سیاسي جریان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

سیاسي جریان یو سیسټم دی چې یوبل سره په اړیکه کې بېلابېل سیاسي موقعیتونه توصیف او طبقه بندي کوي. دا موقفونه د یو یا څو هندسي محورونو په اساس ولاړ دي چې خپلواک سیاسي اړخونه ښکاروي. د سیاسي کمپاس او سیاسي نقشې عبارتونه سیاسي جریان ته د اشارې لپاره او همدارنګه، په ځانګړې توګه د هغه دوه اړخیز نامتو موډلونو لپاره کارول کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

ډېری پخواني جریانونو کې د کین – ښي اړخونه شامل دي چې په لومړیو کې له انقلاب وروسته د فرانسې په پارلمان (۱۷۸۹ – ۱۷۹۹) کې په کین اړخ کې راډیکالانو او ښي اړخ کې د اشرافو د څوکیو ترتیباتو ته اشاره درلودله. په داسې حال کې چې کمونیزم او سوسیالیزم په نړیواله کچه د کین اړخو په توګه ګڼل کېږي، محافظه کاري او غبرګوني سیاست په عموم کې د ښي اړخ په توګه په پام کې نیول کېږي. لېبرالیزم کولی شي په بېلابېلو شرایطو کې بېلابېلې معناوې ولري، کله په کین اړخ کې (ټولنیز لېبرالیزم) او کله هم په ښي اړخ کې (محافظه کار لېبرالیزم یا کلاسیک لېبرالیزم) شاملېږي. هغوی چې منځنی لیدلوری لري کله کله د مرکزګرا په توګه طبقه بندي کېږي. هغه سیاستونه چې د کین – ښي اړخونو دودیز جریان ردوي، ډېری د همغږي سیاستونو په توګه پېژندل کېږي، که څه هم دا لیبل تمایل لري هغه موقعیتونه چې په دوه اړخیز جریان کې د یو منطقي ځای خاوندان دي، په غلطه توصیف کړي، ځکه داسې ښکاري چې په تصادفي ډول د کین – ښي محور په جریان کې سره راټول شوي دي.[۶][۷][۸]

د سیاسي علومو کارپوهانو په مکرر ډول یادونه کړې چې یوازې د کین – ښي محور په سیاسي باورونو کې د شته تنوع او نورو محورونو د توصیف او لپاره ډېر ساده او ناکافي دی. که څه هم توصیفي کلمې په متضادو قطبونو کې کېدای شي متفاوتې وي، د محبوبو دوه اړخیز جریانونو محورونه په معمول ډول په اقتصادي مسایلو (په کین – ښي اړخ کې) او ټولنیزو – کلتوري مسایلو (د اقتدار – آزادۍ په اړخ کې) باندې وېشل کېږي.[۹][۱۰]

د اصطلاحاتو تاریخي اصل[سمول]

د ښي او کین اصطلاحات سیاسي تړاوونو ته اشاره لري چې په ۱۷۹۹ – ۱۷۸۹ کلونو کې د فرانسې انقلاب دوران له لومړیو څخه یې سرچینه واخیسته او په اصل کې یې د فرانسې په بېلابېلو قانون جوړونو نهادونو کې د څوکیو ترتیباتو ته اشاره لرله. لکه څنګه چې د رئیس څوکۍ په منځ کې ښکارېده، اشراف په ښي خوا کې (په دودیز ډول د ویاړ څوکۍ) او عادي خلک په کین اړخ کې ناست وو، له همدې کبله د ښي اړخه سیاست او کین اړخه سیاست اصطلاح ګانې هم رامنځته شوې.[۱۱]

په اصل کې د آیډیولوژیک جریان کې ټاکونکی ټکی، لرغونی رژیم («پخوانی نظم») وو. له همدې کبله، «ښي» د اشرافي یا سلطنتي او کلیسا ګټو څخه د ملاتړ په معنا وو، په داسې حال کې چې «کین» د جمهوري غوښتنې، سیکولاریزم او مدني آزادیو د ملاتړ تضمین کوونکی وو. له هغه ځایه چې د انقلاب په پیل کې د سیاسي امتیاز حق محدود وو، اصلي «کین» په عمده ډول د بورژوېزي ګټو، د ودې په حال کې د شتمنې طبقې، د پام وړ استثنا ګانو لکه پروتو کمونیست فرانسوا-نوئل بابوف استازیتوب کوي. له آزادې سوداګرۍ او آزادو بازارونو څخه ملاتړ د هغو سیاستوالو لخوا وړاندې کېده چې په کین خوا کې ناست وو، ځکه چې دې سیاستوالو د اشرافیت پرځای، د شتمنو په ګټه سیاستونه ښکارول، خو له پارلماني سیاست څخه بهر، دا لیدلوری اکثراً د ښي اړخ په توګه توصیف کېږي.[۱۲]

د دې ښکاره تضاد لامل په دې واقعیت کې نغښتی دی چې هغوی چې د کین پارلماني کین خوا کې دي، د رسمي پارلماني جوړښتونو بهر (لکه د فرانسې انقلاب sans-culottes)، په معمول ډول د ډېرې کارګرې طبقې استازی، غریب بزګران او اوزګاران دي. د فرانسې په انقلاب کې د هغوی ګټه اشرافو سره په مخالفت کې وه او له همدې کبله هغوی خپل ځانونو له لومړنیو شتمنو سره متحد کړل؛ په هرحال، دا په دې معنا نده چې د هغوی اقتصادي ګټه د هغو کسانو په آزاد بازار پالیسیو کې ده چې له سیاسي اړخه د دوی استازیتوب کوي.

