سټیفن هاپکینز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سټیفن هاپکینز
(انګلیسي: Stephen Hopkins د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سټیفن هاپکینز
سټیفن هاپکینز

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ مارچ ۱۷۰۷[۱][۲][۳][۴]
مړینه 13 جولای 1785 (78 کاله)[۱][۲][۳][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۶]
قاضي   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سټیفن هاپکینز
سټیفن هاپکینز

سټیفن هاپکینز (۷ مارچ ۱۷۰۷ – ۱۳ جولای ۱۷۸۵ زکال) د متحده ایالاتو له بنسټ ګرو پلرونو، د روډ آیلنډ او پراویډنس کروندو د مستعمرې والي، د روډ ایلنډ د سترې محکمې قاضي القضات او د بریتانوي سوداګرو سره د راکړې ورکړې د بندولو د هوکړې (Continental Association) او همدارنګه د خپلواکۍ د اعلامیې لاسلیک کوونکی و. نوموړی د روډ آیلنډ له مخکښې کورنۍ او د مستعمراتي امریکا په دوران کې د مخکښ سیاستوال ویلیام هاپکینز لمسی و. د هغه نیکه توماس هاپکینز پراوېډنس کروندو ته له لومړیو راغلو کډوالو څخه و چې په ۱۶۳۵ زکال کې د خپل له تره زوی بنډیکټ آرنولډ سره چې د ۱۶۶۳ زکال د سلطنتي منشور له مخې د روډ ایلنډ مستعمرې لومړنی والي شو؛ له انګلستان څخه دلته راکډه شوی و.

هاپکینز په ماشومتوب کې له مطالعې سره ډېره لیوالتیا لرله او د ساینس، ریاضیاتو او ادبیاتو په یو تکړه زده کوونکي واوښت. له هغه نقشه جوړونکی او ستور پوه جوړ شو چې په ۱۷۶۹ زکال کې یې له لمر څخه د زهرې سیارې د تېرېدو په اندازه کولو کې ونډه لرله. په ۲۳ کلنۍ کې نوموړي د روډ ایلنډ ایالت په نوي رامنځته شوي ښار سیچوئت کې د سولې د قاضي په توګه په کار پیل وکړ. ډېر ژر نوموړی د عادي قضایاو د ابتدایي محکمې قاضي شو او په ورته مهال کې یې د سیچوئت ښاري شورا او د هغو د استازو د جرګې د مشر په توګه هم خدمت کاوه. په داسې حال کې چې نوموړی په مدني چارو کې فعال و، خو په خوا کې یې د وسپنۍ د ویلي کولو د یوې فابریکې په ملکیت کې شریک و او یو بریالی سوداګر و چې په ۱۷۵۰ مه لسیزه کې د Sea Captains Carousing in Surinam (په سورینام کې سمندریز قوماندانان) په نامه د جان ګرین ووډ په طنزي نقاشي کې هم انځور شوی و. د ۱۷۴۷ زکال په مۍ میاشت کې هاپکینز د روډ ایلنډ د سترې محکمې قاضي وټاکل شو او د ۱۷۴۹ زکال تر مۍ میاشتې پورې یې هلته خدمت وکړ. په ۱۷۵۱ زکال کې د سترې محکمې دریم قاضي القضات شو او د ۱۷۵۵ زکال تر مۍ میاشتې پورې په دغه ځایګي پاتې شو. نوموړی په ۱۷۵۵ زکال کې د روډ ایلنډ او پراوډینس کروندو د مستعمرې والي وټاکل شو او په راتلونکو ۱۵ کلونو کې یې د ۹ کلونو لپاره په دغه ځایګي کې خدمت وکړ. [۷]

