سپېسيېشن/ د ډولونو رامنځته کېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډولونو رامنځته کېدل یوه تکاملي پروسه ده چې له لارې يې په نفوس کې بېلابېل ډولونه تکامل مومي. د اورېټور اېف کوک (Orator F. Cook) په نوم بیولوژي پوه په ۱۹۰۶ کال کې یاده اصطلاح له کلادوجینیزس (cladogenesis) سره د لينېجېس (lineages) د ټبریز تکامل لپاره رامنځته کړه، چارلېس ډاروین لومړنی کس و چې د ډولونو سرچينې په نوم خپل کتاب کې يې په ۱۸۵۹ کال کې د طبیعي ټاکنې رول د ډولونو په رامنځته کېدو کې تشرېح کړ. هغه همدراز جنسي ټاکنه د یو احتمالي میکانیزم په توګه پېژندلې وه خو دا یې یوه ستونزه زېږوونکې مسئله ګڼلې وه. [۱][۲][۳][۴]

د ډولونو د رامنځته کېدلو اړوند څلور جغرافیايي حالتونه په طبیعت کې شته، چې پر بنسټ یې د ځانګړو ډولونو نفوسونه له يو بل څخه بېل شوي دي، یاد زونونه د الوپاتریک (allopatric) پري پاتريک (peripatric) پاراپاتريک (parapatric) او سېمپاتريک (sympatric) په نوم یاديږي، همداراز ډولونه ښايي په مصنوعي توګه د کرنې، مالدارۍ او یا لابراتواري ازمويښتونو له لارې رامنځته شوي وي. دا موضوع چې جنتیک ډرېفت (genetic drift) د ډولونو په رامنځته کېدلو کې عمده یا جزي لامل دی دوامداره بحثونو ته اړتیا لري.

د سېمپاتریک چټک تکثر د کروموزمونو د پولي پوليېدي (polyploidy) له لارې لکه د کروموزمونو د شمېر دوه چند کېدو سره ترسره کېدی شي، همدا لامل دی چې په چټکتیا سره له خپل پلرني نفوس څخه د تکثر له لارې بېلېږي. که چېرې د تکثري بېل‌والي په واسطه هایبرېډ د طبیعي ټاکنې د خوښې وړ وي. د هایبېرډیزېشن (hybridization ) له څارلو سره نوي ډولونه هم رامنځته کېږي.

تاریخچه او مخینه[سمول]

د ډولونو د سرچنې د تشرېح کولو لپاره دوه کلیدي موضوع ګانې شته:

  1. د ډولونو د رامنځته کېدلو تکاملي ميکانيزم
  2. د ډولونو بېل‌والی او انفرادیت څه ډول ساتل شوی.

د ډولونو د طبیعت معلومولو لپاره د چارلېز ډاروین له وخت راهیسې ډېر تمرکز په لومړۍ موضوع و او اوس  په پراخ ډول په دې توافق شوی چې د نويو ډولونو په رامنځته کېدلو کې اصلي لامل تکثري بېل‌والی يا اېزولېشن (isolation) دی. [۵]

د ډاروین نه حل ‌کېدونکې مسئله: ولې ډولونه شته؟[سمول]

ډاروین د «د ډولونو د سرچینې په هکله» کتاب کې چې په ۱۸۵۹ کال کې خپور شو، بیولوژیکي تکامل د طبیعي ټاکنې له مخې تشرېح کړ، خو په ډولونو کې د ژوندیو موجوداتو د کلستر/راټولولو په برخه کې ګېچ شو. د ډاروین د کتاب شپږمه برخه د تیورۍ د ستونزو په نوم ده او په هغو ستونزو بحث کوي چې دی وروسره مخ شوی. [۶]

لومړی که چېرې ډولونه د ډېرې غیر حساسې ډلبندۍ په ترڅ کې له نورو ډولونو څخه بېل شوي، ولې، په هر ځای کې موږ بې شمېره انتقالي بڼې نه وینو؟ ولې موږ ډولونه په ټول طبیعت کې ښه تعریف شوي وینو ولې د دې پر ځای په مغشوش/ګډوډ حالت کې نه دی؟ د ډولونو د سرچینې په هکله (۱۸۵۹)، شپږم څپرکی

