Jump to content

سټیریوسکوپي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سټیریوسکوپي (چې د سټیریوسکوپیک یا سټیریو تصویر اخیستنې په نامه هم یادېږي) د دوه‌ سترګیز لید لپاره د سټیریوپسېس په کارونې سره په یوه عکس کې د ژوروالي د تصور یا توهم رامنځته کولو یا لوړولو یو تخنیک دی. د سټیریوسکوپي کلمه له یوناني کلمې στερεός (stereos) څخه چې د پیاوړي یا قوي په معنا ده، او له σκοπέω (skopeō) کلمې څخه چې د کتلو او لیدلو په معنا ده، اخیستل شوې ده. هر سټیریوسکوپي یا درې بعدي عکس د سټیریوګرام په نامه یادېږي. په اصل کې سټیریوګرام د سټیریو عکسونو یوې داسې جوړې ته ویل کېږي چې د سټیریوسکوپ په کارولو سره لیدل کېدای شي.[۱][۲][۳]

ډېری سټیریوسکوپیک مېتودونه د لیدونکي ښۍ او کیڼې سترګې ته په جلا توګه دوه متوازن او برابر یا افسېټ عکسونه وړاندې کوي. دا دوه اړخیز عکسونه بیا په دماغ کې یوځای کېږي تر څو د درې بعدي (3D) ژورتیا احساس ورکړي. دا تخنیک له درې بعدي (3D) ښودونکو سره چې یو انځور په درېیو بشپړو ابعادو کې ښکاروي، متفاوت دی او کتونکي ته دا شونتیا برابروي چې د سر او سترګو د حرکتونو په مرسته د درې اړخیزو شیانو په اړه معلومات زیات کړي.

مخینه

[سمول]

سټیریوسکوپي له ورکړل شویو دوه اړخیزو عکسونو څخه د درې اړخیزې ژورتیا تصور یا توهم رامنځته کوي. د انسان لید د ژورتیا د درک په ګډون یوه پېچلې پروسه ده چې یوازې د سترګو له لارې د اخیستل شویو بصري معلوماتو په ترلاسه کولو سره پیلېږي او په مغز کې زیات پروسس پرې کېږي، ځکه هڅه کوي دغه خام معلومات درک کړي. یو له هغو کارونو څخه چې په مغز کې د هغه څه د تفسیر او تشرېح پر مهال ترسره کیږي چې سترګې یې ګوري، دا دی چې له لیدونکي څخه د شیانو د نسبي فاصلو ارزونه وکړي او د دغو شیانو د ژوروالي ابعاد وارزوي. هغه نښې نښانې چې دماغ یې په یوه لیدل شوې صحنه کې د نسبي واټن او ژورتیا د اندازه کولو لپاره کاروي دا دي:[۴][۵]

  • سټریوپسېس یا د ژوروالي او درې بعدي‌والي درک
  • د سترګو تمرکز یا فوکس
  • له یوه څیز سره د بل څیز تداخل
  • په یوه مشخصه اندازه د یو څیز د بصري زاویې تقابل
  • خطي لید (د موازي څنډو همغږي)
  • عمودي موقعیت (په صحنه کې افق ته نږدې شیان د لرې په څېر لیدل کېږي)
  • پیکه‌والی یا برعکس، اشباع، او رنګ؛ لوی واټن معمولاً له ډېر پیکه‌والي، نه اشباع کېدو او د ابي رنګ په لور له بدلون سره تړلی دی.
  • د جوړښتي ماډل یا الګو د جزئیاتو په اندازه کې بدلون

(له لومړیو دوو نښانو یا اشارو پرته نورې ټولې یې په دودیزو دوه اړخیزو عکسونو کې شته چې انځورګري، عکاسي او تلویزیون یې د بېلګو په توګه یادولی شو.)[۶]

