Jump to content

سي. وي. رامن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سر چندر شیکر وينکټا رامن FRS (د شاهي ټولنې همکار) (7 نومبر 1888 – 21 نومبر 1970) يو هندوستانی فيزيک پوه و، چې د رڼا د خپرېدو په ډګر کې د خپل فعاليت له امله شهرت لري. د يو سپيکټروګراف (د رڼا د اندازه کولو يوه ځآنګړې اله ده) په کارولو سره چې هغه جوړ کړی و، نوموړي او د هغه زده کونکي «کی. ايس. کريشنن» وموندله چې کله رڼايي له کومې رڼې مادې څخه تېرېږي، نو منحرفه رڼا د خپلې څپې اوږدوالی او تعدد بدلوي. دا ښکارنده (پديده)، کومه چې د رڼا د خپرېدو تر اوسه يو ناڅرګند ډول دی، کوم ته چې دوی بدل شوي خپرېدل ويل، وروسته د «رامن اغېز» يا د «رامن خپرېدلو» نوم ورکړل شو. «رامن» ته د همدې کشف له امله په فيزيک کې د 1930ز کال د نوبل جايزه ورکړل شوه، او هغه لومړی اسيايي و، چې د ساينس په کومه څانګه کې يې په لومړي ځل د نوبل جايزه تر لاسه کړې وه.[۱][۲][۳]

رامن د تاميل برهمن مور او پلار کره زېږېدلی و، يو ځيرک ماشوم و، په يوولس کلنۍ او ديارلس کلنۍ کې يې په ترتيب سره له سينټ الوسيس د اينګلو انډين عالي ليسې څخه خپلې ثانوي او لوړې ثانوي زده کړې بشپړې کړې وې. نوموړی په شپاړس کلنۍ کې له د مدراس پوهنتون د «پريسيډنسي کالج» څخه په فزيک کې له وياړ سره د لسانس د سند لپاره په ازموينه کې لومړی لمبر راغلی و. د رڼا د خپرېدو په اړه د هغه لومړۍ څېړنيزه رسال په 1906ز کال کې خپره شوه، په داسې حال کې چې هغه لا د هم فوق لسانس دورې زده کونکی و. راتلونکی کال هغه د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. نوموړي په نولس کلنۍ کې په کلکته کې د هندوستان د مالي خدمتاتو له ادارې سره د مرستيال عمومي محاسب په توګه دنده پيل کړه. په دې ځای کې هغه د ساينس د ودې لپاره د هندوستان له ټولنې (IACS) سره بلدتيا پیدا کړه، کوم چې په هندوستان کې لومړنی څيړنيز انستيتيوت و، کوم چې له نوموړي سره مرسته وکړه، تر څو خپلواکې څېړنې پر مخ يوسي، او چېرته چې هغه په صوتياتو او بصرياتو کې خپله زياته ونډه درلوده.

په 1917ز کال کې، نوموړی د «اشوتوش مکرجي» له خوا د کلکتې پوهنتون لاندې د راجا بازار په ساينس کالج کې د فيزيک د لومړي «پالت» پروفيسر په توګه وګومارل شو. اروپا ته په خپل لومړي سفر کې، د مديترانې سمندر په ليدلو سره هغه وهڅول شو، چې هغه مهال د سمندر د اسماني رنګ لپاره مروجه تشریح، کومه چې له اسمان څخه د Rayleigh-خپرې شوې رڼا په نوم وه، د ناسمې تشریح په توګه وپېژني. هغه په 1926ز کال کې د هندوستان د فيزيک د ژورنال بنسټ کېښود. نوموړی په 1933ز کال کې بینګلور ته ولاړ، تر څو د هندوستان د ساينس د انستيتيتوت لومړی هندوستانی رئيس شي. په همدې کال يې د هندوستان د ساينسي علومو د اکاډمۍ بنسټ کېښود. هغه په 1948ز کال کې د رامن څيړنيز انستيتيتوب جوړ کړ، چېرته چې هغه تر خپلو وروستيو ورځو کار وکړ.