دا ستونزمنه معما د ژوند په فضا کې د انتقالي ډولونود نشتوالي او یا نادروالي په توګه تشرېح کولی شو. [۷]

له لومړۍ سره تړلې بله معما په ورته وخت کې د انتقالي وېرایټیو/ varieties (قومي ډول ډول‌والی) نشتوالي او یا نادروالی دی. ډاروين د طبیعي ټاکنې تيورۍ ته په اشارې سره وایي چې «بې شمېره انتقالي بڼې باید شته وي» او حیران و چې، «ولې يې موږ په بې شمېر ډول د ځمکې پر مخ نه شو موندلی». ضمناً دا په واضح ډول تشرېح شوې چې ځينې مشخص ډولونه په واقعي ډول په طبیعت، وخت او فضا کې شته چې د ډولونو د تولید او ساتنې په برخه کې د طبیعي ټاکنې/انتخاب د ځینو اساسي ځانګړنو رول ښيي. [۸][۹]

د جنسي تکثر اغېزې د ډولونو پر رامنځته کېدو[سمول]

داسې استدلال شوی چې د ډاروین د لومړۍ معما حل په دې حقیقت کې نغښتی چې جنسي تکثر د نادروالي ذاتي بیه لري. د نادروالي بیه په لاندې ډول راپورته شوې. که چېرې د سرچینې په یو پيچومي کې ګڼ شمېر ډولونه په مجزا ډول تکامل ومومي، چې هر یو په هغه پېچومي کې د یوې نرۍ اړیکې په واسطه غوره توافق موندلی وي، هر ډول به له اړتیا سره سم ډېر لږ غړي ولري. په دې شرایطو کې د جوړې موندل ښايي ځينې ستونزې رامنځته کړي، ځکه ډېری ګاونډي غړي له نورو ډولونو سره تړاو لري. په دې شرایطو کې، که چېرې د هر ډول په نفوس کې د یو یا بل ګاونډي ډول په بیه په تصادفي ډول زیاتوالی راشي داسې چې چاپېریال اشباع شوی وي، دا چاره به په لنډ مهال کې د غړو لپاره د جنسي شریک موندل اسانه کړي. د ګاونډیو ډولونو غړي چې په نفوس کې يې کموالی راغلی د جنسي جوړې په موندلو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي په دې اساس د لویو ډولونو په پرتله لږ جوړې رامنځته کوي. دا د یو واورین توپ اغېز لري، چې د لویو ډولونو د ودې په بیه کوچني او نادر ډولونه د انقراض/ورکېدو لور ته بیايي. په پایله کې یوازې څو ډولونه پاتې کېږي، چې هر یو په مشخص ډول له بل سره توپیر لري. د نادروالي بیه نه یوازې د جوړې په موندلو کې د ناکامۍ په بیه پرېوځي بلکې نورې غیرې مستقیمې بیې لکه د ژوند د شریک په لټون  له نورو ټیټو نفوسونو سره د اړیکې جوړولو لګښت هم په کې شامل دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نادروالی له نورو بیو سره هم مل دی، نادرې او غیرې معمولې ځانګړنې ندرتاً ګټورې دي. په ډېری حالتونو کې هغوی یو غیرخاموش ميوټېشن رامنځته کوي چې په مطمین ډول زیان رسوونکی دی. په دې اساس باید جنسي موجودات د نادرو او غیر معمولو ځانګړنو لرونکو (koinophilia) جوړو سره له یوځایوالي څخه ډه‌ډه وکړي. بناً جنسي نفوسونه نادرې فینوټایپي یا چاپېریالي ځانګړنې په چټکتيا سره له لاسه ورکوي، په پایله کې ټولې ښکاره خارجي ځانګړنې کانالایز (canalizing) کوي، لکه څرنګه چې د (African pygmy kingfisher, Ispidina picta) په نوم مرغه د شکل په ضمیمه کې ښودل شوي. دغه انډول د سيمه‌ییز تکثر لارښودونه د یو جنسي ډول په ټولو بالغو غړو، الوتونکو، تي‌لرونکو، خزندګانو، حشراتو او ګڼو نورو ډولونو کې تحریک کړي. چې په هغه کې یو ډول د یو انځور یا جنسي ډای مورفیزم (dimorphism) په دوو مثالونو کې تشريح کولی شو. کله چې په یو نفوس کې د ظاهري پلوه د یاد مرغه د شکل په کچه یوډول‌والی/همموجینېزس (homogeneous) رامنځته شي د نفوس غړي له نورو هغه ډولونو سره چې له ظاهري پلوه له دوی سره توپير لري له یوځای‌والي څخه ډه‌ډه کوي. په دې اساس د نادرو او غیر عادي فینوټايپي ځانګړنو له څرګندیدو څخه د جوړو مخنیوی په جبري ډول د تکثري بېل‌والي لامل کېږي چې د ډولونو د رامنځته کېدلو یوه نښه ده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د دې خلاف په هغه موجوداتو کې چې په غیرجنسي ډول تکثر کوي د نادر‌والي بیه نه‌شته. چې په پایله کې یوازې د ښه تواق په کټه تمامیږي. په دې توګه غیرجنسي اورګانیزمونه په مکرر ډول په خپلو بڼوغالباً په بېلابېلو برخو کې داومداره بدلون ښيي. ډاروین تمه لرله چې تکامل به رامنځته کړي او په ډېر دقیق مورفوفیزس (morphospecies) سره یې طبقه‌بندي او په ډولنو وویشي، چې داچاره خورا ستونزمنه وه.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

