سیلویا اېرل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


سیلویا الیس اېرل (په انګلیسي: Sylvia Alice Earle؛ پیدایښت: ۳۰-اګوسټ-۱۹۳۵) یوه امریکایي سمندري بیولوجي‌پوه، سمندرپوه، پلټونکې، لیکواله او استاده ده. هغه له ۱۹۹۸ز کال راهیسې په نشنل جیوګرافیک ټولنه کې د پلټونکې په توګه پاتې شوې ده، چې پخوا یې په رېزیدنس کې د پلټنې او څېړنې دنده درلوده. اېرل د متحده ایالاتو د سمندري او اټموسفیري ملي ادارې لومړۍ ښځینه ساینس‌پوه مشره وه او د ټایم مجلې له‌خوا په ۱۹۸۸ز کال کې د «ځمکې» د سیارې لومړنۍ اتله وپېژندل شوه.[۱][۲]

اېرل د Ocean Elders ډلې غړې ده، چې دنده یې په ځانګړې توګه د سمندرونو او سمندري ژویو ساتنه ده.[۳]

د انګلیسي فلم جوړوونکي علي تبریزي له‌خوا د نتفلېکس اوریجنال په یوه جوړ شوي مستند فلم «Seaspiracy» (۲۰۲۱) کې په څرګندېدلو سره، د اېرل شهرت تر ډېره خپور شو.[۴][۵]

اېرل د سابه خوړلو خوراکي رژیم لري. د هغې په وینا، د غټو کبانو په شمېر کې ۹۰ سلنه کمښت د غوښخورو کبانو د کېمیاوی تجمع له‌امله دی او وایي چې د سمندرونو د سلامتۍ لپاره یې دغه خوراکي رژیم غوره کړی دی. همدا راز، د سمندري خوراکي توکو د صنعت په هکله وایي چې، «د فابریکو بېړۍ‌ګانې کبان او نور سمندري ژوي د ‹برقي جارو› په واسطه راټولوي؛ دې ته پاتې کېږي چې رېز کوونکې مرغۍ په بلډوزرو باندې ووژل شي…».[۶][۷]

په کالیفورنیا کې د غوره خواړو د کنفرانس په یوه بحث کې، اېرل د کبانو زېرمو د له‌منځه تللو خبرداری ورکوي او په داسې حال کې چې د ساحل مېشتو وګړو خوراک له پېړیو، پېړیو راهیسې سمندري خواړه دي، د کب‌نیونې سوداګریز صنعت نوره معنی نه‌لري. هغه د نباتاتو او سبزیجاتو خوراکي رژیم د حل‌لارې په توګه وړاندې کوي.[۸]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې[سمول]

اېرل په ۱۹۳۵ز کال کې د نیوجرسي د ګلاستر ښار د ګری د ګرینویچ محلې په ګیبس‌ټاون څنډه کې زېږېدلې ده؛ پلار یې لویس رید اېرل او مور یې الیس فریس (ریچي) نومېږي. پلار او مور یې د غرو لمنو او بېدیاوو او طبیعت سره ډېره مینه درلوده او په‌دې توګه اېرل هم د ژوند په لومړیو کلونو کې د طبیعت د نړۍ لېواله شوه. اېرل ماشومه وه چې کورنۍ یې د فلوریدا لوېدیځې ساحلي سیمې دَنيدین ته کډه وکړه. اېرل د څوارلسم فراغت سند له سېنت پېترزبورګ کالج څخه واخېست، د لېسانس په کچه یې د ساینس زده‌کړې د فلوریدا په ایالتي پوهنتون کې بشپړې کړې (۱۹۵۵ز) او د ساینس ماسټرۍ سند (۱۹۵۶ز) او په فایکولوجي کې د ډوکتورا سند (۱۹۶۶ز) یې له دیوک پوهنتون څخه ترلاسه کړ.[۹][۱۰][۱۱]

کاري ژوند[سمول]

له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۶۹ز کال پورې، اېرل په رادکلیف انسټیټوت او له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۸۱ز کال پورې په هاروارډ پوهنتون کې څېړونکې په توګه پاتې شوه. په ۱۹۶۶ز کال کې د ډوکتورا له بشپړولو وروسته، یو کال په هاروارډ پوهنتون کې د څېړنو مسووله وه او وروسته فلوریدا ته ستنه شوه او د تخصص ترلاسه کولو په دوره کې یې د کېپ هېز سمندري لابراتوار مدیریت پرمخ بیوه. [۱۲]

