سپینوزیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


سپینوزیزم (چې د سپنیوزاییزم په بڼه هم لیکل کېږي) د باروچ سپینوزا یوګون‌پاله فلسفي سیسټم دی، چې «خدای» د یوه یوګړي ځانتني جوهر په توګه پېژني او هم ماده او هم فکر د هغه ځانګړنې دي.[۱]

سپينوزا، هېنري اولدنبورګ ته په یوه لیک کې لیکي: «د ځینو هغو کسانو په ځواب کې چې انګېري، ګنې زه خدای د طبیعت له لارې (چې د یوې جِرمي یا جسماني مادې په سترګه ورته کتل کېږي) پېژنم، باید ووایم چې د هغوی اټکل خورا ناسم دی». د سپينوزا په اند، زموږ نړۍ (کیهان) د بې‌شمېرو ځانګړنو حالت دی، چې له هغو څخه کولای شو دوه یې ونومېرو: تفکر او غځېدنه. خدای خورا بې‌شمېره نورې ځانګړنې هم لري چې زموږ په اوسنۍ نړۍ کې شتون نه‌لري. د آلماني فیلسوف کارل یاسپرس څرګندونې له مخې، کله چې سپينوزا لیکي، «Deus sive Natura» («خدای که طبیعت»)، هدف یې دا ؤ چې خدای «Natura naturans» (د طبیعت په خلق کولو) کې دی، نه دا چې «Natura naturata» (طبیعت یې پخوا خلق کړی)؛ په دې معنی چې «په عمل کې یو خوځېدونکی طبیعت، په وده او بدلون کې؛ نه یو غیرفعال یا ولاړ څیز». [۲]

بنسټیز عقیدتي اصول[سمول]

لا زیات ټینګار کولای نه‌شو چې څرنګه د سپينوزا پاتې فلسفه – د هغه د ذهن فلسفه، پوهنپوهنه، ساپوهنه، اخلاقي فلسفه، سیاسي فلسفه او د مذهب فلسفه – د «اخلاقو» کتاب په لومړۍ برخه کې، څه ناڅه د مېتافزیکي له اساساتو څخه په مستقیمه توګه اغېزمنه ده. [۳]

سپينوزا د اخلاقو کتاب په لومړیو کې استدلال کوي چې یوازې یو جوهر شتون لري، چې په مطلقه توګه بې‌پایه، خپل-جوړ شوی او ابدي دی. جوهر د بې‌شمېرو ځانګړنو (د عقل پر مټ د اقتباسي جاج یا وږم نومېرنه) او حالتونو (هغه څه چې له ځانګړونو او حالتونو څخه ترلاسه کېږي) د رامنځ‌ته کېدلو لامل ګرځي.

سره له‌دې، باید د بې‌پلوه یوګون‌پال دریځ په یاد ولرو. په داسې حال کې چې د ذهن په ډګر کې د طبیعي نړۍ د وګړو تجربه او فزیکي واقعیت د خدای یوه برخه ده، د بې‌پایه ځانګړنو له منځه یوازې دوه ځانګړنې – تفکر او غځېدنه – دي چې له خدایه پیلېږي.

د کارتیزینیزم سره په ملتیا کې، د هغه فلسفه، د روښانتیا پېر په اوږدو کې د اروپایی فلسفي بحثونو یوه برخه وه. په ځانګړې توګه، سپينوزا د مادې په دوه‌ګوني اصالت، د ارادې او عقل په تړاو د ډیکارت له باور او په ازادې ارادې سکالو کې له ډیکارت سره موافق نه‌ؤ. [۳]

سپینوزیزم کې، له خدای سره د شخصي اړیکې جاج له هغه دریځ څخه راځي چې وګړی د یوه بې‌پایه سره‌تړلي«جوړښټ (اورګانیزم)» یوه برخه ده. سپينوزا استدلال وکړ چې هرڅه له خدای څخه مشتق کېږي، چې له ټولو مخلوقاتو سره په اړیکه کې دی. که څه هم انسانان یوازې تفکر او غځېدنه تجربه کوي، خو هغه څه چې د خلقت یوه اړخ ته پېښېږي، نو پر نورو اړخونو باندې هم اغېزه کوي. په دغه ترتیب سره، سپینوزیزم د جبرپالنې او چاپېریال‌پوهنې (ایکولوجي) یوه بڼه ښیي، او اخلاقو لپاره یې د یوه بنسټ په توګه کاروي.

سربېره پر دې، د سپینوزیزم یو ستر عقیدتي اصل دا دی چې نړۍ، په بنسټیزه توګه، جبرپاله ده. ټول هغه څه چې پېښېږي او یا به پېښېږي، په بله بڼه راڅرګندېدلای نه‌شي. سپينوزا ادعا وکړه چې د پوهې درېیم ډول – حدس – تر ټولو لوړه بڼه ده. په لا ځانګړي ډول، هغه حدس د انسان د عقل داسې یوه وړتیا ګڼي چې د نړۍ په هکله د ترلاسه شوي پوهاوي پر بنسټ، د پوهې په هکله حدس وهلای شي.

