سيستم په طبيعي توګه د دواړه خواوو د غير قطع شو پټيو څخه تخم برابروي.

2:تخم توليدونکو ونو ته ډير کم زيان اړوي.

3:د باد يخ وهني او نورو ناوړه فکتورنو څخه نوي نيالګي ساتي.


زيانونه يې

1:د ځنګل څخه د چارتراشو په استخراج کې ستونزي پيښيږي.

2:د هغه ونو لپاره پکې ساتنه نه وي کومې چې سيوري ته اړتيا لري.

3:د اور څخه ساتنه به يې ډيره مشکله وي.

۲: Sheller Wood System

دا سيستم بيا لاندي ډولونه لري

a ۲Uniform system   (

دا يو ډول Shelter wood  سيستم دی چې په ډله ييزه بيا نوي کونه تمرکز کوي. په دی سيستم کې د يوي لويې ساحې چتر يو شان خلاصيږي تر څو يو شان نيالګي منځته راوړي په دې سيستم کې د پورتنيو اهدافو لپاره په هر هکتار کي د ۱۲-۱۵پورې ونې پريښودل کيږي.




اهداف

1:په طبيعي ډول تخم تهيه کول.

2:د خرابو اقليمي شرايطو په وړاندې پناه برابرول.

3: د نوو نيالګيو د ښه والي په منظور د ځنګل دننه د رڼا شرايط برابرول.


د قطع کولو ميتود

[سمول]

Seeding  Felling –1

دا په Shelter wood سيستم کې لومړنۍ مرحله ده په لومړۍ قطع کونه کې د يورسيدلی ځنګل تړلی چتر خلاصيږي. تر څو د تخم څخه ټوکيدلي نيالګي خوندي کړي دې ته تخمي قطع هم وايې چې هدف ورڅخه د ځمکې په سطحه د رڼا لګيدل ترڅو تخم ته د ټوکيدنې شرايط برابر شي . د ونو او لرګيو ليرې کول بايد په لاندې ډول وي.

:a د هغه ونو انتخاب چي بايد وساتل شي په لاندي عواملو پوري اړه لري.

په ارثي توګه اعلي ونې

د صفا استوانه يي تنه او غټ تاج لرونکي ونې.

:b د هغه ونو تر مينځ فاصله چي بايد وساتل شي او ددې ځايبايد په پام کې ونيول شي.

کچيرته سيورېخوښونکې ونې موجودي وي د چتر کم اندازه خلاصول سپارښت کيږي.

په وچو سيمو کې د چتر کمه اندازه خلاصول په زړه پورې وي.

زيات شمير ونې په جنوبي او لويديځو اړخونو ساتل کيږي ترڅو د ګرمو بادونو او د لمر وړانګو څخه د ساتني امکانات برابر کړي.

په تپو (غرونو) کي تخمي ونې په غونډيو ساتل کيږي نه په درو کي.

د ونو تعدادچې ساتل کېږي په في هکتارکې د نوعي په اساس فرق کوي.

دوهمي قطع

دوهمې قطع د تخمې قطعې او وروستۍ قطعې ترمنځ ترسره کيږي ترڅو په تدريجي توګه پناه برابرونکې ونې راکمې شي او وده کوونکي فصل ته زياته رڼا برابره شي چې دا د نوعي د رڼا په اړتياؤ اود نوو نيالګيو د ودې لخوا اداره کېږي. په عملي ډول يې شمير کم ساتل کيږي ترڅو فصل ته زيان کم شي که چېرته زياتي تخمي وني او بطي وده کوونکي وني لکه صنوبر او نوري ساتل شوي وي په زيات شمير کې دوهمي قطعو ته اړتيا ليدل کيږي. چټکه وده کوونکي انواع او کم شمير تخم توليدونکي وني يواځي يوي دوهمي قطعي ته اړتيا لري.

اخرنۍ قطع

اخري غوڅول  د سرپناهي يا تخمې ونو لري کول دي . کچيرته دوباره ټوکيدني په اغيزمنه توګه سر پناهي سيستم لاندې کار کړي وي؛نو دا ترټولو اخري حالت دي،چې دا غوڅونه يو څو عواملو پوري اړه لري لکه نوعه،اقليم او ژوندي عواملو پوري.

د نوو نيالګيو لاسته راوړلو ميتود يې

د نوو نياګيو لاسته راوړلو ميتود يې طبيعي دی خو د اړتيا په وخت کې په کې ځيني وختونه په مصنوعي ډول هم نيالګي لاسته راوړل کيږې.