اېرل په کالیفورنیا پوهنتون، بېرکلي کې همکاره څېړونکې وه (۱۹۶۹ تر ۱۹۸۱ز). په ۱۹۶۹ز کال کې یې په تېکتیت پروژه کې د کار کولو غوښتنه وکړه، دا د ویرجین له ساحلي ټاپوګانو څخه لېرې د سمندر په ۵۰ فُټه ژوروالي کې د یوه لابراتوار تاسیسولو پروژه وه چې ساینس‌پوهانو ته یې زمینه برابروله ترڅو د څوګونو اوونیو لپاره د سیمې د مطالعې لپاره د سمندري اوبو په ژوره کې پاتې شي. که څه هم هغې د اوبو لاندې تر ۱،۰۰۰ ساعته پورې د څېړنې مخینه درلوده، خو په دغې پروژه کې ونه‌منل شوه. راتلونکی کال، په تېکتیت II پروژه کې د اوبو مزلو (د اوبو په تل کې پلټونکي) د لومړنۍ ښځینه ډلې مشره شوه.[۱۳]

اېرل د کالیفورنیا د علومو په اکاډمۍ کې د فایکولوجي برخې مسووله وه (۱۹۷۹ تر ۱۹۸۶ز). په ۱۹۷۹ز کال کې د JIM ځانګړو جامو په اغوستلو سره په ازادو اوبو کې د سمندر په منځ کې غوټه شوه او اوهایو ته نږدې د سمندر تل ته ورسېدله. هغې د ښځینه‌وو په برخه کې ۳۸۱ متره (۱،۲۵۰ فُټه) ژوروالي ته د ښکته کېدو ریکارډ ثبت کړ چې لا تراوسه چا مات کړی نه‌دی. همدا راز، په ۱۹۷۹ز کال کې د کالیفورنیا د علومو په اکاډمۍ کې د فایکولوجې برخې د مسوولې په توګه یې خپله دنده پیل کړه او تر ۱۹۸۶ز کال پورې یې هلته خدمت وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اېرل له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۴ز کال پورې د سمندرونو او اټموسفیر په ملي مشورتي کمېټه کې خدمت ترسره کړ.

په ۱۹۸۲ز کال کې له خپل راتلونکي خاوند «ګراهام هاوکس» سره (چې یو انجنیر او د اوبتلونو طراح ؤ) د اوبو لاندې تنظیم شویو او روباټیک سیسټمونو په هکله د طراحي، په‌کار اچونې، ملاتړ او مشورو وړاندې کولو په موخه د «Deep Ocean» انجنیري شرکت تاسیس کړ. د Deep Ocean انجنیري شرکت غړو په ۱۹۸۵ز کال کې د «Deep Rover» په نامه یو څیړنیز اوبتل ډیزاین او جوړ کړ چې تر ۱،۰۰۰ متره (۳،۳۰۰ فُټه) ژوروالي پورې کار ورکوي. Deep Rover په ۱۹۸۶ز کال کې وازمایل شو او اېرل هغې ډلې سره یوځای شوه چې د بَهاماز په لي ستاکینګ ټاپو کې یې روزنیز پروګرامونه په لاره اچول. [۱۸][۱۹][۲۰]

اېرل په ۱۹۹۰ز کال کې شرکت پرېښود او د متحده ایالاتو د سمندري او اټموسفیري په ملي اداره کې د مشرې ساینس‌پوه په توګه وګومارل شوه او تر ۱۹۹۲ز کال پورې هلته وه. هغه لومړۍ ښځه وه چې دغه موقف ته یې ترلاسه کړی ؤ. اېرل ته، چې د تېلو تویېدنې د ناوړې اغېزې په هکله تخصص درلود، بلنه ورکړل شوه چې په ۱۹۹۱ز کال کې د فارس خلیج جګړې پر مهال د یوشمېر څېړنیزو سفرونو مشري وکړي. د استول شویو څېړنیزو ډلو دنده، د عراق له‌لوري د کویټ د تېلو څاه‌ګانو ړنګولو له‌امله د رامنځ‌ته شویو چاپېریالي زیانونو د کچې معلومول وو.[۲۱]