موډ/ حالتونه[سمول]

د طبیعي ډولونو ټولې بڼې د تکامل په بهیر کې رامنځته شوې دي، د تنوع په رامنځته کېدلو کې د هر میکانیزم د نسبي ارزښت په اړه بحثونه لا هم دوام لري.  [۲۸]

د ډولونود طبیعي رامنځته کېدلو یوه بېلګه د (three-spined stickleback,) سمندري کباڼو تنوع ده چې د کنګل‌کېدو تر وروستۍ دورې وروسته په سیندونو او جهیلونو کې د خوږو اوبو په نویو کالونیو بدل شوي دي. داسې اټکل کېږي چې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېرو نسلونوکې په سټېکل بېکس (sticklebacks) کې جوړښتي/ساختماني توپيرونه ښودل شوي، چې د کباڼو په بېلابېلو نسلونو کې تر سترګو کېږي، چې په پرونو، د هډوکني پلېټ (bony plates) په شمېر او اندازه کې بدلون، د زامو متغیر جوړښت، او د رنګ توپيرونه پکې شامل دي. [۲۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Berlocher 1998, p. 3
  2. Cook, Orator F. (March 30, 1906). "Factors of species-formation". Science. 23 (587): 506–507. Bibcode:1906Sci....23..506C. doi:10.1126/science.23.587.506. PMID 17789700. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cook, Orator F. (November 1908). "Evolution Without Isolation". The American Naturalist. 42 (503): 727–731. doi:10.1086/279001. S2CID 84565616. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Via, Sara (June 16, 2009). "Natural selection in action during speciation". PNAS. 106 (Suppl 1): 9939–9946. Bibcode:2009PNAS..106.9939V. doi:10.1073/pnas.0901397106. PMC 2702801. PMID 19528641. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mayr 1982, p. 273
  6. Darwin 1859
  7. Sepkoski, David (2012). "1. Darwin's Dilemma: Paleontology, the Fossil Record, and Evolutionary Theory". Rereading the Fossil Record: The Growth of Paleobiology as an Evolutionary Discipline. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 9–50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-74858-0. One of his greatest anxieties was that the "incompleteness" of the fossil record would be used to criticize his theory: that the apparent "gaps" in fossil succession could be cited as negative evidence, at the very least, for his proposal that all organisms have descended by minute and gradual modifications from a common ancestor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Stower, Hannah (2013). "Resolving Darwin's Dilemma". Nature Reviews Genetics. 14 (747): 747. doi:10.1038/nrg3614. S2CID 45302603. The near-simultaneous appearance of most modern animal body plans in the Cambrian explosion suggests a brief interval of rapid phenotypic and genetic evolution, which Darwin believed were too fast to be explained by natural selection. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Darwin 1859
  10. Bernstein, Harris; Byerly, Henry C.; Hopf, Frederic A.; et al. (December 21, 1985). "Sex and the emergence of species". Journal of Theoretical Biology. 117 (4): 665–690. Bibcode:1985JThBi.117..665B. doi:10.1016/S0022-5193(85)80246-0. PMID 4094459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hopf, Frederic A.; Hopf, F. W. (February 1985). "The role of the Allee effect in species packing". Theoretical Population Biology. 27 (1): 27–50. doi:10.1016/0040-5809(85)90014-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bernstein & Bernstein 1991
  13. Michod 1995
  14. Michod 1999
