سټایلیسټیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکلاره، د کاربردي ژبپوهنې یوه څانګه ده چې د هر ډول لیک مطالعه او شرحه او  د یوې ژبې د ژبپوهنې له بڼې سر سم  تکلمي بڼه او آواز تر بحث لاندې راولي، چې په دې ځای کې تکلمي بڼه د یوې ژبې ځانګړی ډول دی چې د بېلابېلو تکلم کوونکو له خوا اویا په بېلابېلو حالاتو کې کارول کېږي. د بېلګې په توګه: مورنۍ یا عمومي ژبه کېدای شي د عادي ملګرو په منځ کې وکارول شي، خو رسمي ژبه چې په کې ګرامر، تلفظ یا لهجه او د مناسبو لغتونو یا کلیمو غوره کول، زیاتره په رسمي لکه مخلیک، کارمخینه، یا هم د دندې  په مرکه کې کارول کېږي.  

لیکلاره، د یوې څانګې په توګه، ادبي انتقاد له ژبپوهنې سره نښلوي. لیکلاره د یوې خپلواکې برخې په توګه نه ګڼل کېږي او د پوهاوي وړ ادب او ژورنالیزم او همدارنګه د ژبپوهنې په پوهه کې کارول کېږي. په لیکلاره کې د څېړنې سرچینې ښایي د لیکنې له اصولي کارونو څخه تر مشهورو متنونو پورې، له اعلاناتو څخه تر خبرونو پورې، غیر خیالي کیسې او د خلکو دود، سیاسي او مذهبي خبرې اترې تر پوښښ لاندې راولي. په ریښتینې توګه، په انتقادي لیکلاره کې د وروستیو لاس ته راوړنو په توګه، څوډوله لیکلاره او منځګړې لیکلاره روښانه شوې ده او د لیکلارپوهانو لپاره غیر ادبي لیکنې ښایي د ادبي لیکنو په څېر خورا په زړه پورې وي. ادبیات په دې ځای کې د مطلق په توګه نه، بلکې د یوې منځګړې کرښې په توګه انګېرل کېږي.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

لیکلاره د فکري څانګې په توګه ښایي د داسې اصولو د رامنځ ته کولو هڅه وکړي چې د ژبې په کارولو کې د وګړو او ټولنیزو ډلو له لوري د ځانګړي ټاکنو، لکه د ادبي تولید او د هنر یا ادب د یوې بڼې منل، د وګړیز هنر څېړنه، د تکلمي ژبې د لهجې او تنوع څېړنه، د ښودولو وړتیا ولري او د خبرو اترو شننې او ادبي نقد په برخو کې وکارول شي.

ساده ژبه ډول ډول ځانګړتیاوې لري. د ډیالوګ، سیمه ییزې لهجې او انفرادي عامه اصلاحات کارول، د عامه لیکلارې ځانګړتیاوې دي. همدارنګه، د جملې اوږدوالی او د ژبې د تنوع کارول یې نورې ځانګړتیاوې دي.

د شلمې پېړۍ لومړي وختونه[سمول]

د ادبي بڼې شننه د کلاسیکو الفاظو مطالعې ته ځي، په داسې حال کې چې عصري لیکلاره د روسیې شکلیاتو په مکتب (روسي فارمالیزم) او د شلمې پیړۍ په پیل کې د پراګ اړوند مکتب کې کې رېښه لري. [۱۱]

چارلس بالي په ۱۹۰۹ ز کال کې، لیکلاره د سوسوریان د ژبپوهنې د څېړنې د بشپړولو لپاره د جلا اکاډمیک ډسپلین په توګه وړاندیز کړه. د بالي لپاره، د سوسور ژبپوهنې په یوازینۍ توګه نه شو کولای، د شخصي بیان ژبه په بشپړه توګه تشرېح کړي. د بالي برنامه د پراګ د ښوونځي له موخو سره سمون لري. [۱۲][۱۳]