سټیریوسکوپي په یوه عکس، فلم یا نورو دوه بعدي تصویرونو کې هرې سترګې ته د یو څه متفاوت عکس په وړاندې کولو سره د ژورتیا د تصور یا توهم داسې تولید دی چې لومړی دغه نښه یا اشاره (سټریوپسېس) اضافه کوي. دا دوه عکسونه بیا په دماغ کې یوځای کېږي تر څو د ژورتیا درک ورکړي. دا چې په عکس کې د سټیریوسکوپي له‌خوا ټول تولید شوي ټکي پرته له دې چې په اصلي صحنه کې د دوی ژوروالی په پام کې ونیول شي په ورته صفحه باندې تمرکز کوي، نو په دې صورت کې دویمه اشاره یا نښانه، تمرکز یا فوکس تکراري نه دی او له همدې امله د ژورتیا تصور یا توهم نیمګړی دی. همدا راز د سټیریوسکوپي دوې اغېزې شته چې د انسان د لید لپاره غیرطبیعي دي: (۱) د صفحې یا سکرین په مخکې یا یې تر شا د یوه څیز د درک شوي موقعیت او د هغه نور د واقعي سرچینې ترمنځ د توپیر له کبله د همغږۍ (convergence) او تمرکز (accommodation) تر منځ د تطابق نه‌شتون؛ او (۲) د سټیریوسکوپي په ځینو مېتودونو کې د ناسم عکس جلا کولو له امله د سترګو تر منځ ممکن تداخل.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د سټیریو عکاسۍ تخنیکونه

[سمول]

د عمومي اهدافو د سټیریو عکاسۍ لپاره چې هدف په کې د طبیعي انساني لید نقل کول یا تکرار وي او د امکان تر حده د داسې نږدې لید تاثر ورکول وي لکه واقعتً چې همالته حضور ولري، په دې صورت کې به سمه بنسټیزه کرښه یا بېسلاین (د هغه ځای تر منځ واټن چې ښي او کیڼ عکسونه په کې اخیستل کېږي) د سترګو تر منځ له واټن سره ورته وي. کله چې له داسې یوه بېسلاین سره اخیستل شوي عکسونه د لید د یوه داسې مېتود په کارولو سره لیدل کېږي چې هماغه شرایط رانقلوي په کوم کې چې عکس اخیستل شوی وي، نو پایله به یو داسې عکس وي چې هغه ځای ته خورا زیات ورته وي چې عکس په کې اخیستل شوی وي. دا د "اورتو سټیریو" په توګه تشرېح کېدای شي.[۱۲]

له دې سره سره، داسې حالتونه هم شته چې ښايي له اوږده یا لنډ بېسلاین څخه کار په کې اخیستل ګټور وي. هغه فکتورونه چې باید په پام کې ونیول شي د لیدلو کارېدونکی مېتود او د عکس اخیستلو هدف په کې شامل دي. د بېسلاین مفهوم د سټیریوګرافۍ پر نورو څانګو هم پلی کېږي چې سټیریو رسامي یا طراحي او د کمپیوټر په مرسته تولید شوي سټیریو عکسونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو، خو دا بیا د کامرو یا لینزونو د رښتینو فزیکي جلا کولو پرځای د لید غوره شوې نقطه رانغاړي.

د استفادې ځایونه

[سمول]

په داسې حال کې چې سټیریوسکوپیک تصویرونه معمولاً د ساتېرۍ لپاره کارېږي چې سټیریوګرافیک کارتونه، درې بعدي یا D3 فلمونه، D3 تلویزیونونه، سټیریوسکوپي ویډیو ګېمونه، د انګلیف او عکسونو په کارولو سره چاپ، پوسټرونه او د اټوسټروګرامونو کتابونه په کې د یادولو وړ دي؛ خو تر څنګ یې د دې ټکنالوژۍ نور کارځایونه هم شته دي.[۱۳]

هنر

[سمول]

«سلواډور ډالي» په خپله سپړنه کې په بېلابېلو نظري تصوراتو یا توهماتو کې ځینې اغېزناک سټیریوګرامونه رامنځته کړل. په نورو سټیریو هنرمندانو کې د «زو بیلوف»، «کریسټوفر شنبرګر»، «ربیکا هیکیمن»، «ویلیم کینټریج» او «جیم نوټین» نومونه یادولی شو. سور-او-سیان انګلیف سټیریوسکوپي عکسونه هم د لاس په مرسته رنګ شوي یا نقاشي شوي دي.[۱۴][۱۵]

