سټیون سپیلبرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سټیون آلن سپیلبرګ (زوکړه: د ۱۹۴۶ زکال د ډسمبر ۱۸مه) یو امریکايي فلم جوړونکی دی. نوموړی د هالیوډ د نوې معاصرې دورې له مهمو څېرو او د معاصرو ډېرو پلورل شوو فلمونو مخکښ دی چې له سوداګریز پلوه په تاریخي کچه تر ټولو بریالی فلم جوړونکی (ډایرکټر) بلل کېږي. نوموړي د دریو اوسکار جایزو، دوه بفتا جایزو او د امریکايي فلم جوړونکو د څلورو جایزو په ګډون ګڼ شمېر جوایز ترلاسه کړي. له دې سربېره یې په ۱۹۹۵ زکال کې د امریکایي فلمونو د بنسټ د یو عمر لاسته راوړنو جایزه، په ۲۰۰۶ زکال کې د کنډې مرکز جایزه، په ۲۰۰۹ زکال کې د سیسیل بي. ډمیل ګولډن ګلوب جایزه او په ۲۰۱۵ زکال کې یې د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د آزادۍ مډال ترلاسه کړی. د هغه اووه فلمونه د کانګرس د کتابتون له خوا د «مهمو کلتوري، تاریخي او ښکلا پېژندونکو» اثارو په توګه د فلمونو په ملي نوملړ کې ثبت شوي دي. [۱][۲][۳][۴]

سپیلبرګ د اوهایو په سینسیناتي کې وزېږېد او د اریزونا په فینیکس کې را لوی شو. هغه کالیفورنیا ته کډه شو او هلته یې د فلم په برخه کې زده کړې وکړې. نوموړي د نایټ ګالري (Night Gallery) او کولمبو (Columbo) تلویزیوني سریالونو د یو شمېر برخو له ډایرکټري وروسته په ۱۹۷۱ زکال کې د دوئل (Duel) په نامه خپل تلویزیوني فلم جوړ کړ چې وروسته یې د تیاتر نړیوالو صحنو ته لار ومونده. هغه خپل لومړنی سینمايي فلم د شوګر لنډ اکسپرس (۱۹۷۴ زکال) په نامه جوړ کړ او په ۱۹۷۵ زکال کې یې د جاوز (Jaws) په نامه فلم جوړولو وروسته د کورنیو تر منځ شهرت وموند. نوموړي له دې وروسته په بریالۍ توګه خپل لوی باکس آفیس فلمونه د دریم ډول نږدې ټکر (Close Encounters of the Third Kind؛ ۱۹۷۷ زکال)، اي ټي. فراځمکنی موجود(E.T. the Extra-Terrestrial؛ ۱۹۸۲ زکال) او انډیانا جونز (۱۹۸۱زکال) په نومونو جوړ کړل. ټول دغه فلمونه په ۷۰مه او ۸۰مه لسیزه کې له لسو ډېرو پلورل شوو فلمونو څخه و؛ د اي. ټي فراځمکنی موجود او جاوز په نومونو د هغه فلمونه په خپل وخت کې تر ټولو ډیر ګټه کوونکي فلمونه وو. له دې وروسته هغه د بنفش رنګ (The Color Purple؛ ۱۹۸۵ زکال) او د لمر د سترواکۍ (Empire of the Sun؛ ۱۹۸۷ زکال) په نومونو ډرامې وړاندې کړې. [۵]