د روسي شکلیات پلوو نظریاتو ته په کتو، د پراګ مکتب د غوره والي (برجسته والي) پر بنسټ جوړ شوی، چې په کې داسې انګېرل کېږي چې د انحراف په واسطه (د ورځنۍ ژبې له نورمونو څخه) د شاعرۍ ژبه د غیر ادبي پوښلې ژبې یا تشابه څخه جلا ګڼل کېږي. خو د پراګ ښوونځي له لیدلوري، دا پوښلې ژبه ثابته نه ده، او د شاعرۍ او ورځني ژبې ترمنځ اړیکه تل د بدلون په حال کې ده. [۱۴][۱۵]

د شلمې پېړۍ وروستي وختونه[سمول]

رومن جاکوبسن په ۱۹۴۰ ز کلونو کې امریکا ته له کډوالی وړاندې د روسیې د شکلیاتو او د پراګ مکتب فعال غړی و. نوموړي په ۱۹۵۸ ز کال کې د انډیانا پوهنتون د لیکلارې د کنفرانس په پای کې په خپله وروستۍ وینا کې د روسیې شکلیاتو او د امریکا نوې نیوکه له یو بل سره و نښلولې. د جکسن لیکچر چې په ۱۹۶۰ ز کال کې د ژبپوهنې او شعر پوهنې په نوم خپور شوی، زیاتره د لیکلارې لومړی منسجم جوړښت بلل کېږي او د نوموړي استدلال دا و چې د شاعري ژبې څېړنه باید د ژبپوهنې یوه فرعي څانګه وي. د ژبې له شپږو عمومي دندو څخه یوه دنده شاعرانه دنده وه چې نوموړي په لیکچر کې بیان کړه. [۱۶][۱۷]

مایکل هالیډې د بریتانوي لیکلارې په پراختیا کې برلاسې څېره ګڼل کېږي. د ژبپوهنې دندې او ادبي بڼه: د ویلیم ګولډینګ د واریثونو د ژبې یوه څېړنه تر نامه لاندې د نوموړي د ۱۹۱۷ ز کال څېړنه یوه بنسټیزه مقاله ده. د هالیډې یوه ونډه د تنوع (راجستر) د اصطلاح کاورل دي چې د ژبې او د هغې د اصطلاحاتو ترمنځ اړیکې تشرېح کوي. د هالیډی له اړخه راجستر (تنوع) له لهجې څخه جلا مفهوم دی. لهجه په یوه ځانګړي جغرافیه یا ټولنیز چاپېریال کې د یوه ځانګړي کاروونکي عادتي ژبې ته اشاره کوي. تنوع (راجستر) د کارونکي له لوري ترسره شوې ټاکنې تشرېح کوي، هغه ټاکنې چې په درېیو متحولینو پورې اړه لري: ساحه ("ګډون کوونکي ... په حقیقت کې څه کوي"، د بېلګې په توګه: د یوې ځانګړې خبرې یا موضوع په اړه بحث کول)، ګډونوال (څوک چې په بحث کې برخه اخلي) او حالت (هغه کارونه چې ژبه په کې کارول کېږي). [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

فولر څرګندوي چې: بېلابېلې څانګې، په ښکاره ډول د لغتونو په برخه کې، ډول ډول ژبې منځ ته راوړي (فولر. ۱۹۹۶، ۱۹۹۲ ز کلونه) ژبپوه ډېوېډ کریسټال وایي چې: د هالیډې 'ګډونوال' د بڼې لپاره نږدې مشابه اصطلاح ده چې ډېر مشخص بدیل دی چې د ژبپوهانو له لوري د ابهام لرې کولو لپاره کارول کېږي (کریسټال. ۱۹۸۵، ۱۹۹۲ ز کلونه). د هالیډې درېیمه ډلبندي چې د حالت په نوم یادېږي، هغه څه دي چې نوموړی یې د حالت سمبولیک ترتیب په توګه ګڼي. ډاونس د حالت په ډلبندۍ کې دوه جلا اړخونه پېژني او وړاندیز کوي چې دا نه یوازې له وسیلي سره: لیکل شوې، تکلمي او داسې نورو سره اړیکه تشرېح کوي، بلکې د متن بڼه هم بیانوي (ډوانس. ۱۹۹۸، ۱۹۱۶ز کلونه). هالیډې بڼې ته د یو له وړاندې رمزشوې ژبې په توګه اشاره کوي، داسې ژبه چې په معمول ‌ډول مخکې نه وي کارول شوې، خو داسې ژبه چې د متني مفاهیمو ټاکنه یې مخکې له مخکې کړې وي. ژبپوه ویلیم ډاونس څرګندوي چې د تنوع اصلي ځانګړنه، مهمه نه ده چې څومره عجیبه یا متنوع وي، دا ده چې ښکاره او سملاسي د پیژندلو وړ ده (ډوانس. ۱۹۹۸، ۳۰۹).