د سرمایه دارۍ اقتصاد له ودې سره، اشرافو ته پام کم شو او په عمده ډول د هغو ځای د سرمایه دارۍ استازو ونیوه. د سرمایه دارۍ له ودې سره د کارګرې طبقې کچه زیاته شوه او تر ډېره حده د اصلي کین لخوا بیان شوي سرمایه دارۍ سیاستونو ته محدودېدو پرځای د اتحاد، سوسیالیسټي، انارشیسټي او کمونیسټي سیاستونو له لارې بیان شول. دې تحول اکثره پارلماني سیاستوال له اقتصادي سیاستونو څخه بهر کړي دي، که څه هم دا کار په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو درجو ترسره شوی دی، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې له کین اړخه واکمن هېوادونو سره د مسایلو ډېره مخینه لري، لکه د شوروي اتحاد یا د مائو زیډونک په وخت کې چین. له همدې کبله، د «کین» ویی کېدای شي د امریکا سیاسي اصطلاح کې «لېبرالیزم» ته اشاره ولري او له ډیموکراټ ګوند سره یوشان وي، په داسې حال کې چې د فرانسې په شان هېواد کې دا موقفونه نسبتاً ښي اړخه یا په ټوله کې مرکزګرا ګڼل کېږي، او «کین» د «لېبرال» په نسبت ډېر د «سوسیالیسټ» یا «سوسیال ډیموکراټیک» موقعیتونو ته اشاره لري.

علمي څېړنه[سمول]

کابو د یوې پېړۍ لپاره، د ټولنیزو عالمانو دا ستونزه په پام کې نېولې ده چې سیاسي تنوع څنګه په ښې بڼې سره تعریف کړي.

لئونارډ ډبلیو. فرګوسون[سمول]

په ۱۹۵۰م کال کې، لئونارډ ډبلیو فرګوسن د اندازه کولو لسو چلندونو په کارونې سره سیاسي ارزښتونه په لاندې ډول تحلیل کړل: د زېږدون کنټرول، د اعدام زا، سانسور، کمونیزم، تکامل، قانون، هېوادپالنه، توحید، د مجرمینو درملنه او جګړه. کله چې یې پایلې د فکټورونو تحلیل ته وسپارلې، بریالی شو چې درې فکټورونه وپېژني چې هغو ته یې د دین ګرایي، بشردوستۍ او ملت پالنې نومونه ورکړل. هغه دین ګرایي په خدای باندې د باور او تکامل او د زېږدون کنټرول ته د منفي لید په توګه تعریف کړ؛ بشردوستي یې له جګړې، اعدام سزا او له مجرمینو سره د بد چلند مخالف لیدلوري په توګه تعریف کړ؛ او ملت‌ پالنه یې د سانسور، قانون، هېوادپالنې او کمونیزم نظرونو د تنوع توصیف کوونکي په توګه تعریف کړ.

دا سیسټم په تجربي ډول رامنځته شوی وو، ځکه چې د نظري مباني په اساس د یوه نوي سیاسي موډل جوړول او د هغه آزمېښت کولو پرځای، د فرګوسون څېړنه سپړنیزه وه. د دې میټوډ په پایله کې، باید د فرګوسون درې ګونو عواملو په تفسیر کې دقت وکړو، ځکه چې عاملي څېړنه یو لنډیز عامل رابهر کوي چې آیا یو رښتینی معقول عامل شتون لري که نه. که څه هم د ملت پالنې عامل تکرار متضاد وو، خو د دین ګرایۍ او بشردوستۍ موندنو د فرګوسون او نورو لخوا څو څو ځلې تکرار شوې.[۱۳][۱۴][۱۵]

هانس ایزنک[سمول]

له هغه لږ څه وروسته، هانس ایزنک په بریټانیا کې د سیاسي چلندونو په هکله په څېړنه پیل وکړ. هغه باور درلود چې د کین – ښي محور کې د هغوی متضادو موقفونو سربېره،  د ملت پاله سوسیالیستانو (نازیان) ته ورته یوڅه له یوې خوا او کمونیسټان له بلې خوا شتون لري. لکه څنګه چې هانس ایزنک په ۱۹۵۶م کال کې په خپل کتاب، په ارواپوهنه کې عقل او ناپوهي، کې توضیح کړه، ایزنک په ورځپاڼو او سیاسي ټرکټونو کې شته سیاسي اظهاراتو یو لړلیک جوړ کړ او له خلکو یې وغوښتل چې له هر یوه سره خپل موافقت یا مخالفت ارزیابي کړي. ایزنک د دې پوښتنلیک په وړاندې کولو سره د فرګوسون هماغې عاملي څېړنې ته ورته، دوه عامله رسم کړل چې هغو ته یې د «راډیکالیزم» (R عامل) او «نرم ذهنیت» (T عامل) نومونه ورکړل.[۱۶]

