سي ټي سکن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کمپيو ټري عکس اخيستنه Computerized Tomography Tomography ددوه يوناني کليموڅخه جوړه شوې چې Tomosپه معنا دبرخې ياټوټې او graphy په معنا دفلم يادکاغذپرمخ د يو عکس رسمول ياگراف کول دي. يا په بل عبارت د ټوټې ، ټوټې عکس ياتصوير څخه يوواضيح عکس جوړول عبارت له Tomography يا C.T. scan څخه دى . يادتومورونودمحاسبې اودکاغذيابلې صفحې پرمخ ښودلو ته وايې. سي ټي سکېن دستگاه له درې برخوڅخه جوړه شوي ده چې يو الکترونيکې ميز دوهم دايکسرى تيوب اودريم پخپله کمپيوټر چې ناروغ په الکترونيکې ميزباند ي ځاى پرځاى کېږي اوبيا دايکسرى تيوب ته وردننه چې دتيوب څخه په ګڼ شمير کې وړانګې دناروغ په جسم باندې لګېږي اودجسم څخه تيرېږي اودڅرګندونکې ديکتور پواسطه نوموړي وړانګې راجمع کېږي اوکمپيوټرته ليږل کېږي چې مونږکولاى شوپه کمپيو ټرکې ددغه وړانګوڅخه يوعکس جوړکړوچې ددغه عکس څخه مونږکولاى شوچې دناروغ صحيح تشخيص وکړو. سي ټي سکېن پيژندنه Introductiono of C.T. csan

1 سي ټي سکېن يوډول مخصوص ايکسرى X-ray معاينه ده اوکمپيوټرپه مرسته دداخلي جوړښتونوعرضي مقطع عکس اخيستل کېږي چې دغه عکسونه د Rediologest يا ايکسرى دتشخيص پوها نولخوا اخيستل کېږي،چې ددغه معاينا تو ترسره کولوسره دناروغ ناروغي په اسانۍ سره په ګوته کولاى شي چې وروسته بيا نوموړى ناروغ ترتداوۍ لاندې نيسې . لومړى سي ټي سکېن ماشين کوم چې په 1972) ( م کال کې جوړشوى و يواځي دجسم ديوې برخې عکس داخستلو توان يې لرلو اوهغه عکس به دواحدې برخې عکس په نوم به ياديده خوپه (1980)م کال کې دسي ټي سکېن په تخنيک کې نورپر مختګ وشو او دا سې ماشين منځته راغلو چې هغه به دمر يض دجسم څخه چارچاپيره حرکت کولو او دډېرو برخوعکسونه به يې اخيستل چه ددغه ما شين په مرسته به د ناروغ گرد چاپيره ټوله معا ينه کېد له اودا سې معا ينې ته گردچا پيره معاينه ويل کېده . C.T.scan په پراخه پيمانه ددما غو ،ورمېږ، دملا تير، سينې اوغټوهډ وکواو دبدن دنو رو برخو دنا روغۍ د معلومولولپاره ورڅخه ګټه اخيستل کېږي . C.T.scan دطب په ډ ګرکې يوپه زړه پورې اوانقلابي بدلون رامنځته کړى ځکه چې د سي ټي سکېن په مرسته ډاکټرپه اسانۍ سره هغه ناروغيو نه چې مر يض پخوا پدې اخته وواو يادعمليا تو يا دکو مې برخې دلرې کولو په نتيجه کې رامنځته شوي وي. C.T.scan عمليه دناروغ لپاره اسانه اوتکليف نه رسونکې ده سي ټي سکېن عکسو نه دداخلي غړومعلومات په ډېرتفصيل او وضا حت وړاندې کوي. دسي ټي سکېن تاريخچه History of C.T.scan دطب په برخه کې د ډېرې پخوا زمانې څخه ډېرې پرمختللې اوحسا سې تخنيکې آلې موجودې وې چې دډېرو پټو اونازکوناروغيو دتشخيص لپا ره ورڅخه کاراخيستل کېده خو ولې ددغوآلو باوجود بيا هم داسې ناروغي شتون لري چې ددغو په واسطه يې تشخيص ناممکن ؤددغې ستونزې په نظرکې نيولو سره دنړۍ سا ينس پو ها ن پدې لټه کې شول چې داسې يوه تخنيکي اله رامنځته کړي ترڅو هغه ناروغۍ چې موجوده الې دتشخيص څخه عاجزې دي کشف او معلوم کړي . چې د لومړي ځل لپاره په (1972 (م کال کې دبرتانوي سا ينس پوه G.N Hounsfield) ( لخوا دC.T.scan اصل رامنځته شوچې هغه دلومړي ځل لپاره دغه تخنيکي اله د Coputerized axial Transverse scaningپه نوم ونوموله چې ددغې تخنيکي الې په برخه کې نوروسا ينس پوهانو هم ډېرې لاسته راوړنې وکړې په 1973))م کال کې د راډون لخوا دلومړي ځل لپاره يوه محا سبوي معا دله وړاندې شوه. چې وروسته له دې څخه په (1976)م کال کې هانس فيلډ له خوامايو کلينک ته ورکړاى شوه اوپه عملي کاريې پيل وکړ. چې هانس فيلډ ته ددغوهلو ځلو اوخدمتونوپه بدل کې دنوبل نړيواله جايزه ورکړل شوه. د C.T.scan ماشين ډولونه تر اوسه پورې په نړۍ کې دوه کمپنۍ موجودې دي چې د C.T.scan ماشينونه توليدوي . 1- Philip کمپنۍ : چې ددې کمپنۍ ماشين د Picker په نامه يادېږي . 2- Tosheba کمپنۍ ده چې د سيمونس Symons او Shematzo په نامه ماشينونه توليد وي چې د کار او خصوصياتو له مخې د يو ډول پرزو څخه ترکېب شوي . د سي ټي سکېن (C.T.scan) برخې : سي ټي سکېن له درې برخو څخه جوړ شويدي چې هره برخه يې ډېره د ارزښت وړده . 1- کمپيوټر 2- الکترونيکي ميز 3- د ايکسرى تيوب . 1 -کمپيوټر : کمپيوټر بيا څو برخې لري لکه کېبورډ (Keyboard) چې د عادې کېبورډ په څير وظيفه اجرا کوي خو ولې ځينې بټنې يې زياتې دي چې د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره ورڅخه کار اخستل کېږي .


