سټون‌هېنج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سټون هېنج تر تاريخ مخکې یو څلی دی چې د انګلستان وېلتشایر په سالزبري ډاګ کې د امزبري د لویديځ په دوه مایلۍ (۳ کیلومترۍ) کې موقعیت لري. دا د سارسن له ولاړو عمودي ډبرو جوړه یوه خارجي کړۍ ده چې هره یوه ډبره يې شاوخوا ۱۳ فوټه (۴.۰ متر) ارتفاع، ۷ فوڼه (۲.۱ متره) عرض او شاوخوا ۲۵ ټنه وزن لري چې په سر کې د سرطاق افقي ډبرې له یو بل سره نښلولې دي. په منځ کې يې د آبي ډبرو یوه کوچنۍ کړۍ پرته ده. د دغو په داخل کې ازاد تریلیتونونه (درې‌ تیږي) او دوه درانه عمودي سارسنونه دي چې د یو سرطاق په‌واسطه له یو بل سره وصلیږي. د تاریخي څلي ټوله ویجاړه شوې برخه اوړني انقلاب/ راس‌السرطان پر مهال د لمر طرف ته واقع شوې ده. دا ډبرې په انګلستان کې د یو خاورین بند په داخل کې د نیولیتیک او د بروزنزو د زمانې په تر ټولو متراکمو څلیو کې چې څو سووه تومولونه/خاورینې غومبۍ په کې شاملې وي موقعیت لري.[۱]

لرغونپوهان په دې باور دي چې سټون‌هېنج له میلاد څخه مخکې تقریباً ۲۰۰۰-۳۰۰۰ کاله مخکې جوړې شوې دي. په شاوخواوو کې یې دایره شکله خاورینې چاپېرې کرښې او ژور لښتی چې د دغې تاریخي څلي لومړنی پړاو جوړوي له میلاد څخه مخکې په ۳۱۰۰ کاله مخکې وخت پورې اړه لري. د رادیوکاربن تاریخ د وړاندیز له مخې لومړنۍ آبی ډبره له میلاد څخه مخکې ۲۴۰۰-۲۲۰۰ کاله مخکې له میلاد څخه رامنځته شوې ده، که څه هم ممکنه ده چې له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې په دې ځای کې موجوده وي. [۲][۳][۴][۵]

سټون‌هېنج په بریتانیا کې یو له خورا پېژندل شویو ځایونو څخه دی، چې د بریتانیا د فرهنګي نښان په توګه په پام کې نیول کېږي. له ۱۸۸۲ کال څخه کله چې په بریتانیا کې د تاریخي څلیو د ساتنې قانون د لومړي ځل لپاره په بریالیتوب سره تصویب شو، دا څلی د یو مهم تاریخي څلي په توګه په پام کې نیول شوی او ساتنه یې شوې. دا سیمه او شاوخوا برخې یې له ۱۹۸۶ کال راهیسې د یونیسکو د نړیوال میراث په لېست کې ورزیات شول. سټون‌هېنج د بریتانیا د تاج او تخت ملکیت بلل کېږي او د انګلیستان د میراث بنسټ له‌خوا اداره کېږي؛ شاوخوا سیمه یې د طبعي سرچینو د خوندیتوب بنسټ «نشل ټراست» ملیکت ده. داسې بریښي چې سټون‌هېنج د خپل پیدایښت په لومړیو کې هدیره ځای و. په هر حال کله چې د لومړي ځل لپاره د لښتي او د څنډو کیندل پیل شول او د ۵۰۰ نورو کلونو لپاره یې دوام وکړ، د انسانانو د هډوکو زېرمې په‌کې وموندل شوې چې له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې تاریخ پورې اړه لري.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

لغت پېژندنه/ آرپوهنه[سمول]

د اکسفورډ انګلیسي قاموس د لسمې پېړۍ لغت‌نامې الفریک ته اشاره کوي چې په هغه کې هېنج-کلیف د «پاڼ» یا ټیږي په معنا دی. په دې توګه سټېنېنګ یا سټېن‌هېګ «له سالزبري ښار څخه چندان لرې نه» د ۱۱مې پېړۍ لیکوالانو د «هغه ډبرې چې په هوا کې ولاړې دي» په معنا ثبت کړې دي. وېلیم سټوکلي په ۱۷۴۰ کال کې څرګندونه وکړه چې: «ښورېدونکې ډبرې اوس په یورکشایر کې د هېنج په نامه یاديږي... نو زه شک نه لرم چې ساکسون کې د سټون‌هېج معنا ځوړندې ډبرې دي.» د کریسټوفر چیپندیل د «بشپړ سټون‌هېنج» په نوم کتاب کې د سټون‌هېنج د نوم اشتقاق له دوو انګلیسي کلیمو اخلي د پخواني انګلیسي لغت stān  چې د ډبرې په معنا دي او hencg  یا هېنج څخه چې د چپراس په معنا دی (ځکه د سرطاق ډبره له عمودي ډبرو سره چپراس کيږي) او یا له  hen(c)en څخه چې د ځوړندولو یا په دار خېژولو یا د «ځورونې د وسایلو» په معنا دی اخلي، (چیپینديل د خپل کتاب په بل ځای د «ځوړندو ډبرو» د آرپوهنې یادونه کوي). [۱۱][۱۲]