پالنه کول

د هغه لرګيو سوځول کوم چې د ونو قطع کولو څخه پاتي شوي وي.د نيالګي د ثبات نه وروسته د هرزه بوټو کنترول او صفايې په هغه صورت کې  مهمه ده کلهچې ورته اړتيا وي. په دې ډول تر لاسه شوي فصل هم عمره وي.

بيانوي کولو د مودي په اوږدوالي باندې اغيزه کوونکي فکتورونه

1:هغه انواع چې هر کال تخم توليدوي د بيا نوي کولو موده يې د هغه انواعو په پرتله لنډه ده کوم چې هر کال تخم نه توليدوي.

2:هغه انواع چې زياتي رڼا ته ضرورت لري د بيانوي کېدو موده يې کمه ده.

3:سخت اقليمي شرايط د بيانوي کولو موده اوږدوي.

4:د غذايې موادوکموالی او رطوبت کموالی د بيانوي کولو موده زياتوي.

5:د څړ تصادفي پيښې هم د بيانوي کولو موده زياتوي.

6: د اور واقع  کيدل هم د دوباره نوي کېدو د مودي زياتوالی لامل ګرځي.

7:د هرزه بوټو زياتوالی هم د بيا نوي کېدو موده زياتوي.

ګټې

1:د ځمکې تخريب ورسره کم وي.

2:د ونو په نښه کول  او غوڅول ډير اسانه دی.

3:د هرزه بوټود حملې خطرکم وي.

4:نوي نيالګي د يخوهنې او باد او نورو خطرونو څخه محفوظ وي.

5:دا سيستم د هغه انواعو لپا ره په زړه پوري دی کوم چې رڼا او يا هم سيوري ته ضرورت لري.

6:د حشراتو په واسطه د  زخمې کيدو خطر په کې کم وي.

7:څارنه يې اسانه وي.

زيانونه يې

1:کله،چې ونې قطع کيږي نوي ټوکيدلي نيالګي زخمي او خرابوي يا د ونو د قطع کولو په وخت کې نوي ټوکيدلي نيالګي زخمې او خرابيږي.

2: د چتر اداره کول يې زيات مهارت ته ضرورت لري.

3:په هغه ځايونو کې د تطبيق وړ ندي چيرته چې نوي ټوکيدلي نيالګي د اقليمي فکتورونو څخه ساتنې ته اړتيا لري.

4:په هغه ځايونو کې د تطبيق وړ طريقه نده چيرته  چې زيات طوفانونه او سيلابوونه  رامنځ ته کيږي.

b ۲Group system    (

دا هغه سيستم دی کوم کې ،چې د بيا نوي کولو په منظور قطع په شيندل يا تيت شوي ګروپي شکل صورت نيسي.يعنې د ساحي په مختليفو برخو کې د ونو يو ګروپ قطع کيږي په دې ميتود کې  (Advanced growth)  هڅول کېږي تر څو نوي فصل منځ  ته راوړي په دې کې ځوان فصل متفاوت عمر لري بلکي د ژوند دوران اخر کې هم عمره او مؤزن جوړيږي

۹-۵ شکل




د غوڅولو طريقه

1:د معلومو ګروپونو کر بايد مشخص شي او ددغه ګروپونو موقيعت په يوه احاطه کې موجود وي.

2:تخمې قطع کونه د لومړي ګروپ په ټوله احاطه د  ځمکه کې ترسره کېږي.

3:که کرونده کې يا ساحه کمه وي نو د قطعي تر منځ لږ وخت ورکړی شي .

4: د هغه ونو لپاره زياته فاصله ورکړ ی شي کومي ونې چې زياتي رڼا ته ضرورت لري او برعکس .

5:  کله چې نوي ټوکيدلي نيالګي  را څرګندشي نوپه لومړي ګروپ کې دوهمي قطع کونه صورت نيسي.

6:تر هغه وروسته په دوهم ګروپ کې تخمې قطع پري کيږي.

7:کله چې نيالګي راټوکيږي  دوهمه غوڅونه په دوهم ګروپ کې صورت نيسي.

8:اوس د اخري ځل لپاره لومړی ګروپ قطع کېږي او تخمي قطع کونه په دريم ګروپ کې ترسره کيږي.

9:په دې توګه که قطع کول دوام ومومي ترڅو ټول ځنګل نوي شي .


مراقبت يا پالنه يې

په دې کې د ونو د غوڅولو ترتيب،هرزه بوټو کنټرول او د بوټو پريکول صورت نيسي.

د ګروپي سيستم ګټې

1:ځوان فصل په طبيعي توګه پرمختګ کوي.

زيانونه يې

1)    ګروپونو ته موقيعت ورکول په ځانګړي توګه په هغه ځايونو کې چېرته چې د مخکې نه فصل موجود وي سخت کار دی.