2- کانسول Consol CPU : داچې د مرکزي اجراتو برخه ده چې ټول ماشين له همدې ځاى څخه اداره کېږي . 3- منټور (Manitore) : هغه برخه ده چې په سيستم کې د ټولو معلوماتو څخه مو خبروي يعنې کله چې ناروغ تيوب ته ور دننه کړو نو د تيوب د شاوخوا څخه اخرا جيدونکې وړانګې د ناروغ په جسم باندې لګېږې اود وصل شوي لاين پواسطه سيستم ته انتقالېږي . او د سيستم څخه د منيټور په پرده مونږ ته ښکارېږي . 4- Power Supply : ددې جسامت ډېر غټ دى او په Consol کې دننه نه وصلېږي يعنې دسيستم څخه بيل ځاى پرځاى شوى . د نوموړي ماشين د معياري کار دترسره کولو لپاره (220) ولټه بريښنا ته ضرورت دى . دوهم : الکترونيکي ميز : داهغه برخه ده چې د معائنې لپاره ناروغ د ايکسرى تيوب ور ننباسي .



د C.T.scan استعمال په رسمي ډول په 1986 م کال کې په امريکا کې کلينيک کې C.T.scan کېښودل شو . او د عامه ناروغانو د تشخيص لپاره د استعمال وړ وګرځيد . چې په اوسنې وخت کې يواځي په امريکا کې تقريباً د شپږ زرو په شا اوخوا کې د C.T.scan ماشينونه موجود دي . اوس دامريکې په متحده ايالاتو کې تقريباً 13 فيصده راډيولوژي طرزالعملونه د C.T.scan په شکل تر سره کېږي . د تيرو شلو کالونو راهيسي د C.T.scan په استعمال کې نه مننونکې زيات والى راغلى دى . او ددې سره په څنګ کې په ذکر شوي مورد کې د C.T.scan په تخنيکي وړتيا او قابليت کې هم ډېر زيات تعداد او بدلونونه رامنځته شوي . د C.T.scan دومره انکشاف او وړتيا د تکنالوژۍ د انکشاف او پرمختګ په اساس رامنځته شوى يعنې د جديد او سريع کمپيوټرونو پواسطه د C.T.scan عمليه کنټرولېږي او دغه سريع او انکشاف کوونکي کمپيوټرونه د C.T.scan تخنيک کې چې کوم C.T.scan Saner جوړ شوي دي ډېر ښه تشخيص او واضيح شکل لري او ددې سره په څنګ کې د ناروغ لپاره ډېر اسانه او سهولت لرونکى تماميږي . چې دا مخکېني شکلونه لري. ١- تاو شوى شکل لرونکى C.T.scan : دايو داسې Scan دى چې په هغې کې ايکسرى نل د ناروغ چارچاپيره مسلسل حرکت کوي . په دې لحظه کې بايد ناروغ حرکت ونه کړي ليکن هغه ميز چې ناروغ ورباندې پروت وي کولاى شو چې مخکې او وروسته يې کړو . ددې مقصد لپاره چې د جسم عکس د مختلفو جهتونونه واخيستل شي کله چې نوموړى ماشين منځته راغلو نو گټه يې دا شوه چې په کوم وخت کې عکس اخستلاى شي او ددې عمل په دوران دناروغ دجسم څخه چې کومې شعاوې تيرېږې نو په نتيجه کې عکس توليدوي .چې ددې ماشين دغه عمل ته سپائرل سکن وايې . او ګټه يې داده چې ددې په مرسته دجسم دمختلفو برخو مسلسل عکسونه اخستلاى شو او څرنګه چې نوموړىسکېن په کم وخت کې اخستل کېږي نو له دې امله په دې کې داشتباه چانس تر ډېره حده کم وي. ملتي سلا ئس : ملتي سلائس د سيټي سکېن نوى شکل دى چې استعمال يې تقريباً عام شوى دى . دا ماشين دسپائرل سکېن .په اوصولوولاړدى.په دې کې مختلف رنګه قطارونه موجود دي او ددې رنګونو ګټه داده چې کله داماشين د ناروغ ګرد چاپيره تاوېږي د يو وار تاويدو سره دډېرو سلايسونو يو ځاى والى په انسانۍ سره حاصلوي .