ادبي لیکلاره[سمول]

د کیمبرج د ژبې په پوهندغوڼډ کې، کریسټال مشاهده کوي چې په عمل کې، زیاتره لیکلارهایز تحلیل هڅه کوي چې په ادب کې، یعنې په "ادبي لیکلاره" کې، پېچلې او ارزښتناکه ژبه تر بحث لاندې راولي. نوموړی زياتوي چې: په دې ډول تجربه کې کله ناکله د ادبي ژبې پر اساسي ځانګړتياوو باندې د تمرکز لپاره ساحه محدودېږي، د بېلګې په توګه: د هغې "انحراف" او غير معمولي ځانګړتياوې تر تمرکز لاندې راځي، نه د هغې پراخ جوړښتونه چې په ټولو متنونو او خبرو اترو کې تر سترګو کېږي. د نمونې په توګه: د شعر جامع ژبه د نندارو او ناولونو د ژبې په پرتله د خپل جوړښت رازونه په پراخه کچه لیکلارهپوهانو ته په ډاګه کوي (کریسټال. ۱۹۸۷، ۱۷).  

شاعري[سمول]

د ژبې د دودیزو بڼو تر څنګ غیر دودیزې بڼې شته، چې تر ټولو څرګنده بېلګه یې شعر دی. په عملي لیکلاره کې، اچ جي ویډوسن د ډبر لیک (د ګور لیکنه) دودیزه بڼه، چې په هدیرو کې د ګور په ډبرو کې موندل کېږي، تر څېړنې لاندې نیسي. د بېلګې په توګه:

د هغه یاد نن راته ګران دی

په هغه سات کې یې چې پټې سترګې له نړۍ کړې

(ایرنست سي. ډراپر «ارن». په ۳۸. ۱ . ۴ کې مړ شو)

(وېډوسن. ۱۹۹۲، ۶)

ویډوسن وایي چې: دا ډول احساسات زیاتره ډېر په زړه پوري نه دي او وړاندیز کوي چې، دوی ان د بې خونده لفظي حکاکۍ (توږنې) او بې خونده لفظي اله ګولې په توګه رد کېدای شي (ویډوسن، ۳). د دې تر څنګ، ویډوسن مني چې دا د انسان د له لاسه ورکولو د احساساتو د بیانولو او د یو ګران ملګري یا د کورنۍ د غړي د زړه راښکوونکو یادونو د ساتلو لپاره خورا ریښتینې هڅه ده، خو هغه څه چې په دې ژبه کې د شاعرۍ په توګه موندل کېدای شي، د فورمولوژیکي عباراتو په بڼه کې نه وي، خو بیا هم نظر ځای ته توپیر لري. دې کرښې ته ښايي، د هغه د غمیز حالت له امله چې په هغه کې ځای په ځای شوې، غیر ضروري درناوی ورکړل شي. ویډوسن وړاندیز کوي چې په هدیره کې په ډبرو د کلیمو د ټولګو برعکس، شعر غیرعادي ژبه ده چې د بین المتني مفاهیمو پر مټ وړاندې کېږي (ویډوسن. ۱۹۹۳، ۴).

د شعر د لیکلارهایز تحلیل سره دوه ستونزې، د ادبي متن: د نقدي تګلارو څېړنه، ترنامه لاندې اثر کې د پي ام ویتریل له لوري په ګوته شوې دي. لومړی دا چې، کېدای شي د یوې ځانګړې ځانګړتیا سره له حده زیات تمایل وي چې کېدای شي د نورو اهمیت کم کړي چې په ورته وخت کې ارزښتناکه دي. (ویتریل. ۱۹۷۴، ۱۳۳) دویم دا چې، هر ډول هڅه چې متن په ساده توګه د لیکلارې د عناصرو ټولګه وګڼل شي، د نورو هغو لارو د له پامه غورځولو لامل کېږي او معنا منځ ته راوړي (ویتریل. ۱۹۷۴، ۱۳۳).