په ۱۹۹۳ زکال کې سپیلبرګ د باکس آفیس پرله پسې بریالي فلمونه ډایرکټ کړل؛ هغه ته اړوند د ژوراسیک پارک (Jurassic Park) په نامه د علمي تخیلي ټریلر لرونکي فلم په خپرېدو سره دغه فلم د فلمونو په تاریخ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی فلم وګرځېد؛ همدارنګه د شنایډر لېست (Schindler's List) په نامه هلوکاسټ ته اړونده ډارمه یې د تاریخ په اوږدو کې یو له بهترینو فلمونو وبلل شو. نوموړي په ۱۹۹۸ زکال کې دویمې نړیوالې جګړې ته اړوند د رایان سرتېري د ژغورنې (Saving Private Ryan) په نوم فلم او نورو فلمونو له امله د غوره ډایرکټرۍ په برخه کې د اوسکار جایزه ترلاسه کړه. سپیلبرګ په ۲۰۰۰مه لسیزه کې د اې. آی مصنوعي ځیرکتیا (A.I. Artificial Intelligence؛ ۲۰۰۱ زکال)، اقلیت راپور (Minority Report؛ ۲۰۰۲ زکال)او د نړیو د جګړې (War of the Worlds؛ ۲۰۰۵ زکال) په نومونو د علمي تخیلي فلمونو جوړولو ته دوام ورکړ. نوموړي د تینتین د کړکېچ (The Adventures of Tintin؛ ۲۰۱۱ زکال)، لومړۍ شمېره لوبغاړی چمتو (Ready Player One؛ ۲۰۱۸ زکال) په نومونو ماجرایي ژانر ته اړوند فلمونه، د امیسټاډ (Amistad؛ ۱۹۹۷ زکال)، مونیخ (Munich؛ ۲۰۰۵)، جنګي آس (War Horse؛ ۲۰۱۱ زکال)، لینکولن (Lincoln؛ ۲۰۱۲)، د جاسوسانو قلا (Bridge of Spies؛ ۲۰۱۵) او پسټ (The Post؛ ۲۰۱۷ زکال) په نامه تاریخي ژانر لرونکې ډارمې؛ د وسټ سایډ کیسې (West Side Story؛ ۲۰۲۱ زکال) په نامه عاشقانه او د فیبلمن کورنۍ (The Fabelmans؛ ۲۰۲۲ زکال) په نامه نیمه اټوبیوګرافیکي فلمونه؛ ډایرکټ کړي دي.

سپیلبرګ د امبلین انټرټینمېنټ او ډریم ورکس په نومونو د فلم جوړونکو شرکتونو یو له بنسټګرانو څخه و چې ګڼ شمېر بریالي فلمونه او تلویزیوني سریالونه یې تولید کړل. هغه له سندره جوړونکي جان ویلیامز سره اوږد مهاله همکاري لرله او یوازې له پنځو سینمايي فلمونو پرته یې ورسره په ټولو فلمو کې کار کړی. د سپیلبرګ یو شمېر آثار د فلمونو د تاریخ تر ټولو غوره فلمونه بلل کېږي او آن یو شمېر یې د تاریخ په اوږدو کې له هغو فلمونو څخه دي چې له نورو ټولو یې ډېره ګټه لرلې. د پریمیر (Premiere) په نامه فلم یې لامل وګرځېد چې نوموړی په ۲۰۰۳ زکال کې د فلمونو د نړۍ د مخکښو سلو کسانو په کتار کې شامل شي. په ۲۰۱۳ زکال کې د ټایمز مجلې نوموړی د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو په ډله کې یاد کړ او همدارنګه په ۲۰۲۳ زکال کې د نړۍ لومړۍ کس شو چې په متحده ایالاتو کې یې د ټایمز د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو جایزه ترلاسه کړه. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

لومړنی ژوند او مخینه[سمول]