په ۱۹۹۲ز کال کې، د اوبتل انجنیرۍ لا زیات پرمختګ لپاره، اېرل د Deep Ocean په نامه د پلټنې او څېړنې شرکت (DOER اوبتل) تاسیس کړ. اوس‌مهال د دغه شرکت مدیریت د اېرل لور «الیزابت» پرمخ وړي، چې د سمندرونو ژورو چاپېریالونو لپاره د تجهیزاتو ډیزاین، جوړونې او په‌کار اچونې خدمات وړاندې کوي.[۲۲][۲۳]

اېرل له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۲ز کال پورې د سمندرونو اوږدمهالو ماموریتونو مشري په غاړه درلوده؛ نوموړي ماموریتونه یو پنځه کلن پروګرام ؤ چې مالي ملاتړ یې د نشنل جیوګرافیک ټولنې او بودجه یې د ریچارد او رودا ګولډمن له صندوق څخه تامینېده او دنده یې د متحده ایالاتو د سمندري پناهځای مطالعه وه. په دې موده کې، اېرل د سمندرونو اوږدمهالو ماموریتونو مشره، په تګزاس کې د مکسیکو خلیج د مطالعاتو لپاره د هارت څېړنیز انسټیټوت د علمي شورا او په Google Earth کې د سمندرونو لپاره د مشورتي شورا رئیسه وه. همدا راز، هغې د کبانو د نوعو کمیت موندنې او همدا راز د ستېلواجېن بانک په سمندري ملي پناهځای کې د استفادې وړ فضایي سرچینو د معلومولو لپاره د DeepWorker 2000 اوبتل جوړ کړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په ۲۰۰۱ز کال کې، اېرل د ملي پارکونو په هکله د عامه پوهاوي د لوړولو په ویاړ، د رابین و. وینکز د ملي پارکونو د ساتنې ټولنې جایزه ترلاسه کړه.[۲۸]

اېرل په ۲۰۰۹ز کال کې د Mission Blue کمپنۍ تاسیس کړه (چې د سیلویا اېرل پیوستون، په ژوره کې د پلټنې بنسټ، او د ژورې پلټنې په نامه هم یادېږي).

په ۲۰۰۹ز کال کې هغې د TED یو میلیون ډالري جایزه وګټله او په‌دې توګه د سمندرونو په برخه کې د لا زیات فعالیت زمینه ورته برابره شوه.[۲۹]

خپاره شوي آثار[سمول]

اېرل شاوخوا ۱۵۰ خپاره شوي آثار لري.[۳۰]

  • اېرل، سیلویا او ال ګیدینګز (۱۹۸۰ز). د ژورې پولې پلټنه: په سمندر کې د انسان ماجرا. د نشنل جیوګرافیک ټولنه.
  • اېرل، سیلویا (۱۹۹۶ز). د سمندر بدلون: د سمندرونو یو پیغام. د بالانتین کتابونو خپرندوی مرکز.
  • اېرل، سیلویا (۱۹۹۹ز). غوټه شه! په ژورې پوله کې زما ماجرا. ماشومانو لپاره د نشنل جیوګرافیک کتابونه.
  • اېلن، پراګر او اېرل، سیلویا (۲۰۰۰ز). سمندرونه. مک‌ګراو-هېل.
  • اېرل، سیلویا (۲۰۰۱ز). د سمندرونو لپاره د نشنل جیوګرافیک اتلس: ژوره پوله. نشنل جیوګرافیک.
  • اېرل سیلویا او لیندا ک. ګلوور (۲۰۰۸ز). سمندر: یو مصور اتلس (د نشنل جیوګرافیک اتلس). نشنل جیوګرافیک.

سرچينې[سمول]