جوهر[سمول]

سپينوزا «جوهر» په لاندې ډول تعریفوي:

د جوهر په واسطه پوه شوم چې هغه په خپل نفس کې څه دی او د هغه له لارې څه انګېرل کېدلای شي، یعنې، هغه څه چې مفهوم یې د بل څیز مفهوم ته اړ نه‌دی، چې له هغه څخه باید جوړ شوی وي. (E1D3)[۴]

دا په دې معنی ده چې، په بنسټیزه توګه، جوهر همهغه څه دی چې په هکله یې، بلې مفکورې یا څیز ته له اړیکې ورکونې پرته، فکر کولای شو. د بېلګې په توګه: که چېرې یو کس د یوه ځانګړي څیز په هکله فکر وکړي، هغه د څیز د یوه ډول په توګه په پام کې نیسي، لکه دا چې ووایو، x یوه پیشو ده. له بلې خوا، جوهر باید د هغه خپل نفس له لارې وجاجل شي، پرته له‌دې چې هغه د یوه څیز ځانګړي ډول په توګه وپېژنو؛ ځکه چې دا څیز، ځانګړی نه‌دی.

ځانګړنې[سمول]

سپينوزا «ځانګړنه» داسې تعریفوي:

د ځانګړنې په واسطه پوه شوم چې عقل له جوهر څخه، د هغه د وږم په توګه، څه نومېري. (E1D4)[۵]

له‌دې ځایه کېدای شي پوه شو چې ځانګړنې جوهر سره تړاو لري. له‌دې سره، سره، ان د سپينوزا له مستقیم تعریف څخه هم روښانه نه‌ده چې چې ځانګړنې په واقعیت سره همهغه لارې دي چې جوهر رامنځ‌ته کوي، که ځانګړنې د جوهر د پېژندلو ساده لارې دي، خو نه هغه اړینې لارې چې په واقعیت سره شتون لري. سپينوزا داسې انګېرې چې ګنې د چې د ځانګړنو شمېر بې‌پایه دی، خو دوه ځانګړنې دي چې، د سپينوزا په اند، په هکله یې پوهه درلودلای شو: تفکر او غځېدنه.[۶]

د تفکر ځانګړنه دا ده چې، څنګه کولای شو جوهر له تفکرونو، یعنې د څیزونو جاجېدنو، څخه رامنځ‌ته شوې ښکارندې په توګه وپېژنو. کله چې یو ځانګړی څیز د تفکر ځانګړنې له لارې پېژنو، حالت د یو څیز د مفکورې (یا بلې مفکور، یا یو بل څیز) په توګه نومېرو.

د غځېدنې ځانګړنه دا ده چې، څنګه کولای جوهر، په فزیکي توګه تشیال (مکان) کې په غځېدل شوې بڼه، وپېژنو. دلته د «غځېدل شوې» معنی هغه ځانګړي توکي دي چې تشیال کې خپاره دي. د دغه منطقي پرله‌پسې‌والي په پایله کې، که چېرې جوهر او خدای یوشان وي، د سپينوزا په اند او له دودیز جاج سره په توپیر کې، خدای (د خپل د یوې ځانګړنې په توګه) غځېدنه لري.

حالتونه[سمول]

حالتونه د جوهر ځانګړي بدلونونه – یعنې په نړۍ کې ځانګړي څیزونه – دي. سپينوزا د حالت په هکله لاندې تعریف وړاندې کوي:

د حالت په واسطه، ما د جوهر ښېګڼې وپېژندلې، یا هغه څه چې په بل کې شتون لري او د هغه له لارې د ده په هکله هم جاج کېدلای شي. (E1D5)[۵]

د جوهر (مادې) یوګون‌پالنه[سمول]

په نړۍ کې، یوازې د یوه جوهر (یا، په لا عامیانه ژبه، د څیز یو ډول) شتون په هکله استدلال، د «اخلاقو» د کتاب په لومړیو څوارلس قضیو کې راځي. لاندې قضیه، د جوهر یوګون‌پالنې ته د سپينوزا ژمنه بیانوي:

پرته له خدایه، هېڅ جوهر جاجل شوی نه‌دی، او نه به شي. (E1P14)[۵]

سپينوزا دغه قضیه، په مستقیمه توګه، له ټولو هغو څیزونو څخه چې مخکې تر دې یې ګڼي، تعقیبوي. د سپينوزا یوګون‌پالنه د ډیکارت له دوه‌ګون‌پالنې او د لایبنېتس له کثرت‌پالنې سره په توپیر کې ده. له‌دې امله، سپينوزا د ذهن او جسم د تعامل د څرنګوالي له لاینحلې مسألې څخه، چې ډیکارت ته په «پر لومړۍ فلسفې باندې غور» کتاب کې یو غټ سرخوږی ګرځېدلی دی، ډډه کوي. په ټاکلې توګه، څرنګه غیرمادي ذهن او مادي جسم سره (او برعکس) اړیکه ټینګولای شي؟ حال دا چې په ټوله معنی «جلا» ډلو کې شتون لري.

سرچینې[سمول]

  1. "Baruch Spinoza: God or Nature". Stanford Encyclopedia of Philosophy. (Summer 2020). The Metaphysics Research Lab, Center for the Study of Language and Information, Stanford University. OCLC 643092515. 
  2. Correspondence of Benedict de Spinoza, Wilder Publications (March 26, 2009), کينډۍ:ISBN, letter 73
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Della Rocca, Michael. (2008). Spinoza. Routledge., pg. 33.
  4. Curley, Edwin M. (1985). The Collected Works of Spinoza. Princeton University Press.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Curley, Edwin M. (1985). The Collected Works of Spinoza. Princeton University Press.
  6. Stanford.edu