د رامن اغېز د 1928ز کال د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه کشف شوی و. همدا ورځ هر کال د هندوستان د حکومت له خوا د ساينس د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي. په 1954ز کال کې، د هندوستان حکومت هغه په لومړي بهارت رتن ونازولو، دا يو تر ټولو لوړ ملکي وياړ دی. وروسته هغه د لومړي وزير جواهر لال نهرو د ساينسي څېړنې د تګلارو پر ضد د احتجاج په توګه دا نښان مات کړ.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

سي. وي رامن د برتانوي هند د مدراس (اوسنی تروچيراپالي، تامل ناډو، هندوستان) کې د «تروچيراپالي» د تامل برهمن مور او پلار، «چندر شیکر رامناتن اير» او «پاروتي امل» په کور کې زېږېدلی و. هغه په اتو خوېندو وروڼو کې دويم لمبر و. پلار يې په يوه سیمه ييزه عالي ليسه کې ښوونکی و، او ډېر کم عايد يې درلود. هغه يادونه کړې چې: زه په خوله کې د مسو له کاشوغې سره زېږېدلی يم (يوه اصطلاح ده چې په خوله کې د سرو سپينو يا مسو کاشوغې سره زېږېدل د کورنۍ بې وزلۍ يا شتمنۍ ته اشاره کوي). د زېږېدو پر مهال زما پلار په مياشتيني ډول لس روپۍ په زړه پورې معاش درلود». په 1892ز کال کې، د هغه کورنۍ د اندراپرديش وشاکاپټنم (هغه مهال ويزاګاپټم يا ويزاګ) ته وکوچېده، ځکه چې د هغه پلار « Mrs A.V. Narasimha Rao College» د فيزيک په پوهنځي کې په دنده ګومارل شوی و.[۴][۵][۶][۷][۸]

رامن د وشاکاپټنم په سينټ الوسيس اينګلو انډين عالي ليسه کې زده کړې وکړې. هغه په يوولس کلنۍ کې د ثانوي دوره او د هنر لومړۍ ازموينه (اوس د ثانوي دورې د ازموينې سره برابر، او له پوهنتون مخکې زده کړه ده) په ديارلس کلنۍ کې له بورسيې سره بريالی شو، او په دې ډول يې د اندرا پرديش ښوونځيو په دفتر کې (چې اوس د اندراپرديش د ثانوي زده کړو بورډ دی) په دواړو کې لومړی مقام خپل کړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په 1902ز کال کې، رامن د مدراس (اوس چنايي) په پريزيډنسي کالج کې داخله واخيسته، چېرته چې د هغه د پلار تبادله شوې وه، تر څو د فيزیک درسونه ورکړي. په 1904ز کال کې، نوموړي د مدراس له پوهنتون څخه د لسانس سند تر لاسه کړ، چېرته چې هغه لومړی مقام خپل کړ، او په فيزيک او انګلسي کې يې د سرو زرو نښانونه وګټل. په اتلس کلنۍ کې، کله چې لا هم د لوړو زده کړو محصل و، نوموړي په 1906ز کال کې په برتانوي مجله «فلاوفيکل جريده» کې د « Unsymmetrical diffraction bands due to a rectangular aperture» په عنوان خپله لومړۍ علمي مقاله خپره کړه. نوموړي له همدې پوهنتون څخه په 1907ز کال کې د لوړ امتياز سره د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. همدا کال په همدې جريده کې د هغه خپره شوې دويمه مقاله د مايعاتو د سطحې د کشش په اړه وه. دا د غوږونو د اواز د حساسيت په اړه د «لارډ ريلي» د مقالې سره په يو وخت کې وه، او د کوم له امله چې «لارډ ريلي» له «رامن» سره اړيکې پيل کړې، او هغه يې په مهربانۍ سره «پروفيسر» باله.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د رامن د فيزيک استاد «ريشارډ ليولين جونز» چې د هغه له وړتياوو څخه خبر و، ټينګار وکړ چې هغه په انګلتسان کې خپلو څېړنو ته دوام ورکړي. جونز له «ډګروال (سر جيرالډ) ګفرډ» سره د رامن د فيزيکي معاينې لپاره شرايط برابر کړل. رامن به ډېری وخت له ناوړه روغتيا ځورېدو او هغه کمزوری بلل کېدو. له معاينې روښانه شوه چې هغه د انګلستان د ناوړه موسمونو مقابله نه شي کولای، دا هغه پېښه وه چې وروسته به يې هغه يادونه کوله او ويې ويل «[ګفرډ] زه معاينه کړم او تاييد يې کړه چې زه به له نري رنځ څخه مړ شم...که زه چېرې انګلستان ته ولاړ شم».[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