زده‌کړې

[سمول]

په ۱۹مه پېړۍ کې دا درک شوه چې سټریوسکوپي عکسونو خلکو ته دا فرصت برابر کړی چې لرې ځایونه او شیان تجربه کړي، او هم ډېرې داسې سیاحتي ټولګې تولید شوې او داسې کتابونه خپاره شول چې خلکو ته یې دا شونتیا برابره کړه چې د جغرافیې، ساینس، تاریخ او نورو موضوعاتو په اړه زده کړي. دا ډول کارونې یې د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې دوام درلود او «کیسټون ویو» شرکت تر ۱۹۶۰مې لسیزې پورې ځینې کارتونه تولیدول.[۱۶]

فضايي اکتشاف

[سمول]

د مریخ د اکتشاف هغه وسایل یا مریخ مزلي چې په ۲۰۰۳ کال کې د ناسا له‌خوا د مریخ د سطحې سپړلو لپاره فضا ته توغول شوي، په داسې ځانګړو کامرو سمبال دي چې څېړونکو ته د مریخ د سطحې د سټیریوسکوپي انځورونو د کتلو شونتیا برابروي.

دوې هغه کمرې چې د هرې څېړونکې وسیلې یا مریخ مزلي پانکم (Pancam) جوړوي، د ځمکې له سطحې څخه ۱.۵ متره پورته موقعیت لري او له یوې درجې ورودۍ سره د ۳۰ سانتي مترو په واټن کې سره جلا شوي دي. دا داسې جوړه عکسونو ته زمینه برابروي چې له ساینسي پلوه پر داسې ګټورو سټیریوسکوپیک عکسونو بدلېدای شي چې د سټیریوګرامونو، انګلیفونو، یا D3 کمپیوټري عکسونو ته د پروسس شویو په توګه لیدل کېدای شي.[۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. The Logical Approach to Seeing 3D Pictures. www.vision3d.com by Optometrists Network. Retrieved 2009-08-21
  2. στερεός Tufts.edu, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus Digital Library
  3. σκοπέω, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus Digital Library
  4. Flight Simulation, J. M. Rolfe and K. J. Staples, Cambridge University Press, 1986, page 134
  5. Exercises in Three Dimensions: About 3D, Tom Lincoln, 2011
  6. Exercises in Three Dimensions, Tom Lincoln, 2011
  7. Contributions to the Physiology of Vision.—Part the First. On some remarkable, and hitherto unobserved, Phenomena of Binocular Vision. By CHARLES WHEATSTONE, F.R.S., Professor of Experimental Philosophy in King's College, London. Stereoscopy.com
  8. Welling, William. Photography in America, page 23
  9. International Stereoscopic Union, 2006, "Stereoscopy", Numbers 65–72, p.18
  10. Stereo Realist Manual, p. 375.
  11. Stereo Realist Manual, pp. 377–379.
  12. DrT (2008-02-25). "Dr. T". Drt3d.blogspot.com. نه اخيستل شوی 2012-03-04.
  13. Banks, Martin S.; Read, Jenny R.; Allison, Robert S.; Watt, Simon J. (June 2011). "Stereoscopy and the Human Visual System". SMPTE 2nd Annual International Conference on Stereoscopic 3D for Media and Entertainment. New York, NY, USA: IEEE. 121 (4): 2–31. doi:10.5594/M001418. ISBN 9781614829515. PMC 3490636. PMID 23144596.
  14. "Tom Lincoln - Exercises in Three Dimensions".
  15. Horibuchi, S. (1994). Salvador Dalí: the stereo pair artist. In Horibuchi, S. (Ed.), Stereogram (pp.9, pp.42). San Francisco: Cadence Books. ISBN 0-929279-85-9
  16. University of Virginia Archived 2008-12-19 at the Wayback Machine.The Stereoscope in America, accessed 21 March 2009.
  17. "Pancam technical brief" (PDF). Cornell University. نه اخيستل شوی 2006-06-30.
  18. Bartiss, OD MD, Michael (2005-01-25). "Convergence Insufficiency". WebMD. نه اخيستل شوی 2006-06-30.