2)    د غوڅولو لپاره د ونو په نښه کول هم ګران دي.

3)    د تخم توليدونکو  ونو مسؤليت لا هم پسې ګرانيږي.

4)    د هرزه بوټو کنترول يې سخت دی.

5)    څارنه او محافظت يې ګران دی.

6)    د چارتراشو د استخراج په وخت کې ټوکيدلي نيالګي زيان مومي.

7)    دا سيستم د پراخه سيمو لپاره د تطبيق وړ ندی.

Shelter wood strip system       (

دا هغه سيستم دی کوم کې چې قطع کونه د احاطې د يوي خوا نه د بلي خوا پوري د قطار په شکل تر سره کېږي.عموماً د باد مخالف جهت ترسره  کېږي. ددې مهم هدف دادی ترڅو د باد څخه ژغورنه ترلاسه کړو.

۹-۶ شکل

د غوڅولو طريقه

1)  تخمي قطع کول د احاطې د يو طرف څخه بل ته د يو تنګ قطار په شکل ترسره کيږي .

2)  کله نوي ټوکيدلي نيالګي ثبات ومومې په دغه قطارونوکې دوهمې قطع کونه صورت نيسي.

3)  تر دي وروسته په هغه قطار پسي قطار قطع کيږي کوم چې تخم لپاره قطع شوي ؤ.

4)  کله چې دوهم قطار ډيرې رڼا ته ضرورت ولري نو په همدغه قطار کې دوهمی قطع کونه صورت نېسي.

5)  د هغه نه وروسته اخري غوڅونه تر سره کېږي په لمړی قطار کې او تخمې قطع کونه ترسره کېږي. په دريم قطار کې.

6)  دا لړۍ تر هغه روانه وي ترڅو د احاطي اخر حد ته ورسيږي.

7)  د قطارونو پراخوالي 30-20 مترو پوري او يا له دي څخه هم  زيات توپير کوي.

زيانونه يې

(1 د قطارونو قطع کول به مشکل وي.

2) د غوڅولو سرته رسول به دروند کار وي.

3)دڅړ او اور مقابل کې به يې ساتل هم مشکل وي.

System of Diffused Regeneration         -B  لنډه پيژندنه

داسيستم بيا لاندې ډولونه لري

1:انتخابي سيستم:

داهغه سيلويکلچري سيستم دی چې په کې د بيا نوي کولو لپاره په ټوله ځنګلي ساحه کې تقسيم تر سره کېږي او په نتيجه کې يو متفاوت عمر لرونکی ځنګل لاسته راځيداسيستم د لاندې ټکو له امله له نورو سيستمونو څخه توپير کوي.

a)    

۹-۷ شکل

د بيا نوي کولو په منظور په ټول ځنګل کې قطع کونه په تقسيمي شکل صورت نيسي.

b)   په دي طريقي سره يو متفاوت عمر لرونکی ځنګل ترلاسه کېږي.

c)    د بيا نوي کولو عمليه د فصل په ټول دوران کې ترسره کيږي.

د قطع کولو طر يقه

1)    لومړی پاشل شوې رسيدلېونې قطع کېږي تر څو طبيعي بيا نوې کولو ته لاره هواره شي.

2)  يوه ساحه پکې  برخوپه شکل تقسيميږي.

3)  د قطع کولو په دوران کې بايد د برخو تعداد او دکلونطبيعيو تعداد سره مساي وي.

4)  د بيا نوي کولو د قطعې لپاره بايد هره برخه ديوکال لپاره وي.

5)  دا لړۍ په همدې ډول د ټولو برخو لپاره دوامداره وي.

6)  څرنګه،چې د  (n)کلونه  دوران نيسي نو ځينو برخو کې تکراري بيا نوي کيدو قطع صورت نيسي.

7)  دقطع کوني موده بدلون مومي چې ځيني وخت ۱۰-۲۰ کالو پوري رسيږي.

8)  په قطع کونه کې بايد لاندې نقطې په  نظر کې ونيول شي.

a)  مړې،وچې ،ناروغه او  ناقصي ونې بايد قطع شي.

b) د ونو نامطلوبه نوعې بايد قطع شي.

c)  نارسيدلې ونې ،چې د رنګړي کيدونکې  قطار لاندې راغلي وي بايد قطع شي.

d) رسيدلي ونې بايد د استفادي وړ قطر د پاسه قطع شي.

9)  نوي نيالګي په طبيعي توګه ترلاسه کيږي خو ځيني وختونه مصنوعي مرستې ته هم اړتيا لري.

10)                 د ټوکيدني د وخت څخه ۳-۲ کالو پوري بايد د هرزه بوټو کنترول او صفايې ترسره شي.