د هاپکنیز په دوره کې د ثابتو پولي واحدونو (نړیوال ریزرفي پولي واحدونه) پر ځای د هماغه وخت د کاغذي پیسو کارول یو له بحث پارونکو سیاسي موضوعاتو څخه وه. د هاپکینز سیاسي سیال ساموئل وارډ د ثابتو پولي واحدونو پلوي و په داسې حال کې چې هاپکینز له خپلو پیسو څه د ګټې اخیستنې ملاتړی و. د دغو دواړو ترمنځ سیالي تر دې حده ورسېدله چې هاپکینز له نوموړي څخه د ۴۰ زره پونډه تاوان غوښتنه وکړه، خو په محکمه کې یې قضیه بایلوده او اړ شو څو د محکمې لګښتونه ورکړي. د ۱۷۶۰ مې لسیزې تر نیمايي پورې د دوی دواړو ترمنځ دغه ستونزه د روډ ایلنډ مستعمرې لپاره په جدي ستونزې واوښته خو د دغې موضوع په درک سره دواړو هڅه وکړه څو له یو بل سره روغه وکړي خو بریالي نه شول. بالاخره دواړو هوکړه وکړه چې د ۱۷۶۸ زکال په ټاکنو کې ځانونه نه نوماندوي او جوزیاس لیندون د روغې کوونکي نوماند په توګه د روډ ایلنډ مستعمرې والي شو.

په ۱۷۷۰ زکال کې هاپکینز یو ځل بیا د سترې محکې مشر/ قاضي القضات شو؛ نوموړي د خپلې دغې دورې په لومړیو کې د ۱۷۷۲ زکال د ګاسپي قضیې په حل کولو کې مهم رول ولوباوه؛ دغه قضیه د بریتانیا د هغې دولتي بېړۍ اړوند وه چې د روډ آیلنډ پارېدلي یوه ډله وګړي ور پورته شول او هغې ته یې اور واچوه. په ۱۷۷۴ زکال کې نوموړي ته په لومړني قاره یي کانګرس کې د روډ ایلنډ له دوه څوکیو یوه ورسېده او یو بل دروند مسئولیت ورته وسپارل شو- بله څوکۍ یې د هغه پخواني سیال ساموئل وارډ ته ورسېده. هاپکینز له دې څخه لا لس کاله وړاندې په ۱۳ مستعمرو کې پراخه شهرت له دې امله موندلی و چې هغه د مستعمراتو د حقونو د ارزونې په نامه خپله رساله خپره کړه او په هغو کې یې د بریتانیا په پارلمان او د هغو په مالیاتي سیسټمونو باندې نیوکه کړې وه.

هاپکینز د ۱۷۷۶ زکال په اوړي کې په داسې حال کې چې د بدن د کمزورتیا له امله یې لاسونه لړزېدل د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک کړه. نوموړي چې د لاسلیک کولو پر مهال یې خپل ښی لاس په چپ لاس نیولی و وه یې ویل، «زما لاس لړزېږي، خو زما زړه نه». نوموړي د ۱۷۷۶ زکال تر سپټمبر میاشت پورې په قاره یي کانګرس کې خدمت وکړ او په پایله کې یې د ناروغۍ له امله استعفا ورکړه. نوموړي د روډ ایلنډ او پراویډنیس کروندو د انګلیسي مستعمرې د کالج (وروسته یې نوم براون پوهنتون شو) مقتدر ملاتړی او د هغو لومړنی رئیس و. هاپکینز په ۱۷۸۵ زکال کې د ۷۸ کلونو په عمر په پراویډنس کې ومړ او د روډ ایلنډ په شمالي هدیره کې خښ کړای شو. هاپکینز د روډ آیلنډ پیاوړی دولتي چارواکی بلل کېږي. په ۱۷۷۴ زکال کې هاپکینز شپږ یا اووه غلامان لرل چې هغه مهال نوموړی د پنځه سلنه مخکښو غلام لرونکو په ډله کې راتله. [۸]

مړینه او میراث[سمول]

د ۱۷۷۶ زکال په سپټمبر میاشت کې هاپکینز د ناروغۍ له امله اړ شو څو له قاره يي کانګرس څخه استعفا وکړي او په روډ آیلنډ کې خپل کور ته ستون شي، خو له ۱۷۷۷ زکال څخه تر ۱۷۷۹ زکال پورې د روډ آیلنډ د عمومي اسمبلۍ فعال غړی پاتې شو. نوموړی د ۱۷۸۵ زکال د جولای په ۱۳ مه نېټه په پراویډنس کې په خپل کور کې ومړ او په شمالي هدیره کې خښ کړای شو. [۹][۱۰]