مسلک (په کار کې)

[سمول]

د رامن مشر ورور «چندرا شيکر سبرامانيا اير» د هندوستان په مالي خدماتو (اوس د هندوستان د تفتيش او محاسباتو خدمات) کې دنده اخيستې وه، کوم چې په هندوستان کې تر ټولو باوقاره دولتي دنده وه. په داسې حال کې چې له هېواده بهر کې زده کړو لپاره برابر نه و، رامن هم د هغه پيروي وکړه او د 1907ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د اخلې په ازموينه کې د لومړي مقام په خپلولو سره د هندوستان د مالي خدماتو لپاره وړ وګرځول شو. هغه په 1907ز کال کې په کلکته کې د مرستيال عمومي محاسب په توګه وګومارل شو. دا هغه ځای و چېرته چې نوموړی د ساينس د ودې لپاره د هندوستان له ټولنې (IACS) څخه متاثره شو، کومه چې لومړنی هغه انستيتيوت و چې به هندوستان کې په 1876ز کال کې جوړ شوی و. په سملاسي ډول يې له «Asutosh Dey » ملګرتيا پیدا شوه، څوک چې په پايله کې د هغه د ټول ژوند همکار شو، همدا راز له «Amrita Lal Sircar» چې د IACS بنسټ اېښودونکی او منشي و، او «Ashutosh Mukherjee» سره ملګری شو څوک چې د کلکتې د پوهنتون مرستيال رئيس او د دې انستيتيتوت اجرائيوي غړی و. د دوی په ملاتړ سره، هغه په IACS کې په خپل وخت سره د څېړنو اجازه تر لاسه کړه، او لکه چې رامن يې وروسته يادونه وکړه، هغه ان په غېر عادي ساعتونو کې هم د څېړنې اجازه درلوده. تر دې وخته دې انستيتيتوت رسمي څېړونکي نه وو ګومارلي، او نه يې کومه څېړنيزه مقاله وړاندې کړې وه. د «Newton's rings in polarised light» په نوم د رامن مقاله په 1907ز کال کې په «Nature» کې خپره شوه، او دا له دې انستيتيتوت څخه لومړۍ مقاله وه. دې اثر IACS ته الهام ورکړ چې په 1909ز کال کې د « Bulletin of Indian Association for the Cultivation of Science » په عنوان يو ژورنال خپور کړي، په کوم کې چې رامن تر ټولو مهمه ونډه درلوده.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Raman effect" Archived 24 October 2018 at the Wayback Machine.. Collins English Dictionary.
  2. Bhagavantam, Suri (1971). "Chandrasekhara Venkata Raman, 1888–1970". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 17: 564–592. doi:10.1098/rsbm.1971.0022.
  3. Singh, Rajinder; Riess, Falk (1998). "Sir C. V. Raman and the story of the Nobel prize". Current Science. 75 (9): 965–971. JSTOR 24101681.
  4. "CV Raman Birth Anniversary 2020: Interesting Facts About The Nobel Laureate". NDTV.com (په انګليسي). Archived from the original on 24 June 2021. نه اخيستل شوی 23 June 2021.
  5. Prasar, Vigyan. "Chandrasekhara Venkata Raman A Legend of Modern Indian Science". Government of India. Archived from the original on 10 November 2013. نه اخيستل شوی 7 November 2013.
  6. "CV RAMAN: A Creative Mind Par Excellence". Hindustan Times (په انګليسي). 8 July 2019. Archived from the original on 3 March 2020. نه اخيستل شوی 8 March 2020.
  7. Jayaraman, Aiyasami (1989). Chandrasekhara Venkata Raman: A Memoir. Bengaluru: Indian Academy of Sciences. p. 4. ISBN 978-81-85336-24-4. OCLC 21675106.