تضمن[سمول]

د ادبي کارولو پوهنې څخه په 'شاعرانه اغېز' کې، ژبپوه اډرین پیلکینګټن د "تضمن" مفهوم شني، لکه څنګه چې د ډان سپیربر او ډیډري ویلسن په تېرو کارونو کې څېړل شوی و. تضمن په دوو برخو وېشل کېږي: 'ځواکمن' او 'کمزوری'، خو بیا هم د دوو برخو تر منځ یو شمېر نور بدیلونه شته. تر ټولو ځواکمن تضمن هغه څه دي چې د ویناوال یا لیکوال له لوري په ټینګار سره وکارول شي، په داسې حال کې چې کمزوری تضمن، د معنا هغه پراخ امکانات دي چې اوریدونکی یا لوستونکی ترې پایله واخیستل شي.  

د پیلکینګټن "شاعرانه اغېزې"، لکه څنګه چې هغه دې مفهوم ته اصطلاح ورکړې ده، هغه څه دي چې د ډېر کمزوري تضمن له لارې پراخ مطابقت ترلاسه کړي، نه هغه مفاهیم چې د اورېدونکي یا لوستونکي له لوري په ساده ډول لوستل کېږي. بیا هم د توپیر وړشېبه چې په کې کمزوری تضمن او د اوریدونکي یا لوستونکي د معنا ګمان توپیر کوي، ډېر ذهني پاتې کېږي. لکه څنګه چې پیلکینګټن وايي: ' د هغو انګیرنو چې ویناوال یي وړاندې کوي او د هغو انګېرنو چې د اورېدونکي څخه را منځ ته کېږي، تر منځ چې هېڅ روښانه د توپیر ټکی نشته (پیلکینګټن. ۱۹۹۱، ۵۳). د دې ترڅنګ، د شاعرۍ لیکلارې ځانګړتیاوې د شعر د معنا په پوهېدو کې د پیلکینګټن د شاعرانه اغېزو سره د مرسته کوونکو په توګه انګېرل کېږي.

زمانه[سمول]

ویډوسن وایي چې د سامویل ټیلر کولریج په شعر کې چې "د لرغوني ماڼو نظم" (۱۷۹۸ز کال) تر عنوان لاندې دی، د ماڼو د ناڅاپه څرګندتیا راز د زمانې د ځانګړې کارونې له لارې ساتل شوی دی (ویډوسن. ۱۹۹۲، ۴۰). د بېلګې په توګه: ماڼو په حال زمانه کې د واده مېلمه په خپل "‌ډنګر لاس" سره "نیسي"، خو په تېره زمانه کې یې خوشی کوي ('... د هغه لاسونه نوموړی پرېږدي') او چې دا ځل په خپلو رڼو سترګو هغه یوازې نیسي، په حال زمانه کې راوړل شوی دی. (ویډوسن. ۱۹۹۲، ۱۴)

د شاعرۍ ماهیت  [سمول]

ویډوسن ویني چې کله چې د شعر محتوا لنډیز کېږي، ډېری وختونه خورا عمومي او غیر اغېزناکه مشاهدو ته اشاره کوي، لکه 'طبیعت ښکلی دی؛ مینه لویه ده؛ ژوند یوازې دی؛ وخت تېرېږي، او داسې نور (ویډوسن، ۱۹۹۲، ۹). خو چې ووایو:

له په شګو د پوښلي ساحل په لور څپې

په چټکۍ سره زموږ شېبې د پای په لوری تېرېږي

ویلیام شېکسپیر، ۶۰

یا، په حقیقت کې

مینه، ټوله یو رنګ، نه فصل پېژنې نه لوړې

نه د وخت شېبې، نه ګړۍ، نه ورځې او نه میاشتې

جان دون، د لمر ختل، اشعار (۱۶۳۳)

دا ژبه لوستونکي ته د آشنا موضوعاتو په اړه یو نوی لید وړاندې کوي او موږ ته اجازه راکوي چې د شخصي یا ټولنیز حالت پرته چې له موږ سره په غیر ارادي توګه تړاو لري، د هغو په اړه فکر وکړو. (ویډوسن. ۱۹۹۲، ۹). نو که څه هم لوستونکی د "مینې"، "زړه" او "روح" په څېر ورته ستومانه کلیمې او مبهم اصطلاحات وکاروي، چې د انسان په تجره دلالت وکړي، خو په یو نوي مفهوم کې د دې کلیماتو ځای په ځای کول شاعر ته دا وړتیا ورکوي چې د بشریت استازیتوب وکړي او ریښتینولي وړاندې کړي. دا په خپل وار سره، لیکلاره ده، او د ویډوسن په وینا، دا د شاعرۍ ماهیت دی (ویډوسن. ۱۹۹۲، ۷۶).  