11)                 په دې طريقې سره  ترلاسه شوی فصل متفاوت عمر لرونکي وي.

د انتخابي سيستم د تطبيق شرايط

1)    دا سيستم د ميلان لرونکو سيمو لپاره ضرور دي لکه د غره لمنې،چې هلته د تخريب عمليه کمه وي.

2)    داسيستم د ساتونکي سيمي لپاره ضرور دي.

3)    دا د هغه سيمي لپاره د تطبيق وړ دی کومې ته چې لاس رسی ستونزمن وي.

4)    دا دهغه سيمي لپاره مناسب دی چېرته چې د مارکيټ ضرورت يوي مشخصي نوعي ته وي.

5)    دهغه سيمي لپاره مناسب دی چېرته ،چې متمرکزه غوڅونه هيڅ ګټه نه ورکوي.

6)    د هغه ونو لپاره مناسب دی کوم چې په سيوري کې وده کولی شي.

ګټې

1)    د ځنګل ټوله سيمه په کار اچوي او هر چت لپاره چتر برابروي.

2)    په کې د خاوري پخوانی رطوبت ساتل کيږي.

3)    انتخابي سيستم د ځنګل د ګډ جوړښت له کبله د امراضو،حشراتو  او نورو ناوړه اقليمي عواملو په  مقابل کې مقاومت لري.

4)    د هرزه بوټواوګياو د يرغل مخنيوی کوی.

5)    طبيعي راټوکيدنه د کوم مشکل څخه پرته ښه تر سره کيږي .

6)    دا په هره برخه کې ښه (Growing stock) توليدوي.

7)    په حياتي توګه انتخابي ځنګل تر ټولو اعلی دی.

8)    په ځنګل کې دښکلا او ننداري ارزښت زياتوي.

    د انتخابي سيستم زيانونه

1)    په قطع کولو او نښه کولو کې زيات مهارت ته ضرورت لري.

2)    کله،چې رسيدلي ونې قطع کيږي ځوان نيالګيو ته د هغوي پواسطه زيان رسيږي.

3)    د ځوانو نيالګيو څخه يې ښه چارتراش لاس ته نه راځي.

4)    د اوږد وخت لپاره ځنګل د څړ لپاره خلاص وي چې د نوو ټوکيدلو نيالګيو له منځه تګ سبب کيږي.

5)    د اور لګيدنې خطر يې زيات وي.

6)    د دوباره نوي کولو د کاميابۍ يا ناکامۍ احتمالي محاسبه يو ستونزمن کاردی.

7)    په دي سيستم سره لاسته راغلی ځنګل به د ارزښتناکو بوټو کم تعداد ولري.

2ـــ   ګروپي انتخابي سيستم

1)    په دې سيستم کې ونې په ګروپي شکل قطع کيږي.

2)    دګروپ اندازه د رڼا د ضرورت مطابق ټاکل کېږي د اړخونو ميلان لرونکو ځايونو شاوخوا لوړو ونو له مخې بدلون پيداکوي.

3)    په دې سيستم کې ګروپونه د مرکز څخه پراخي مومي.

4)    که چېري ځنګل په يو پراخه سيمه کې موجود وي د قطع کولو لپاره ورته پلان شوي وخت ټاکل کېږي.

5)    تر لاسه شوي فصل غيرمنظم وي خو بيا هم ټولي ونې هم عمره وي.

6)    دا سيستم د رڼا غوښتونکو ونو لپاره مناسب دی دا سيستم په  Tectonagrandis ,Shorearobusta او شنو ونو کې د استعمال وړ دي.

C–د لاس رسي سيستم    Accessory system

دا سيستم د تخم څخه لاسته راغلو ځنګلونو کې په کار وړل کيږي.دا سيستم د نورو سيستمونو څخه سرچينه اخلي خو د هغوي سره يو څه توپير لري او په پايله کې يو متفاوت عمر لرونکی دوه چته (دوه طبقه يې) ځنګل توليديږي. ددې سيستم بيلابيل ډولونه په لاندي توګه روښانه کيږي.

1-                دوه طبقه يې تخمې ځنګل (Tow storeyed high forest system)

1)    دايو سيلويکلچري سيستم دی چې په نتيجه کې يې دوه چته ځنګل  په لاس راځي.

2)    دلته د ونو چترۍ  عموماً دوه چترونه منځ ته راوړي چې يو يې پاسنی چتر او بل يې لاندينی چتر

3)    فصل په هر وخت کې هم عمره وي.

4)    د نيالګيو پاسنی چتر اصلي وی.

5)    لاندې چتر د طبيعي ټوګيدني څخه منځ ته راځي خو ددې لاندې نور بوټي هم کيښودل کيږي.

