سړه جګړه (۱۹۸۵ - ۱۹۹۱)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۸۵ – ۱۹۹۱ کلونو د سړې جګړې پړاو هغه مهال بيل شو، کله چې ميخايل ګورباچوف د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د عمومي سرمنشي په توګه وټاکل شو. ګورباچوف د شوروي اتحاد انقلابي مشر و، ځکه هغه لومړی هغه څوک و چې د سياسي ليد (ګلاسناسټ) او اقتصاد (پيريسټروکا) ازادولو ته يې وده ورکړه؛ له دې مخکې، شوروي اتحاد په سختۍ سره ازداخيال  سمون منع کړی او هغه اقتصاد یې ساتلی و چې واک يې له مرکزي واکمن سره وي. سره له دې چې شوري اتحاد له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ و، د متحده ايالاتو د ولسمشر «رونالډ ريګن» د حکومت پر مهال له متحده ايالاتو سره د زيات لګښت د وسلو سيالۍ کې ښکېل شوی و. دې ته له کتنې پرته چې شوروي اتحاد د ټوټه ټوټه کېدو پر لور روان شو، ځکه چې د ليبرال سمونونو سمبالښت ستونزمن ثابت شو او په اقتصاد کې پانګوال بدلونونه په ناوړه ډول پيل شول او په دې ډول يې سترې ستونزې پيدا کړې. سړه جګړه هغه مهال پای ته ورسېده، کله چې په افغانستان کې د شوروي اشغالګره وروستۍ جګړه ختمه شوه، په المان کې د برلين ديوال ونړېد، په ۱۹۸۹ز کال کې په ختيځه اروپا کې د شوروي اتحاد بلاک په دولتونو کې د ډېرو سوله ييزو انقلابونو لړۍ پيل شوه او په ۱۹۹۱ز کال کې شوروي اتحاد ونړېد او په رسمي ډول يې خپل ځان له وجود څخه محوه کړ.

د اړيکو تودېدل[سمول]

له ۱۹۲۸ز کال راهيسې د درې پرله پسې شوروي زړو مشرانو له مړينې وروسته، د شوروي «سياسي بيورو» د ۱۹۸۵ز کال د مارچ په مياشت کې ګورباچوف د کمونست ګوند د عمومي سرمنشي په توګه وټاکه، په دې توګه رهبرۍ ته يو نوی نسل راپورته شو. د ګورباچوف تر مشرتابه لاندې، په پرتليز ډول ځوانو سمونپالو تيکنوکراتانو، کومو چې د سمونپال مشر «نکيتا خروشيف» په مشرۍ کې د «سټالين مخالفت» د عروج پر مهال په خپلو دندو پيل کړی و، په تېزۍ سره خپل ځواک لا پسې پياوړی کړ، سياسي او اقتصادي ازادۍ ته يې نوې چټکتيا ورکړه او د لويديځ سره د تودو اړيکو او سوداګرۍ لپاره يې نوې انګېزه پيدا کړه.

په لوېديځ محاذ کې، د ولسمشر ريګن ادارې د شوروي اتحاد پر ضد سخت دريځ خپل کړی و. خو د ريګن د نظريې تر مخې، د ريګن ادارې په افغانستان، انګولا، نيکاراګوای او نورو سيمو کې د کمونستانو ضد وسله والو خوځښتونو ته د پوځي ملاتړ په ورکولو پيل وکړ.

د منځنۍ کچې هستوي ځواک تړون (INF) له برياليو مذاکراتو سره يو ځای په ۱۹۸۵-۸۷ز کلونو کې د پام وړ پرمختګ وشو. د ۱۹۸۷ز کال د ديسمبر مياشتې د (INF) تړون چې د ريګن او ګورباچوف له خوا پرې لاسليک شوی و، ټول هستوي او دوديز توغندي له منځه يوړل، تر څنګ يې د دې توغنديو ويشتونکې دستګاوې هم ويجاړې کړې، د کومو د هدف ويشتو اندازه چې ۵۰۰ – ۱۰۰۰ کيلو متره (۳۱۰-۶۲۰ ميله) (چې دا يې لنډه اندازه وه) او ۱۰۰۰ – ۵۵۰۰ کيلو متره (۶۲۰-۳۴۲۰ ميله) (چې دا يې منځنۍ کچه وه) وه. په دې تړون کې هغه توغندي نه و شامل چې له سمندر څخه وېشتل کېدل. د ۱۹۹۱ز کال د مۍ تر مياشتې پورې، په سيمه کې د دواړو خواوو له اړخه شويو څېړنو پايلو وروسته معلومه شوه چې ۲۷۰۰ توغندي له منځه وړل شوي وو.[۱][۲]