  1. (په October 5, 1998 باندې). Sylvia Earle: Call Of The Sea. Time
  2. "Sylvia Earle, Oceanographer Information, Facts, News, Photos". National Geographic. د اصلي آرشيف څخه پر April 13, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "About Us". Ocean Elders (په انګلیسي ژبه کي). December 2, 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The 7 biggest claims from the Seaspiracy documentary". The Independent (په انګلیسي ژبه کي). 2021-03-31. مؤرشف من الأصل في May 26, 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Head, Ally (2021-04-06). "Seaspiracy: 10 facts the doc taught us, & if they're really true". Marie Claire (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Sylvia Earle wants you to do unto fish as you would like them to do to you, and eat your veggies". scubazoo.tv. Retrieved 30 June 2022.
  7. (په 2013-08-09 باندې). US oceanographer Dr Sylvia Earle. Financial Times.
  8. "NatGeo Explorer Sylvia Earle Says Clean and Vegan Seafood Could Save Our Oceans". LIVEKINDLY (په انګلیسي ژبه کي). 2018-09-10. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Holloway, Marguerite (April 1992). "Fire in Water". Scientific American (په انګلیسي ژبه کي). 266 (4): 37–40. Bibcode:1992SciAm.266d..37H. doi:10.1038/scientificamerican0492-37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Sylvia A. Earle". Encyclopedia of World Biography. Detroit: Gale, 1998. Biography in Context. Web. 14 Jan. 2016.
  11. Legendary ocean scientist to speak at Gulf Coast Community Foundation luncheon, Gulf Coast Community Foundation, December 9, 2019
  12. . Sylvia A. Earle, Ph.D.. Academy of Underwater Arts and Sciences
  13. Collette, BB (1996). "Results of the Tektite Program: Ecology of coral-reef fishes". In: MA Lang, CC Baldwin (Eds.) the Diving for Science ... 1996, "Methods and Techniques of Underwater Research" Proceedings of the American Academy of Underwater Sciences Sixteenth Annual Scientific Diving Symposium, Smithsonian Institution, Washington, DC. Archived from the original on April 15, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  14. (په October 5, 1998 باندې). Sylvia Earle: Call Of The Sea. Time
  15. Kesling, Douglas E (2011). "Atmospheric Diving Suits – New Technology May Provide ADS Systems that are Practical and Cost-Effective Tools for Conducting Safe Scientific Diving, Exploration, and Undersea Research". In: Pollock NW, ed. Diving for Science 2011. Proceedings of the American Academy of Underwater Sciences 30th Symposium. Dauphin Island, AL: AAUS. Archived from the original on October 15, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  16. . Sylvia Earle: My Wish? To Protect Our Oceans.
  17. . Sylvia A. Earle, Ph.D.. Academy of Underwater Arts and Sciences
  18. New York Times, "SCIENTIST AT WORK: Graham Hawkes; Racing to the Bottom Of the Deep, Black Sea", William J. Broad, 1993 August 3 (accessed 30 Juli 2012)
  19. English, JG (1987). "DEEP ROVER submersible operations for science". In: Lang, MA (Ed). Coldwater Diving for Science ... 1987. Proceedings of the American Academy of Underwater Sciences Annual Scientific Diving Symposium 31 October – 1 November 1987 Seattle, Washington, USA. Archived from the original on June 16, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  20. Griffin, James J; Sharkey, Phillip I (1987). "Design of the next generation of research vessels". In: Lang, MA (Ed). Coldwater Diving for Science ... 1987. Proceedings of the American Academy of Underwater Sciences Annual Scientific Diving Symposium 31 October – 1 November 1987 Seattle, Washington, USA. Archived from the original on June 16, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  21. Holloway, Marguerite (April 1992). "Fire in Water". Scientific American (په انګلیسي ژبه کي). 266 (4): 37–40. Bibcode:1992SciAm.266d..37H. doi:10.1038/scientificamerican0492-37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "About DOER Marine". DOER Marine. د لاسرسي‌نېټه December 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Earle (2009)
  24. (په October 5, 1998 باندې). Sylvia Earle: Call Of The Sea. Time
  25. White, Wallace (June 26, 1989). "Her Deepness". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Sylvia Earle, Oceanographer Information, Facts, News, Photos". National Geographic. د اصلي آرشيف څخه پر April 13, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Auster, Peter J; Lindholm, James (2005). "The Ecology of Fishes on Deep Boulder Reefs in the Western Gulf of Maine (NW Atlantic)". In: Godfrey, JM; Shumway, SE. Diving for Science 2005. Proceedings of the American Academy of Underwater Sciences Symposium on March 10–12, 2005 at the University of Connecticut at Avery Point, Groton, Connecticut. American Academy of Underwater Sciences. Archived from the original on April 15, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  28. "Awards and Recognition". National Parks Conservation Association (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. . Sylvia Earle: My Wish? To Protect Our Oceans.
  30. . Sylvia A. Earle, Ph.D.. Academy of Underwater Arts and Sciences