داسې تحلیل یو فکټور رامنځته کوي چې ایا د رښتینې نړۍ له پدیدې سره همغږي لري او که نه، له همدې کبله باید د هغه په تفسیر کې احتیاط وشي. په داسې حال کې چې د ایزنک R عامل د «کین-ښي» کلاسیک اړخ په توګه پېژندل کېږي، د T عامل (R عامل ته په ښي اړخ کې کښل شوي عامل استازیتوب کوي) لږ شعوري دی، ځکه چې د لوړو امتیازاتو لرونکي خلک له آرامتیا، نژادي برابرتیا، دیني زده‌کړې او د سقط محدودیت څخه ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د ټیټ امتیاز لرونکي بیا له ملېشه توب، سختې سزا، د طلاق آسانه قوانینو او د ملګرتیا واده څخه ملاتړ کوي.

سرچينې[سمول]

  1. Heywood, Andrew (2017). Political Ideologies: An Introduction (الطبعة 6th). Basingstoke: Macmillan International Higher Education. د کتاب پاڼي 14–17. OCLC 988218349. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137606044. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Petrik, Andreas (2010-12-03). "Core Concept "Political Compass". How Kitschelt's Model of Liberal, Socialist, Libertarian and Conservative Orientations Can Fill the Ideology Gap in Civic Education" (in en). JSSE – Journal of Social Science Education: 4–2010: Social Science Literacy I: In Search for Basic Competences and Basic Concepts for Testing and Diagnosing. doi:10.4119/jsse-541. http://www.jsse.org/index.php/jsse/article/view/541/538. Retrieved 27 June 2019. 
  3. Sznajd-Weron, Katarzyna; Sznajd, Józef (June 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Who is left, who is right?"] (in en). Physica A: Statistical Mechanics and Its Applications 351 (2–4): 593–604. doi:10.1016/j.physa.2004.12.038. Bibcode2005PhyA..351..593S. 
  4. Lester, J. C. (September 1996). "The Political Compass and Why Libertarianism is not Right-Wing" (in en). Journal of Social Philosophy 27 (2): 176–186. doi:10.1111/j.1467-9833.1996.tb00245.x. ISSN 0047-2786. https://philpapers.org/rec/JCLTPC. 
  5. Stapleton, Julia (October 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Resisting the Centre at the Extremes: 'English' Liberalism in the Political Thought of Interwar Britain"] (in en). The British Journal of Politics and International Relations 1 (3): 270–292. doi:10.1111/1467-856X.00016. ISSN 1369-1481. 
  6. Knapp, Andrew; Wright, Vincent (2006). "1 French political traditions in a changing context" (ebk). The Government and Politics of France (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 5). Taylor and Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-40260-3. France invented the terms Left and Right early in the great Revolution of 1789– 94 which first limited the powers of, and then overthrew, the Bourbon monarchy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. Griffin, Roger (1995). Fascism. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 8, 307. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-289249-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Eatwell, Roger (2003). "A 'Spectral-Syncretic' Approach to Fascism". In Kallis, Aristotle A. (المحرر). The fascism reader. Routledge. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-24359-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fenna, Alan; Robbins, Jane; Summers, John (2013). Government Politics in Australia. Robbins, Jane., Summers, John. (الطبعة 10th). Melbourne: Pearson Higher Education AU. د کتاب پاڼي 126 f. OCLC 1021804010. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781486001385. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Love, Nancy Sue (2006). Understanding Dogmas and Dreams (الطبعة Second). Washington, District of Columbia: CQ Press. د کتاب پاڼې 16. OCLC 893684473. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781483371115. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Knapp, Andrew; Wright, Vincent (2006). "1 French political traditions in a changing context" (ebk). The Government and Politics of France (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 5). Taylor and Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-40260-3. France invented the terms Left and Right early in the great Revolution of 1789– 94 which first limited the powers of, and then overthrew, the Bourbon monarchy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. Knapp, Andrew; Wright, Vincent (2006). "1 French political traditions in a changing context" (ebk). The Government and Politics of France (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 5). Taylor and Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-40260-3. France invented the terms Left and Right early in the great Revolution of 1789– 94 which first limited the powers of, and then overthrew, the Bourbon monarchy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  13. SAS(R) 3.11 Users Guide, Multivariate Analysis: Factor Analysis
  14. Ferguson, L.W. (1941). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Stability of the Primary Social Attitudes: I. Religionism and Humanitarianism"]. Journal of Psychology 12 (2): 283–8. doi:10.1080/00223980.1941.9917075. 
  15. Kirkpatrick, C. (1949). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Religion and humanitarianism: a study of institutional implications"]. Psychological Monographs: General and Applied 63 (9): i-23. doi:10.1037/h0093615. 
  16. "politics". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)