او په ډېره کم وخت کې دايکسرى په دوران کې دجسم زياته حصه له دي څخه تيرېږي. سي ټي سلايس هره هغه سس ټي سلايس چه (1024.1024)حجم په درلودلو سره لاس ته راځي چه نوموړى حجم دعنصرپه تولوبرخو مساوى ډول تقسمېږى ،چه دغه هره برخه موکسل په نامه يادېږى.چه دنوموړى Scan د تر سره کولو په وخت کى دهروکسل سره ډېرپوتونونه دجسم څخه تيرېږى او کومى وړانګه وي چه له دې څخه تيرېږى د هغو وړانګه و شدت (تيزوالې) دديکتر پواسطه معلومېږي او بيا دنومړو وړانکو دشدتدمعلومولو نه وروسته دنسج کثافت معلوموي او ددې وروسته هر واکسل ځان ته ډول باندې يوه مخصوصه باريکي (نرموالى) ورکوي او کله چه خام عکس په نظرشي نو د نو موړي عکس د صافولو څخه وروسته هغه سکېن کېږي او نو موړى صاف شوى قالب ته پکسل ويل کېږي.او دپکسل دتعدتد په زياتيدو سره لاس ته راغلى تصوير صاف او روښانه وي.

د سي ټي سکېن گټې :  Advaenteg of C.T.scan :
سي ټي سکېن نن سبا د طبابت په برخه کې زياتې لاسته راوړنې لري او ډاکتران په ډېره اسا نۍ سره کولا ى شي چې د سي ټي سکېن د عمليې د ترسره کولو په نتيجه کې ديو ناروغ دناروغۍ تشخيص وکړي خو ددې ټولو ګټوسره سره يې لاندې ګتې ډېرې د يادونې وړدي.

1- دسي ټي سکېن سهولت په ټولو غټو اوپر مختللو روغتونونوکې موجوددي. 2- دسي ټي سکېن په کومک سره دډېرو سختو ناروغيونو تشخيص په اسانۍ سره کېد اى شي. 3- د سي ټي سکېن په عمليه باندې ډېر کم وخت په مصرف رسيږي او په لږوخت کرې دډېرو ناروغيونو تشخيص کېداى شي نو دا نظربه غلط نه وي چې دناروغيونو د تشخيص لپاره د سي ټي سکېن نه بله کومه معاصره طريقه نشته. 4- د سي تي سکېن پواسطه اخستل شوى تصوير کولاى شو چې وروسته په مختلفو شکلونو تبديلو کړو تر څو مونږ وکولاى شو د خپل هدف وړ نتيجه تر لاسه کړو. د سي ټي سکېن نقصانات (منفي اغيزې) Disadvantageهرهغه څه چې په دونياکې موجوددي او الله د مخلوق داستفادې لپاره پيدا کړى دى نو داهم مثبت اومنفي اړوخونه لري ،که څه هم چې C.T.SCAN يوداسې تخنيکې اله ده چې د انسانانو لپاره يې ګټه ډېره زياته ده خوولي منفي اغيزې هم لري . دا چې په سي ټي سکېن کې داسې وړانګې استعمالېږي چې ددغو وړانګو لپاره د انسان جسم شفاف وي او د انسان له جسم څخه وړانګې تيرېږي .چې ددغو وړانګو تيريدل په تکراري ډول دانسان له جسم څخه ځينې ناروغيونه رامنځته کوي چې اوسنې تحقيقاتو ښودلي وه چې دبدن څخه ددغو وړانګو دتيريدلو په نتيجه کې د کېنسر يا سرطان ناروغي رامنځته کېږي. بله تر ټولو مهمه خبره داده چې هغه ښځې چې اميدوارې وي دهغوي لپاره ډېر ضرر رسوي يعنې ددې امکانات ډېر زيات موجود وي چې داوميدو اري ښځې الوادونه له منځه يوسې.تکرارً دScan C.T. معاينه د کروموزوم دبي نظمۍ عمليه هم رامنځته کړي . د سر طاني تومورونو په له منځه وړلو کې ( Cancerdestroying) د سرطان په ځانگړې توګه غده ډوله سرطان په له منځه وړلو او يا کنترولولوکې له راديواکتيف تو کو څخه ارزښتناکه ګټه اخستل کېږي. چې ددغو کارونو يو ډېر مهم عنصر کوبات Co 60 دى. په راديولوژيکي درملتنوکې دلوړې انرژۍ لرونکې ذرې لکه: دX اوګاما وړانګې ديوې ځانگړې سيمې Tumor تومور د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. چې دا وړانګې د سرطاني حجرو تر څنگه دبدن نورې حجرې هم زيانمندې وي، خودبدن حجرې بيرته د خپل بيا ترميم د ځانګړتيا له عمل جوړېږي او سرطاني حجرې يو ځل له منځه ولاړې شي بيرته بيا د جوړيدو Reproduction ځواک نه لري ديا دې شوې وړانګې په تطبيق سره دانسان په بدن کې ستړيا د پوستکې درنګ بدلون او د اشتها کموالى منځته راځي. د وړانکې تطبيق په سيمې پورې اړه لري.