د «هېنج» یوې برخې خپل نوم د هېنج په نوم پېژندل شویو تاریخي څلیو ته ورکړی. لرغونپوهان هېنجونه د هغه خاورینو کارونو په توګه چې په یوه دایره شکله محوطه کې له یو داخلي ژور لښتي سره احاطه شوې وي تعریفوي. لکه څنګه چې ډېر کله د لرغونپوهنې په اصطلاحاتو کې پېښيږي، دا هغه څه دي چې د لرغوپوهانو له خوا استفاده شوي او پاتې شوي.  [۱۳][۱۴]

سټون‌هېنج له معاصروالي سره سره د نیولوتیک دورې د حقیقي هېجونو او ډبریزو کړیو سره له ډېرو اړخونو غیر معموله ده – د مثال په ډول، د ۲۴ فوټه (۷.۳ متر) ارتفاع لرونکی د درې ډبرو (تریلیتونون) موجود سرطاق چې د مورټیس او ټنون (د دوو شیانو د نښلولو طریقه چې په نړیواله کچه د لرګیو او نورو شیانو د یو په بل کې نښلولو لپاره کارول کېږي، ژباړن) مفصلونو په‌واسطه په خپل ځای کې ځای پر ځای شوی، دا څلی بېساری کوي . [۱۵][۱۶]

لومړنۍ تاریخچه[سمول]

مارک پارکر پيرسون د سټون‌هېنج د ریورسایډ پروژې مشر د ډورینګټون په دېوالونو (د هېنج محوطه) کې د مېشتېدو پر مهال، دا وموندله چې سټون‌هېنج د خپل پیدايښت له لومړۍ دورې څخه د خښولو سره اړیکه لري:  

سټون‌هېنج له پیل راهیسې له میلاد څخه مخکې د درېیمې زریزې په منځنۍ برخه کې تر خپل اوج پورې یوه ادیره وه. د مړي د سوځونې او تدفین تاريخ د سټون‌هېنج د سارسون ډبرو پړاو ته ورګرځي چې په احتمالي ډول د ګڼو نورو په څېر له دغه تاریخي څلي څخه د استفادې یوه بله دوره ده او دا څرګندوي چې یاده سیمه تر ډېره د مړیو خاوره وه.  

سټون‌هېنج د رغونې په څو پړاونو کې لږ تر لږه په ۱۵۰۰ کلونو کې بشپړ شوی. په دغه تاریخي څلي او شاوخوا برخو کې یې په لویه کچه د ابادۍ شواهد تر سترګو کېږي چې کېدای شي د منظرې د وخت چوکاټ ۶۵۰۰ کلونو ته وغزوي. د کره تاریخ ټاکل او د فعالیت د بېلابېلو پړاونو پوهاوی د کنګل کېدلو دور د اغېزو له امله په طبعي ګچ کې د طبعي پېښو سره مل ګډوډیو، د حیواناتو د غارونو، لومړنیو تیټ کیفته ثبت شویو کیندنو او د کره تایید شوي علمي تاريخ د نه موجودیت له امله پېچلي دي. نوی پړاو چې ډېری لوغونپوهان ورسره موافق دي لاندې په تفصیل یاد شوی. په متن کې یادې شوې نښې د شمېرې له ترتیب سره د پلان په ښي اړخ کې ښودل شوې دي.

له څلي مخکې (له ميلاد ۸۰۰۰ کاله مخکې)[سمول]