سټیون آلن سپیلبرګ د ۱۹۴۶ زکال د ډسمبر په ۱۸مه د اوهایو په سینسیناتي کې وزېږېد. مور یې، لیا (کورنی نوم یې پوزنر، وروسته آډلر؛ ۱۹۲۰- ۲۰۱۷ زکال) د یوه رسټورانټ څښتنه او په کنسرتونو کې پیانو غږونکې وه؛ پلار یې آرنولډ سپیلبرګ (۱۹۱۷- ۲۰۲۰ زکال) نومېده چې د برق انجینر و او د کمپیوټرونو په پراختیا کې یې ونډه لرله. د هغه نږدې کورنۍ اصلاح غوښتونکې/ارتدوکس یهودي وه. د سپیلبرګ پلرنۍ نیکه او نیا اوکرایني یهودان و؛ انۍ  یې له سودیلکیف سیمې څخه وه چې ربیکا نومېده او مستعار نوم یې چچیک و؛ نیکه یې شاموئل سپیلبرګ د کامیانتس – پودیلسکي اوسېدونکی و. شاموئل په ۱۹۰۶ زکال کې د روسیې په پوځ کې له اجباري خدمت څخه د خلاصون په موخه سینسیناتي ته وتښتېد او په ۱۹۰۸ زکال کې یې خپله کوژدنه ربیکا هم هلته بوتله. سپیلبرګ د آن، سو او نانسي په نومونو درې کوچنۍ خویندې لرلې. په ۱۹۵۲ زکال کې د دوی کورنۍ وروسته له هغه د نیوجرسي، هاډون سیمې ته کډه وکړه چې پلار یې د برېښنايي توکو په آر.سي.اې (RCA) کمپنۍ کې دنده ومونده. سپیلبرګ له ۱۹۵۳ زکال څخه تر ۱۹۵۷ زکال پورې عبري ښوونځي ته ولاړ او هلته یې د البرټ ال. لوئیس په ټولګیو کې ګډون وکړ.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۹۵۷ زکال په لومړیو کې د دوی کورنۍ د اریزونا ،فینېکس ته کډه وکړه. سپیلبرګ د ۱۳ کلنۍ په عمر برمیتصوره یهودي مراسم ترسره کړل. د هغه کورنۍ د یوې کنیسې چارې مخته وړې او پریمانه یهودي ملګري یې لرل. هغه د هولوکاسټ اړوند ویلي چې پلار او مور یې «تل د هغو اړوند خبرې کولې او له همدې امله یې تل زما ذهن بوخت ساتلی». د هغه د پلار له ۱۶ څخه تر ۲۰ پورې خپلوان په هلوکاسټ کې ووژل شول. سپیلبرګ دا ستونزمنه وګڼله چې د هغوی میراث واخلي؛ هغه وویل: «دا هغه څه نه دي چې زه یې په اعتراف خوښ اوسم ... خو هغه مهال چې زه اووه، اته، نهه کلن وم، خدای دې ما وبخښي؛ زه وشرمېدم ځکه چې موږ ارتدوکس یهودان و؛ زه د خپلو والدینو د یهودي چارو له ظاهري درک څخه شرمېدلم. په واقعیت کې زه هېڅکله په خپل یهود توب نه یم شرمېدلې، خو ځینې وختونه به نارامه کېدلم». سپیلبرګ همدارنګه له یهود ترهې څخه رنځېده: «په ښوونځي که به یې زه وهلم ډبولم. دوه ځلې مې په وحشتناکه بڼه پوزه له وینو ډکه شوه». نوموړي د نوې ځوانۍ پر مهال وروسته له هغه له یهودیت څخه فاصله ومونده چې کورنۍ یې څو بېلابېلو ځایونو ته کډه وکړه او هلته به ځان ورته یوازنی یهود ښکارېد.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۱۸][۲۸][۲۲][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. McBride, Joseph (2010). Steven Spielberg: A Biography (په انګرېزي ژبه کي). University Press of Mississippi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781604738377. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. "Top Grossing Director at the Worldwide Box Office". The Numbers. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kreps, Daniel (December 12, 2018). "'Jurassic Park,' 'The Shining,' 'Monterey Pop' Added to National Film Registry". Rolling Stone (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه April 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Complete National Film Registry Listing". Library of Congress. Washington, DC. مؤرشف من الأصل في March 5, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. McBride, Joseph (2010). Steven Spielberg: A Biography (په انګرېزي ژبه کي). University Press of Mississippi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781604738377. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. Caschetto, Maurizio (2022-08-20). "History In The Making: The Spielberg/Williams Collaboration". The Legacy of John Williams (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2021-01-08 باندې). John Williams and Steven Spielberg mark 40 years of collaboration. Los Angeles Times.
  8. "Top Lifetime Grosses". Box Office Mojo. د لاسرسي‌نېټه April 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Full List: The World's 100 Most Influential People". Time (په انګلیسي ژبه کي). 2013-04-18. ISSN 0040-781X. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Drew Barrymore and Ke Huy Quan Celebrate Steven Spielberg's Impact". Time (په انګلیسي ژبه کي). 2023-04-27. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۲۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. McBride 1997، ص. 80.
  12. Moreau, Jordan (August 26, 2020). "Arnold Spielberg, Father of Steven Spielberg, Dies at 103". Variety (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 1, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 17, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Parish 2004، ص. 6.
  14. "Shmuel Spielberg (1873 - 1945)". Geni.com. 27 April 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. McBride 1997، ص. 53.
  16. McBride 1997، ص. 48.
  17. Baxter 1996، ص. 16.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ McBride 1997، ص. 22.
  19. Baxter 1996، ص. 38.
  20. McBride 1997، ص. 35.
  21. Denby, David (January 16, 2017). "Steven Spielberg at Seventy". The New Yorker. مؤرشف من الأصل في May 11, 2018. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Pogrebin 2005، ص. 30.
  23. Jungreis-Wolff, Slovie (August 22, 2015). "Steven Spielberg, E.T. and Growing Up Jewish". Aish HaTorah. مؤرشف من الأصل في May 11, 2018. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 1994-03-27 باندې). Steven Spielberg: 'We Can't Just Sit Back and Hope'. Parade.
  25. Pogrebin 2005، ص. 29.
  26. (په December 12, 1993 باندې). Steven Spielberg Faces the Holocaust. The New York Times.
  27. Reed, J.D. (March 15, 1999). "Steven Spielberg". People. مؤرشف من الأصل في May 11, 2018. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. McBride 1997، ص. 20.
  29. McBride 1997، ص. 36.
  30. Parish 2004، ص. 9.