  8. Clark, Robin J. H. (2013). "Rayleigh, Ramsay, Rutherford and Raman – their connections with, and contributions to, the discovery of the Raman effect". The Analyst (په انګليسي). 138 (3): 729–734. Bibcode:2013Ana...138..729C. doi:10.1039/C2AN90124B. PMID 23236600.
  9. "CV RAMAN: A Creative Mind Par Excellence". Hindustan Times (په انګليسي). 8 July 2019. Archived from the original on 3 March 2020. نه اخيستل شوی 8 March 2020.
  10. "CV RAMAN: A Creative Mind Par Excellence". Hindustan Times (په انګليسي). 8 July 2019. Archived from the original on 3 March 2020. نه اخيستل شوی 8 March 2020.
  11. "Remembering CV Raman on his death anniversary". Udayavani – ಉದಯವಾಣಿ. Archived from the original on 12 August 2021. نه اخيستل شوی 8 March 2020.
  12. Mukherji, Purabi; Mukhopadhyay, Atri (2018), "Sir Chandrasekhara Venkata Raman (1888–1970)", History of the Calcutta School of Physical Sciences (په انګليسي), Singapore: Springer Singapore, pp. 21–76, doi:10.1007/978-981-13-0295-4_2, ISBN 978-981-13-0294-7
  13. This Month in Physics History February 1928: Raman scattering discovered Archived 23 May 2013 at the Wayback Machine. APS News Archives February 2009 vol.18 no.2
  14. Mukherji, Purabi; Mukhopadhyay, Atri (2018), "Sir Chandrasekhara Venkata Raman (1888–1970)", History of the Calcutta School of Physical Sciences (په انګليسي), Singapore: Springer Singapore, pp. 21–76, doi:10.1007/978-981-13-0295-4_2, ISBN 978-981-13-0294-7
  15. Raman, C.V. (1906). "LV. Unsymmetrical diffraction-bands due to a rectangular aperture". The London, Edinburgh, and Dublin Philosophical Magazine and Journal of Science (په انګليسي). 12 (71): 494–498. doi:10.1080/14786440609463564. Archived from the original on 31 October 2020. نه اخيستل شوی 10 March 2020.
  16. The Nobel Prize in Physics 1930 Sir Venkata Raman Archived 27 February 2019 at the Wayback Machine., Official Nobel prize biography, nobelprize.org
  17. "About C V Raman Life, Achievements and Paper Publications". Indore [M.P.] India. 13 February 2020. Archived from the original on 15 February 2020. نه اخيستل شوی 20 February 2020.
  18. Raman, C.V. (1907). "LVIII. The curvature method of determining the surface-tension of liquids". The London, Edinburgh, and Dublin Philosophical Magazine and Journal of Science (په انګليسي). 14 (83): 591–596. doi:10.1080/14786440709463720. Archived from the original on 31 October 2020. نه اخيستل شوی 10 March 2020.
  19. Rayleigh, Lord (1907). "LLX. On the relation of the sensitiveness of the ear to pitch, investigated by a new method". The London, Edinburgh, and Dublin Philosophical Magazine and Journal of Science (په انګليسي). 14 (83): 596–604. doi:10.1080/14786440709463721. Archived from the original on 31 October 2020. نه اخيستل شوی 24 August 2020.