د بيلګې په ډول که چيرې دا وړانګه د مغزو دسرطان دله منځه وړلو لپاره په سر باندې تطبيق شي دسرويښتان ډېر لږه موده کې لوېږي.دوړانګې تطبيق دوينې سپين کرويات چې په بدن کې دناروغيو د مقابل بلي دندې لري هم زيان منه وي ديادونې وړده چې ديادوشوو زيانونو څخه دډېرې لږې مودې لپاره دي او وروسته هر څه په خپل لومړني حال راګرځي ، نوپه هر حال دجراحي دعمل دسرته رسولو په ترڅ کې يواځي يوه ځانګړي سيمه له عدې څخه پاکېږي.په داسې حال کى چې دوړانګه په ورکولوکې دغدې شااوخوا ټولې سيمې دي ناروغۍ څخه پاکېږي همدارنګه دوړانګه ورکولوهغوخلکو ته چې ټپونه يې ژرنه رغيږي.ډيېه ارزښتناکه کړنلاره ده چې تومور پيژندونکى له وړانګه څخه وتومور په ټوټه ياکوچني کولو کې کار اخلي تر څو هغه تومورونه چې په يواځي ډول دجراحي عملياتو وړنه دي عماياتو ته چمتو کوي.چې پردې بنسټ ځينو تومورونو لپاره وړانګه دجراحي عمل نه مخکې تطبيقيږي نوکولاى شو ووايو چې وړانګه تل نه شي کولاى چې دناروغ دبدن ټولې برخې له تومور څخه پاکې کړي په پابل کې دومره ويلې شو چې دوړانګه ورکول دهغه ناروغ ددردپه کموالي کې چې د جوړيدلو امکان لږهم وي ډېره مرسته کوي. دبدن په عکس اخستنه کې د Body imagimg لکه څرنګه چې پوهيږودx له وړانګې څخه په ګټه اخستنې سره دانسان دبدن عکس اخستل کېږي ، چې دا ډول عکس اخستنه دهستوي تخنيک په پرمختګ سره اوس نږدې زاړه اوله کار څخه لويدلې ده. په1960 زيږديز کال کې يو بريتانوي انجنير هونس فيلډ Hounus Field او يو امريکايې ډاکټر کورمک Me Cormack يو داسې ماشين د هستوي تخنيک او زينو کمپيوټري محاسبو په مټ جوړ کړو چې د انسان د بدن دداخلې انځور يې په ډېر ښه ډول د کمپيوټر پرمخ منځته راوړو دغه ماشين د X-Ray وړانګې د ماشين په پرتله د بدن د ټولو اعضاوو ډېر ښه روښانه او بشپړه انځور جوړول د لومړي ځل لپاره دغه ماشين يواځي د سر دمغزو د عکس اخستنې لپاره کاريده چې وروسته بيا نورو موخو لپاره هم تري کار واحستل شو . د C.T.S Scanدود يز نومونه 1- Computerized Axial Transverse Scaning 2- Computerized Axial Tomography (C.A.T) 3- X-Ray-Computerized Tomography (C.T.SCAN) د تاريخ په مختلفو دورو کې (C.T.SCAN) په پورته مختلفو نومونو ياديده خو په اوسنې وخت کې په ټوله نړۍ کې د Computerized Tomography (C.T.SCAN) په نوم ياديږي . د سې ټې سکېن د اوسنې او پخوانې ماشينونو تر منځ توپير: د لومړى ځل لپاره کله چې (C.T.SCAN) د طب په برخه کې عملاً استعمال ته وړاندې شو نو يو اځي او يواځي د سر مغزو د عکس د اخستلو لپاره ورڅخه کار اخستل کېده خو د کمپيوټر تکنالوژيۍ دانکشاف په اساس په اوسنې وخت کې د (C.T.scan) په تخنيک کې هم ډېر زيات بدلون او انکشاف رامنځته شو .