  15. Koeslag, Johan H. (May 10, 1990). "Koinophilia groups sexual creatures into species, promotes stasis, and stabilizes social behaviour". Journal of Theoretical Biology. 144 (1): 15–35. Bibcode:1990JThBi.144...15K. doi:10.1016/s0022-5193(05)80297-8. ISSN 0022-5193. PMID 2200930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Koeslag, Johan H. (December 21, 1995). "On the Engine of Speciation". Journal of Theoretical Biology. 177 (4): 401–409. Bibcode:1995JThBi.177..401K. doi:10.1006/jtbi.1995.0256. ISSN 0022-5193. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Poelstra, Jelmer W.; Vijay, Nagarjun; Bossu, Christen M.; et al. (June 20, 2014). "The genomic landscape underlying phenotypic integrity in the face of gene flow in crows". Science. 344 (6190): 1410–1414. Bibcode:2014Sci...344.1410P. doi:10.1126/science.1253226. PMID 24948738. S2CID 14431499. The Phenotypic Differences between Carrion and Hooded Crows across the Hybridization Zone in Europe are Unlikely to be due to Assortative Mating. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) — Commentary by Mazhuvancherry K. Unnikrishnan and H. S. Akhila
  18. Ridley, Mark. "Speciation - What is the role of reinforcement in speciation?". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Adapted from Evolution (2004), 3rd edition (Malden, MA: Blackwell Publishing), کينډۍ:ISBN.
  19. Maynard Smith 1989, pp. 275–280
  20. Mayr 1988
  21. Williams 1992, p. 118
  22. Bernstein, Harris; Byerly, Henry C.; Hopf, Frederic A.; et al. (December 21, 1985). "Sex and the emergence of species". Journal of Theoretical Biology. 117 (4): 665–690. Bibcode:1985JThBi.117..665B. doi:10.1016/S0022-5193(85)80246-0. PMID 4094459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Koeslag, Johan H. (May 10, 1990). "Koinophilia groups sexual creatures into species, promotes stasis, and stabilizes social behaviour". Journal of Theoretical Biology. 144 (1): 15–35. Bibcode:1990JThBi.144...15K. doi:10.1016/s0022-5193(05)80297-8. ISSN 0022-5193. PMID 2200930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Koeslag, Johan H. (December 21, 1995). "On the Engine of Speciation". Journal of Theoretical Biology. 177 (4): 401–409. Bibcode:1995JThBi.177..401K. doi:10.1006/jtbi.1995.0256. ISSN 0022-5193. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Maynard Smith, John (December 1983). "The Genetics of Stasis and Punctuation" (PDF). Annual Review of Genetics. 17: 11–25. doi:10.1146/annurev.ge.17.120183.000303. PMID 6364957. S2CID 3901837. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Clapham, Tutin & Warburg 1952
  27. Grant 1971
  28. Baker, Jason M. (June 2005). "Adaptive speciation: The role of natural selection in mechanisms of geographic and non-geographic speciation" (PDF). Studies in History and Philosophy of Science Part C: Studies in History and Philosophy of Biological and Biomedical Sciences. 36 (2): 303–326. doi:10.1016/j.shpsc.2005.03.005. PMID 19260194. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Kingsley, David M. (January 2009). "Diversity Revealed: From Atoms to Traits". Scientific American. 300 (1): 52–59. doi:10.1038/scientificamerican0109-52. PMID 19186749. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)