6)    دا د خاوری ساتني لپاره ضروردي.

7)    مهمه ده چې په ځنګل کې بايد په ارزښتمنو انواعو کې مناسب اصلاحات منځ ته راوړي.

8)    دا سيستم د ځانګړو ونو  د زياتوالي سره مرسته کوي کوم چې په خلاصه ساحه کې نه روزل کيږي .

   د تطبيق شرايط

1)    دا په هغه سيمه کې تطبيقيږي کومه چې په اغيز منه توګه خاورې ساتنې ته ضرورت لري.

2)    هلته د تطبيق وړ دی،چيرته چې  سيوری خوښوونکي ونې زياتې وي.

3)    هلته د تطبيق وړ دی چې په هر واحد ځمکه کې د کر پواسطه د فصل توليد زيات شي.

4)    دا هلته تطبيقيږي کله چې وختي فصل لاس ته راوړلو هيله وي.

5)    دي سيستم ته په هغه ځايونو کې  ضرورت ليدل کېږي چېرته چې د ونو انواعو بدلون ته اړتيا وي چې په دې کې  Bamboo,Deodar,chir pine ,sal استعماليږي.

زيانونه يې

1)    په عملي توګه د ونو لاندې بوټي کينول به ترټولو سخت عمل وي.

2)    دا ډيرې پوهي او مهارت ته ضرورت لري.

3)    په پاسنی چتر کې رنګړی کول شايد لاندينی چتر ته ضرر ورسوي.

4)    د لاندې چتر فصل د پاسني چت دفصل سره رقابت کوي کوم چې د دوي  وده راکموي.

2-  High forest with reserves system      

دا Accessory سيلويکلچري سيستم يو ډول دی په کوم کې چې انتخابي فصلونو يو برخه يا ټول د دوهم ځل دوران لپاره ساتل کېږي ترڅو يوغټه اندازه چارتراش ترلاسه شي.

3-  Improvement felling   د غوڅوني اصلاحات

په قطع کوونه کې د اصلاح په منظور قطع يو ميتود دی چې په کې د ارزښتناکو انواعو د ودي د ښه والي په منظور کم ارزښت لرونکي انواع قطع کيږي. په ميتود سره Growing stock  راکميږي دا ميتود د سيلويکلچر سيستم نه ګڼل کيږي ځکه چې هدف يې د ځنګل بيرته نوي کول نه دي. او يواځي د پاتې کيدونکو ونو د ودي دښه والي په منظور په کار وړل کيږي.د اصلاح په منظور قطع په لاندي شرايطو سره ترسره کيږي.

a)    د مړو،وچو او ناروغه  ونوقطع کول .

b)   د ډيرو زړو ونو قطع کول.

c)    کوچنۍ يا د خراب شکل ونې قطع کول.

d)   دګڼو ونو او  Pole رنګړي کول.

e)    د هغه نيالګيو رنګړي کول چې خراب وي.

f)     د خراب معيار لرونکو ونو قطع کول.

g)    د ختونکو ځيليو او ونو غوڅول.

په دې ميتود سره متفاوت عمر لرونکی ځنګل لاسته راځي.


Coppice Forest system  -2

  هغه سيستم دی په کوم کې چې ځنګل په غيري زوجي طريقو سره بيرته نوي کيږي په دې      کې د ځنګل دوران کم وي داسيستم مختلف ډولونه لري چې لاندې ورڅخه يادونه کيږي.

A-    Simple coppice system

1)    ټولي زړې ونې په مکمل ډول قطع کېږي.

2)    دوباره ټوکيدنه د بې تنې کاپيس څخه رامنځ ته کېږي.

3)    د پسرلي د شروع نه مخکې بايد زيات کاپيس ترلاسه شي.

4)    د سټي لوړوالی بايد ډير ټيټ نه وي ترڅو د حيواناتو په واسطه خراب نه شي او يا هم خوسا نه شي.

همداشان سټه بايد ډيره لوړه هم نه وي چې دا ښايې د سټې د چاوديدو سبب شي.

5)    په متوسطه اندازه د سټې لوړوالی بايد ۲۵-۱۵ سانتي متر پوری وي.

6)    د سټي قطع کول بايد په مايل شکل تر سره شي ترڅو د باران اوبه ورداخل نه شي.

7)    د ساتنې عمليات يې په دوهم کال شروع کيږي.

8)    رنګړي کول د اداري د وينا مطابق ترسره کېږي.

9)    

۹-۸ شکل

تر لاسه شوی فصل به هم عمره نه وي.

      ګـــــــــــــټې

1)     تطبيق يې ډير اسان دی.

