سپین راینو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سپین راینو چې د خپل ډول له مخې د نړۍ له سترو حیواناتو ګڼل کېږي، ډېر کمیاب دي.

د کینیا د ژویو د ساتنو یوه خوندیځای ویلي چې د نړۍ وروستی سپین راینو مړ شوی. د دغه ۴۵ کلن سپین راینو له مرګ وروسته یوازې دوه ښځینه یې ژوندۍ پاتې دي. ډېره هڅه وشوه چې د نسل پاتې کېدو چاره یې وشي، خو داسې ښکاري چې نسل به یې پای ومومي. دغه راینو په کلکه څارل کېده او ساتنه یې کېدله، خو د ډېر عمر او ډول ډول ناروغیو له کبله ومړ. که څه هم ساینسپوهانو هڅه کوله چې له پرمختللو لارو چارو د دوی د نسل د زیاتېدو لپاره هڅې وکړي. د دغه راینو ساتونکو مسوولینو هڅه وکړه پیسې راټولې کړي چې په مصنوعي ډول د دغه راینو نسل زیات کړی شي. خو له دې مخکې چې پیسې راټولې کړی شي، دی مړ شو.


د سوډان نومي دغه سپین راینو دا انځور په ۲۰۱۶ کې اخیستل شوی و کارپوهان وايي د دغه سپین راینو یو کیلو ښکر په ۵۰ زره امریکایي ډالرو پلورل کېده. چې په یوه اټکل له سرو زرو هم ګران دی. د دوی د نسل د ختمېدو یو لوی لامل د دوی غیرقانوني ښکار او د ښکرو پلور و.  [۱]


== سرچینې==  [۱] بي بي سي پښتو