سټیفن کوؤې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سټيفن ريچارډ کوؤې


سټيفن ريچارډ کوؤې (اکټوبر ۲۴, ۱۹۳۲ – جولای ۱۶, ۲۰۱۲ ) په انگرېزي ژبه(Stephen Richards Covey) يو امریکنی روزنپوه ، د گڼشمېر کتابونو لیکوال او يو سوداگر هم دی . د ده تر ټولو نوموتی کتاب د (د لوړو کارنده اغېزمنو کسانو اووه روږدتياوې) نومېږي .د نوموړي له نورو کتابونو څخه یې يو شمېر لکه (لومړی څیزونه په لومړي سر کې)، (د مشرتابه منځینی چلندلار )، (د کارنده اغېزمنوکورنیو اووه روږدتياوې)، (اتمه ۸ روږدتيا) او (په ما کې مشرتابه ـ څنگه ښؤونځي او په نړۍ کې میندې پلرونه له ځانه لوړتيا شیندې)، (يو ماشوم پخپل وخت). سټيفن ريچارډ کوؤې د ژوند په آخري وخت کې په جان ـ اېم ـ هنټسمېن د سوداگرۍ په ښوونځي کې پروفیسر ؤ . دغه ښوونځی د امریکا د يوټاه ایالت په پوهنتون کې شتون (موقعیت) لري.

مخینه[سمول]

د مخه ټايمز مجلې (Times Magazine) د امريكا د ۲۵ مواغزو(اغېزمنو) خلكو په كتار كې راوستى ؤ. هسې خو يې تر يوه درځنه لا ډېر كتابونه لیکلي خو د سټيون د نامه ستر لامل "د اغېزناکو خلکو اووه خویونه" په نامه كتاب دى. د كتاب كښنې سربېره، سټيفن د مشري (leadership)، انساني پرمختگ، او اغېزمنتيا پر سكالويو (موضوعاتو) گڼشمېر غږیزاو لیدنیز (audio-visual) لوستونه هم خپاره كړي چې د نړۍ په هر گوټ كې ترې کار اخيستل كېږي.

د ”FranklinCovey“ په نامه يې د يوه شركت بنسټ كېښود چې نن هم په نړيواله كچه مسلكي چوپړونه (خدمات) وړاندې كوي. له دې وړاندې نوموړى د ”Covey Leadership Center“ بنسټوال او مشر وو. لنډه دا چې سټيفن ته په درسته نړۍ كې په مشري، كورنيو چارو سمبالښت، ښوونه او روزنه، او د ادارو په بريالي كولو كې د يوه كارپوه په سترگه كتل كېږي.

نيويارك ټايمز (New York Times) ورځپاڼې دغه كتاب ”د اغېزناكو خلكو اووه خويونه“ د شلمې پېړۍ له دوو ډېرو ارزښتناكو كتابونو څخه يو بللى دى. د دې كتاب د پلورل شويو ټوكونو شمېر په ۴۰ ژبو كې تر ۲۵ مليونه اوړي.

سټيفن له هارورډ پوهنتون (Harvard University) څخه ماسټري (MBA) او له بريگم ينگ پوهنتون (Brigham Young University) څخه دوكتورا ترلاسه كړې وه. تر دېرش زيات كلونه يې په زرونو خلك، كورنۍ، او ادارې وروزلې چې په دې كې د حكومتونو مشران او گڼشمېر نړيوال سوداگريز شركتونه هم ول.

سټيفن د ۲۰۱۲ زېږدي كال د جولاى په مياشت كې د امريكا په ايډاهو (Idaho) ولايت كې پر ۷۹ كلنۍ ومړ.

زده کړې[سمول]