2)     کم مهارت ته ضرورت لري.

3)     بياټوکيدنه يې اطميناني ده.

4)     Coppice  ځنګل زر وده کوي.

5)     د هرزه بوټو د صفايې کار يې اسانه وي.

6)     په نسبي توګه لوړ حاصل ورکوي.


   زيانونــــــــــــه

1)  د کوچني سايز چارتراش توليدوي.

2)  د زياتو غذايې موادو لرونکې خاورې څخه استفاده کوي.

3)    د وامداره نه دي ځکه د هميشه کاپس توان نه لري.

4)  کاپيس خاښونه شايد د يخوهنې يا باد مقابل کې متضرر شي.

5)  دا سيستم ښه ښکلا نه لري.

د تطبيق شرايط يې

1)  داسيستم هغه ځای کې د تطبيق وړ دی چيرته چې محلي عوامل د غټ سايز چارتراشو توليد حمايه کولاي نه شي.

2)  دا سيستم دټولنيز ځنګل د تاسيس لپاره مناسب دی.

3)  دا د شخصي ځمکې لپاره مناسب دی،چې کم وخت کې زيات عايد ورکوي.

B: Shelter wood coppice system

1) په دې سيستم کې د 125-150 پوري سر پنا يا معيارونه په لومړي غوڅونه کې ساتل کېږي.

2) ساتونکي يا پناه برابرونکي  ونې بايد تر ټولو زياتي مقاومې وي.

3) محافظي ونې تر هغه وخته ساتل کېږي تر څو کاپيس ثبات پيداکړي.

4) ددې وروسته سرپناه يا محافظتي ونې په تدريجي ډول لري کېږي.

5) د معياري ونو تعداد ساتل کېږي البته د يو څه بدلون سره د هغه انواعو د شرايطو سره عادي وړانديز شوی معيار 125-150 پوري په هر هکتار کې په پنځم کال 65-75 او په لسم کال په مکمل ډول لري کېږي.

    د تطبيق شرايط

1)    دا په هغه سيمه کې تطبيقيږي چېرته چې يخوهنه زياته وي.

2)    په هغه سيمو کې تطبيقيږي چې ښه محلي اقليمي شرايط ولري ترڅو غټ سايز چارتراش توليد کړي.

3)    دا په هغه سيمو کې تطبيقيږي چيرته چې انواع کاپيس داوږدې مودې لپاره ورکولی شي.

4)    دا هغه ځای کې تطبيق وړ وي چېرته چې غټ سايز چارتراشو ته ضرورت وي.

The coppice with standard system       - c


دا هغه سيستم دی په کوم کې چې نيالګي او د مختليفو عمرونو ونې په کاپيس ځنګلونو کې د مختليفو مودو لپاره ساتل کېږي.د ساتل شوو معياري ونو موده شايد د کاپيس د ژوند دوران څو چنده وي ددې مهم اهداف په لاندې توګه دي.

1)  د غټ سايز چارتراشو لاسته راوړل.

2)  د يخوهنې په مقابل کې دفاع ترلاسه کول.

3)  کاپيس ځنګلونه لاپسې هم ښه کوي.

4)  

۹-۹ شکل

کاپيس د نيالګيو طاقت برقرار ساتي.

5)  د يوي ټاکلي سيمي څخه زيات عايد تر لاسه کيږي.

دا به دوه چته ځنګل مينځ ته راوړي لاندې چت به يې هم عمره کاپيس ځنګل وي خو پاسنی چت به يې مختلف عمرونه ولري. په همدې توګه هر چت د ژوندځانکړی دوران لري.

د غوڅولو طريقه

1)    معياري انواع ښايې د کاپيس په شان نه وي او واحد يا زياتي انواع ولري.

2)    معياري انواع بايد اقتصادي او ارزښتناکه وي.

3)    د ښه کيفيت لرونکي وي لکه اوږده او صفا د ونې تنه او غټ تاج ولري د باد مقابل کې محفوظ او رڼا غوښتونکي وي.

4)    ساتل شوي معياري ونو انواع بدلون پيدا کړي     د اداري هدف لمخې لکه  غټ سايز چارتراش توليد اقليمي عواملو، سيلويکلچري خصوصياتو، د سيوري خوښونکي ونې رڼاغوښتونکي ونې :

5)    معياري ونې په غيري منظم شکل تقسيميږي په ټوله سيمه کې کوم،چې په نښه کېږي يا د رنګ په واسطه عدد ورکول کېږي.

6)    قطع او دهغې مربوط معلومات د معياري ونو اندازه کېږي او ثبت کېږي.

7)    پاتي ونې په نښه کېږي اوغوڅيږي.