چې د اوسنې وخت د (C.T.scan) د ماشينونو سرعت د مخکنيو ماشينو نو په پرتله ډېر زيات دي اوسنې (C.T.scan) ماشينونو په مرسته ډېر واضيح او غټ داخلې عکسونه اخيستل کېږي چې د ناروغيو د تشخيص په برخه کې ډېرې اسانتياوي رامنځته کړى .

مثلاً د (C.T.scan) په مرسته د بدن په داخل کې داسې برخې ليدل کېږي چې ډېرې زياتې کوچنۍ وي او د عادي ايکسري پواسطه نه ليدل کېږي چې د اوسنې (C.T.scan) پواسطه کولاى شو د بدن د مختلفو غړو عکسونه واخلو . لکه د مغز ، هډوکې ، خجري ، د رګونو ، کولمو ، معدې او نورو نرمو انساجو عکسونه. د X-Ray او C.T Scan ترمنځ توپيرونه : 1- C.T.scan او M.R.I يو بل ته ورته تخنيکونه دي ځکه چې د C.T.scan او M.R.I دواړو پواسطه د اعضاوو د عرضي مقطع عکسونه اخستل کېږي ولې عادي ايکسرى د M.R.I سره توپير لري . 2- M.R.I په مقناطيسي ساحه کې راډيوې وړانګه پواسطه عکسونه توليدېږى . 3- د ايکسرى عکسونه په عامه توګه د نمونيا (Nemonia) او ماتو هډوکو د تشخيص لپاره ورڅخه کار اخستل کېږي . ولې (C.T.SCAN) او (M.R.I) د نرمو انساجو لکه دماغ ، ځيګر ، د خيټې اعضاوو او دجنسي غړو دعکس اخستلو لپاره ورڅخه استفاده کېږي او د کنسر د ناروغۍ دساحې د معلومولو لپاره د C.T.scan څخه کار اخستل کېږي . 4- کله چې تاسې د يو ناروغ د سينې ايکسرى وګورۍ کوم چې د يو معياري ايکسرى پواسطه اخستل شوى وي نو داسې معلومېږي چې تاسې د سينې د هرې برخى څخه کتنه کوۍ . C.T.scan دبدن دداخلې برخې عرضې مقطع عکسونه توليدوي چې ددې په مرسته ډاکټر دداخلي برخې څخه کتنه کولاى شي . چې لاندې شکلونه د C.T.scan او X-Ray د وړانګو څخه لاسته راغلي .


دX-Rayپه واسطه اخستل شوي شکل دC.T.SCAN ماشين پواسطه اخستل شوى شکل

د C.T.scan ماشين د يوې استوانې شکل لري چې اوږدوالى تر 4,5مترو پورې رسيږي . ددې ماشين په ديوالونو کې د X-Ray وړانګې ، چينې ځاى په ځاى شوي او دهغې تختې لاندې چې يو نسج يا بشپړ انسان ځاى په ځاى کېږي يو ديتکتور نصب شوى دى او هغه وړانګې چې دبدن څخه خارجيږي په دغه ديتکتور کې ثبتيږي چې وروسته د نوموړو وړانګو څخه لاسته راغلي سيګنالونه د يو ارتباطي مزې پواسطه کمپيوټر ته انتقاليږي او هلته د  تحليل او تجزيې څخه وروسته په يو بشپړ انځور بدلېږي د وړانګو چينه او ديتکتور دواړه ددې وړتيا لري چې ٣٦٠ درجې دوران وکړي. چې دا ګرځيدنه ددې لامل کېږي ترڅو د بدن د يوې مقطع بشپړ انځور له بيلا بيلو زاويو څخه منځته راشي .ديادونې وړ ده چې ديتکتور او وړانګې د اوستوانې په منځ کې سره مخامخ کېږي .

ددې لپاره چې دبدن د ټولو برخو انځور وليدل شي نو بايد ناروع د يادې شوي متحرکې تختې پرمخ وغزول شي ، ترڅو د بدن د هرې مقطې انځور واخستل شي . چې وروسته دانځورونه د ډاکتر لخوا تجزيه او تحليل کېږي . ددې لپاره چې د انځور کېفيت لوړ شي نو ناروع ته يوه داسې ستن لګول کېږي ترڅو د بيلا بيلو انساجو ترمنځ توپير ډېر کړي او انځور روښانه منځته راشي . ځينې وخت داسې هم کېداى شي چې ناروغ بايد ډېر اوبلن مواد وخوري تر څو دبدن ددننه برخې په ښه ډول د ليدو وړوګرځي . چې دغه ډول توکي اکثراً د سينې ګيډې او لګن خاصره د عکس اخيستنې په وخت کې توصيه کېږي . لکه څنګه چې پوهيږو د سي ټي سکېن ماشين ايونايز کوونکې وړانګې توليدوي نو دهغه څخه کار اخستنه ځينې زيانونه هم لري په ځانګړي توګه هغو نسجوته چې حمل لري ډېر جدي ګواښ رامنځ ته کوي همدارنګه هغه مواد هم زيان من دي چې ناروغ ته د انځور د روښانتيا لپاره ورکول کېږي . په ځانګړې توګه يې د شوګر ، ګوردو او جلدي ناروغانو ته زيان ډېر دى. په اوسنيو وختونو کې د سي ټي سکېن د ماشين په پرتله يو پر مختللى ماشين چې د M.R.I په نامه ياديږي . ددغه انځور اخيستو لپاره کارول کېږي . خو د سي ټي سکېن ماشين اوس هم خپلې ښې ځانګړتياوي لري . لکه : لږه بيه بې له ډېرې ځواکمنې مقناطيسي ساحې څخه کار کول په لږ وخت کې د عکس جوړول او د سينې او ګيډې روښانه غکس راوستل لري . لاندې شکل د يو سي ټي سکېن ماشين په واسطه د بدن د يوې مقطې اخيستل شوى انځور دى .



