سړه جګړه (۱۹۵۳-۱۹۶۲)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سړه جګړه (۱۹۵۳-۱۹۶۲) په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا د جګړې له پای څخه وروسته په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د توغندیو تر کړکېچ پورې د سړې جګړې د دورې په اړه بحث کوي. د ۱۹۵۳ کال په لومړیو کې د جوزوف ستالین تر مړینې وروسته نویو مشرانو د شوروي اتحاد د «ستالیني لرې کولو» هڅه وکړه چې د ورشو تړون  په غړو او ختيځ بلوک کې د ګډوډیو لامل شوه. که څه هم دا یوازې د جزئي ښو پېښو دوره وه چې د وسلو له یوې سیالۍ سره مل وه او د لږ اندېښنې وړ خو ډېره قیمتي فضايي سیالي هم د دوو زبرځواکو تر منځ پېښه شوه. د سړې جګړې پړاو ته د افریقايي هېوادونو ورزیاتېدل لکه له شوروي اتحاد سره د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت یوځای کېدل په لویدیځ کې د ډېرو ناکراریو لامل شول. [۱][۲]

ایزونهاور او خروشچف[سمول]

کله چې هیري اېس ترومن په ۱۹۵۳ کال کې د متحده ایالاتو د ۳۴م ولسمشر په توګه د ډوایت ډی. اېزونهاور ځای ناستی شو، دیموکراتانو دوه لسیزې د ولسمشرۍ کنټرول له لاسه ورکړ.خو د اېزونهاور په دوره کې د متحده ایالاتو د سړې جګړې سیاست په اساسي توګه بې بدلونه پاتې شو. کله چې په خارجي سیاست کې بشپړه بیاکتنه پیل شوه (چې د سولاریوم پروژې په نوم پېژندل کېږي) ډېری نوې راڅرګندې شوې نظریې (لکه «له کمونیزم څخه بېرته وتل» او د ختيځې اروپا ازادي) د کار نه وړ وبلل شوې. اساسي تمرکز د شوروي کمونیزم پر مخنیوي او همدارنګه د متحده ایالاتو د خارجي سیاست د پراخې تګلارې پر پوهاوی و.    

له ترومن څخه ایزونهاور ته د ولسمشرۍ لېږد له شخصیتي پلوه یو نرم لېږد و (له منځلارۍ/اعتدال څخه محافظه کار ته) په داسې حال کې چې په شوروي اتحاد کې بدلون خورا لوی و. په ۱۹۵۳ کال کې د جوزوف ستالین (چې له ۱۹۲۸ څخه يې د سترې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد مشري وکړه) له مړینې سره ګئورګي مالنکوف د شوروي اتحاد د مشر په توګه ونومول شو. که څه هم دا ټاکنه لنډمهالې وه، ځکه نیکیتا خروشچف ډېر زر د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د لومړي منشي په توګه د مالینکوف ټول صلاحیتونه ورڅخه واخیستل او په‌خپله یې د شوروي اتحاد د کنترول واک واخیست. مالنکوف په ۱۹۵۷ کال کې د خروشچف پر وړاندې یوه نابریالۍ کودتا وکړه او تر هغې وروسته قزاقستان ته ولېږل شو.

خروشچف د ډله‌ییز مشرتابه په ورپسې دوره کې په ورو ورو خپل واک ټینګ کړ. لومړي منشي نیکیتا خروشچف د ۱۹۵۶ کال د فبرورۍ په ۲۵مه د شوروي ګوند د شلکې کنګرې بندې غونډې ته په وینا کې د ستالین د شخصیت پالنې او د ستالین په مشرۍ د ډېرو ترسره شویو ډېرو جرمونو له غندنې سره خپل اورېدونکي حیران کړل. که څه هم د دغې وینا محتویات پټ وو خو بهر ته یې لار وکړه او په پایله کې یې د شوروي متحدانو او هم یې لویديځو څارونکو دواړو ته ټکان ورکړ. خروشچف وروسته د ۱۹۵۸ کال په مارچ کې د شوروي اتحاد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.   [۳]

دغې وینا پر شوروي اتحاد ډېر زیات اغېز کړی و. چې په مرسته یې خروشچف په یوه شېبه کې د خپلو پاتې ستالینیستي سیالانو مشروعیت ترلاسه کړ او د ګوند د لومړي منشي داخلي ځواک يې د پام وړ زیات کړ. خروشچف د محدودیتونو له کموالي، له ځینې مخالفانو څخه د خلاصون او د هغو اقتصادي سیاستونو له پیل سره وڅارل شو چې د سوداګریزو توکو پر ځای يې د ډبرو د سکرو او پولادو پر تولید ټینګار کاوه.

د متحده ایالاتو ستراتیژي: «پراخ کسات» او د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ستر ګواښ منل[سمول]

متضادې موخې[سمول]

کله چې په ۱۹۵۳ کال کې ایزونهاور واک ته دننه شو، دوو متضادو احتمالي موخو ته ژمن و: د شوري د نفوذ له پراختیا سره د مبارزې لپاره د ملي ژمنې ساتل – یا ان زیاتول او د بودیجې د توازن د غوښتنو لپاره د مالیاتو کمول او د انفلاسیون مخنیوی. له دغه ائتلاف څخه راوتلی تر ټولو مهم اصل (پراخ کسات) و، چې د بهرنیو چارو وزیر جان فاسټر ډالس د ۱۹۵۴ کال په لومړیو کې اعلان کړ. ډالس د ترومن د ادارې د ډېر لګښت لرونکو غیراتومي ځمکنيو ځواکونه څخه ډډه وکړه او د متحده ایالاتو د اتومي وسلو او پټو استخباراتو له پراخ بره‌والی  څخه یې کار واخیست، ډالس د ۱۹۵۶ کال د جنوري په ۱۶مه په یوه ژوندۍ مرکه کې دا کړنلاره «د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د ستر ګواښ د منلو» په توګه تعریف کړه: د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د جګړې څنډې ته د شورې اتحاد کول.