8)    د ژوند په مسلسل دوران کې بايد لاندي عمليات ترسره شي.

-        دمعياري ونو کاپيس ساتل کېږي د راتلونکي دوران لپاره.

-        کاپيس د ژوند دوران کې بايد رنګړی ترسره شي.

-        معياري فصل قطع صورت نيسي .

-        د هغه وروسته پاتي کاپيس په پاک ډول قطع کيږي.

9)    بيا راټوکيدنه د بي تنې سټو څخه رامنځ ته کېږي او په مصنوعي توګه ورته فاصله ورکول کيږي.

10)په پنځم او لسم کال بايد پالنه کې په شمول د قطعې ،سوزوني، د ختونکو غوڅول او رنګړي تر سره شي .

11)تر لاسه شوی فصل به هم عمره وي د هدف وړ لرګيو لاندې او لرګيو پاسنی فصل به هم عمره نه وي.

ګټې

1)  خاوره د تخريب څخه ژغوري.

2)  د تخم په واسطه معياري کرنه ،طبيعي نوي ټوکيدنه اسانوي.

3)  د خالصې کرنې حاصلا ت لوړوی.

4)  د ښکلا د نظره يو مناسب ارزښت لرونکی وي.

زيانونه

1)  ددي عمليې تطبيق يو مشکل کار دی.

2)  دا دخاوري حاصلخيزي راکموي.

3)  پدې کې د عملياتو قيمت زيات وي.



D-  دCoppice انتخابي سيستم .

دا يو سيلويکلچري سيستم دی په کوم کې چې قطع کونه د انتخابي اصولو مطابق صورت نيسي مګر کولي شو نوي نيالګي د کاپيس په ذريعه ترلاسه کړو.

د اجرا کولو لاري يې

1)    د انکشاف اندازه (قطر يا اصلي تنه) د اړتيا په اساس ترميم شوي دي.

2)    ددې وروسته د قطع کونې د دوران په ورته او مطابقتي ډول اجرا کېږي.

3)    بيا نوي کول يا د نسل توليد د کاپيس څخه لاسته راځي.

4)    دمتغير عمر لرونکي فصلونه تري لاسته راځي.

5)    دا سيستم Oleacuspidate،Acaciacateuchu او Shorearobusta ځنګلونو لپاره د اجرا وړ دي.

دنيالګيوپالنه

[سمول]

يوځنګلي فصل دښی ودې په منظور له لومړيو وختونو څخه غذايي موادو او ړنا  ته اړتيا لري ديو فصل منځته راوړونکې ځانګړې ونې دهمدې ضرروي شيانو(غذا او رڼا) دلاسته راوړلو لپاره نه يواځې په خپل مينځ کې رقابت کوي بلکې دهغه نامطلوبه انواعو سره يې هم کوي کوم چې دځنګل په فرش باندې په خپله راشنه کيږي کله چې دفصل عمر زياتيږي دهمدې ځانګرو ونو اړتياوې هم زياتيږي ددې له پاره چې نيالګي ښه اوپه زړه پورې وده وکړي اړينه ده چې ښه پالنه يې وشي او  پالنه  داسې تعريفولی شو.

هر هغه عمليه کومه چې دځوانۍ څخه نيولي دزړښت ترمرحلې پورې ديو ځنګلي فصل د ودې  په کومه مرحله کې دهغوۍ دښه والي په منظور په کار اچول کيږي له پالنې څخه عبارت دی په پالنه  کېخيشاوه،صفاکول،رنګړي کول او د ودې ښه والي په منظور قطع او همدارنګه شاخه بري د ختونکو قطع کول اودنامطلوبه انواعوزندۍ کول   شامل دي خو دبيانوي کولو په منظور قطع او ځمکني عمليات لکه دخاورې  اړوند کارونه، زهکشي، ابياري او کنترول شوې سوځونه  په کې شامل نه دي.


د پالنې ا هميت

[سمول]

پالنه دلوړ کيفيته لرګيو دتوليد اوپه في واحد ساحه کي دعايد په زياتوالي کې مرسته کوي په همدې اسا س دايوه مهمه سيلويکلچري عمليه ده پورتني ا هداف هغه وخت ترلاسه کيدای شي کله چې پالنه په زړه پوری ډول په خپل وخت ترسره شي  دهند په لويديځ بنګال کې ترسره شوي څيړنه په ډاګه کوي چې په کرنه کې درنګړي کولو دعمليي دنه ترسره کولو له امله يواځې په همدې ايالت کې هر کال د۹۵۰۰متره مکعبه په اندازه لرګي ضايع کيږي.