يوه بله آله چې يواځي د بدن د پستو برخو لکه : ګيډه د وينې بهير او داسې نورو برخو د انځور د اخيستنې لپاره کارول کېږي . د سونو ګرافي Sonograpy په نوم ياديږي . چې د الټراساونډ تخنيک په مټ کارکوي او د بدن د پستو برخو حوځيدونکې انځورونه منځته راوړي . چې دا ماشين هم له دريو و مهمو برخو څخه جوړ شوى دى ، چې لومړۍ برخه يې يو ميز دى ، چې په هغه باندې يو کمپيوټر ډوله اله چې راټول شوي معلومات تجزيه او تحليل کوي او يو بريښنا تامين کوونکې آله نسب شوي ده ، دوهمه برخه يې د نندارې يوه آله يا يو منيتور دى چې خوځيدونکى انځور پکې ليدل کېږي . او دريمه برخه يې د معلوماتو يوه ليږدونکې آله يا ترانسديوسر Transducer هر هغه آله چې انرژي له يو ډول څخه بل ډول ته اړوي ، چې له يو کمپيوټر سره د يو مزې پواسطه تړلى دى چې بدن ته د غږ د ليږد راليږد دنده په غاړه لري . ددغه ماشين د کار بنسټ په لاندې ډول دى . کله چې ترانسديوسر د ناروغ د بدن د پام وړ سيمه کې کېښودل شي نو دا ترانسديوسر د ډېرې لوړې فريکونسۍ له 2000HZ څخه هم لوړه ده . يانه اوريدونکې غږونه ليږدوي او دهغه غږ بيرته راتګ څاري او هغه د يوه واړه ميکرافون پواسطه چې په نوموړي آله کې نسب دى ثبتوي د انځور منځته راتګ په امپليتود فريکونسي او هغه وخت پوري چې دا غږ د ناروع له بدن څخه بيرته ترانسديوسرته راځي اړه لري چې د انځورونه هم ساکن عکس او هم په خوځيدونکې (ويديو ډول سره ) ليږلو څخه وروسته منعکس کېږي . نو له همدې امله د معاينې په وخت کې د ناروغ په بدن باندې يو ډول ځانګړې مايع مښل کېږي تر څو د تراسديوسر او د بدن د پوستکې ترمنځ هوا پاتي نه شي . په پايله کې بايد يادونه وکړو چې د التراساونډ معاينه بدن ته کوم ځانګړى ګواښ نه رامنځته کوي او يوه بي درده او چټکه معاينه ده . دمختلفو غړو د سي ټي سکېن معا ئنه 1- د سر يا د ماغو معائنه د سي ټي سکېن پواسطه د دماغو مختلف جوړښتونه، اضافي کتله، د ضربې ځاى ، په دماغو کې د وينې بې نظمي په ګوته کوي . او کله کله د سر دکوپړۍ د معائنې لپاره هم د C.T.scan څخه کار اخستل کېږي . 2- اکثره د ورميږ معائنه د C.T.scan پواسطه تر سره کېږي چې په ورميږ کې د نرمو انساجو معائنه د اضافي کتلې کتنه د ورميږ پرسوب او د غدواتو د عادي جسامت نه غټوالى د C.T.scan د معائنې پواسطه تشخيص کېداى شي . 3- د سينې معائنه د C.T.scan پواسطه د سينى غير عادي حالت په ګوته کېږي او په سينه کې د لمفاوي غوټو غير نورمال غټوالي معلوميږي . 4- د نس يغنې ګيدې C.T.scan پواسطه هغه غړي مطالعه کېږي چې د نس يعنې ګيډې په داخل کې قرار لري دغه غړي عبارت دي له : ځيګر ، پښتورګي ، صفرا کڅوړه ، پانقراص ادانيال غده ، معده او کولمي د نس C.T.scan د درد عامل د تشخيص لپاره او يا په کوم بل ټيسټ کې د راښکاره شوي بې قاعده ګۍ د تشخيص لپاره اجرا کېږي . 