د ريګن ادارې همدا راز د سعودي عربستان د تيلو شرکتونه وهڅول چې د تيلو توليد زيات کړي. په دې سره د تيلو په نرخونو کې درې درجې کمښت راغی او تيل د شوروي د صادراتو د مالياتو بنيادي سرچينه وه. د شوروي اتحاد د پخواني ستر جوړښت څخه وروسته، ولسمشر رينګن د سولې پر مهال د متحده ايالاتو د وسله وال پوځ د يو لوی دفاعي جوړښت حکم وکړ؛ شوروي اتحاد د خپل پوځ په جوړولو سره دې ته ځواب ونه وايه، ځکه چې په هېواد کې د ټوليزې کرنې سره يو ځای پوځي لګښتونه او تر څنګ يې هغه مصنوعات چې بې اغېزې پلان يې جوړ شوی و، کولای شول د شوروي پر اقتصاد دروند بوج وګرځي.د ميخايل ګورباچوف له دورې څخه مخکې شوروي  د جمود ښکار او په خرابه حالت کې و چې د سمونونو د بنسټيزو هڅو سره سره يې ونه شول کولای خپل اقتصاد بيا راژوندی کړی. په ۱۹۸۵ز کال کې، رينګن او ګورباچوف د دوی د څلورو سرمشريزو ناستو له ډلې په لومړۍ ليدنه کې سره وکتل، دا د سويټزرلينډ په جينواو کې وه. د سياستونو، حقايقو او نورو په اړوند له بحث کولو وروسته، رينګن ګوباچوف ته بلنه ورکړه چې له هغه سره د سمندر په غاړه يو نژدې کور ته ولاړ شي. دواړو مشرانو په خپل ټاکلي وخت کې په دې کور کې ښې خبرې اترې وکړې، خو له دې خبر سره راووتل چې دوی د دوه نورو (چې ژر د رې نورې شوې) سرمشريزو پروګرام جوړ کړی.[۳][۴]

دويمه سرمشريزه يو کال وروسته د ۱۹۸۶ز کال د اکتوبر په يوولسمه نېټه د ايسلينډ په «يکجاويک» کې تر سره شوه. دا ناسته په اروپا کې د منځني واټن نښه کوونکي بلاسټيک ميزايلو د وسلو د کمولو په اړوند د بحثونو لپاره جوړه شوې وه. دا خبرې په ټوليز ډول د هستوي وسلو د مديريت لپاره يو ستر پرمختګ ته نژدې شوې وې، خو ځکه له ناکامۍ سره مخ شوې چې رينګن د ستراتيژيکې دفاع نوښت وړانديز کړ او ګوباچوف د هغې د منسوخولو وړانديز وکړ. په هر حال، همکارۍ مخ پر وده روانې وې او سره له دې چې دا خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې، بيا هم ګورباچوف په يو اړخیز ډول ځينې ستراتيژيکي وسلې کمې کړې.

د شوروي اتحاد د منحل کېدو لپاره د بنسټ په توګه د ګورباچوف د بيا جوړولو (پيريسټروکا) او پرانيستوالي (ګلاسناسټ) تګلارو نوښتونو په ټوله شوروي نړۍ کې د اغېزو يوه څپه خپره کړه، د کوم په پايله کې چې د پوځي ځواک له کارولو پرته د وارسا تړون پر غړيو هېوادونو د مرکزي واک بيا تر لاسه کول نږدې ناشوني وګرځېدل.

د ۱۹۸۷ز کال د جون په دولسمه نېټه، ريګن ګورباچوف وننګولو چې د برلين د ديوال په نړولو سره له خپلو سمونونو او جمهوريت سره نور هم مخکې ولاړ شي. همدې دېوال ته نژدې د «برانډنبرګ» په دروازه د يوې وينا پر مهال ريګن وويل:

عمومي سرمنشي ګورباچوف، که د سولې په لټه کې یې، که د شوروي اتحاد، مرکزي او سويل-ختيځې اروپا لپاره نېکمرغي غواړې، که د ليپرال کېدو لټون کوې، دې دروازې ته راشه؛ ښاغلی ګوباچوفه، دا دروازه پرانيزه. ښاغلی ګورباچوفه دا ديوال ونړوه.[۵]