سرچينې[سمول]

  1. Widdowson, H.G. 1975. Stylistics and the teaching of literature. Longman: London. کينډۍ:ISBN
  2. Simpson, Paul. 2004. Stylistics : A resource book for students. Routledge p. 2: "Stylistics is a method of textual interpretation in which primacy of place is assigned to language".
  3. Attenborough, F. (2014). "Rape is rape (except when it's not): the media, recontextualisation and violence against women Archived 2020-05-05 at the Wayback Machine.". Journal of Language Aggression and Conflict. 2(2): 183-203.
  4. Davies, M. (2007) The attraction of opposites: the ideological function of conventional and created oppositions in the construction of in-groups and out-groups in news texts, in L. Jeffries, D. McIntyre, D. Bousfield (eds.) Stylistics and Social Cognition. Amsterdam: Rodopi.
  5. Simpson, Paul. 2004. Stylistics: A resource book for students. Routledge p. 3: "The preferred object of study in stylistics is literature, whether that be institutionally sanctioned 'literature' as high art or more popular 'non-canonical' forms of writing.".
  6. Jeffries, L. (2010) Critical Stylistics. Basingstoke: Palgrave.
  7. Montoro, R. (2006) Analysting literature through films, in G. Watson, S. Zyngier (eds.) Literature and Stylistics for Language Learners: Theory and Practice. Basingstoke: Palgrave, pp. 48-59.
  8. Attenborough, F. (2014) Jokes, pranks, blondes and banter: recontextualising sexism in the British print press, Journal of Gender Studies, 23(2): 137-154.
  9. Jeffries, L., McIntyre, D. (2010) Stylistics. Cambridge: Cambridge University Press, p. 2.
  10. Carter, R., Nash, W. (1990) Seeing through Language: a guide to styles of English writing. Oxford: Blackwell.
  11. Lesley Jeffries, Daniel McIntyre, Stylistics, Cambridge University Press, 2010, p 1. کينډۍ:ISBN
  12. , Talbot J. Taylor, Mutual Misunderstanding: Scepticism and the Theorizing of Language and Interpretation, Duke University Press, 1992, p 91. کينډۍ:ISBN
  13. Ulrich Ammon, Status and Function of Languages and Language Varieties, Walter de Gruyter, 1989, p 518. کينډۍ:ISBN
  14. Katie Wales, A Dictionary of Stylistics, Pearson Education, 2001, p 315. کينډۍ:ISBN
  15. Rob Pope, The English Studies Book: an Introduction to Language, Literature and Culture, Routledge, 2002, p 88. کينډۍ:ISBN
  16. Richard Bradford, A Linguistic History of English Poetry, Routledge, 1993, p 8. کينډۍ:ISBN
  17. Nikolas Coupland, Style: Language Variation and Identity, Cambridge University Press, 2007, p 10. کينډۍ:ISBN
  18. Raman Selden, The Cambridge History of Literary Criticism: From Formalism to Poststructuralism, Cambridge University Press, 1989, p83. کينډۍ:ISBN
  19. Paul Simpson, Stylistics: a Resource Book for Students, Routledge, 2004, p75. کينډۍ:ISBN
  20. Helen Leckie-Tarry, Language and Context: a Functional Linguistic Theory of Register, Continuum International Publishing Group, 1995, p6. کينډۍ:ISBN
  21. Nikolas Coupland, Style: Language Variation and Identity, Cambridge University Press, 2007, p 12. کينډۍ:ISBN
  22. Christopher S. Butler, Structure and Function: a Guide to Three Major Structural-Functional Theories, John Benjamins Publishing Company, 2003, p 373. کينډۍ:ISBN