لرغونپوهانو د سیاحتي موټرو د زاړه پارک څنګ ته چې تر ۲۰۱۳ز کال پورې ورڅخه کار اخیستل کېده، د ډبرو په مابین کې څلور يا پنځه لوی غارونه (چې کیدای شي یو یې د ونې له لوېدو څخه پاتې شوی طبعي غار وي) پیدا کړل. دا د جلغوزي ونې ۲ فوټه او ۶ انچ (۰.۷۵ متر) قطر لرونکې ولاړې پایې وې چې په پای کې په سیمه کې ورستې شوې. درې (او احتمالي ډول څلور) پایې په ختيځ – لویدیځه صف‌بندۍ کې چې ښايي مذهبي ارزښت ولري ولاړې وې. د میزولونتیک دورې بله نجومي سیمه د بریتانیا په ابرډین‌شایر کې د وران فېلډ سیمه ده چې په نړۍ کې د تر ټولو لرغونې کالیزې په توګه په پام کې نیول کېږي او هر کال ژمني انقلاب/ راس الجدې ته په کتو سميږي. دې ته ورته سیمې خو لږ وروستۍ په سکانډينیویا کې موندل شوې دي. یو مېشت ځای چې کېدی شي له پایو سره هم‌مهالی وي، په بلېک میډ کې موندل شوی دا یوه حیقي چینه ده چې ټول کال اوبه لري او له سټون‌هېنج څخه یو مایل (۱.۶ کیلو متره) لرې موقعیت لري.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د سالزبري ډاګ هغه وخت ځنګل و، خو ۴۰۰۰ کاله وروسته په لومړني نیولوتیک دور کې خلکو په احاطه شوې منظره کې د رابین هوډ توپ او اوږډ زمبېل (دا دواړه د لرغوني دور د معمارۍ بڼې دي، ژباړن) قبرونو له جوړولو سره سر پټې محوطه رامنځته کړه. له میلاد څخه تقریباً ۳۵۰۰ کاله مخکې کله چې لومړیو کروندګرو د سیمې په پراختیا او د ونو په پاکولو پيل وکړ، په شمالي برخه کې یې له ۲۳۰۰ فوټ (۷۰۰) متر ارتفاع سره یو کورسوس سټون‌هېنج جوړ کړ. ټول نور ډبریز یا د لرګي جوړښتونه ښايي له ميلاد څخه ۴۰۰۰ کاله مخکې وخت سره تړاو ولري. د بلېک ميډ کمپ د لرګیو سکاره چې له سټون‌هېنج څخه څخه ۱.۵ مایله (۲.۴ کیلو متره) او وېسپاسین کمپ ته نږدې موقعیت لري له میلاد څخه ۴۰۰۰ کاله مخکې وخت سره تړاو لري. د باکېنګهام پوهنتون د انساني علومو دڅېړنې مؤسسه په دې باور ده چې سټون‌هېنج د یوې ټولنې له‌خوا رامنځته شوې او یادې ټولنې په یوه څو زریزه دوره کې دلته ژوند کړی او په بالقوه ډول یې دا سیمه «د سټون‌هېنج په منظره کې د تاریخ په یو محوري ځای» بدله کړې. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Young, Christopher; Chadburn, Amanda; Bedu, Isabelle (January 2009). "Stonehenge World Heritage Site Management Plan 2009" (PDF). UNESCO: 20–22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 21 September 2008 باندې). Dig pinpoints Stonehenge origins. BBC.
  3. (په 9 March 2013 باندې). Stonehenge may have been burial site for Stone Age elite, say archaeologists. The Guardian.
  4. (په 9 March 2012 باندې). Stonehenge: new study suggests landmark started life as a graveyard for the 'prehistoric elite'. The Independent.
  5. (په 9 March 2013 باندې). Stonehenge builders travelled from far, say researchers.
  6. "History of Stonehenge". English Heritage. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۶. The monument remained in private ownership until 1918 when Cecil Chubb, a local man who had purchased Stonehenge from the Antrobus family at an auction three years previously, gave it to the nation. Thereafter, the duty to conserve the monument fell to the state, today a role performed on its behalf by English Heritage. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ancient ceremonial landscape of great archaeological and wildlife interest". Stonehenge Landscape. National Trust. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جون ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pitts, Mike (8 August 2008). "Stonehenge: one of our largest excavations draws to a close". British Archaeology (102): 13. ISSN 1357-4442. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 29 May 2008 باندې). Study: Stonehenge was a burial site for centuries.
  10. Scott, Julie; Selwyn, Tom (2010). Thinking Through Tourism. Berg. د کتاب پاڼې 191. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Stonehenge; henge2". Oxford English Dictionary (الطبعة 2). Oxford: Oxford University Press. 1989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Chippindale, C (2004), Stonehenge Complete, London: Thames and Hudson, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-500-28467-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Stonehenge; henge2". Oxford English Dictionary (الطبعة 2). Oxford: Oxford University Press. 1989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. See the English Heritage definition Archived 16 November 2012 at the Wayback Machine..
  15. Anon. "Stonehenge : Wiltshire England What is it?". Megalithic Europe. The Bradshaw Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Alexander, Caroline. "If the Stones Could Speak: Searching for the Meaning of Stonehenge". National Geographic Magazine. National Geographic Society. مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Exon, 30-31; Southern, Patricia, The Story of Stonehenge, Ch. 2 Archived 7 April 2018 at the Wayback Machine., 2012, Amberley Publishing Limited, کينډۍ:ISBN
  18. Exon, 30
  19. V. Gaffney; et al. "Time and a Place: A luni-solar 'time-reckoner' from 8th millennium BC Scotland". Internet Archaeology. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جولای ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The New Discoveries at Blick Mead: the Key to the Stonehenge Landscape". www.buckingham.ac.uk. University of Buckingham. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Professor David Jacques FSA (21 September 2016). "'The Cradle of Stonehenge'? Blick Mead – a Mesolithic Site in the Stonehenge Landscape – Lecture Transcript". www.gresham.ac.uk. Gresham College. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Webb, John (1665). Stone-Henge Restored with Observations on Rules of Architecture. London: Tho. Bassett. د کتاب پاڼې 17. OCLC 650116061. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Charlton, Dr. Walter (1715). The Chorea Gigantum, Or, Stone-Heng Restored to the Danes. London: James Bettenham. د کتاب پاڼې 45. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The New Discoveries at Blick Mead: the Key to the Stonehenge Landscape". University of Buckingham. مؤرشف من الأصل في ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Sarah Knapton (په 19 December 2014 باندې). Stonehenge discovery could rewrite British pre-history. Daily Telegraph.