  20. Mukherji, Purabi; Mukhopadhyay, Atri (2018), "Sir Chandrasekhara Venkata Raman (1888–1970)", History of the Calcutta School of Physical Sciences (په انګليسي), Singapore: Springer Singapore, pp. 21–76, doi:10.1007/978-981-13-0295-4_2, ISBN 978-981-13-0294-7
  21. Singh Rajinder (2002). "C.V. Raman and the Discovery of the Raman Effect". Physics in Perspective. 4 (4): 399–420. Bibcode:2002PhP.....4..399S. doi:10.1007/s000160200002. S2CID 121785335.
  22. Jayaraman, Aiyasami (1989). Op. cit. p. 5. OCLC 21675106.
  23. Singh, Rajinder; Riess, Falk (2004). "The Nobel Laureate Sir Chandrasekhara Venkata Raman FRS and His Contacts with the British Scientific Community in a Social and Political Context". Notes and Records of the Royal Society of London. 58 (1): 47–64. doi:10.1098/rsnr.2003.0224. JSTOR 4142032. S2CID 144713213.
  24. Clark, Robin J. H. (2013). "Rayleigh, Ramsay, Rutherford and Raman – their connections with, and contributions to, the discovery of the Raman effect". The Analyst (په انګليسي). 138 (3): 729–734. Bibcode:2013Ana...138..729C. doi:10.1039/C2AN90124B. PMID 23236600.
  25. Jayaraman, Aiyasami (1989). Op. cit. p. 8. OCLC 21675106.
  26. Banerjee, Somaditya (2014). "C. V. Raman and Colonial Physics: Acoustics and the Quantum". Physics in Perspective (په انګليسي). 16 (2): 146–178. Bibcode:2014PhP....16..146B. doi:10.1007/s00016-014-0134-8. S2CID 121952683.
  27. Clark, Robin J. H. (2013). "Rayleigh, Ramsay, Rutherford and Raman – their connections with, and contributions to, the discovery of the Raman effect". The Analyst (په انګليسي). 138 (3): 729–734. Bibcode:2013Ana...138..729C. doi:10.1039/C2AN90124B. PMID 23236600.
  28. Biwas, Arun Kumar (2010). "Indian Association for the Cultivation of Science: A Nation's Dream, 1969-1947". In Dasgupta, Uma (ed.). Science and Modern India: An Institutional History, c. 1784–1947. Delhi: Pearson. pp. 69–116. ISBN 978-93-325-0294-9. OCLC 895913622.
  29. Mukherji, Purabi; Mukhopadhyay, Atri (2018), "Sir Chandrasekhara Venkata Raman (1888–1970)", History of the Calcutta School of Physical Sciences (په انګليسي), Singapore: Springer Singapore, pp. 21–76, doi:10.1007/978-981-13-0295-4_2, ISBN 978-981-13-0294-7
  30. Mukherji, Purabi; Mukhopadhyay, Atri (2018), "Sir Chandrasekhara Venkata Raman (1888–1970)", History of the Calcutta School of Physical Sciences (په انګليسي), Singapore: Springer Singapore, pp. 21–76, doi:10.1007/978-981-13-0295-4_2, ISBN 978-981-13-0294-7
  31. Raman, C. V. (1907). "Newton's rings in polarised light". Nature (په انګليسي). 76 (1982): 637. Bibcode:1907Natur..76..637R. doi:10.1038/076637b0. S2CID 4035854. Archived from the original on 31 October 2020. نه اخيستل شوی 30 March 2020.
  32. Singh Rajinder (2002). "C.V. Raman and the Discovery of the Raman Effect". Physics in Perspective. 4 (4): 399–420. Bibcode:2002PhP.....4..399S. doi:10.1007/s000160200002. S2CID 121785335.