په ترسره کولو کي ستونزي

کله څه هم پالنه يوه ډيره ګټوره سيلويکلچري عمليه ده خو اکثره وختونه ترسره کيدي نه شي  ځکه چې داعمليه بايد يه يوفصل کې دځوانۍ څخه دزړښت تر مرحلې پوري څو ځله چې داعمليه ترسره شي او هر کال دنويکيدو ساحي  څخه په زياته ساحه  کې ترسره کيږي په همدې اساس څرنګه چې هر کال نوې کيدونکې ساحه زياتيږي دپالنې کلني کارونه هم ورسره په چټکه توګه زياتوالی کوي چې له امله يې زياتي بوديجي او پرسونل ته اړتيا ليدل کيږي له همدې پرته  د کرنيزو عملياتو د زياتوالي په وخت کې د کارګرانو کمبود هم يوه ستونزه ده په باراني ورځو کې د کار ساحې ته د رسيده ګۍ ستونزه ،داقليمي شرايطو خرابوالي او د وحشي حيواناتو ډار هم دپالنې  په وړاندې ستونزي منځ ته راوړي چې هم دا خراب شرايط دپالني کارونه له ځنډ سره مخ کوي چې دا کار د عايدو او لرګيو د کموالي سبب کيږي.

1:خشاوه

بيانوي کولو ( طبيعي وي او که مصنوعي) ساحوکې  د نامطلوبه انواعو افراد زياتره وختونه د مطلوبه نوعې د افرادو په پرتله وختي راشنه کيږي او که مخه يي ونه نيول شي د مطلو به نوعې د افرادو د خپه کولو او په عين وخت کې د هغوۍ د مړينې سبب ګرځي هر هغه نامطلوبه نبات کوم چې د مطلوبه نوعی افرادو ودې ته ګواښ پيښوي هر زه بوټي بلل کېږي.په همدي اساس د دا ډول نباتاتو له منځه وړل ( لرګين وي او که علفي) خيشاوه بلل کېږي. په بل عبارت خيشاوه له هغه عمليې څخه عبارت ده کوم ،چې د Seeding   مرحله کې په قوريه او يا ځنګلي فصل کې تر سره کيږي.او په کې د ټولو هر زه بوټو قطع او ليري کول شامل دي.


Cleaning :2

داعمليه د sapling په مرحله کې تر سره کېږي په دې کې بوټي ،ځيلۍ ،د عيني نوعې ټيټ قدي ،ناروغ او بد شکله نباتات ،نور ټيټ کيفيته نباتات کوم چې د اصلي نباتاتو ودې ته ګواښ پيښوي له منځه وړل کيږي ددي ترڅنګ د کاپيس نودو شمير په کې يو ته راښکته کيږي د يوې عمومي قاعدي په اساس هغه وخت ترسره شي کوم،چې اصلي نوعي وديز فصل وي.

3:   Thinning

د هغه قطعې څخه عبارت دی کوم چې د  پاتې کيدونکو ونو د ودې او شکل د ښه والي سبب کېږي.په دې کې لاندي نباتات له منځه وړل کېږي.

a)    په رقابت کې وروسته پاتي نباتات کوم چې راتلونکی نه لري بلکي د اصلي ونې څخه رطوبت ،غذا او رڼا جذبوي نو بايد مخکې له منځه يوړل شي.

b)   مرض لومړی په ټيټ قدي ، وروسته پاتې او حساس  نبات حمله کوي او وروسته لوي نبات ته انتقاليږي نو بايد له منځه يوړل شي.

c)    پاسني چتر ته د  Climber  د ختلو لپاره زمينه مساعدوي نو بايد قطع شي.

4: Improvement felling د ښه والي په منظور قطع

  دغه قطع کونه په هم عمره ځنګلونو کې نه ترسره  کيږي. په دې کې ونې قطع کېږي تر څو پاتي ونو ته  ودې شرايط برابر شي .

5: pruning

په دې عمليه کې لاندېني ښاخونه ليري کېږي او ياهم که منځنی ښاخ دوه ښاخه  شي نو يو تري له منځه وړل کېږي.

اخستنې

[سمول]

1.    حميدي ،اتل.( ۱۳۹۱ هـ ش ) د ځنګل پوهنې اساسات لکچر نوټ،سيدجمال الدين افغاني پوهنتون.

2.    ځلاند،وسيم الله(۱۳۹۱هـ ش) عمومي سيلويکلچر ،سيد جمال الدين افغاني پوهنتون.مخ (۱۲۸-۱۳۵)

3.      Mani Kandam .kandprabhu .s(2012) indian forestry .jain brother .india . page (71-93)

4.     KHANN.LS.principle and practice of silviculture .khannabandhu.dehradun. page (205-207)