5- د خيټې شاوخوا او دخيټې د عکس د اخستلو لپاره د خولې له لارې د نر مي هوا بيريم Barime ورکوي يا داسې مرکبات ورکوي چې په هغې کې ايودين شامل وي که د کولمو د لومړۍ حصې يا معدې عکس اخلو نو د عکس اخستلو نه ٦٠ ثانې رنګ لرونکې دوا ناروغ ته ورکول کېږي او که د کولمو د آخري برخې تصوير اخلو نو د تصوير د اخستو څخه ٢٤ ساعته مخکې رنګ لرونکې دوا ناروغ ته ورکوو او له دې څخه وروسته تصوير اخلو . ناروغ ته د رنګ لرونکې دوا ورکولو مقصد دادى چې د کولمو اود هغوى د شاوخوا ايټې نيوليشن (د باريکي نقطې ) په واضيح ډول معلومې شي او داچې د دوا د څښلو څخه وروسته د باريکې نقطې زياتېږي او ددې په زياتيدو سره کولمې په واضيح ډول ښکاريږى . کنټراست ميډيا Contrast Media کنټراست ميډيا د ايوډين څخه لاسته راغلي مرکباتو څخه جوړيږي او په عام ډول د رګونو له لارې انسان ته ورکول کېږي . ددې مطلب دادى چې رنګ لرونکې دوا د وينې مختلفې نالۍ يعنې رګونه رنګداره کوي دا رنګ ځکه ورکول کېږي چې ددې په وجه لاسته راغلى تصوير په واضيح ډول ښکارې او که د کوم شيريان د منځنۍ برخې تصوير اخلو ددې برخې تصوير د کنټراست ميډيا د دوا ورکولو څخه وروسته اخلو او که غواړو چې د وريد تصوير واخلو نو د وريد تصوير د دوا د خوړلو څخه ٧٠ دقيقي وروسته اخستل کېږي او په نوي سپايرل سکېن Spurel Scan داخاصيت وي چې ددې په کومک په ډېر لږوخت کې تصوير اخستلاى شو او د کنټراست ميډيا چې دوينې مختلفې نالۍ يعنې رګونه رنګداري دګردوله لارې خارجيږي چې په لږوخت کې د رګ رنګ دشاوخوا برخې درنګ سره برابروي يعنې خپل اصلي رنګ اختياروي .او کله چې خپل رنګ په راوګرځي نو بيايې عکس نه اخستل کېږي،او که موږ وغواړو چې دپانقراص دغدې تصوير واخلو ددې لپاره چې په دې کې ويره دسرطان موجوده نه و ي ددې ناروغۍ دتشخيص لپاره ضرورې ده چې دغړې عکس واخستل شي دشيريانې تصوير اخستلوطريقه مخکې ذکر شوي او که نه ؟ او بيا وروسته دوهم تصوير هغه وخت اخلو چې په وريد کې رنګ لرونکې ماده موجوده وي چې ددې رنګ لرونکې ماديې پواسطه دسرطان د خورولو معلومات لاسته راځي او دا معلومه وي چې سرطان ينې معنې ځيګرته رسيدلي اوکه نه؟ او دا هم معلومه وي چې سرطان تر کومه ځايه پوري وريدونه نيولي دي دکنتراست ميډيا ددوا زيات تيزوالى هغه وخت ضروري وي چې دوينې درګونو دمنځنيو برخو معلومات زموږ هدف وي يعنې هغه وخت ناروغ ته تيزه دوا ورکول کېږي چې درګونو دمنځ حالت معلوموي.کنټراست ميډيا دوينې درګونو او ددې پورې دمربوطه غړو دمعايېنې لپاره استعماليږي. ددرزلرونکو هډوکو سي ټي سکېن که څه هم چې دهډوکو درز د ساده ايکسرى پواسطه معلوميږي خوولې ځينې هډوکې لکه مړوند ،اوږه،زنګانه سترګه دايکسرى پواسطه دهغې تشخيص په اسنانۍ سره نشي کېدلاي خو د سي ټي سکېن معايېنې پواسطه ددوى تشخيص هم ډېر اسانه وي.علاوه له دې نور هغه ناروغان چې مغلق زخم ولري دهغوى لپاره هم دسي ټي سکېن معايېنه ډېره مهمه ده. ارټي فيکسټ Artefacts (علايم) عبارت له هغو اثراتو او علايمو څخه دي چې دسي ټي سکېن په عمليه کې ځينې وخت دناروغ په جسم باندې پاتي کېږي دغه داغونه په هغه صورت کې پيداکېږي چې دتصوير داخستلو په جريان کې ناروغ حرکت وکړي يعنې وخوځيږي او يا په ماشين کې څه خرابوالى رامنځته شي. ددغو داغونو پيژندل او معلومول ډېره ضروري خبره ده ځکه چې دا ونه پيژندل شي نو بيا د ناروغ تشخيص ډېر ستونزمن کار دى او که ددغو داغونو په پيژندلو کې غلطي وشي نو بيا د ناروغۍ په تشخيص کې هم کېداى شي غلطي رامنځته شي . ددې نه پيژندل د ناروغ لپاره ډېر خطرناک تماميږي نو ددي لپاره چې مخنيوى يې وشي نو تصوير بايد ډېر په تيزۍ سره