سپيرونولکټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سپيرونولکټون کيميايي جوړښت

سپيرونولکټون (په انگرېزي: Spironolacton) (سوداگريز نومونه يې الډکټون، نووسپيروټون، الډکټازايډ، سپيرکټين، سپيروټون، وېروسپيرون يا بيرلکټون هم دي) چې په عام توگه د سپيرو په نوم ورته اشاره کېږي، يو مدرر درمل دی او د انټي اندروجن يا اندروجن ضد درمل په توگه هم کارېږي.

دا درمل په مصنوعي توگه په آزمېنتون کې جوړېږي او يو مصنوعي 17-لکټون درمل دی چې د پښتورگي د هورمون الډوسټيرون يو انټاگونيست سيال دی او د پوټاشيم سپمونکو مدررو درملو په ټولگي کې شمېرل کېږي. سپيرونولکټون په اصلي توگه د زړه د سکتې په درملنه کې، د لړمون د ناروغۍ په سبب د رامنځ ته شوي اسايټس په درملنه کې، د لږ-رينين له کبله د لوړ فشار، د هايپوکاليميا يا د پوتاشيم د کمښت، د دويم الډوسټېرونيزم (د ساري په توگه د لړمون د سېروسېز) او د کان ساينډروم (لومړنی الډوسټېرونيزم) په ناروغيو کې کارېږي. په يوازې توگه سپيرونولکټون يو ضعيفه مدرر درمل دی دا ځکه چې دا درمل د پښتورگو د نېفرونونو په ښکتنۍ ټولېدونکو نلکو اغېزه لري، دا د نېفرونونو هغه برخه ده چې په اطراح کېدونکو متيازو کې لږ بدلون راوستلای شي، خو دا درمل بيا د نورو مدررو درملو د يوځای کارېدلو سره اغېزمن ثابتېږي. د لوړ فشار په سلو ناروغانو کې يو کس د الډوسټېرون هورمون لوړه کچه لري چې په دغو کسانو کې د سپيرونولکټون د فشار ضد ځانگړنې د فشار ضد د نورو پېچلو درملو سره يوځای څوک يوځای کولی شي.

د سپيرونولکټون د اندروجن ضد ځانگړنې په سبب دا درمل د هيرسوټيزم يا د ښځو په مخونو د وېښتانو د ليرې کولو او د دانو او بخارونو د ليرې کولو پخاطر د ملهم په توگه هم کارېږي. دا درمل د پولي سيستيک اوېري ساينډروم يا د تخمدان د څوسيستيکي ساينډروم په درملنه کې هم کارېږي.