اېزونهاور د ترومن له ادارې څخه تقریباً ۴۲ میلیارد ډالره پوځي بودیجه او همدارنګه د (NSC-141) مقاله چې د پوځي لګښتونو لپاره له ۷ څخه تر ۹ میلیارد پورې اضافي ډالرو غوښتونکې وه او د اچسون، هریمن او لاوت په‌واسطه جوړه شوې وه په میراث کې ترلاسه کړل. د خزانې د وزیر جورج هامفري د مشرۍ له تګلارې سره چې د سناتور رابرټ اې. ټافت د فشار په‌واسطه پیاوړې شوې وه او د جمهوري غوښتونکو په کانګرېس کې د لګښتونو کموالي د نوي مالي کال لپاره (چې د ۱۹۵۴ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د پلي کېدو وړ وه) هدفي بویجه ۳۶ میلیون ډالرو ته راټيټه کړه. حال دا چې د کوریا اوربند د سرتېرو د ګومارنې او د پیسو د سپما لار وه، د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه لا هم د بودیجې د زیات‌والي د تمې په فضا کې و. هامفري د ۱۹۵۵ کال په فبرورۍ کې د مالیاتو د کموالي او د متعادلې بودیجې غوښتونکی و او د ۱۲ میلیارد ډالرو د سپما کولو موخه یې لرله (چې نیمايي برخه یې د پوځي لګښتونو له راکمولو څخه ترلاسه کوله).[۴]

که څه هم ولسمشر د دفاع په برخه کې ژور کموالي ته لېوال نه و، خو د متعادلې بودیجې او لږ دفاعي تخصیاتو غوښتونکی و. هغه خپلې کابینې ته وویل «تر هغه وخت چې هغو خلکو ته یو څه په لاس ورکړو چې له لوږې مري، هېڅ‌کله نه شو کولی کمونیزم وڅکو.» اېزونهاور دغې موضوع ته په پام سره د امریکا د فرهنګي دیپلوماسۍ په نوښت په ټوله اروپا کې مالي مرستې ته دوام ورکړ چې «د سرتېرو- د موسیقۍ د سفیرانو» د ارکستر سمفونیک د اووم لښکر په‌واسطه ترسره شوې ننداره په‌کې شامله وه. پر دې سربېره اېزونهاور دا وېره لرله چې «یوه متورمه پوځي-صنعتي مجتمع» (هغه اصطلاح چې نوموړي په‌خپله ترویج کړې وه) به متحده ایالات یا د جګړې او یا د یو ډول «دېکتاتوري واکمنۍ» لوري ته بوزي او یا ان ښایی متحده ایالات دې ته اړ کړي «چې په تر ټوله مناسبه شېبه کې جګړه پیل کړي.»  په نرماندي کې د تر ټولو ستر تاریخي یرغل پخواني قومندان په یوه مناسب وخت کې وویل چې: «خدایه له هغه ملت سره مرسته وکړه چې داسې ولسمشر لري چې د پوځ په اړه دومره هم نه پوهيږي څومره چې زه پوهېږم.»  [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Albert, Melissa (January 21, 2010). "De-Stalinization". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه May 2, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Milestones: 1961–1968 - Office of the Historian". history.state.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Modern History Sourcebook: Nikita S. Khrushchev: The Secret Speech - On the Cult of Personality, 1956". Internet History Sourcebooks. Fordham.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hoopes, p. 193
  5. Dance for Export: Cultural Diplomacy and the Cold War Naima Prevots. Wesleyan University Press, CT. 1998 p. 11 Dwight D. Eisenhower requests funds to present the best American cultural achievements abroad on books.google.com
  6. 7th Army Symphony Chronology - General Palmer authorizes Samuel Adler to found the orchestra in 1952 on 7aso.org
  7. A Dictionary for the Modern Composer, Emily Freeman Brown, Scarecrow Press, Oxford, 2015, p. 311 کينډۍ:ISBN Seventh Army Symphony Orchestra founded by Samuel Adler in 1952 on https://books.google.com
  8. Army - "Musical Ambassadors, Soldiers Too" James I. Kenner. Editor Lt. General Walter L. Weible . Association of the United States Army Vol 9. No. 1 August 1958 p. 60-62 - Seventh Army Symphony Orchestra on https://books.google.com
  9. "7th Army Symphony Draws Praise" Samuel Adler and Army Commendtion Ribbon with Metal Pendant" on 7aso.org
  10. Uncle Sam's Orchestra: Memories of the Seventh Army Orchestra John Canaria, University of Rochester Press 1998 کينډۍ:ISBN Seventh Army Symphony on https://books.google.com
  11. New Music New Allies Amy C. Beal, University of California Press, Berkeley, 2006, P. 49, کينډۍ:ISBN "Seventh Army Symphony Orchestra (1952–1962) performing works by Roy Harris, Morton Gould and Leroy Anderson" on https://books.google.com
  12. Music: Saluting Uncle Sam's Orchestra - Arts and Entertainment Marty Fugate February 24, 2016 "Eisenhower regarded the Seventh Army Orchestra as a major factor in building bridges and healing old wounds" on yourobserver.com
  13. The Juilliard Journal – Faculty Portrait Samuel Adler Biography - on journal.juilliard.edu
  14. LaFeber, p. 513