هاپکینز په ۱۷۵۳ زکال کې د د پراویډنس له خصوصي کتابتون سره مرسته وکړه او همدارنګه د نیوپورټ فلسفي ټولنې غړی و. په روډ آیلنډ کې د هاپکینټون ښار وروسته د هغه په ویاړ د نوموړي په نوم ونومول شو. همدارنګه د متحده ایالاتو هغه لومړنۍ بېړۍ چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې د جرمني بېړۍ غرقه کړه او د ازادۍ بېړۍ بلل کېده د هغه په نوم یا د هاپکینز بېړۍ په نوم ونومول شوه. [۱۱][۱۲][۱۳]

په داسې حال کې چې هاپکینز تر ډېره پورې زده کړې په خپله کړې وې (رسمي زده کړې یې نه لرلې) خو له کشیش جیمز منینګ، ساموئ وارد، جان براون، نیکولاس براون، موزس براون، باپتیست کشیش ایزاک بکس، باپتیست کشیش ساموئل سټیمن او پروتستانت کشیش ازرا سټایلز سره په خوا کې یې د روډ آیلنډ او پراویډنس کرنیز ښار د انګلیسي مستعمرې د کالج  (اوسني براون پوهنتون) جوړونکي مدیره پلاوي د غړي او متولي په توګه اساسي رول ولوباوه. هاپکینز له ۱۷۶۴ زکال څخه تر ۱۷۸۵ زکال پورې د براون پوهنتون رئیس و. د هغه کور یا د والي سټیفن هاپکینز کور په پیل کې د پراویډنس د هاپکینز او سویلي عمومي واټونو په کونج کې موقعیت درلود خو له مړینې وروسته یې دوه ځله ځای تغیر وموند خو دواړه ځله یې ځای په هاپکینز واټ کې و. اوس مهال د هغه کور د هاپکینز په ۱۵ سړک کې موقعیت لري، چې د بنیفېټ واټ په کونج کې د براون پوهنتون د کمپ څنګ ته پروت دی او د متحده ایالاتو یو له تاریخي ودانیو ګڼل کېږي. [۱۱][۱۴]

کشیش ازرا سټایلز د خپلو خاطراتو په کتاب کې د هغه اړوند لیکلي: «زه والي هاپکینز ډېر ښه پېژنم، هغه یو ځیرک، نفوذ لرونکی، له ظرافتونو ډک، ژور حیله ګر، جذاب او مبتکر سړی و...»؛ همدارنګه زیاتوي چې نوموړی «با استقامته او د کلکې ارادې لرونکی او همدارنګه یو باغروره وطن پال» و. هاپکینز د ارنولډ، بیکنل او ساندرسون په ګډون د ګڼ شمېر تاریخ پوهانو له خوا ستایل شوی او ریچمن هغه په ساده ټکو کې د «روډ آیلنډ لوی دولتي چارواکی» بللی. [۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/1043846492 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sj2dnq — subject named as: Stephen Hopkins (politician) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/502 — subject named as: Stephen Hopkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb103993027 — subject named as: Stephen Hopkins — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hopkinss — subject named as: Stephen Hopkins
  6. US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/H000781 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  7. Manual - the State of Rhode Island and Providence Plantations (1891), p. 208-13.
  8. Hopkins, Donald R. (2011). "A Slave Called Saint Jago" (PDF). Rhode Island History Journal. 69 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Find-a-grave 2001.
  10. Rogak, Lisa (2004). Stones and Bones of New England: A Guide to Unusual, Historic, and Otherwise Notable Cemeteries. Globe Pequot. د کتاب پاڼې 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780762730001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gaspee Virtual Archives 2009.
  12. Richman 1905، ص. 334.
  13. Sanderson او Conrad 1846، صص. 143–44.
  14. Charter of Brown University 1945.
  15. Bamberg او Hopkins 2012، ص. 11.
  16. Richman 1905، ص. 161.