کله چې عمر خوړلو کمونست اروپايي مشرانو خپل هېوادونه د «عادي کېدو» په موټي کې ساتلي وو، په شوروي اتحاد کې د ګورباچوف سمون پالو تګلارو له دې حقيقت څخه پرده پورته کړه چې څه ډول د شوروي اتحاد د يو وخت انقلابي کمونست ګوند، د نظام په مرکز کې مړژواندی (د مرګ په حال کې) پروت دی. د تيلو د مخ په ځوړ نرخونو او د وسلې د سيالۍ تر څنګ يې د مرکزي حکومت په واک کې د اقتصاد له امله د عايداتو له کمښت سره مخ شوروي اتحاد  د ۱۹۸۰ز ليسزې په اوږدو کې اړ شو چې د لوېدیځ بانکي سکتور څخه د پام وړ پور واخلي. د شوروي-افغانستان د جګړې په وړاندې مخ په وده عامه ناخوښي او په يوکراين کې د «چرنوبل» پېښې ټولنيزو او سياسي اغېزو د دې تګلارو په عام ملاتړ کې زياتوالی راوست. د ۱۹۸۹ز کال تر پسرلي پورې، شوروي اتحاد نه یواځې دا چې په رسنيو يې ژوندي بحثونه تجربه کړل، بلکې په لومړي ځل يې داسې ټولټاکنې هم تجربه کړې چې ډېر کسان پکې نوماندان وو. په نوی تاريخ کې په لومړي ځل د ازادېدو ځواک له لوېديیځ څخه د ختيځ پر لور د خپرېدو په حال کې و. [۵]

په کمونستي اروپا کې بغاوت خپرېږي[سمول]

د پولنډ د يووالي خوځښت په څېر هغو سازمانونو چې ولسي رېښې يې درلودې، په چټکۍ سره سيمې تر لاسه کړې، په داسې حال کې چې پياوړی ولسي ملاتړ ورسره و. د ۱۹۸۹ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د پولنډ د خلکو جمهوريت له مخالفينو سره مذاکرات پيل کړل، کوم چې د پولنډ ګردي مېز تړون په نوم پېژندل کېږي، همدې تړون د ۱۹۸۹ز کال د جون په مياشت کې د کمونست ضد ګوندونو په ګډون ټولټاکنو ته اجازه ورکړه.

د ۱۹۸۹ز کال د اګست په مياشت کې د اتريش او هنګري تر منځ د «وسپنيزې پردې» (وسپنيزه پرده هغه اصطلاح ده چې په دوه سياسي سيمو د اروپا د وېشلو پولې تشريح کوی) د سرحدي دروازې د لومړي ناڅرګند پرانيستل کېدو څخه وروسته يو ځنځيري غبرګون پيل شو، د کوم په پايله کې چې نور الماني ديموکراتيک جمهوريت وجود نه درلود او ختيځ بلاک مات شو. د پان-اروپايي پکنيک (د هنګري او اتريش پر پوله يو لاريون و) نظريه له « Otto von Habsburg» (د يو تن نوم دی) څخه راغلې وه او موخه يې دا ازمېښت و چې ايا شوروي اتحاد به غبرګون وښيي، که چېرې وسپنيزه پردې دروازه پرانيستل شي. له دې وروسته د پان-اروپايي اتحادیې اتريش د ختيځو المانيانو د تېښتې د امکان له شتون څخه د خبرولو په موخه په هنګري کې د رسالو په مټ اعلانونه خپاره کړل. د برلين د ديوال له جوړېدو راهيسې تر ټولو لوړه کچه ډله ييز اخراج او ختيځ بلاک د هېوادونو د نه غبرګون پايلې ځپل شويو خلکو ته وښوده چې د دوی حکومتونو په بشپړ ډول واک له لاسه ورکړی. له دې وروسته د ختيځ المان ډېرو کډوالو هڅه وکړه چې د هنګري له لارې وتښتي  او کمزورو غبرګونونو وښوده چې کمونستي مشرانو لا زيات واک له لاسه ورکړی و.[۶][۷][۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Lynn E. Davis, "Lessons of the INF Treaty." Foreign Affairs 66.4 (1988): 720–734. in JSTOR
  2. CQ Press (2012). Guide to Congress. SAGE. د کتاب پاڼي 252–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-3532-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gaidar, Yegor. "Public Expectations and Trust towards the Government: Post-Revolution Stabilization and its Discontents". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gaidar, Yegor (2007-10-17). Collapse of an Empire: Lessons for Modern Russia (په روسي ژبه کي). Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي 190–210. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-5-8243-0759-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ (په 2007-06-12 باندې). Reagan's 'tear down this wall' speech turns 20. USA Today.
  6. Michael Frank: Paneuropäisches Picknick – Mit dem Picknickkorb in die Freiheit (German: Pan-European picnic - With the picnic basket to freedom), in: Süddeutsche Zeitung 17 May 2010.
  7. Thomas Roser: DDR-Massenflucht: Ein Picknick hebt die Welt aus den Angeln (German - Mass exodus of the GDR: A picnic clears the world) in: Die Presse 16 August 2018.
  8. „Der 19. August 1989 war ein Test für Gorbatschows“ (German - August 19, 1989 was a test for Gorbachev), in: FAZ 19 August 2009.
  9. Miklós Németh in Interview, Austrian TV - ORF "Report", 25 June 2019