واخستل شي که نه نو د ارټي فيکسټ Artefacts امکانات ډېر زيات پيداکېږي . ايټى نيوا ليشن ويليو Attenuation کله چه مونږ ناروغ د X-Ray تيوب ته ورداخل کړو د تيوب د ديوالونو څخه د ناروغ په جسم باندې وړانګې ولګېږي او له جسم څخه تيريږى چه نوموړو وړانګو ته مخامخ يوه تخته يا سلايډ نصب شويدى چه دغه وړانګې په نوموړي سلايټ نقطه نقطه لګېږي چې لدې څخه يو منظم تصوير لاسته راځي چې دغې هرې نقطې ته يو پکسل ويل کېږي . چه بيا دغه هر پکسل ته يو خاص حسابي قيمت ورکول کېږي چه نوموړي حسابي قيمت ته د پکسل کمپيوټر ې توموګرافي يا کمپيوټرې عکس ويل کېږي نو دغه حسابي قيمت په نوموړي واکسل کښې د موجوده ټولو باريکېو په واسط او هغه حسابي قيمت چې مونږ يې مخصوصوو نوموړى قيمت د اوبو پواسطه د ايټن نيوايشن (باريکۍ) سره موازينه جوړوي او بيا دغې موازينې ته يو خاص نوم ورکول کېږي . پازيټران اميشن ټوموګرافى P.E.T (Positron Emission Tomography) P.E.T C.T.SCAN پيټ سکېن د نسجونو په داخيل کى د ګلوکوز د جذب صلاحيت او د اندازې د معلومولو لپاره استعمالېږي او د دغه مقصد ترسره کولو لپاره يوه رنګداره ماده استعمالوو ځينې وختونو کې دغه عمليه د (١٨ ) فلورو ډيکس ګلوکوزيا Fluorodeoxy D.Glucose په نوم ياديږي . دغه عمليه د داسې ناروغۍ د تشحيص لپاره استعماليږي چې د وجود په کومه برخه کى سورى جوړوي يا د کېنسر ناروغي رامنځته کوي په دغه دواړو حالاتو کى اکثرا انساج زيات ګلوکوز جذبوي (PE .T) اسکېن اوسي ټي سکېن دواړه عملي په يو وخت کى هم ترسره کېدلى شي د دواړو عمليو په يو وخت کې د ترسره کولو ګټه داده چې د سي ټي سکېن په کمک دانساجو ساخت معلوم شي او د PET عمليې په مرسته د انساجو د فعاليت په هکله معلومات لاس ته راځي دغه عمليه د کېنسر(سرطان) ناروغي لرونکي ناروغان د سرطان په ناروغۍ اخته غړو د حالت معلومولو لپاره ډېر ګټور دي .

نتيجه

لکه څرنګه چـې پوهيږونننـۍ نړۍ دانسانانولپاره ديوکورحيثيت لري اوهرانسان په هره لحظه کې مکلف دى چې دنوروانسانانودحال څخه ځان پوه کړي ، ترڅوددې پوهې څخه وروسته دنوروپه مقابل کـې خپله پاليسـي عياره کړي، دغه پـوهه کېداى شـي په علمـي ، کلـتـوري ، حقوقي ، سياسې ، هنري اوداسې نوروبرخوکې وي . بناپردې انسان بايد دوخت په ډېره کـوچـنـۍ لحـظـه کـې دنـړيـوالـودحال څخه خـبـرشـي . نـړيـوالو ته د طب په برخه کې دمرض په تشخيص کې يوه ډېره مهمه وسيله ده په معاصره نړۍ کـې دسي ټي سکېن څخه عبارت دى چې دمرض په تشخيص ولو کې يوپرمخ تللى ماشين دى . پدې سيمينارکـې هم لکه چـې تاسوولـوستله د سي ټي سکېن توضيح اوتشريح شوې ده . هيله ده چې دپوهې دزده کوونکـواومينه والوخوښ شوې وي اودمسؤلينودقناعت وړگرځيدلى وى.





. ماخذونه ١ – ډاکټر بټ ياسرعلى او ډاکتر جاويد على د سي ټي سکېن لارښود ٢ – Rothenberg او Dr Pentlow ks په سي ټي سکېن کې د وړانګې اچونى اندازه ( راديو ګران) کال ١٩٩٢ ٣ – Dr Huda د کوچنيانو د C.T.scan په وخت کې د مواثرو وړانګو اچونى اندازه ( راډيولوژي ) کال ١٩٩٧ ٤ – RE , Bunge او CL , Herman د ملى روغتونونو د مطالعى لپاره د راډيولوژي برخه کال ١٩٨٧ ٥ – Encarta Encylopedia Standard 2005 Microsoft ٦ – C.T.scan Steep by Steep 1999