سیاسي اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیاسي اقتصاد د تولید او سوداګرۍ مطالعه ده، د تولید اوسوداګرۍ له قانون، دود، حکومت، ملي عاید او شتمنۍ سره د اړیکې مطالعه ده. سیاسي اقتصاد د دیسپلین په توګه په ۱۸ پېړۍ کې د اخلاقو له فلسفې (moral philosophy) سرچینه واخیسته. د سیاسي اقتصاد تر ټولو لمړنۍ چارې د انګلستان پوهانو لکه ادم سمېت (Adam Smith)، توماس مالتس (Thomas Malthus) او ډېوېډ ریکارډو (David Ricardo) ته منسوب شوي خو ځینې پوهان ګمان کوي چې د دې دیسپلین لمړنۍ چارې د فرانسې فزیوکراتانو (physiocrats) پېل کړي.

د ۱۹ پېړۍ په پای کې په تدریجي توګه اقتصاد لفظ کارېدنه د سیاسي اقتصاد پر ځای پېل شوه په دې مانا چې مخکې اقتصاد ته سیاسي اقتصاد نوم اخیستل کېده. په اوس وخت کې اقتصاد یوازې د اقتصاد مطالعې ته وایي او په سیاسي اقتصاد کې بیا ټولنه، سیاست او د سیالیو چلند هم ورسره مطالعه کیږي. که چېرې سیاسي اقتصاد د اقتصاد همانیزه یا مترادف په توګه ونه کارول شي نو ممکن ډېر مختلفه مانا ولري. له علمي نظره ممکن د مارکسیستی څېړنو (Marxian analysis) ته رجوع وکړي، په دودیزه اصطلاح کې ممکن هغې مشورې ته رجوع وکړي چې اقتصاد پوهان یې حکومتونو ته ورکوي.